هينداري مه ماتوئ، څېرې مو اصلاح کړئ!
مولانا صاحب په مثنوي کي راوړي:
وايي يو خر دعا وکړه، چي څښتن ئې مړ سي، تر څو د خرتوبۍ له ستړي ژونده په امان سي.
څښتن ئې د خره په غوښتنه پوه سو، ويل:
اې خره! زما تر مرګ وروسته به تا بل څوک رانيسي، بل څوک به دي څښتن سي، د خپل ځان د خلاصون لپاره دعا وکړه، چي له خرتوبۍ څخه ځان ازاد سې.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د قران کريم په دې ايت کي (مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه) علمي اعجاز
په يو علمي کنفرانس کي د پوهنتون استاد د قران کريم پر اعجاز او بلاغت خبري کولې؛ ويل که په قران کي يوه کلمه بېځايه سي او يا ئې پر ځاى بله کلمه راوړل سي، معنى ئې ناقصه او سم مفهوم نه ترې اخيستل کېږي.
استاد د خپلو خبرو د تائيد لپاره د قران کريم څخه ډېر مثالونه راوړل. ناببره يو تن محصل چي د بې دينۍ په رنځ اخته و، ودرېدئ وئې ويل:
استاده زه ستاسو خبري نه منم! 
په قران کي ډېري داسي کلمې راغلي دي، چي کارول ئې په هغه ځاى کي هيڅ لازم نه دي؛ لکه د قران په دې ايات کي ( مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه...) احزاب سورت ٤ ايات. ژباړه: الله تعالى د نارينه په سينه کي دوه زړونه نه دي ايښي. 
دې بې دېنه ځوان پسي زياته کړه: هيڅ بشر دوه زړونه نه لري، ولي په قران کي راغلي دي، چي د نارينه په سينه کي دوه زړونه نسته، د ((لرجل)) لفظ پر ځاى بايد داسي راغلي واى(( ما جعل الله لبشر...))
يعني د نارينه لفظ بايد نه واى ياد سوى.
په تالار کي چوپتيا خپره سوه، ټول و استاد ته متوجه سول، چي استاد څنګه جواب ورکوي!
له بله اړخه د ځوان دليل هم پر ځاى و. زموږ په بدن کي تر يو زيات زړونه نسته د نر او ښځي بدن بې توپيره دئ، نو بيا ولي په قران کي د (( رجل)) لفظ راغلى دئ؟
استاد په ژور فکر کي ډوب سو، ول که دې ځوان ته سم او مدلل جواب ورنه کړل سي، کېداى سي ډېر نور محصلين ئې پر طرف سي او خداى مه کړه په زړونو کي ئې د قران کريم د ايتونو په اړه شک پيدا سي .
تر لږ ځنډ وروسته استاد په ډېر جرئت سره جواب ورکړ، وئې ويل: په رښتيا هم همداسي ده... يوازي نارينه دئ چي په هيڅ صورت ئې په بدن کي دوه زړونه نه يو ځاى کېږي، مګر هرکله چي ښځه بارداره ( حامله ) سي، په نس کي ئې دوه زړونه موجود سي، يو د مور او بل ئې د ولاد چي په نس کي ئې دئ.
په دې وخت کي ټول محصلين سره وغوړېدل او د استاد جواب ئې په خوښيو بدرګه کړ.
نتيجه: په قران کي هيڅ داسي کلمه نه ده راغلې، چي په هغه کي دي يو حکمت رباني موجود نه وي. بېله شکه چي د قران کريم د هري کلمې او هر لفظ بدلول، د ايات په معنى او مفهوم کي د نقصان او خلل سبب کېږي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د لوى مفسير شيخ الحديث عالم او متقي شخصيت حضرت مولانا محمد عبيدالله ايوبي (رح) ژوند ته لنډه کتنه
مولانامحمد عبیدالله ایوبي، کندهاري، نقشبندي، سلیمانخېلي، سني، حنیفی مذهبه او په طریقت کي د نقشبنديې طريقې پيرو و.
مولوي عبیدالله د ملا محمد ایوب زوى،د ملا شمس الدین لمسى د محمدکریم کړوسى او د سکندر کودى دئ.
نوموړى د پنج شنبې په ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته د ذالقعدې پر ۱۵ مه د (۱۳۴۳ هـ. ق) دکندهار ولايت د پاشمول په کلي کي زېږېدلى دئ.
شيخ الحديث او مفسير لوى عالم مولوى عبيدالله ايوبي لومړنۍ زده کړي د خپل پلار ارواښاد مولوى محمد ايوب څخه تر سره کړي دي، وروسته پاکستان او هندوستان هيوادونو ته د زده کړو لپاره تللى دئ. 
د پرلپسې زحمت او زيار ګاللو څخه وروسته د خپل عمر په ٢٥ کلنۍ کي د فضيلت پګړۍ ور پر سرکړل سوه. وروسته ئې تدريس پيل کړ. 
د کندهار ولايت د سنځري په کلي کي ١٢ کلونو ډېر وخت تدريس وکړ، په همدې جريان کي ئې د کندهار دکدني د سيمي د مشهور شيخ کامل مولوى عبدالغني مشهور په بابک لاس نيوى وکړ او د نقشبنديې طريقې پيرو سو.
څه وخت وروسته کندهار ښار ته راغلئ او د ملاعلم اخند په کلي کي ئې ١٣ کاله طالب العلمان و روزل.
د ١٣٥٧ د غويي د کرغېړني کودتا سره سم مولوى ايوبي صاحب مهاجرت ته اړ سو او د ډېرو نورو منورينو او مشايخو په څېر ده هم هيواد پرېښود، د پاکستان هيواد د کويټي ښار ته ولاړ.
مولوى ايوبي صاحب د تدريس تر څنګ ډېر کتابونه تصنيف کړل، چي مشهور هغه ئې په ١٨ ټوکه د قران مجيد تفسير (تفسير ايوبي) دئ، ډېر نور کتابونه ئې و پښتو ته را وژباړل او تر ٤٠ پر ډېرو کتابونو ئې حاشيې او تعليقات وليکل.
مولوى ايوبي صاحب د ژوند ډېره برخه په تدريس او د شاګردانو په روزنه تېره کړه. د ژوند وروستي ٣٥ کلونه ئې د پاکستان د کويټي په ښار کي په تدريس پاى ته ورسول .
په هيڅ سياسي جريان او ګوند کي ئې وظيفه وانه خيستل او بې پرې پاته سو.
شيخ الحديث مولانا ايوبي صاحب څخه ٦ لوڼي او ٦ زامون پاته سوي، زامن ئې هم د علم په ګېڼه پسولل سوي اود ښه شخصيت څښتنان دي.
لوى عالم او متقي شخصيت مولوي محمد عبيدالله ايوبي حنيفي نقشبندي سليمانخېلي د ١٤٣٦ ه ق کال د شوال مياشتي پر ١٣ مه نېټه په داسي کي د اجل داعي ته لبيک ووايه، چي په زرګونو شاګردان او په لکونو مسلمانان ئې د تدريس ، علمي مسايلو بيانولو او تصنيفونو څخه مستفيد سول.
انا لله و انا اليه راجعون.

ليکنه: سيداحمد قانع



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
زموږ نېکمرغي په درو جملو کي نغښتې ده
د پرون ورځي څخه زده کړه کول، د نن ورځي څخه ګټه اخسيتل او سبا ورځي ته هيله لرل.
مګر موږ په نورو درو جملو خپل ژوند تباه کوو
په پرون ورځ پسي ارمان کوو ، نن ورځ ضايع کوو او د سبا ورځي څخه بېرېږو.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
کوچنی وم تازه مي باسیکل زده کړی و.
د جمعې ورځ وه، بازار خالي و د خرقې شریفي خوا ته ولاړم.
د خرقې شریفي د زیارت څخه یوه ډله طالبان راوتل، په مخ کې جګ صوفي سړی چي توربخن غټ ترخضي اریش کالي ئې اغوستي، جرمنی بوټ یې په پښو، توره د پاج لنګوټه ئې پر سر ریبکاټ صدرۍ ئې په تن وه، را روان و.
زه په ډېر فاتحانه انداز له خپل باسیکل سره چي نوی مي بازار ته را ایستلی و، له دروازې څخه په لږ فاصله کي ولاړ وم.
دوی را ورسېدل بېله دې چي څوک پر ما د باسیکل د ایسته کولو ږغ وکړي، راورسېدل. همدې لومړي تن زما سره داسي چلند وکړ، لکه ما چي لاره په حقه سره بنده کړې وي، په ډېري ارامۍ سره د باسیکل مخ ته تېر سو.
خدای شاهد دئ، چي دده ددې چلند څخه ډېر خوشحاله سوم. په زړه کي مي وویل دا سړي لکه چي زما د نوي باسیکل د زده کړي او خوشحالۍ څخه خبر و. تلوسه مي سوه، چي دا سړی و پېژنم. یو نفر ته مي وویل: 
ملا صاحب دا سړی څوک و؟
په تلواري ږغ یې راته ویل: (لوی ملاصاحب!)
د لوی ملاصاحب د نامه پېژندنه خدایږو راته سخته وه.
کور ته راغلم دا کیسه مي د کورنۍ و نورو غړو ته وکړه. چا راته وویل هغه خو ملامحمد عمر اخوند و، د جمعې د لمانځه څخه وروسته ولایت ته تلئ.
‫#‏خاطره‬



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: خاطره
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
له شرمښ څخه د انسانيت هيله مه کوئ!
له پُسه څه ئې و پوښتل که ته شرمښ (لېوه) واى، څه دي کول؟
پسه وويل: ما شرمښان په وښو خوړولو عادتول، تر څو پر نورو بېګناه پسونو د حملې کولو څخه راګرځېدلي واى.
له شرمښ څخه ئې پوښتنه وکړه، که ته پسه واى، څه به دي کول؟
ول: ما پسونو ته دا ورښودل، چي څنګه د شا په دوو پښو شرموښان پر دا سر ووهي او مړه ئې کړي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
کښتګر و موږک ته دام کښېښود. موږک چي دام وليد، و چرګ او پسه ته ئې خبر ورکړ.
ټولو وويل: موږکه، دا ستونزه يوازي ستاده، په موږ هيڅ اړه نه لري!
يو مار د کښتګر په تله(ترازو) کي ولوېد او پر لاس ئې وچيچئ.
سمدلاسه ئې د کښتګر لپاره له چرګ څخه ښورا جوړه کړه، پسه ئې د ميلمنو لپاره حلال کړ.
غوايى ئې د کښتګر د ارواه د خوښۍ په موخه خيرات کړ.
په دې وخت کي موږک د دېوال له سوري څخه تماشا کول او د هغه ستونزي چي په نورو پوري اړه نه لري، فکر کاوه.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

پر زړګي باندي را اوري
ستا خيالونه لکه ستوري

ستا مالت کي ګرځېدمه 
ماتم پروت وو پر هر لوري

شيخ له شيخه امان غواړي
د خلوَت خبري نوري

د ګاونډ له مکر و چله 
نن مو ميندي سوې سرتوري

چي يې نوم ته هوسېږم 
هغو مېني کړې را توري

ژوند د اُنس له خوږ تعبيره 
د دوى ژوند د نفرت توري

له هغو به ځان قربان کړم 
چي انسان له قتله ژغوري

دا غرور به ئې عادت وي
چي دا ښکلي نه راګوري

دادي خوى د پښتنې دئ
دجلال او جمال خوري

که مي خواست رب ته منظور وو
خپور به سي د امن سيوري

قانع خوب به دي ريښتيا سي 
خداى زموږ فرياد ته ګوري

د زمري ٢٦مه ۱۳۹۴ 
پښتو څانګه-کندهار پوهنتون



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د ورځني عادت سره سم مي د کوچنۍ جیبي راډیو سیخ کش کړ، د امریکا ږغ ماښامنۍ خبرونه مي تعقیب کړه. خبرونه څه بل ډول ول، تازه خبر!
همدا اوس مو د بلي حملې خبر تر لاسه کړ!
تازه حمله موږ ته ډېره نژدې ده!
په زرګونو کسانو د وژلو وېره ده! 
او ...!
د خبریالانو له هیجانه او وهمه ډک خبرونو مي د بدن ورېښتان شخ شخ کړل.
القاعده او امریکا سره ښکر په ښکر سول
سمدستي مي ناستو ملګرو ته وویل لکه چي د طالبانو د نظام سقوط پیل سو. 
دا ۱۴ کاله مخکي د سپتمبر د ۱۱مي نېټې د ماښام خاطره وه.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: خاطره
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
پاچا یو عابد ته وویل: زه دي کله کله په یادېږم؟
عابد ورته وویل: هو، خو هغه وخت چي خدای هېرکړم!
‫#‏پند_شیخ_سعدی‬_

#دقانع ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
ربه!
د علم او پوهي پر مېنه مو اباد که!
د میني او پالني په ګېڼه مو ښاد که!
د عدل او اخلاص په خوی مو یاد کړه!
یا الله!
که تا جوړ نه کړو، غرقېږو!
که تا پوه نه کړو، شرمېږو!
که ستا فضل نه وي، ورکېږو!
یا خالقه!
که دي انسانان پیدا کړي یو، په زړونو کي اُنس او محبت راکه!
که دي د مځکي پر سر خلیفه ګرځولي یو،توان د امامت او عدالت راکه!
ته حق یې، د حق د پېژندلو طاقت را که!

یاهو، یامن هو،  یامن لااله الاهو!

‫#‏مناجات‬



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
مخته مي څو کتابونه د مطالعې په موخه ایښي ول، له راډيو څخه د ایران پارسي خبرونو ته غوږ وم او نخود مي دانه دانه له خوږو چایو سره خوړل، ناڅاپه د لویو بمونو ږغونو د څراغ لمبه را تیته کړه. په ځغستا بام ته پورته سوم. لیري د کندهار هوایي ډګر پرشاوخوا سیمو د سرو لمبو او د لویو بمونو د ږغونو فضا خپره وه.
لږ ګړی وروسته فارسي خبرو خبر خپور کړ چي امریکا پر افغانستان هوایي حملې پیل کړې، دا خبر به لا پای ته نه و رسېدلی، چي د لوی ملاصاحب پر سرای د کروز توغوندیو وارونو غوږونه را دف، لار او ګودر یې راڅه ورک کړل.
سخته وارخطایي وحشت او ترس حاکم سو. دا وخت نو ناوخته ماخوستن و توري تیارې ته غېږه ورکول، دلته له خلکو د تیښتي لوری ورک و او هلته د مېزان د پنځلسمي شپې نازک یخ او د امریکایي کروز ږغونو زړونه رېږدول.د مېزان ۱۵مه ۱۳۸۰ کال. 
‫#‏خاطره‬



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

څه ښایست، څه ئې ادا او څه ئې شور خپل
څه ئې مینه، څه ئې چل او څه ئې نور خپل

خدای خبر، چي بیا پر چا د قتل وار کړي
سترګي توري، سره لبان ئې کړله پور خپل

د باران په نوم شیندي د اور بڅري
کمچنۍ ده، لګوي پر نورو تور خپل

پرون دلته، نن ده هلته، سبا بل ځای
ژوندون وژني، جوړوي د ظلم کور خپل

هم ساقي دئ، هم مینوش په میکده کي 
په شیخي کي ملایکه ګڼي خور خپل

اف، خالقه! کاش چي نه وای پیدا سوی
پدې حال به څه قانع سم، څه مي زور خپل

د جمعې ورځ، د مېزان ۱۷مه ۱۳۹۴ ل.ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د کوچنیانو دعا
زما کوچني زوی، عرفان خان په دعا کي ویل:

خدایه، زما الله ج را وبخښې!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
فرهنگي نغری به هغه فرهنگپال گرم ساتي، کوم چي نه د بهرنیو مرستو په مټ زېږېدلي، نه لوی سوي او نه ورباندي د شهرت اوج ته رسېدلي دي.
هغو چي د زړه په وینو ئې مدني ټولني جوړي کړي، کتابونه ئې چاپ کړي او د ادب په ډگر کي ئې خولې توی کړي بریالي وي او تر ډېره وخته به پایښت مومي. 
د بهرنیانو مرستي لنډمهاله وې او د فرهنگ پالنه به اوږدمهاله او تل تر تله وي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
یو حاجي د حج په مراسمو کي قران مجید پر کعبه شریفه باندي موښۍ.
چا ورته وویل: چي دا څه کوې.
حاجي صاحب په ډېر افتخار سره ورته وویل قران شریف مشرفه کوم.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

ژونده هله ژر درپاڅه، دلته ژوند پر مرګ حساب دئ
دنیا نه ده سور تنور دئ، روغ انسان ژوندی کباب دئ

هاغه موږ چي اتلان وو، په تاریخ د بشریت کي 
اوس هغه اتلان نه یو، تېر تاریخ راڅه کریاب دئ

د قابل د قتل دود دی، د هابل په څېر قتلېږو
هم قاتل او هم مقتول یو، هم ګناه ده هم ثواب دئ

تر لک ډېر پیغام راوړونکي، د الله له لوري راغلل
موږ مغروره انسانان یو، دلته هر ناپوه جناب دئ

د جاهل حکمراني ده، جهالت ته سر ټیټېږي 
د عاقل په سرکي خټي دا نااهلو دا خطاب دئ

مرګ خو حق دی چي ژوندون درته مرګی سي
بیا به څه کړې، دلته ورک د ژوند کتاب دئ

ربه څنګه به قانع سم دې وحشي دنیا ته ګوره
زه د بلي دنیا تږی ماته دا جهان عذاب دئ

د شپې ۹ بجې ۱۳ د لړم ۱۳۹۴



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
که وایو چي (گ) د پارسي حروفو(پ،چ،ژ،گ) څخه یو توری دئ یا د پښتو سره مشترک حرف دئ، نو بیا څه اړتیا ده چي پښتو (ګ) لپاره دا ګرافیم ټاکو؟ ولي یې (گ) نه لیکو؟



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر، زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

حريت مي پر وجود باندي را خپور دئ
استقلال مي د زړګي د ميني کور دئ

په جنت کي هم د امر تابع نه سوم
ادم يمه، عدن باغ را ته سور اور دئ

خوږ نفس مي بې پروا دئ له وجوده
هله ژر سه دربخښلى مي ژوند نور دئ

ناخبره يم راغلى و دنيا ته
ناخبره به ور درومم، ځاى مي ګور دئ

د ځوانۍ او د بهار خوبونه ولاړل
په زړښت کي مي خزان سکنى ورور دئ

سر ټيټي مي د دوږخ له وهمه نه ده
د الستُ د وعدې راباندي پور دئ

د زمان له ناکردو سره جنګېږم
په تدبير مي د تقدير مات کړى زور دئ

تر رڼا په تاريکه کي ښه بلد يم
يم د جنګ د اور بڅرى ژوند مي شور دئ

بغاوت مي خداى په خټه کي اخښلى 
برناحقه پر قانع د مطيع تور دئ

د زمري ٢٧مه ١٣٩٤ل کال
کندهارپوهنتون-پښتوڅانګه



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
صالون که سالون؟
سالون انګليسي لغت دئ چي په سالون تلفظ کېږي په (ص) ليکل ئې ناسم ډول دئ. په دهخدا فرهنګ کي راوړي چي سالن اصلاً فرانسوي لغت دئ
Salon : سالون، تالار، دغونډى لويه خونه، د جرګى تالار، د ژونديور سامانو د اثارو ښودنه 
Saloon: سالون، لويه خوفه، دشرابو دځښلو اوخرڅولو او را نيولو ځاى



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، ژبه او ګرامر، زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
يو کليوال هغه وخت سپى په تبر مړ کړ، چي غوښتل ئې پر ده حمله وکړي. 
د سپي څښتن پر کليوال عرض وکړ او قاضي ته ئې بوت.
قاضي کليوال ته وويل: ولي دي ددې سړي سپى مړ کړ؟
کليوال ورته وويل: سپي پر ما حمله وکړه ما د ځان د دفاع په خاطر سپى د تبر په سر وواهه.
قاضي ورته وويل: ولي دي د تبر په سر وواهه، ولي دي د تبر په شاتنۍ برخه (لاستي) نه واهه؟
کليوال ول: که سپي د لکۍ لخوا پر ما حمله کړې واى نو ما به هم د تبر په شا (لاستي) وهلى واى، داچي سپي د سر لخوا حمله وکړه ما هم د تبر په سر وواهه.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
نابينا: ما او تا شرط نه و ايښي چي له کوارې څخه به يو يو زردالو خورو؟
بينا: بلې، هو!
نابينا: نو بيا ولي درې درې دانې خورې؟
بينا: ته په رښتيا ړوند يې؟
نابينا: بلې، زه مورزاده ړوند يم!
بينا: نو بيا څنګه پوه سوې چي زه درې درې دانې خورم؟
نابينا: ځکه پوه سوم چي زه دوې دوې دانې خورم، مګر ته هيڅ اعتراض نه کوې.

مطلب: څنګه غل دي وي چي غل نه پېژني.
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د حجرې په طالبانو کي د سايدې ژبه ډېره مشهوره ده، کله چي ميلمه ورته راسي نو دوى پخپلو منځو کي د سايدې ژبه شروع کړي . 
راسئ چي د سايدې ژبه زده کړو، خورا په زړه پوري ده. البته که دلته په ښوونه کي اشتباه سوې وي، هيله ده چي د سايدې ژبي ماهرين ئې را اصلاح کړي.
په دې ژبه کي د کلمي اول تورى ليري کېږي او پر ځاى ئې (س) توري ورلوېږي او د کلمې ليري سوى تورى د (سايدي) سره يو ځاى کېږي؛ مثلا:
چاى: د چاى څخه د (چ) توري ليري کوو او پر ځاى يې (س) ور اچوو، چي (ساى) سي. د چاى د (چ) تورى د سايدې د (س) پر ځاى ايږدو
(چايدې) به سي؛ نو دسايدې په ژبه چاى ( ساى چايدې) ويل کېږي.
کور ( سور کايدې) 
پلار (سلار پايدې)
مبايل ( سبايل مايدې)
برق (سرق بايدې)
کوچى (سوکچى کايدې)
طالب (سالب طايدې)
جنګ (سنګ جايدې)
جوړ په خير ( سوړ جايدې سه پايدې سير خايدې)
خو کومي کلمې چي د (س) په توري پيل سوي وي د هغو د کلمو سرته د (ي) توري راځي؛ لکه سهار داسي وايو: يهار سايدې
سور ( يور سايدې)
سوله (يوله سايدې)
اوس به نو په دې جمله ښه پوهېږي:
د يايدې سايدې سبه ژايدې سه ښايدې سفريح تايدې سه دايدې
موږ يې داسي وايو: د سايدې ژبه يوه ښه تفريح ده.



:: اړونده موضوع: زما خبري، سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: تفريح
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

څومره عظيم، څومره عالى او څومره لوړ دئ انسان!
څومره ذليل، څومره شډل او څومره ځوَړ دئ انسان!

کله ادم، کله عيسى، کله شداد او نمرود
څومره عادل، څومره قوي او څومره پَـړ دئ انسان!

مځکه، اسمان، لمر او سپوږمۍ رب پيدا کړي ده ته
څومره متين، څومره کمين او څومره مـړ دئ انسان!

ښکلې دنيا، ښکلى ژوندون او ښکلى دين د اسلام 
څومره جامع، څومره پوره او څومره جَـړ دئ انسان!

ژوند يې سمسور دئ، په ګوله موړ دئ په صحت جوړ دئ
څومره قانع، څومره طامع او څومره اړ دئ انسان !

پنجشنبه د ليندۍ ١٩مه ١٣٩٤ ل.ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
الله ج، کارګه او طوطي دواړه په يوه شپه کي ډېر بدرنګه او تک تور پيدا کړل. 
طوطي پر خپله څېره ناراضه سو، الله ج ورته ښکلې څېره او ښايسته رنګ ورکړ. 
کارګه د خداى په رضا خوښ و.
اوس کارګه ازاد ګرځي، مګر طوطي په قفس کي بندي دئ.
د الله تعالى په رضا قناعت وکړئ، چي همېشنى برياليتوب مو په برخه سي.حميد بابا څه ښه وايي:

قناعت راته عطا کړې زما ربه 
ورک زما حرص و هوا کړې زما ربه

دا سرکښ نس مي سرکوزى کړې په صبر 
راته اېله دا بلا کړې زمـا ربه

دم قدم زما سيده لرې په شرعه 
له لغزشه مي نجا کړې زما ربه

‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
يوه غله پر لويه لاره باندي کڅوړه پيدا کړه، چي د قيمتي شيانو څخه ډکه وه. ددې قيمتي شيانو سره پر کاغذ ليکلې يوه د ساتني دعا پرته وه.
غل دا قيمتي شيان بيرته د کڅوړي څښتن ته ورکړه.
يو چا وغله ته وويل: ولي دي دا پيدا کړې شتمني له لاسه ورکړه؟
ده ورته وويل : ددې کڅوړي څښتن په دې عقيده و چي دا دعا به زما شتمني راساتي، زه دده د شتمنۍ غل يم نه دده دين! که مي کڅوړه نه واى ورکړې ددې سړي عقيدې ته ضرر رسېدئ؛ هغه وخت نو بيا زه دده د عقيدې غل هم وم، چي دا ډېره بې انصافي ده.
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
 کوچنيانو بېره (وېره) له دې لاري څخه هم کمولاى سو 
څلور کلن عرفان خان مي کشر زوى دئ. يخي هوا ناجوړه کړى دئ. 
پرون سهار ئې مور په رګ کي پيچکاري ور لګوله. پخوا به ئې د پيچکارې لګولو په وخت کي سخت فرياد کاوه، بد حال به ئې جوړ کړى ډېر به ئې ژړل؛ خو نن چي ئې پيچکاري ور لګول، عرفان ارام ناست و، يوازي ئې چابک چابک (بسم الله الرحمن الرحيم -لااله الاالله محمد رسول الله) تکرارول. په ډيري ارامۍ سره بېله جنجاله او ژړا ستنه ولګېده. 
پوه سوم چي مور ئې و عرفان ته دا تلقين ورکړى و، چي درد د کمولو يا ورکولو يوازينۍ لار د بسم الله او کلمې ويل دي. 
که مو فکر کړى وي کوچنيان په ځينو وختونو کي ډېر بېرېږي؛ لکه د شپې له توري تيارې څخه، د خوب په وخت کي، د يوازيتوب په وخت کي ، د ډاکتر ، عسکر او يا ځيني اهلي حيواناتو په ليدلو سره. څنګه کولاى سو چي ددوى وهم او وېره ليري کړو؟
ښه لار ئې داده چي دوى ته دا تلقين او باور ورکړو، چي اسلامي دعاوي او اذکار ستاسو په مخکي پراته خنډونه او مشکلات ليري کولاى سي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
چا ويل: چي پوه دئ، مګر پوهه نه لري؛ ماته ته را په ياد سوې!
بل ويل: هميشه د واک پر ګدۍ ناست وي، مګر رسمي چوکۍ نه لري؛ بيا ته راپه ياد سوې!
هغه بل ويل: ډېر جدي او قاطع دئ، مګر ټمبل، چاپلوس او ابن الوقته دئ؛ بيا را په ياد سوې!
يو چا بيا ويل: شتمن او سخي دئ، مګر غريب ته چټل او سوالګر ته مردارخور وايي؛ دلته هم ته را ياد سوې!
بل ويل: ياغي او باغي دئ، مګر د چارواکو سره يې ناسته پاسته ډېره خوښه ده؛ سمدلاسه ته راپه ياد سوې!
چا ويل: ښه عبادت کوي او نظافت مراعتوي، مګر حرام خور دئ او نشه يې دئ؛ دلته مي ته سترګوته ودرېدې!
بل چا ويل: د ملت پر بد حال دردېږي مګر د اولس په سترګو کي خاوري شيندي؛ بيا ته را ياد سوې!
بل ويل: زاني نه دئ مګر د نا محرمو ښځو سره يې خبري او ناسته عادت دئ؛ دلته هم ته را ياد سوې!
يو بل چا بيا ويل: په ډېر لږ معاش کار کوي، مګر د ميلونرانو په څېر ژوند لري؛ ما ته هم ته را په ياد سوې!
په يو مجلس کي خلګو ويل عجب سړى دئ ، هم د ظالمانو ملګرى دئ او هم د مظلومانو سره ژاړي، د لوټمارانو سره پټو نيسي او لوټل سوى ځان ګڼي ، خپله نشه کوي او بل ته شرابي وايي، و الف ته ډانګ وايي او عالم بيا سپکوي، هغه بل ويل دا څوک دئ؟
ماته ته راپه ياد سوې

(دارواښاد استاد الفت صاحب ( ته راپه پا شوې) ليکني څخه په اقتباس) قانع



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
غمه مړ سې، غمه ورک سې، غمه ټوله لولپه سې
د نېستۍ په باد کي، باد سې، د نېستيو سلسله سې

غمه وزېږې هغوى ته چي غمونه کري بل ته
د مظلومو په آه هو کي، د اورونو سره لمبه سې

په کور کلي، ښار او دښت کي په مکتب او مدرسه کي
د پېغلوټو او زلموټو دسپين روبو صدقه سې

ورک سې، غيب سې، هم ناښاد سې د افغان انسان له کوره
زموږ له خوا څخه مختور سې د بدرنګو بدرګه سې

ژونده راسه، سوله راوړه ټول افغان ودان ودان که
دوستي وکره په زړو کي، چي دښمن ته خرخښه سې

کور. عيدګاه کلاچه. عيدګاه دروازه



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: د زړه خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
زه چي ډېرى ملگري وينم هميشه انتقاد او نيوکه کوي

ددې پر ځاى چي د مثبت فکر په خپرولو کي هڅه او کوښښ وکړي د منفي فکرونو په روزلو او پاللو کي تر هر چا مخکښ وي، پر مثبت فکر به الله ثواب درکړي پر منفي فکرکولو به څه 
تر لاسه کړئ؟
الله تعالى موږ ته د ښه کار پر اراده (مثبت فکر) ثواب او اجر راکوي تر څو چي هغه ښه کار اجرا کوو موږ په ثواب کي يو، مګر هيڅ وخت د ناوړه کار پر اراده ( منفي فکر) جزا نه راکوي کله چي مو ناوړه او بد عمل اجراء کړ سزا راکوي
منفي فکرونه وحشت، تربګني او تشدد را پاروي
مثبت فکرونه مينه، دوستي او تشويق را زېږوي



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
وايي چي سهار وختي يوه ګيدړ له خوبه را کښېناست او خپلي سايې (سيوري) ته ئې وکتل، چي تر ده ډېره غټه ده، پر برېتو ئې لاس تېر کړ، له ځان سره ئې وويل: چي نن به خامخا د يو اوښ ښکار کوم او خورم به يې!

تر غرمې پوري د اوښ په ښکار کي ناکامه پاته سو، په دې وخت کي ئې خپلي سايې ته پام سو، چي دده تر اصلي جسم هم کوچنۍ سوې ده، له ځان ئې وويل:
زما لپاره د تل په شان د موږک ښکار تر اوښ بهتره دئ 
مطلب: برياليتوب په ځان پېژندنه کي دئ، نه په ځان تېر ايستنه کي



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

يو رياضي پوه د نر او ښځي په اړه په زړه پوري نظريه ورکړې ده
که ښځه يا نر د ښو اخلاقو څښتن وي مساوي کېږي په (١) عدد سره.
که يې ښايست هم ورسره درلودئ نو يو صفر ورسره يو ځاى کېږي مساوي کېږي په (١٠) سره.
که شتمن او پيسه داره و، نو يو بل صفر هم ورسره يو ځاى کېږي مساوي کېږي په (١٠٠) سره.
که دښه نسب او خاندان څه وه، يو بل صفر هم ور سره ملګرى کېږي چي مساوي کېږي په (١٠٠٠) سره.
ولي که يې اول عدد (١)چي د اخلاقو دئ له لاسه ورکړي د صفرو پرته به هيڅ هم ونه لري نور هيڅ هم نه دئ او د انسانيت ارزښت هم نه لري.

پاملرنه: 
په ځان کي ښه اخلاق پيدا کړئ ځکه چي دښو اخلاقو لرونکى د ښه وجدان څښتن وي .

ستر خوشحال خان څه ښه وايي:

ښايسته سترګي هغه چي با حيا وي بې حيا سترګي به څه کړې چي زيبا وي

‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
درې تنه محصلين چي پر ځان يې باور درلود، چي په درسونو کي ستونزه نه لري، نو يې د يوې اونۍ لپاره د تفريح په نيت يوليري ښار ته سفر وکړ. 

تر سفر وروسته متوجه سول، چي د ازمويني ورځ يې غلطه کړې ده، 
د سه شنبې پر ځاى يې په دوشنبه ازموينه ده؛ ځکه يې نو د ازمويني چانس له لاسه ورکړ.
تر څه فکر کولو وروسته استاد ته ولاړل، ورته ويې ويل چي موږ بل ښار ته تللي وو، د راتګ په وخت کي مو د موټر ټير وچاودېد، په همدې خاطر و ازمويني ته پر وخت نه سولو حاضر.
استاد ور سره ومنل اود بيا ازمويني ورځ يې ورته وټاکل.
د ازمويني په ورځ يې درې سره محصلين جلا جلا په کوټو کي کښېنول او د امتحان پاڼي يې ورکړې. اول دوه سوالونه چي ٥ -٥ نومرې يې درلودې، ډېر اسانه وو، کله چي يې د پاڼي پر بل مخ سوال وکوت (٩٠ ) نومرې يې درلودې، د پوښتني په ليدلوسره يې تکان يې وخوړ. پوښتنه په دې ډول وه: ستاسو د موټر کوم ټير وچاودېد؟ 
مطلب: د موريس مترلنګ وينا ده چي ډېر لوى درواغ که څه هم په ډېره هوښياري سره وويل سي، د ډېرو کوچنيو ريښتياوو په وړاندي نه ټينګېږي، ډېر ژر خپل رنګ او خاصيت له لاسه ورکوي.
خوشحال بابا وايي:
وتاته وايي زما عيبونه وماته وايي دا ستا عيبونه
د سخن چينو مخونه تور شه په مخ ثنا کا تر شا عيبونه
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶

ځنګل لمبو پر سر اخيستى وو، اورونه ځيني بادېدل؛ يوه چوغکه په ډېر تلوار د ځنګل پر خوا ور روانه وه .
ځيني وپوښتل سول: څه کوې؟
چوغکه چي په بېړه کي وه، جواب ئې ورکړ: دلته نژدې د اوبو چينه ده، پخپلو وزرو او مشوکه کي د اور وژني لپاره اوبه اخلم.
اور وژنم!
ورته وويل سول: دا دومره ډېر اور او ستا څو څاڅکي اوبه!
پرېږده يې، دا هيڅ ګټه نه لري!
چوغکي وويل:ښايي چي زما د اوبو په شيندلو سره به اور مړ نه سي، مګر که خداى را څخه پوښتنه وکړي: کله چي ستا دوستان په اور کي سوځېدل، تا څه کول؟
جواب به ورکړم: هغه څه چي مي په وس او قدرت کي وه!

پايله: کله چي ګټور کار تر سره کوې، نېکمرغه يې، ګټور کار لوى او کوچنى نه غواړي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
د هندي سريال تر ختم وروسته ئې مورته مخ ورواړاوه؛ ويل: پلار مي د نيکه جان د سوځولو لپاره بوټي راوړي دي، هغه سخت ناجوړه دي.

#Q

 



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۴/۱۰/۱۵
يوه غله پر لويه لاره باندي کڅوړه پيدا کړه، چي د قيمتي شيانو څخه ډکه وه.
ددې قيمتي شيانو سره پر کاغذ ليکلې يوه د ساتني دعا پرته وه.
غل دا قيمتي شيان بيرته د کڅوړي څښتن ته ورکړه.
يو چا وغله ته وويل: ولي دي دا پيدا کړې شتمني له لاسه ورکړه؟

ده ورته وويل : ددې کڅوړي څښتن په دې عقيده و چي دا دعا به زما شتمني راساتي، زه دده د شتمنۍ غل يم نه دده دين! که مي کڅوړه نه واى ورکړې ددې سړي عقيدې ته ضرر رسېدئ؛ هغه وخت نو بيا زه دده د عقيدې غل هم وم، چي دا ډېره بې انصافي ده.
‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۱۰/۱۰
الله ج، کارګه او طوطي دواړه په يوه شپه کي ډېر بدرنګه او تک تور پيدا کړل. 
طوطي پر خپله څېره ناراضه سو، الله ج ورته ښکلې څېره او ښايسته رنګ ورکړ. 
کارګه د خداى په رضا خوښ و.
اوس کارګه ازاد ګرځي، مګر طوطي په قفس کي بندي دئ.


د الله تعالى په رضا قناعت وکړئ، چي همېشنى برياليتوب مو په برخه سي.حميد بابا څه ښه وايي:

 

قناعت راته عطا کړې زما ربه                     

ورک زما حرص و هوا کړې زما ربه

دا سرکښ نس مي سرکوزى کړې په صبر    راته اېله دا بلا کړې زمـا ربه

دم قدم زما سيده لرې په شرعه               له لغزشه مي نجا کړې زما ربه

‫#‏د_قانع_ژباړه‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۹

که وایو چي (گ) د پارسي حروفو(پ،چ،ژ،گ) څخه یو توری دئ یا د پښتو سره مشترک حرف دئ، نو بیا څه اړتیا ده چي پښتو (ګ) لپاره دا ګرافیم ټاکو؟ ولي یې (گ) نه لیکو؟

 #د اصلاح په هيله- قانع
 


:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۸
سالون انګليسي لغت دئ چي په سالون تلفظ کېږي په (ص) ليکل ئې ناسم ډول دئ.
په دهخدا فرهنګ کي ئې راوړي چي سالن اصلاً فرانسوي لغت دئ

Salon : سالون، تالار، دغونډى لويه خونه، د جرګى تالار، د ژونديور سامانو د اثارو ښودنه 
Saloon: سالون، لويه خوفه، دشرابو دځښلو اوخرڅولو او را نيولو ځاى

قانع



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۸
ساده خو پوخ دليل
يو کليوال هغه وخت سپى په تبر مړ کړ، چي غوښتل ئې پر ده حمله وکړي. 
د سپي څښتن پر کليوال عرض وکړ او قاضي ته ئې بوت.
قاضي کليوال ته وويل: ولي دي ددې سړي سپى مړ کړ؟
کليوال ورته وويل: سپي پر ما حمله وکړه ما د ځان د دفاع په خاطر سپى د تبر په سر وواهه.
قاضي ورته وويل: ولي دي د تبر په سر وواهه، ولي دي د تبر په شاتنۍ برخه (لاستي) نه واهه؟
کليوال ول: که سپي د لکۍ لخوا پر ما حمله کړې واى نو ما به هم د تبر په شا (لاستي) وهلى واى، داچي سپي د سر لخوا حمله وکړه ما هم د تبر په سر وواهه.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۸
بينا او نابينا
نابينا: ما او تا شرط نه و ايښي چي له کوارې څخه به يو يو زردالو خورو؟
بينا: بلې، هو!
نابينا: نو بيا ولي درې درې دانې خورې؟
بينا: ته په رښتيا ړوند يې؟
نابينا: بلې، زه مورزاده ړوند يم!
بينا: نو بيا څنګه پوه سوې چي زه درې درې دانې خورم؟
نابينا: ځکه پوه سوم چي زه دوې دوې دانې خورم، مګر ته هيڅ اعتراض نه کوې.

مطلب: څنګه غل دي وي چي غل نه پېژني. داکيسه مي تر دې رشوت خورو چارواکو پوري را وژباړل.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۸
د مرحوم محمدګل نوري د حسرتناک ژوند په باب د عبدالهادي ملا دا ژړوونکې خاطره هم ولولئ، م. روهيال

 


د وخت ضرب" له خوا و ستر محمدګل نوري ته د عقيدت ډالۍ
ګرانه روهياله!
د ارواښاد نورى ياد دي کړى وو تا ته دي خداى خير درکړي. ځما هم يوه زړه خاطره راياد سوه درسره شريکوم يې.
ته ئې بيا ځما په نامه کومينټ يا پوسټ کړه. خير يوسې، او دا ده ځما ژړوونکې خاطره:
د کندهار د سره دوبي يوه توده غرمه وه او د اخوند صاب د دانې په خوله کي د يوه راډيو ساز د دوکان مخته بوډا سوى پر ملا کړوپ او په اصطلاح نړېدلى "نوري صاحب" د چرۍ پر غاړه پټو غوړولى وو او څو دانې شومنده بادرنګ ئې پر ايښي وه ورته ناست وو خرڅول ئې. د عيال نفقه ئې برابروله او دا وخت د څنګ د دوکان له راډيو څخه د ماسکو راډيو خپرونه کوله او د هغه وخت د شوروي مشهور اکاډميسن او نوموړى پښتو ادب پوه مستشرق "دوريانکوف" ږغېدى او پر پښتو شفاهي ادب ئې خبره کوله.
په دې اړه ئې د دې اويا کلن، سپين ږيري پر فلکلوريکو ليکنو مخصوصاً ملي هينداره خوږ اکاډميک بحث روان کړى وو. دې (نوري صاب) خو دا وخت شنوايي له لاسه ورکړې وه، څه ئې نه اورېدل او د راډيو ساز هم ټول چرت او فکر پخپل واړه پېچتو کي وو چي د راډيو په خېټه کي ئې منډى او را ايستى، هغه نه نوري پېژندى نه پروفېسور دوريانکوف، او نه زه او نه هم فلکلور او فولکلوريکه څېړنه، البته له نارو څخه بې خامخا د خپل ذوق په کچه څه خوند اخستى ... او زه دا وخت په دې ټولو خبرو پوه اووه لس اتلس کلن باسواده او د ادب شوقين زلمى وم. د دوکان خوا ته څه دم سوم غوږ مي د دوريانکوف په ژورو خوږو خبرو کي او سترګي مي د دې مات سوي قلم و دې ترخې څېرې ته ګنډلي وې... لحظه نيمه کي د دوکاندار راته پام سو هغه چي ښه باذوقه کندارى خو نېک نيته صوفي وو زما دې دونده توجه او زما د ښايسته ځوانۍ مهذب انداز وليدى د دوکان اړخ ته د پرتې چوکۍ تعارف ئې راته وکى، او زه هم کښېنستم، نور نو دى خپل کار ته اړم سو او زه خپل.
دوريانکوف خپله بابولاله ويله، او بوډا خپل بادرنګ خرڅول...
ښه ډېر ګړى وروسته د دوکاندار زما و اوښکو ته پام سو، ما ژر ځان سمبال کى او دى چي د نکلو نارو رومانتيک موډ ته بېولى وو پر ما ئې په مينه او خلوص ږغ کړه: ځوانه لکه چي مين يې؟ ما وې: نه د غم مينتوب مي دي سي دې بادرنګ والا وژړولم. په لنډو تورو مي قصه ورسره شريکه کړه او پخپله مخه ولاړم...
د شهيدانو تر چوک تېر سوم او د اطلاعات او کلتور رياست ته مي ځان د خپل مشر ورور و آفس ته ورساوه هغه (ابراهيم عطايي) دا وختونه د ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رئيس وو. ورور چي مي دا ابتر کيفيت حس کى، وې پوښتلم: هلکه! څه غم جوړ دئ ته وا انا دي مړه سوې؟ ما ول: نه خو يو عجيب تصادف وو. قصه مي ورته وکړه، هغه مجبور، مظلوم، بېوسه بيوروکراټ څو ځله آه اوف کړه تر سترګو ئې د روڼو اوښکو کړۍ راتاو سوه خو ضبط ئې کړه او په ناهيلي انداز چي څه خښم او غصه، جدت او د انتقام جذبه په ګډه وه وويل: هلکه ځان ټينګوه د بادرنګو تړه بې خاونده نه پاتېږي. غم ئې مه کوه نن د نوري ده سبا زما او ستا ده ... تر څو د سردارانو د استبداد دا تور ټغر نه وي ټول سوى دا تراژيدي به مسلسل تکرارېږي...
د ورور له آفسه راووتم او بيرته پر خپله لاره مخ د هرات بازار پرخوا روان سوم، بيا د اخوندصاب دانه وه او هغه بوډا بادرنګ فروش، خو په دې فرق چي راډيو ساز بوډا له لمره لږ د خپل دوکان و سيوري ته يو څه ورڅخولى وو او يو زړه ګونۍ ئې تر ځان ورلاندي کړې وه...
زمانې تېري سوې هغه زما د لالا په ژبه د سردارانو د استبداد ټغر ټول سو... د تره کو وحشت د کور، کالي، ډوډۍ ترانه ګونګه سوه، د سولي او اجتماعي عدالت د کاذبو داعيانو ډرامه ختمه سوه، د کليمې د ټېکه دارانو د قتل او قتال لوى ږيرې هنګامه هم سړه سوه او دا دئ د در په دېوال ناځوانه ګاونډي د خونخوره خرس خېټه د يوه مظلوم بېوسه بني آدم په سوځلو دونده مړه سوه، چي وپړسېدل او وچاودېدل او اوس بيا دا دئ د مځکى د ها بل مخ د سوله غوښتونکو پر ډيموکراسي مينو وار دئ، شين غوبل جوړ دئ مرګو راګډه ده ټوله وژل کېږو خو د هيچا سره جواب نسته چي ولي؟ او د څه له پاره د شين سترګو د جبري ډيموکراسۍ په نذرانه کي مو د ژوند، عزت او غيرت کډي بارېږي... يو وايي فرنګى دئ بل وايي چلتارى دئ، يو وايي پنجابى دئ، يو وايي ږيره ده بل وايي برېت دئ، يو وايي خريلى بل وايي دا ږيري دي بل وايي دا نيم ږيري دي... او په واقعيت امر کي دا ټوله دي ... دا دي درې کم پنځوس کاله پر دې ناورين واوښتل د يوه نوري خو هډونه لا خاوري سول او نور نوريان يو په بل پسې راځي هغه د اخوندصاب د دانې تړه ده او هغه د زړو بادرنګو ستړې... هو، چي د قلم د تقدس متعهد ليکوال وي، چي قلم ئې د خداى د رضا او د قوم د وفا او انسانيت د هدا له پاره چلېږي نه د شهرت او شهوت د مرداريو له پا ره، نه د معتبريو او چوکيو له پاره، د هغو به همداسي ژوند او همداسي مرګ وي ...
رب دي نوري او نوريان ټول په خپل نوراني سمندر کي په نوراني پيالو اوبه کړي!
آمين، آمين، آمين
ع. ملا

ليکنه: عبدالهادي ملا


ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۹/۲۸

افغانستان 


غنم لو غوندې ښایسته یې دهیرمند رڼه څپه یې 

اې زموږ افغانستانه ! د مورکۍ دخولې کیسه یې 


د اوزبېک ماشوم موسکایې، دتورکمن قـُرصه رخچینه 

د پامیر زیږه هوا یې ، د آمو خوږه نغمه یې 


له پارون نه را الوتی د ناټونو مست شرنګی یې 

د مڼې د ګل پرپاڼه لیکل شوې زمزمه یې 


د بابا له هسکې څوکې درته ګورم راته ښکارې

غـُلغله یې، هسک صلصال یې یا خودنګه شمامه یې

 
له قومونو اوبدل شوی د بابا رنګین ګیلیم یې 

د ابۍ تږي منګي ته د غره غېږه کې چینه یې


د نیلاب په شور دې مینځم، بلوڅي مول کې دې نغاړم

ته د دې ملت د عزم یوه لویه کتیبه یې

 
ته اتڼ یې ته قرصک یې، یکه زار د شپون ناره یې

د ملت د عشق یادګاره ! په سندرو کې ټپه یې 


ته ودان یې، ته ازاد یې ،ته پرون یې ته سبا یې 

اې زموږ افغانستانه ! ته ویاړلې زمانه یې

 

شاعر:څېړندوى عبدالغفور لېوال



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: هيواد
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۷/۲۹

دوه  نفره  د يوې ټوټې مځکي پر سر سره په جنګ ول.

هر يوه ويل: چي دا زما ده.

و عيسى ع  ته ورغلل.

عيسى ع  ورته وويل: مځکه خو بل څه وايي.

ول: څه وايي؟

ويل: مځکه وايي، چي دواړه زما دي.


پند: موږ د هغه څه په تلاښ کي يو چي
هغه راته دام غوړولى دئ.

اى د خاورو جوړه            په دنيا پسي ناجوړه

هلته به ته جوړ سې     چي په خاور کي نسکور سې

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۲۹


ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۱۹


پاچا يو ملنګ بندي کړ. په نيمه شپه کي ئې خوب وليد، چي ملنګ بېګناه دئ.

ژر يې ملنګ ازاد کړ .

پاچا ورته وويل: وغواړه، څه غواړې؟

ملنګ ورته وويل: کله چي داسي خداى لرم، چي په نيمه شپه کي تاله

خوبه را ويښوي، چي ما له بنده خلاص کړې، نو ډېره نامردي ده چي له بل

چا څخه څه وغواړم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۰۴
چي کوچنى وم، و لويو خلکو ته به مي کتل،
             کله چي به مي ليدل، چي څونه لوى لوى خلک دي؛
                                                                                            بېرېدم!

لوى سوم، بيا هم انسانانو ته ګورم ،
          اوس بيا راته ځيني ځيني خلک ډېر کوچني مالومېږي؛
                                                                                بيا هم بېرېږم!

#زما_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۵/۰۳
په یو لوښي کي اوبه واچوئ چونګښه پکښي ایله کړئ او بیا لوښی پر اور کښېږدئ.هر څومره چي د اوبو د حرارت درجه لوړیږي په همهغه کچه چونګښه ځان د نوموړي چاپیریال سره سازوي.دا سازش تر هغه وخت روان وي تر څو چي اوبه د جوش و نقطې ته رسیږي چي بیا نو حالات د چونګښي تر سازش او کنټرول تېریږي او چونګښه پرېکړه کوي چي نور باید د لوښي سه وغورځي. اوس چي چونګښه هر څومره توپونه او جمپونه وهي خو د لوښي سه نه سي راوتلای ځکه چي خپل ټول توان او انرجي یې د شروع سه د اوبو د حرارت د درجې په سازش کي د لاسه ورکړې و.ډېر ژر به چونګښه مړه سي.ایا ویلای سو چي د چونګښي د مرګ لامل څشي و؟

ډېری کسان ښایي ووایي چي ایشېدلی اوبه د چونګښي د مرګ لامل سو مګر په حقیقت کي د چونګښي خپله غلطه او بې وخته پرېکړه وه چي پر صحیح وخت د لوښي سه راونه غورځېده او مړه سوه.
انسان هم بایدپه ډېر تدبیر او هوښیاري سره مخکي نه مخکي خلک او حالات درک کړي او پرې نږدي چي د ناوړه چاپېریال سره په تدریجي سازش خپل ځان ذهني او جسماني دومره ناتوانه کي چي بیا د نجات او خلاصون هيح لاره نه وي پاته.
(ژباړه) د ښاغلي امان الله کامران څخه په مننه Aman Kamran


ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۲۲
وخت ارزښت لري؛ تاسو:

د يوکال ارزښت له هغه زده کونکي څه وپوښتئ، چي د کال په وروستۍ ازموينه کي ناکامه سوى وي.
د يوې مياشتي ارزښت له هغه مېرمني څه وپوښتئ، چي نه مياشتنى کوچنى ئې نقصان کړى وي.
د يوې اونۍ ارزښت د چاپي اونيزي له مسئول څخه وپوښتئ.
د يو ساعت ارزښت له هغو مينو څخه وپوښتئ، چي د يوبل د ليدلو په تمه وي.
د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ، چي د ريل ګاډۍ څخه پاته سوى وي.

د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ ، چي په يوه لحظه کي د يوې مرګوني پيښي څخه ژغورل سوى وي.
د يوې ميلي ثانيې ارزښت د ځغاستي د سيالۍ له هغه لوبغاړي څه وپوښتئ، چي د المپيک په سياليو کي ئې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړى وي.
‫#‏ژباړه_قانع‬



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۲۰
وایي: د داودخان په زمانه کې یو سړی راغی داودخان ته یې وویل د ټانګې کرایه ډیره زیاته شویده 
داودخان سملاسی شخصي لباس واغوسته او لاړ ټانګې وال ته یې وویل 
محترمه تر څرخي پله څو اخلې؟ 
ټانګې وال بغیر له دې نه چې ویې پیژانی ورته وویل"
زه په دولتی نرخ باندې کار نکوم!
داودخان:۵؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۱۰؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۱۵؟
ټانګې واله پورته ځه!
داودخان: ۲۰؟
ټانګې واله؛ را پنجه شه!
داودخان سپور شو ټانګې واله داودخان ته وکتل او ویې ویل:
عسکر یې؟
داودخان: پورته ځه!
ټانګې: واله تورن یې؟
داودخان:پورته ځه!
ټانګې واله: واله جنرال یې؟
داودخان: پورته ځه!
ټانګې واله :مارشال یې؟
داودخان؛پورته ځه!
ټانګې واله:هسې نه چې داودخان یې؟
داودخان: را پنجه شه!
د ټانګې واله رنګ بدل شو داودخان ورته ...وویل وویریدې؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داودخان؛ولړزیدې؟
ټانګې واله:پورته ځه!
داودخان:متیازې دې وکړې؟
ټانګې واله؛ پورته ځه!
داودخان: ډکې بولې دې وکړې؟
ټانګې واله: را پنجه شه!
هی هی ټانګې واله:ما زاندان ته وړې؟
داودخان:پورته ځه؟
ټانګې واله:بل ځای ته مې بدلوې؟
داودخان:پورته ځه!
ټانګې واله: اعداموي مې؟
داودخان: را پنجه شه ......



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي، سرګرمۍ او انځورونه
ن :
ت : ۱۳۹۴/۰۴/۱۸


 
اعلان.

.:: کلیک ::.