ژمی عموماً پر دوو برخو وېشل سوی، چي يوې ته ئې لو څله بلي ته ئې کوچنۍ څله وايي؛ لو څله ۴۰ ورځي ده، چي د جدي مياشتي له اولي نېټې پيل د دلوي تر ۱۰ پوري رسېږي؛
کوچنۍ څله د دلوي له۱۱ شروع د حوت تر اولي نېټې دوام کوي.
په لو څله کي شپې اوږدې او په کوچنۍ څله کي ورځي اوږدېږي.
کله چي لو څله وځي، کوچنۍ څله پوښتنه ځني کوي، تا له خلکو سره څه وکړه؟
لو څله ورته وايي، زما له يخه خلک مجبور سول، چي سندلي، تنور او نغري ته ځان ورسوي.
کوچنۍ څله ورته وايي، ارمان آرمان چي زما عمر ډېر لنډ دئ، کنه دوی به مي په سندلي او تنور کي يخی کړي وای!
په لو څله کي باران او يخ وي، خو په کوچنۍ څله کي يخ لا ډېرېږي او باران هم ډېر اوريږي.
د کوچنۍ څلې اولو لسو ورځو ته امن او دوهمو لسو ورځو ته بهمن وايي؛ افسانوي کيسه ده، وايي چي امن او بهمن د يخ د مور دوه زامن وه، چي مور ئې غره ته په لرګيو پسي لېږلي ول، چي د ډېر سخت يخ له لاسه په غره کي يخی سول.
زموږ په خلګو کي تر اوسه د امن او بهمن اصطلاح مشهوره ده، کله چي لو څله خلاصېږي، دوی وايي، امن او بهمن لا پاته دي، ژمی خپل زور هلته معلوموي.
تړاو: فلکلور
Afghan Afghani Converter