١. حمديه او نعتيه څو لنډۍ:
مينه د خدای د رسول ښه ده
دا نوري ميني لباسي خاورې به شينه
کۀ تمام عمر عبادت کړم
ستا د احسان اجر به څنګه ادا کړمه
د ګناه پېټی مي په سر دے
د مدينې سردار له ځم چي کم ئې کړينه
٢. سياسي، حماسي او ملي لنډۍ:
ازادي:
د ازادۍ ناوې جوړېږي
هر يو زلمی نارې وهي زما دي شينه
په وطن ننګ:
کۀ د وطن په ننګ شهيد شوې
په تار د زلفو به کفن درله ګنډمه
٣. محاکاتي لنډۍ:
اباسين بيا په چپو راغئ
په سر ئې راوړل سپينې خولې سرۀ پېزوانونه
٤. معاشرتي لنډۍ:
حجره:
ستا د حجرې درشل کږه شه
زما د زړۀ ستنې کږې درپسې ځينه
چيلم:
چيلمه خدائيږو چي دي مات کړم
مئين په ما دئ غم په تا غلطوينه
پښتانۀ:
پښتانۀ واړه شنۀ زمريان دي
چي وخت ئې راشي په سيالۍ سر ورکوينه
پښتنه:
په سپين ميدان به درسره يم
زۀ پښتنه له تورو نۀ تښتم مئينه
وادۀ:
ځلميه ننګ راباندې وکړه
پلار مي ظالم دے ما په اور کښې اچوينه
٥. تاريخي لنډۍ:
کۀ په ميوند کښې شهيد نۀ شوې
خدائيګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
ما ورته وې شرينګل ته مۀ ځه
ميرزمان خانه فرانسو ته دې تړينه
٦. طنزيه لنډۍ:
د ويرې غږ کولے نۀ شم
د سوال ياري ده اوس به خاورې ايرې شينه
٧. فخريه لنډۍ:
توره به نۀ کړو نور به څۀ کړو
چي مو شودۀ د پښتنې رودلي دينه
٨. عشقيه لنډۍ:
ديدن د ګلو غنچه نۀ ده
چي د ريبار په لاس ئې يار ته ولېږمه
عاشق سړے نۀ غلطېږي
د رنګه زيړ وي سترګې تورې ګرځوينه
٩. الميه لنډۍ:
په دنيا غم کله ښادي وي
په ما هميش د غم جنډې ولاړې دينه
١٠. دعائيه لنډۍ:
زما پينځۀ وخته دعا ده
رب دې د غم د باده وساته مئينه
١١. متفرقه موضوعات:
وطن:
زۀ د وطن د باغ ماليار يم
په خپلو سرو وينو به ئې تل اوبۀ کومه
ديدن:
ديدن د سر په بدله دے
چي سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه
فراق:
عاشقي وې جدائي نۀ وې
خدايه په در کښې به دې څۀ کم شوي وونه
غم:
غم دې د ستا نه وفادار دے
تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه
قسمت:
په مخ مي زيړ زړوکے خور کړئ
زۀ د تقدير لېونو سپو خوړلے يمه
انتظار:
کۀ په شېبو باران ورېږي
زما په خپل لالي باور دے رابه شينه
ارمان:
په تور لحد کښې به نعرې کړم
زۀ د دنيا نه ارماني راغلے يمه
ښيرې:
مازيګرے دې ښېرې مۀ کړه
تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه
ګيله:
جانانه ستا نه ګيله نۀ کړم
زۀ ګيله من د خپل نصيب د لاسه يمه
ياد:
کۀ اشنا بد کړي زۀ به ښۀ کړم
کۀ جدائي شي زما ښۀ به يادوينه
د جانان خندا:
زما د يار داسې خندا ده
چي د عمرونو مرور پخلا کوينه
تعويذ:
په تعويذونو پوره نۀ شوه
اوس به لمن په زيارتونو ګرځومه
تهمت:
ستا په تهمت مي جامې رنګ شوې
زۀ به رنګ کړې جامې چرته ګرځومه
د سحر باد:
باده د زړۀ مراد مي يوسه
چي دلسوزي د اشنا راشي وژاړينه
ګل و ګلشن او خزان:
ګلونه ډېر دي خدائې دې ډېر کړي
زما د برخې ګل خزان ورېژونه
توره:
مئين پرې يم منکر ترې نۀ يم
کۀ جلاتيان مي سر د تورو سره وړينه
مسافري:
مسافري دې ډېره وکړه
رب دې سبب د خپل وطن وکړه مئينه
صبر:
په صبر صبر پوره نۀ شوه
سبا مي نيت دے بې صبرۍ ته ملا تړمه
د ښائست ستائينه:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
جولۍ مي تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
مخ:
مخ ئې ګلاب سترګي ئې شمع
خدايه بورا شم کۀ پتنګ ورباندي شمه
سترګي:
سترګي کچکول کړه ديدن واخله
ملنګه ياره په بانه راغلې يمه
لاسونه:
سپين دي لاسونه سپيني ليچي
لکه چي توري په ميدان کي برېښ کوينه
غاښ:
غاښ دي په خلۀ کي داسي زيب کا
لکه صدف چي په الوان ټومبلي وينه
باڼۀ:
دا مخامخ په کوڅه راغله
کجک باڼۀ ئې په سالو ختلي وونه
غاړه:
ستا د ايلۍ په شان غړۍ ده
زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
خال:
خال دې په مينځ د تندي ايښے
لکه سپوږمۍ چي نيمائي اسمان ته شينه
زلفې:
زلفې مي مۀ لنډه وه مورې
مار چي لنډے شي دوه ځائې خلۀ لګوينه
پېزوان:
پېزوان په لوړه پوزه خوند کړي
لکه په لوړ چنار کښې واچوې ټالونه
رېبار:
رېباره راشه چي دې ښکل کړم
تا به په دې سترګو جانان ليدلے وينه
غماز:
د عاشقۍ علاج به وشي
خو د غماز علاج به څوک وکړي مئينه
مرور:
جانان دې خدائې مرور نۀ کړي
د دۀ په سر مي دشمنۍ اخستې دينه
باز:
باز مي د زړۀ په غوښو لوئې کړو
اوس چي د ښکار شو نو د بل لاسو له ځينه
مازيګر:
جانانه راشه چي پخلا شو
عمر د ژمي مازيګر دے تېر به شينه
شپه:
جانانه ستا په انتظار کښې
ستورو ته ګورم شپه سبا راباندې شينه
سپوږمۍ:
سپينې سپوږمۍ حال راته وايه
چي مي جانان مجلس د چا سره کوينه
سپرلے:
په علامه د سپرلي پوه شوم
جينکو راوړو په اوربل کښې زيړ ګلونه
اباسين:
کۀ اباسين راغلے نۀ وے
په ګنګخړو کښې به چا موندل ټيکونه
ګودر:
کۀ دې زما ديدن يادېږي
د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه
د بې غېرتي غندنه:
په هندوستان دې څلے جوړ شه
د بې ننګۍ اواز دې را مۀ شه مئينه
وفا:
خاورې ايرې به دې راټول کړم
لکه کچکول به دې په غاړه ګرځومه
اختر:
ماله په ورځ د اختر راشه
زۀ به در وځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
عمر:
زما دې ټول عمر په دار کړو
لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه
فنا:
د دنيا دوه ورځې ژوندون دے
پرون راغلي نن دلې سبا به ځونه
غرور:
ما ئې له کبره سلام نۀ اخست
اوس ئې ژړا په تش ديدن پسې کومه
اختتامي:
بس دې په دغه فېصله ده
ډېرې مصرعې د سړي غم سيوا کوينه
سوال او جواب لنډۍ:
سوال: ستا په ديدن مي مونځ قضا کړو
زۀ به محشر کښي خدائې ته څۀ جواب کومه
جواب: ستا په محشر کښې جواب دا دے
نوی عاشق وم په ديدن نۀ مړېدمه
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
موضوعي لنډۍ