هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ خپرندوی

کندهار مي د ګلونو ګلدسته دئ

په افغان حورو غلمانو ښایسته دئ

له ازلـــــه د ارغند په اوبو ښاد دئ

په سرخي د ســـرو انارو الوده دئ

د خرقې زیارت درنښت دئ ور بخښلی

په زینت د علـــــــــــماو اراسته دئ

اصفهان ئـــې د زاړه ښار له نارنجه

په اوده ئې له شېرسرخه مرهټه دئ

قندهار له قند و هاره څخه جوړ دئ

په لهجه او په کلتور کي فرشته دئ

ګورګينان او انګرېزان ئې په ګونډو کړه

د يرغل په مقابل کي يګانه دئ

و غليم ته‌ کنده کنده، لوی سقر دئ

و دوستانو قند هار، د سر شمله دئ

چي هیواد وي، کندهار به ئې مشعل وي

په سیاست او په فرهنګ کي دانسته دئ

زه یې کوم صفت در وشمېرم دلداره

روڼ تاریخ ئې په طلاو نوشته دئ

هم مي مرګ او هم لحد پر کندهار کړې

"جهاني" سره مي دا خواست بدرګه دئ

پر همدې مځکه ئې مېنه هم ئې ژوند دئ

و قانع ته هم محراب هم میکده دئ

کندهار، ۲۲حمل-۱۳۹۸ل.


تړاو: کندهار
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ