وایي چي یو چرسي له خپل یوه ملګري سره ناست وو، نو خپل ملګري ته يي مخ راواړوه او ورته ويي ویل: چي دوسته!
آیا پوهیږې چي دانسان اصلي عمر دیرش کاله وو؟؟
ملګري يي ورته وویل: زه خو نه پوهیږم.
چرسي ورته وویل: ښه چي نه پوهیږي نو غوږ سه:
په پیل کي دانسان، خر، سپې، او بیزو ټولو عمرونه سره یو شانته وو،
ټولو دیرش کاله عمر لره، خو انسان دهغوي ټولو څخه هوښیار وو، نو له ځانه سره يي وویل: چي ماته خو دا دیرش کاله ډیر کم دې، دا خو مې نه بس کیږي، اوږده فکرونه يي له ځان سره وسنجول، بیا يي وویل: راځه راسه ، په دغو چارپایانو چل وکړه، او له هر یوه نه شل شل کاله عمر واخله، بیا به دې عمر نوي کاله شی، او داسې به اوږد دخوشالۍ او خوښۍ ژوند وکړم،

نو په لومړي ګام کي دغه انسان خره ته ولاړئ، او ورته ويي ویل: چي اى خره !
ته غواړې چي دیرش کاله ژوند وکړې، ستا ژوند خو ټول له سختیو ډک دی، ټول عمر دې ستومانتیاوي دي، او زه ستا لپاره یوه ډیره ښه لاره لرم چي له دې سختیو دې وژغورم، مطمئن اوسه، له هر رنګه بارونو به دې خلاص کړم،
داسې وکړه چي له خپل عمر څخه شل کاله ماته راکړه، او ستا دا لس کاله بس دي،
خره له ځانه سره فکر وکړ، او ويي ویل: چي دا خو ډیر ښه خبره ده، دا انسان څومره ښکلې رحمناک زړه لري، ددې شلو کالو مشکلات به ته ځما له اوږو لیرې کړي، او شل کاله به ځما پر ځاي دى هنګارې کوي،
داسې دانسان عمر پنځوسو کالو ته ورسید، بیا سپې پسې ورغۍ، داسې حال کي چي سپې ستونۍ له غپا پړسیدلې وو، نو سپې ته يي وویل، چي آیا ته به دا ټول دیرش کاله غپیږې؟
څومره سخته ده !
که دا شل کاله دې ما ته راکړل، نو شل کال به له غپا خلاص شي،
سپې ورته مخ را واړوه ، او ورته ويي ویل: چي ښا، ته به شل کاله ځما پر ځاي غپیږې، نو هغه ورته وویل: چي هو، ولې نه !
سپې خوشاله سو ، او دخپل عمر شل کاله يي ورته ورکړل، نو دانسان عمر
اویا کالو ته ورسید،
له دې وروسته يي له ځانه سره وویل، چي باید ضرور بیزو پسې ورشم، نو که بیزو موافقه وکړه، نو بیا به مې مزي وي، بیزو ته چي ورغۍ، بیزو په پنجره کي بنده وه، له یوه ځايه څخه يي بل ځاي ته خیزونه وهې، او نورو ورته شاوخوا خندل، انسان ورنږدې شو، او و رته ويي ویل:
چي اۍ بیزو!
له خپل دې ژوند څخه تنګه شوی نه يي؟
ټوله دنیا در پورې شپه او ورځ خندا کوي،
بیزو وویل: نو ځما لاس کي خو داسې څه نسته چي دخلکو خولې پرې وتړم،
انسان ورته وویل: حل سته، داسې کار وکړه ، چي دا شل کاله عمر دې ماته راکه، نو له دې مسخرو او ټوکو به خلاصه سې.

بیزو وویل: دا خو ډیره ښه خبره ده، زما خو به دا لس کاله عمر وي او خلک به شل کاله هغه پوري بیا خاندي، نو ږغ يي وکړ، چي موافقه یم، زما شل کاله عمر ستا سو، نو داسي انسان عمر نيوي کلو ته ورسید؛ په دې وخت کي دچرسي ملګري چرسی ته وکتل، او ورته ويي ویل: چي ستا په ګومان چي دانسان عمر نيوي کاله دئ ؟؟
چرسي وویل: نه ، دیرش کاله دى، خو هغه دخره، سپي، او بیزو شل شل کاله عمر و اخیست، او اوس دغه ټول عمر دهغوي په عذاب ګرفتار دې،
ملګري يي ورغبرګه کړه چي هغه څنګه؟
چرسي وویل: چي دانسان عمر څلور مرحلې دې:
لمړۍ مرحله:
دهغه حقیقي عمر ، چي دیرش کاله دې، ښه ژوند تیروې، مزې او خوندونه څکې، دچا پرې غرض نه وي.
دوهمه مرحله :
د-۳۰ - ۵۰ پورې دخره عمر دې، او هغه داسې چي کله يي بچې پیدا شي، نو دخره په څیر پرې ناکوبې ګالي.
دریمه مرحله:
له پنځوسو څخه تر اویا پورې ، دسپې عمر دې ؟
دا هغه عمر دې چي په هغې کي انسان په خپلو بچیو او ښځې باندي چیغې او نارې وهي ،
او له پښو په کي هم ستومانه شوې وي
څلورمه مرحله.
له اویا څخه تر نوي پوري:
دا دبیزو عمر دئ، چي کله دغه انسان بوډا سي، کمزوري سي او په ګډو وډو شروع وکړي، نو زامن يي دکور په یوه کونج کي ګیر کړي او ټول پرې په جمعه خاندې او یا خو يي پاګل خانې ته بوځي او ځان ترې خلاص کړي.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: فلکلور
ن :
ت : ۱۳۹۰/۰۷/۱۳
 
اعلان.

.:: کلیک ::.