ولي داسي په قهر يې؟
سړي ورته وويل: په لاره کي مي يو پخوانى ملګرى وليد، سلام مي ور واچاوه، جواب يې رانه کړ او بې پروا را څخه تېر سو. دده ددې کړني څخه ډېر متاثره سوم، زهير يې کړم.
سقراط ورته وويل نو ولي زهير سوې؟
سړي په تعجب ورته وويل: معلومه خبره ده، چي دده دا کړنه سمه او انساني نه وه.
سقراط ورته وويل: که په لاره کي يو څوک ووينې، چي پر مځکه پروت دئ ، د درد او ناجوړۍ څخه زورېږي، ايا په ليدو يې ته نه زهيرېږې او زړه دي نه پر سوځي؟
سړي ورته وويل: حتماً!
په ليدلو يې خوابدى کېږم، د هر چا پر ناروغ زړه سوځي.
سقراط و پوښتل: د زړسوي سره، څه احساس درته پيدا کېږي، له ناروغ سره بايد څه وکړي؟
سړي جواب ورکړ: په زړه کي مي ورسره د ميني، مهربانۍ او شفقت احساس پيدا کېږي او تر خپله وسه کوښښ کوم، چي ډاکتر ته يې بوځم او ياهم درمل ورته راوړم.
سقراط ورته وويل: دا کار دي ددې لپاره کاوه چي هغه دي مريض ګڼئ. ايا انسان يوازي جسماً ناروغه کېږي؟ ايا هغه څوک چي فکراً او ذهناً جوړ نه وي، رواني ناروغ نه دئ؟
که څوک روحي او فکري ناروغ نه وي، هيڅ وخت له هغه څخه بده کړنه او بد عمل نه تر سره کېږي.
فکري اوذهني ناروغ ته (ناپوه) وايي، پر دې ناروغ بايد زړسوى وکړو او عقلي ډاکتر ته يې معرفي کړو .
نو و هيچا ته زړه مه تنګوه، په زړه کي کينه مه ورسره پيدا کوه او د خپل زړه ارامي له لاسه مه ورکوه. هر وخت چي څوک درسره بد کوي، پوه سه په همهغه وخت کي دى ناروغ دئ.
#د_قانع_ژباړه
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter