هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

د کندهار ښار په عمومي هديرو کي له پخوا څه يو پوښلی حوض سته، چي د عين الدين حوض په نوم يادېږي؛ په اولس کي دا مشهوره ده، چي په دې حوض کي پيريان اوسېږي، څوک د شپې نه سي ور تلای.

يوه شپه څو ملګري سره ناست ول، په دوی کي يو نفر د خپل زړورتوب کيسې کولې؛ په مجلس يو ملګري ورته وويل، که ته دونه دلاوره يې، ونيسه په دا نيمه شپه عين الدين حوض ته ولاړ سه او هلته دا مختوبېله ټکوهه، سهار به ئې موږ وګورو، که دي ټکوهلې وه، نو ته په رشتيا زړه ور يې!

سړي ومنل، روان سو؛ ډېر وخت تېر سو، خو د سړی درک معلوم نه سو.

د ملګرو ئې اندېښنه سوه، ول هسي نه چي پيريانو يو څه په کړي وي، ټول د حوض پر خوا روان سول؛ کله چي حوض ته ورسېدل، ګوري چي د حوض په ځينه کي سړی بېسده پروت دئ؛ چي راپورته ئې کئ، لمن ئې په مختوبېله کي بنده ده.

سړي له بېري مختوبېله پر خپله لمن ټک وهلې وه، کله ئې غوښتل ولاړ سي، هغه لمن ئې بنده وه، ځای پرځای بېسده سوی وو؛ ده فکر کړی وو، چي پېري تر لمني نيولی دئ.

#هدفــ:ځيني وخت سړی دونه د افواهاتو او اوازو تر اغېز لاندي راسي، چي خپل حواس له لاسه ورکړي؛ خو په اصل کي هيڅ هم نه وي.


تړاو: خرافات
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ