اولس هغه چينه ده چي ژوند ترې را ټوکېږي او ژوند د انساني فطرت د بېلا بېلو انځورونو هنداره ده. فولکلور هغه ستره کلتوري پانگه ده، چي ملت په معنوي لحاظ ژوندى ساتي . ديو ملت فولکلور دهغه ملت ، فرهنگ ، ژبه عنعنه ، او اسا طيري پديدې ژوندۍ ساتي، چي همدغه پورتنۍ پديدي دملت روح گڼل کېږي . فولکلور دخلکو دژبي محصول دئ او موږ هغه وخت دمبارزو انسانانو په تاریخ پوره پوهیدای سو چي د فولکور په باره کي بشپړه او پوره معلومات ولرو.
نو په پای کي ویلای سو چي فولکلو ر دادبیاتو روح دئ.
دپښتو اولسي ادبياتو ځانگړني :
١_ پښتو اولسي منظوم ادب دعربي عروضو او وزنونو تابع نه دئ ، خپل ملي او اولسي وزنونه لري.
٢_ اولسي ادبيات دموضوع له کبله داولسي توب اوکليوالي ټولنېزو، اقتصادي ، سياسي او کلتوري اړيکوڅرگندونکي دي .
٣_ ژبه يې ساده ، سوچه او دخلکو يا اولس له ورځنۍ محاورې سره برابره ده .
٤_ ډېره مبالغه او غير له حقيقته پکښي بل شى نه ليدل کيږي .
٥_ افسانوي رنگ يې تربيوي اړخ لري ، نه وېرونکى .
٦_ دپردو ژبو له تسلطه خلاص دئ .
٧_ ښکلا، اسانوالى ، اوريښتياوالى په ښه بڼه پکښي ځان ښکاره کړی دئ .
تړاو: فوکلور
Afghan Afghani Converter