هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۵/۱۱ خپرندوی
بازکاکا له کلي و صحرا ته ووت، د راتګ په وخت کي ورباندي شپه راغله. د شپې په تاریکه کي یو حیوان حمله پر وکړه.
له سختي جګړې وروسته پر حیوان بر لاسی سو او مړ ئې کړ.
بازکاکا چي د حیوان پوست ته وکتل خوښ ئې سو، حیوان ئې پر اوږه را واخیست مخ د کلي پر خوا روان سو.
کلي ته چي ورسېدئ، ګاونډي ئې د بام له سره بازکاکا ولیدئ، نارې ئې کړې: «هلی خلکو، باز کاکا زمری ښکار کړی دئ!»
بازکاکا چي د زمري نوم واورېد لړزه پر راغله، ولوېد او بې هوښه سو.
کله چي پر سد راغلئ، خلکو پوښتنه ځیني وکړه: «ولي بې هوښه سوې؟»
بازکاکا وویل: « ما فکر کاوه، دا حیوان چي پر مایې حمله کړې، یو سپی دئ!»
باز بېچاره فکر کاوه چي یو سپي حمله پر کړې ده، که چیري دی پوهېدلی وای، چی زمری دئ، نو حتما به لړزه پر راتله او په ډېر احتمال به د زمري خوراک وای.
مطلب: که د یوې لوي ستونزي له نامه و بېرېدې، مخکي له دې چي له ستونزي سره مبارزه وکړې، له پښو به دي وغورځوي.


تړاو: پند
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ