تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته اترېش ونړېدئ، خراب سو؛ فقر، غربت او لوږه پکښي ډېره سوه.
امريکا و اتریش ته څه پیسې د مرستي په ډول ورکړې، چي خپل ښارونه، فابریکې او کارځايونه له سره په و رغوي؛ خو اتریش د ښارو، کارځایونو او فابریکو پر ځای د موسیقۍ او تیاتر سالونونه او کتابتونونه جوړ کړل.
امريکا له اتریشه ددې کار علت وپوښت؛
اتریش ورته وویل څو چي د هیواد فرهنګ او تمدن جوړ نه سي او پرمختګ ونه کړي، کارځایونه او فابریکې ويجاړي پاتېږي.
اوس مهال د اتریش پلازمېنه "وین" په نړۍکي د ژوند لپاره تر ټولو غوره ځای ګڼل کېږي؛ د تفریح توکي ئې کتاب لوستنه ده او له کارغوښتونکي څه د لومړی شرط په توګه د کتاب لوستني ژمنه اخلي.
اترېش ډېره ګټه او پیسې له سيلانيانو او ګرځندویانو څخه تر لاسه کوي.
#هدفــ: یو چاته تر ارزښتمن شي تر ورکولو مخکي د هغه پر فکر کار وکه او دشي په ارزښت ئې پوه که؛ اولنو څه ښه ویلي دي: یو وار ئې ورزده که بیا ئې کوزده کړه.
تړاو: په زړه پوري کيسې
Afghan Afghani Converter