سعدي رح د ګلستان په اووم باب کي د تربيت په برخه کي راوړي
يو صحرايي مي وليدئ، چي و خپل زوى ته يې ويل: یا بُنَّی اِنَّک مسئولٌ یومَ القیامةِ ماذا اکتَسَبتَ و لا یُقالُ بِمَن انتَسبتَ. يعني اې زويه د قيامت په ورځ ستا څه دا پوښتنه نه کېږي، چي په خټه څوک يې؟ د خپلو کړنو او اعمالو جواب به وايي. کعبه شريفه د تور وريښمين پوښ په سبب نه، بلکي د شرف او کمال په وجه مچېږي. په قيامت نسته داسي پوښتنه چي د چا زوى يې د کوم وطنه مېزان ولاړ عدل چلېږي خوشبخت هغه دئ چي نيک عمل وي
#ژباړه_قانع د غبرګولي ٩مه ١٣٩٤
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
علمي او تحليلي،
هنري نثرونه
د حاجي ظاهر څرک د شعر يوه برخه
د سکوت په بيابان کي هلته کور را
د حيا اوښکي پر مخ مي لور په لور را
چي ضمير مي په روښانه سي الهي
نو په زړه کي مي دننه داسي اور را
:: اړونده موضوع:
غزلزار
میشتي قافلې به د سړيو وې
اوس ورځیني پاته دي په شمار خلک
روح مي ستا له روحه سره ګډ ګڼه
دوه وجوده نه پرېږدي اغیار خلک
هغه چي وماته یې په جار ویل نن مي نه مړېږي هیڅ په ویار (١) خلک
اې لېونۍ، څنګه ځیني راغللې
ها کلي کي مینه کړي، سنګسار خلک
سپين کفن يې سپين وجود پټ کړى و
ديد تې انتظار ول په کتار خلک
ستا قانع نري نري ژل پسي
ياد ته چي يې راغلل ستا د ښار خلک
(١)ويار: غيبت
اغلي خاطرې فيضي خور تر دې بيت لاندي في البديهه مشاعره جوړې کړې وه کلـي کي پـیدانسـول دښارخلــک ګرځـــم لټومه اوس دکــار خلــــک ماهم پورته پيتونه ورته وليکل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
يو مسکین سړی د تازه میوې دوکان ته ودرېد او دوکاندار ته یې وویل: د الله (ج ) په نامه یو څه راکه! دوکاندار دې مسکین ته په ځیر ځیر سره وکتل او بیا یې ورته یو وروست خراب ام ورکړ. دغه مسکین سړی ام واخیست او د لږ وخت لپاره په ژور فکر کي ډوب سو؛ بیا یې د جېب څه ۲۰ شل روپۍ را ویستې او دوکاندار ته یې وویل: چي د ۲۰ شل روپیو ام راکه. دوکاندار ورته دوه ۲ دانې بهترین ام په یوه پلاستیکي خلطه کي ورکړل. دغه مسکین په یوه لاس کي هغه خراب ام ونیول او په بل لاس کي یې هغه د ښو امو پلاستیک ونیو او د آسمان پر لوریې وکتل ويې ویل: آی الله (ج) وګوره -- تاته یې څه درکړل - او ما ته یې څه راکړل! زموږ د ګران پیغمبر(ص) مبارکه وينا ده په تاسو کي تر هغه وخته پوري کامل مسلمان نه دئ ترڅو چي هغه د خپلي خوښيرشی د الله (ج) په لاره کي قربان نه کړي لږ فکر وکړئ - آیا موږ د الله په (ج) په نامه خپل بهترین شیان ورکوو ؟
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
یا الله! د افغانانو له زړونو د تعصب، بدبینۍ، نفاق او تکبر خویونه ورک کړې' واکمنانو ته مو په چارو کي د عدل انصاف او صداقت کولو توفیق ورپه برخه کړې' د پردیو د احتیاجه او د کفر د غلامیه مو وساتې' آمین یا ارحم الراحمین خدایه!
د یو ملت پوهه او سیاسي شعور له دې څخه هم ښه معلومېږي، چي په یوه شېبه کي عادي شخص په اتل منل کېږي او په یوه شېبه کي خدمتګاره شخص ته په خاین ویل کېږی.#اافراط_او_تفریط
يو سړي په ښار كي روژه خوړله پوليسو ونيوئ، وقاضي ته ئې وروستئ؛ كه گوري چي قاضي د كباب په خوړلو بوخت دئ، و پوليس ته ئې وويل دې سړي څه گناه كړې ده، چي رادي وستئ؟پوليس ورته وويل: قاضي صاحب دې سړي د روژې په مياشت كي په يوه كوڅه كي وچه ډوډۍ خوړله، رامي وستئ چي ستا سره كباب وخوري.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
هغه څوک چي له يو شي څخه و بېرېږي، له هغه څخه تښتي مګر که څوک له الله څخه وبېرېږي، الله ته پناه ور وړي.
ارسطو #ژباړه_ق
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
دواړو ملګرو فکر کاوه چي که يو او بل ته د پخلايني لاس ورکړي، نو خپل غرور او لويي به ورته پېغور ورکړي. مګر يوه ورځ يوه ملګري خپل غرور تر پښو لاندي کړ، د خپل ملګري په ښخولو کي يې ګډون وکړ او هغه بل ملګري خپل غرور له ځان سره قبر ته يو وړ . مطلب: مخکي له دې چي مرګ مو غرور درمات کړي په ژوند کي عاجزي وکړئ او يو له بل سره مينه وکړئ. #ژباړه_قانع
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
ځوان و يو سپين ږيري ته وويل چي ماته نصيحت وکړه
سپين ږيري ورته وويل: قران ولوله؛ مخکي له دې چي، قران پر تاوويل سي! لمونځ وکړه؛ مخکي له دې چي، تاته لمونځ درکول سي! د نورو له تجربو څخه ګټه واخله؛ مخکي له دې چي، ته د نورو لپاره تجربه سې! #ژباړه_قانع
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
د
غزل ____ چې پښه مې کیښوه په لړم باندې نو ټک یې راکړو لږ احترام د بل پکار دی دا سبق یې راکړو
د قلم رنګ باندې لړلی جیب ګواه دی زما بابا چې ما نه مطمین شو نو ټوپک یې راکړو
د تاترې کاڼو کدالې راته ماتې کړلې اشنا که لږ راته راوکتل نو حق یې راکړو
د چا تراخه تراخه یادونه او ترخې خبرې زما غزلې بی نمکه وې نمک یې راکړو
باور چې نه وي څوک به څه چا سره وخت تیروي یقین مې نور ورسره نه منل چې شک یې راکړو
مونږه وارګه ورکره ولیګل د غوا سعوده هغوۍ په لوخي کې شکره کیښوه ډک یې راکړو _________________________________ سید شاه سعود
نقل دی چې یوه ورځ یو سړي پر لاره غانچیچکه(یوډول وړه مرغۍ ده) ښکار کړه. غانچیچکه په خبرو راغله او سړي ته یې وویل: په ما کې تاته څه ګټه نه شته. که ماپریږدې تاته به درې پندونه دروښیم، چې هر یو به یې د پوره خزانې ارزښت ولري. که درې واړه عملي کړې، نیکبخت به شې. په دې درې پندونو کې د انسان د نیکبختي راز دی. دوه پندونه به هغه وخت درته وښیم، چې ستا په لاسونو کې یم او درېیم پند به هغه وخت چې ازاده شم او د هغې ونې پر بلګ کښینم درته وښیم.سړي له ځانه سره فکر وکړ، چې درې پندونه له مرغۍ چې پر نړۍ راګرځیدلې وي او هر څه یې لیدلي وي، د مرغۍ تر غوښې ډیر ارزښتمن دي. قبول یې کړ او مرغۍ ته یې وویل پندونه دې شروع کړه. غانچیچکې وویل: لومړی پند دادی، هغه څه چې دې له لاسه ووتل په هغه پسې افسوس مه کوه، که څه هم هغه ستا دایمي او حقیقي نعمت وي او هیڅ وخت درڅخه نه لیرې کیږي. دویم پند دادی، چې دپه پیتاوي خبرو باور مه کوه او ترې تیریږه. سړي چې دا دوه پندونه واوریدل، د وعدې سره سم یې مرغۍ پریښوده. وړه مرغۍ چې ځان یې ازاد احساس کړ او پر ونه کښینسته، وې خندل. سړي وویل: درېیم پند دې ووایه! غانچیچکې ورته وویل: ای نادانه تاوان دې وکړ! زما په سینه کې دوې قیمت بها مرغلرې وې، چې هرې یوې یې شل مثقاله وزن درلود. تاته مې چل درکړ، تر څو ستا له منګلو خلاصه شوم. که ته پوهیدای چې ماسره داسې مرغلرې وې، په هیڅ ډول به دې نه وای پرې ایښې. سړي له افسوس او پښیمانۍ لاسونه مروړل او نه پوهیدو څه وکړي!؟ مرغۍ ته یې ویل که بیرته مې خواته راشې تاته به ښه دانه دراچوم او تا به هر وخت په نس مړه ساتم. غانچیچکې وویل زه ولاړم، ته د درېیم پند په تمه اوسه. سړي مرغۍ ته مخ کړ او وې ویل: تا وعده کړې وه، اوس دې اخیري پند هم ووایه. غانچیچکې وویل: تا زما مخکني دوه پندونه له یاده وایستل! بې عقل سړیه! تاته مې وویل چې که دې نعمت له لاسه ورکړ په هغه پسې مه خفه کیږه. مګر ته بیاهم زما په لاسه ورکولو غمګین شوې. بیامې درته وویل چې په پیتاوي خبرو باور مه کوه، مګر تابیاهم دا ومنله، چې زما په سینه کې څلویښت مثقاله وزن دی. اخیر زه څو مثقاله یم، چې څلویښت مثقاله وزن مې په سینه کې پروت دی؟ نو ته د هغو دوو پندونو لایق هم نه وې او درېیم پند خو بیخي نه درته وایم، ځکه په قدر یې نه پوهیږې. دا یې وویل او په هوا والوته.
ليکنه: استاد وحيدالله بريال Afghan Baryal

بر نا حقه وژني ورور په ورور خلک داغه زموږ دخاوري او دکور خلک
لاس راکي دوستي کي مو احساس وژني یو دغه څنګلوری یو څو نورخلک
دلته جنګ دوام کي ددوى ګټي دي ځکه خو راغلي دغه نور خلک
تل به زه ویسا ورته ښیرى کوم ورک دي سي تهران او دلاهور خلک
مطيع الله ويسا
Matiullah Wesa
پر فېسبوک مي د لاندي تصوير په اړه پوښتنه مطرح کړې وه، ډېرو دانشمندو ملګرو راسره ډېر ښايسته نظرونه شريک کړي چي دلته يې يو په يو تاسو ږدم

Haroon Hakimi : د اوبو د ضایع کېدلو مخنیوی او په دې توګه د چاپیریال او ژوند ژغورنه
Loy Afghan : د ژوند هره شیبه باید زموز لپاره ارزشت ولری.
احمد خالد نعیمی: حکیمی صاحب موافق یم
Baitullah Hameedi : زموږ حالت، په برندو ګور چې ژوند او د ژوند اړتیاوې را څخه اخیستل کیږي، خو موږ یې په برندو برندو ګورو یا څه کوو نه یې کولای نشو
Mamnoon Afghan Helmand : اوبه ژوند دی او په تصویر کی د اوبو ضایع کیدل د ماهي ژوند ته ګواښ دی. Tahir Ahmadi: مطلب دنیا یو وخت نه یو وخت پای ته رسیدونکی ده.
حميد افغان باركزاي: ماهى د خپل مرگ شېبو ته د حسرت په نگاه گوري خو په وس يې څه نه كيژي
Mukhtar Hassan Barak : د ژوند د هری شیبی څخه باید موږ په دیر دقت کار واخلو او مثبته استفاده ځنی وکړو.
Khalid Rafiqi :د کوچنی ماهی فکر لا و دی ته رسیزی چی په دا رکم سره ختمیزم او موز چه انسانان یو هر سه وینم شکاره دی مکر بیا هم بیده یو
Ahmad Gul Totakhyl : اوبه وسپموئ ژوند وژغورئ
Gulab Mashall :موز له تندي مرو او ته يي دشمن ته وركوي
Kakar Habib Ullah Din: ژوند اخر دغزيدلو لوري ته روان ده. خداي مو دي ايمان په نصيب کړي. او ښه خوشحاله ژوند دپاک الله ثخه غواړو
اجمل کړېدلی: د اوبو کمېدو سره د کب ژوند د خطر سره مخ کیدونکی ده خو کب هیڅ هم نشي کولای او د ژوند اخري شیبې شماري
Ghani Hassan: ماهی = ولس اوبه = (اقتصاد+ امنیت+ سوله) نلکۍ = دولت . البته زما نظر
نوراحمد عمرزی: اوبه دوخت په معنی دی او ماهی دانسان په ډول دی کله چی اوبه(وخت) ختمی سی نو ماهی (انسان )مری
Laiq Zirack Save The Water!: مطلب دا وبه ژوند ده ماهی په اوبو کی انسان
او څاڅکی تویدل دا د ژوند لمحی دی یعنی دا عمر مو داسی تیریژی او نن بیا نه راګرزی او دا وخت تیریژی او د مرګ وخت دی را لنډيژی او اخر به د مرګ زایقه ضرور څکو نو باید چه ژوند په هغه طریقه تیر کړو کوم چه الله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړای.
Sadiq Khaliq :هرڅاڅکی یو فرصت دی ،چي ورڅخه ګټه نه اخیستل یې د ټولنه د تباهی لور ته هم ټیل وهلای سي . نو پکار داده چي د شیردان نلکۍ ترمیم او بېځایه تویېدني ( ؟) مخه ډب سي .
M Qadir Hijran :دا ماهي په اوسني وخت کې افغان ملت ته ورته دی چې خپله تباهي په سترګو ویني خو له لاسه یې څه نه کیږي .
Zia Malang :د اوبو ساتنه.... او د اوبو نشتوالې په صورت کې ږونديو موجوداتو ته خطر
Usman Balakarzai: زموږ د وطن ژوند ددي ماهۍ په شان هر څاڅکۍ اوبه زموږ د وينې د تويولو په شان آخير به اوبه خلاص شي او د ويني په تويولو سره به موږ او زموږ ژوند هم خلاص شي ماهۍ به مړ شي او افغانستان به هم د ماهۍ په رکم کنډ و کفر شي . د ع او غ د لاسه
Shafiq Faiz: عمر
زلمی فطري: تدريجي مرگ
Rafi Aloko: If we don't wake up and realise our problem and think of future gradually we will die before it's too late
ابو عدنان: همرا غنی حسن سره مواقفق یم ماهی خلک اوبه د نورو دی
Mahmood Pashton : په ژوند باندي يي باور نسته او هره لحظه مرګ په خپلو سترګو ليدل . خو بيا هم ماهي داوبو د وتلو ولاري ته فکر کوي لکه پوهانو چي ويلي که دخپل لاري خنډونه ليري کړو نو ژوند به مو هوساسي .د ماهي نه مطلب انسان دي مرګ مخامخ ويني خو بيا هم د ځان ساتني لپاره فکر نه دي ورسره .
Ahmad Shah Patsoon : ژوند
دژوند مسیر · زه خو وایم مطلب یی د ډاکترصیب اشرف غنی وپرونې ویناته دی چی ویل یی دافغانستان ټولی اوبه به راوګرځوم اوله افغانستانه به نوروهیوادوته بریشناورکوونو زه وایم افغانان اوس ددی ماهی په شان بی وسه دی که څنګه ملګرو؟
Rahmat Amiry: اوبه زموږ عمر دی او هرڅاڅکی ورځ دعمر ورځ دی چی هر څاڅکی چی کمیږی لکه یو ورځ دعمر کمیږی او مرګ ته نژدی کیږو
سيدجمال حسني: قانع صاحب ټولو دستانو ډیر په زړه پوری مطلبونه لیکی دی ټول دښه فیکر خوندان دی الله دژوندي لری آمین یارب
Bayzid Popal : دي سه زما په فكر دامطلب دي چي كه چيري موز پشتانه نور هم بي اتفاقه او بيده پاته سو نو درغه به لا نور هم د بربادي بيوزلي او بي اتفاقي راپكشي ديره سي ..كه سه هم اوس يي دير نفاق راپكشي راوستلي دي خو بيا هم وخت سته چي مخه يي ونيسو او بيرته ديوالي او ابادي خواته ولارسو
حکمت الله نظری: داوبو بی ځایه استعمالول له خپل ژوندسره لوبی کول دی
Ahsanullah Zahin : اوس خو اوبه ده ماهی ده ژوند لپاره قافی او ده اوبونلکه هم ده اوبو په سر کی ده که چیری نلکه اوبه خلاصی هم کی بیابه هم ده نلکی لاندی اوبه کومی چی نلکه نسی را ایستلای ده ماهی ژوند ساتلای سی خو ده پخوا رقم به هوسا ژوند ونلری؛ معنا یی زوانی ده بوداتوب په لور
Ahmad Lodin :قانع صاحب فکر کوم چې د ژوند مفهوم لري چې قطره قطره ځيني روانه ده او کله چې اوبه ( ژوند ) خلاص سي نو بس زوال دی .
Usman Afghan : زما نظر هم د لودین صاحب سره مشابع دی.
Ahmadullah Sargand: ژوند ډېر لنډ دی.
Usman Afghan :چی یو څاڅکی او تویږی زموږ ږوند هم ورسره ختمیږی او مرک ته نږدی کیږو. سر مه خلاصوه ·
Hanif Hakim i د لودین صاب د خبري په تاید
Dawood Shah Zmaray
Don't waste waterIt may save other life: ! Eng Jamil Wali سلام . ده ماهی زوند په خطر کی لویږی
Abdul Noor Khan : ترخو به مو بل ته طمعه كرى وى يا به بل عبارت بردى كت تر نيمو شبو وى
Faridullah Sadath:ave the water and save the life
: Ezatullah Sultani څواړخه لری : 1:اول یوازی ځان ساتل هیڅ معنا نلری ، نر هغه دی چی نور وساتی . 2:دبل په طمعه کښینستل تباهی ده 3:اوسنی حالت نه مومړه وی اونه مو مړه کوی . فکر وکړی اصل خبره همدا زه بولم ....نور وګورئ
Aimal Sajjad: ګاونډي هیوادونه زموږ اوبه اخلي او بیرته د څاحکو په شکل موږ ته راکوي. موږ خپلو اوبو ته محتاج یو. Jan Khalil ژمی دی خو باران نه دی سوی
Abdulwali Barakzai : دغه ماهی د افغانانو د اوسنی حالت په څیر دی چی څه لری په څک څک ځنی وزی
Haroon Khan Tarzi Sardar : جناب استاد قانع صاحب زیاته معنی به نه ځني تعبیروم، خو صرف دومره به اضافه کړم دمعنی څخه یي: وایي وخت د ژوند کاروان دی. انجام مو مرګ دی
جلال الرحمن شرر: که مو د ژوند امکانات تر لاس رسي لیري (دباندي) وه ـ د خپل ژوند د ژغورلو وړتیا به مو هم د لاسه ورکړې وي!
Srak Hikmat : دا تصوير د ډېرو موخو لپاره کارېداي سي، لکه او به ژوند دي خو پورته ملګري هم سحح دي د خپل نقطه نظر نه.
Hafiz Ali Ahmad فکر کوم د افغانستان .................
Noor Ahmad Noorani: زما په فکر اوبه دونیا ده ماهی امریکا ده اوبه چی راتویزی هغه افغانستان ته رازی
Safiullah Maroofi: زما په فکر قانع صاحب هر سه لرو خو د مصروفولو لار یی نشته او د تر لاسه کولو استعمالولو لاری باندی نه پوهیژو او یا هم وسایل یی نه لرو
Janan Momin: د عمر تېرېدل
Ab Shafi Hadi :قانع صاحب زماپہ فکراوبہ وخت دی او ماھی انسان دی
Mohib Ullah Khan :
That mean you're going to die Mohib Ullah Khan ·
ژوند دمخلوق طبعی حق دی بیله شرعی اوقانونی مجوزه دژوند اخیستل ظلم دی
جاويداحمد ماليار: اخیرچی اوبه خلاسی سی اوماهی به مرسی داچی سرنگه افغانان بی سرپه ره سته دی اوپای بی سنگه وی
Hasham Agha :محترمه ددی معانه ده ددونیااخیر یعنی لزواخت پاته ددونیادی
Muhammad Ilyas Khatibi :یعنی د انسان ژوند د دا ماهی په شان دی چی ورز په ورز کمیژی آخر مرگ سته چی دا یو تریخ حقیقت دی نو موژ باید ددی حقیقت سخه سترگی پوتی نه کرو.
ډېر ـ ډېر راباندي گران ورورک او درانه اوستاد ښاغلي سيد احمد خان قانع ته
خپل د ميني او گرانښت درودؤنه ( سلامؤنه ) وړاندي کوم .
ارجومند ( ارجمند ) اوستاده ، ستاسي دغه د ( هسک کلتوري او معلؤماتي ويبلاگ ) پاڼي ته خؤ مؤ ، گوته په غاښ ، ښه دغسي يو گړی هېښ ـ پېښ پاته سوم ! دا په دې درته وايم چي زمؤږ ؤ ستاسي په دې د کار او روزگار باندي اخته زمانه کښي په يوازي سر د يوې داسي پاڼي راايستنگ ، په يوازي سر په هغه رسېدنگ ، او په يوازي سر ئې چلونگ ــــ دا خؤ زه بېخي هيڅ آسانه کار نه بولم . د ښايست د خوا خؤ نو بېخي ، په تمامه مانا ، پر تمامه ده ؛ هيڅ ويل نه پکښي کېږي ! دا چي پر دا هر څه سربېره بيا د يوه ليکوال و ليکنؤ ته د امانت داري په سترگه پکښی کتله سوي دي دا خؤ ئې نو بيا بېخي نؤرـ ي ـ الله نؤر دئ !
زمؤږ د زړه سر ارجومند اوستاده !
په خپله دغه ښايسته او درنه يادداښتي ځالئگۍ / ويبلاگ کښي مؤ دوندي بېلابېلي فرهنگي گنجينې ( خزانې ) ځای پر ځای کړي دي ، چي هيڅ د چا زړه ته نه لوېږي .
ددغسي يوه غټ فرهنگي کار د تر سره رسولؤ دپاره ، که د سرکار د خوا جوړ يو وزارت هم دروله سوئ وای ، نو زما په گؤمان سره ، هغه به لا هم و دې درانه کار ته اؤږه نه وای ورکړې ــــ دا به دهغؤ دپاره لا هم يو تر تؤوان وتلئ کار وای .
درؤند اوستاده !
دا ښه په جار درته وايم ، چي آفرين ! آفرين ! سل آفرينه دي ستاسي پر دغه پښتني ،او پښتنه فرهنگي مېړانه سي !
په هستي مؤ وياړؤ ، زمؤږ جانانه !
هست ، خوښ ، آبات ، او گړندي اوسئ .
ستاسي پښتؤن ورور ، غرڅنی خان بابی
د کندهار د ښاره څخه که د لوېديځ ـ سؤهېل لوېديځ پر خوا باندي ور روان سئ ، نو تر څه نه څه ۱۵ ميله مزل کولؤ ورؤسته به برابر د پنجوايي و سيمي ته ور ورسېږئ.
ددغي سيمي څخه که بيا ، وينې ، داسي يو درې نيم ميله لا نور د شمال ـ شمال ختيځ پر خوا مخ پسي ور ونيسئ ، نو پر يوه غره باندي به ور پېښ سئ ؛ چي په دغه غره کښي به مؤ يو لؤی غار هم ، چي شمشېر غار باله کېږي ، تر سترگؤ سي . د ارغنداو د رودخانې پر ختيځه غاړه باندي د بادوان په نامه سره يو کؤچينی کلی پروت دئ ، چي يو خؤ ئې خلگ زياتره کښتگر او کروندگر دي ، او بله ئې دا چي و شمشېر غار ته هم تر نورؤ ټولؤ کلؤ دغه يو بېخي ډېر ور نژدې دئ .
د غره د راکښته لمني څخه چي مخ پر لوړه د غار تر خولې پوري ورخېژئ ، نو د دغه څه نه څه ۱۵ ــ ۳۰ دکيکو ( دقيقو ) پوري وخت نيسي .
شمشېرغار د افغانستان و سؤهېل ـ لوېديځ ته د يوې غټي رېگستاني سيمي پر څنډه پروت دئ . د دوري رود ــــ چي د ارغنداو په رود ورگډېږي او د پنجوايي و سؤهېل ـ لوېديځ ته تر څه نه څه ۲۰ ميلؤ پوري بهېږي ــــ د کندهار ددغي سيمي د غرؤنؤ ، چي زياتره ئې د اهاکي ډبرؤ دي ، د کښته لمنؤ او د رېگستان د سيمي تر ميانځ د يوه مرز په شاني پروت دئ . دغه غار د ارغنداو د اوسني رود د غاړؤ څخه دغه نژدې سل ميتره لوړ دئ .
د لؤمړنيؤ څېړنؤ د مخي داسي اېسېدله چي شمشېرغار درې غټ دهلېزؤنه لري ، مگر پر څو کؤچينيؤ برخؤ باندي تر وېشله کېدو راورؤسته ئې خبره ولاړه ، و ټولټال پنځو دهلېزؤنؤ ته ورسېده ، چي هغه ئې دا دي : لؤمړی دهلېز : دغه دهلېز ئې څه نه څه ۱۶ ميتره اؤږد ، ۱۱ ميتره برداره ، او ــــ د غار د خولې پرته ــــ نور نو ټوله دوه نيم ميتره لوړ دئ .
د لؤمړي دهلېزه څخه و دوهم دهلېز ته يو راهرو وروتلی دئ ، چي هم ډېر تنگ او هم ئې چت بېخي ډېر راکښته دئ ؛ دغه راهرو دوهم دهلېز د لؤمړي يوه څخه جلا کيي . دوهم دهلېز : د دغه دهلېز اؤږدوالی ئې ۱۷ ميتره دئ ، برواله ئې ۱۳ ميتره ده ، او اؤږدواله ئې ــــ د دهلېز د خولې پرته ــــ و ۶ ميترؤ ته رسېږي . و درېيم دهلېز ته تر وررسېدو دمخه به تر يوه ډېر تنگ راهرو ورتېرېږئ ، کم ( کؤم ) چي څه نه څه ۱۱ ميتره اؤږد دئ ، يونيم ميتر ئې بروالی دئ ، او يونيم ميتر ئې هم لوړواله کېږي .
درېيم دهلېز : درېيم دهلېز ئې ، چي تر پنځو سرؤ دهلېزؤنؤ ډېر غټ دئ ، اؤږدواله ئې څه نه څه ۳۵ ميتره ده ، برواله ئې ۲۵ ميتره ده ، او لوړواله ئې و ۳۰ ميترؤ ته رسېږي . څلرم دهلېز : د څلرم دهلېز اؤږدواله ئې و ۴۰ ميترؤ ، برواله ئې و ۱۰ ميترؤ ، او لوړواله ئې و ۱۲ ميترؤ ته رسېږي . پنځم دهلېز : و پنځم دهلېز ته ئې ورتگ ډېر سخت او دؤښوار دئ .
دغه دهلېز د درېيم يوه څخه څه نه څه ۴ ميتره لوړ دئ . که غواړئ چي ځان ور ورسوئ ، نو بيا به داسي کوئ چي يو تن به راولاړېږئ او د ها بل يوه پر اؤږو باندي به هلته لوړ ور پورته کېږئ .
که دا نه کوئ ، نو بيا يو څو ډبري راواخلئ ، سر پر سر ئې کښېږدئ، آ زياته نو لوړ باندي ور پورته سئ شمشېرغار يو وچ غار دئ ؛ اؤبه نه لري .
و لؤمړي او دوهم دهلېز ته ئې لا ها دغونده يو د لمر رؤڼا وررسېږي ، مگر که ئې په درېيم ، څلرم ، او يا پنځم دهلېز ورننوزئ ، بيا نوهغه دئ چي رؤڼا هم سوکه ـ سوکه درڅخه ځي ، الونيا کېږي .
ددغه اسيته څخه مؤ نو بايست چي همېشه يو څو دانې لمپې او يا د لاس څيراغان هم درسره اخيستي يي . د شمشېرغاره څخه ، د پخوا زمانو راهيسي، د يوې پناهگاه په توگه کار اخيستله سوی دئ .
په هره زمانه کښي چي تاړاک کوؤنکؤ پر دغه خاوره باندي تېری کړی دئ ، نو پناه غؤښتؤنکؤ ، د خپله دؤښمنه څخه د يو سرپناه پر پاري ، تل و همدغه شمشېرغار ته پناه وروړې ده . مگر اوس ، دادئ ، تش ـ تور ولاړ دئ او ها خپل بؤمي اوسېدؤنکي ئې لا هم سر نه ورايسته کيي . په ۱۹۵۰ ميلادي کال کښي د ’’ امريکا د پنځؤني ( طبيعي ) تاريخ د موزيم ‘‘ د خوا په شمشېرغار کښي ځيني کيندني وسولې . که څه هم تر هغؤ کيندنؤ او څېړنؤ کولؤ ورؤسته دغه غار په ’’ تر تاريخ مخکښي دورو ‘‘ کښي و نه شومارل سؤ ، مگر دا چي د ميلاد د زېږېدو څخه بيا د مغؤلؤ د تاړاک تر زمانې پوري د بشري ژوندانه نخښي ؤ نيښانې پکښي وليدل سولې ، نو په باره کښي ئې ها يو دغونده ښه سؤ ، دا را پر ډاگ ته سوله ، چي نؤموړی غار د افغانستان په تاريخي دورو پوري اړه لري .
په شمشېرغار کښي ،’’ تر ايسلام ( اسلام ) مخکښي ‘‘ ، د بشر د ژوندانه د کولؤ نخښي ؤ نيښانې په دغؤ تاريخي دورو کښي هم ليدله سوي دي :
۱ ــ تر کوشان مخکښي دوره : دا دوره تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې لا په ور مخته دوره کښي راځي . ۲ ــ کوشاني دوره : دا دوره ’’ تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې ‘‘ څخه رانيولې بيا د ’’ تر ميلاد را ورؤسته تر درې نيم سوه کالؤ پوري ‘‘ په دوره کښي راځي . ۳ ــ کوشاني ــ ساساني دوره : دا دوره تر ميلاد را ورؤسته د درې نيمؤ سوؤ کالؤ څخه رانيولې بيا تر اؤوه سوه کالؤ پوري په دوره کښي راځي .
زمؤږ يو کؤچينی ويـــــديــــــاني گــــــــــښـــــــــــت:
د ډېره کؤچينيوالي راهيسي مي د يوه او بل د خولې دا اورېدلي او په مغز کښي مي پاته ول چي ، ’’ ’ ورک ئې که ... يو دونه لؤی تک ـ تور غار دئ چي د سړي تره پکښي کېږي ! ‘ ’ ددې غار سر ؤ پای تر اوسه پوري هيڅ چا نه دئ مالؤم کړئ ؛ دونه لؤی غار دئ ، وپيدې ، چي يو سر ئې دالته په کندهار کښي دئ ، او ها بل ئې نېخم چي وايي په اېران کښي دئ ، په اربستان ( عربستان ) کښي دئ ، او که گوره چي د دؤنيا پر کم سر دئ ؟! ‘ ’ په شمشېرغار چي يپلا ( يو پلا ) څوک ورننوتلی دئ ، بيا په هغه خودای که ژوندی ځني راوتلی دئ ! ‘ ’ په شمشېرغار چي دا ورننوتلې ، آ بالا نو درکمه ، دغه لم غؤټه سپاره ، چي ايسته ؤ دوري به دي پر سر درته کېږي ، مگر ته به ئې په سترگؤ لا هم نه سې ليدلای!
گوره چي دا نو اوس پېريان دي ، دېبان دي ، مادرزؤميان دي ، که څه
ابېجي بلاوي دي ؟!
خؤ تؤري ئې را کښلي يي ، بالا دي دې ته نه گوري ـــ د خلگؤ خوارانؤ سرؤنه غوټ - غوټ په ور پرې کيي ! ‘ ’ وام په اغه خودای که به درواغ درته وايمه ! بس دغسي غټي گردۍ ـ گردۍ ارې دي ، چي د اينسان مغز کار نه ورته کيي ، دا ئې نو بيا وا دي روېدو لوړ د چته څخه راځړېږي .
ته به په ځان لا نه ئې خبر چي په څرخېدو ـ څرخېدو کښي به وختي لا درباندي راغلي يي ! بس خودای مؤ دي ځني ساتي ؛ دا چي پر هر چا باندي ور برابري سوي دی ، هالته ئې ځای پر ځای د بدن پر نيمايي باندي غوټ اره کړي دي ...! ‘ ‘‘
د ۱۳۷۵ کال د غبرگولي د مياشتي پر اتمه نېټه باندي د درې شنبتي ( سې شنبې ) د روځي د ماپښين د دوو بجو په شا ؤ خوا کښي ما ( غرڅني خان بابي ) ، زما گران مشر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابي) چي داغ ئې د همېشه دپاره زما پر زړه پاته سؤ ، زما گران کشر ورورک ( بريالي خان بابي ) ، زما گران خوريي ( پښتؤن خان بابي) ، زما گران وراره ( رگښتي خان بابي ) او زمؤږ يو گران دوست ( اسدالله خان قريشي / آغاي گؤل ) زمؤږ و يوې سپيني سراچې گاړي ( موټر ) ته ، چي ما به د مسخرو ’ کوارچه گاړه ‘ ورته ويله ، و دغي ته مؤ ځانؤنه سره ورواچول او زياته مؤ نو مخ د شمشېرغار پر خوا ، د يوه کؤچيني ويدياني گښت ( علمي سير/ سير علمي ) د کولؤ پر پاري ، ورونياوه . ښه ټکنده غرمه وه چي و پنجوايي ته ورورسېدلؤ . دورې د اسدالله خان پر يوه دوست باندي ورغللؤ . تر روغبړ ـ موغبړ کولؤ ورؤسته که مؤ کتل چي يو څو تنه راغلل او و آغاي گؤل ته کښېنستل ؛ يوه به ورته ويله چي ، ’’ ډاکټر آغا پر نس مي درد دئ . ‘‘ او بل يوه به بيا دغه ورته ويله چي، ’’ خورا کلپ بيمار يم ! د بدن سېک مي ختلی دئ . کرۍ شپه مي داسي وچ ـ کلک پر ملا درد يي ! بس که دی يوه نؤسخه را وکښله ، دؤآ گويه به دي يم ! ‘‘ آغاي گؤل به هم و جېب ته لاس کئ ، کلم او يوه ټوټه کاغز به ئې باندي راوکښله او باره به ئې د ’’ کـــؤټـــرای مـيــسازول ‘‘ په نامه گولۍ ور وفرمايلې ؛ او تر هغه لاندي به ئې ورته وکښله ( ۱ + ۱ + ۱ ) د دغه مانا دا وه چي ياندي درې وخته : سهار ، غرمه ، او ماښام به يوه يوه دانه ځني خورې ــ پرېږدې به ئې نه ! بالا که خودای کول شی لا منې که په سترگؤ ووينې !
دالته د کلي سره نژدې يوه غټه واله هم بهېدله ، چي په هغه کښي تر لمباو کولؤ ورؤسته مؤ يوه دانه بيجلی او يو څو د لاس څيراغان راسره راواخيستل او بالا نو برابر د شمشېرغار د غره پر خوا باندي ور رهي سولؤ .
زمؤږ لاربه ( راهنما ) د آغاي گؤل يو دوست او په خپله د همدغه کلي سړی ؤ . بس دی مؤ مخ ته کړی ؤ او مؤږ ټوله تر شا په پسې ؤ .
په شمشېرغار کښي وگرځېدلؤ ، مگر ها څه چي مي په کؤچينيوالي اورېدلي ول ، هغه مي په سترگه نه سول . مگر هو نو ، د سړيانؤ ( انسانانؤ ) هډؤکي ، پر دېوالؤنؤ باندي ځيني ليکني ، په سره رنگ باندي کښله سوي انځورؤنه ، توږني ، شوپرکان او وهري خوا ته ئې گنگي ــ چي گرده غار ئې پر سر اخيستی ؤ ؛ نور نو خاوري ، مټ او دؤړي ... چي دا ټوله مؤ لا ښه په پېخر وليدل .
کله چي زمؤږ لاربه راته وويله چي ، ’’ د روسانؤ په وختؤ کښي چي به پر دغه کلي باندي بمبارۍ کېدلې ، نو مؤږ به کور تر کوره ټولؤ و دغه غار ته پناه راوړله . ‘‘ دده د دغي خبري څخه ما يو دغونه څرک وايستئ چي د شمشېرغار څخه ، په رشتيا سره هم ، د تاريخ په اؤږدو کښي د يوې بشري پناهگاه په توگه کار اخيستل سوی دئ .
ما ، ښه ؤ ، په دغه ويدياني گښت کښي مي هم ، د نور کله په شاني ، خپله ’’ کیانن ‘‘ کېمره راسره اخيستې وه ؛ چي په غار کښي دننه او تر غار را دباندي مؤ يو څو سيترې ( عکسؤنه ) په واخيستلې او زياته نو پر خپله تړه ځني روان سولؤ که ښه وې ، نو هغه وختي لا ښه وې ! ها خپل د زړه سر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابی ، چي مؤږ به د ډېره گرانښته څخه شيرين خان باله ) خؤ به مي لا راسره ؤ .
د ورورک بېلتانه مي پر زړه داسي کاري او ناسؤري پؤرهار را جوړ کئ ، چي شمشېرغار د مېږي تر غار لا ډېر کؤچينی ورته اېسي !
د شمشېرغار په باره کښي مالؤمات مي د لؤيي دؤپري د ’’ شمشېرغار : هيسټوړيک کئيو سايټ اين کنډئهاړ پړاوينس ، ايافگيانسټیان ( ايانتړئپئلاجيکل پئيپئړز اف د امړيکن ميؤزييم اف نيآچړل هيسټؤړي) د نسک (کتاب) او دده د ’’ايافگيانسټيان‘‘ په نامه د نسک څخه را اخيستی دئ.
د انگرېزي څخه و پښتو ته را اړونه او ليکنه: د ښاغلي غرڅنی خان بابی ده

مشغولا درته پيداسوه ساعت دي تېردى
خپل دميني ليونى ملنگ دي هېر دى
زه دي کله هېروم دمرگي هېرسې
هرساعت دي يادوم عمردي ډېردى
یوه شپه په کوچنیوالي زما مور چي ټوله ورځ د کور په کار ستړې ستومانه سوې وه ،زما د پلار ومخ ته یو غاب سوځلې غورمه پر سترخان کښېښوول.زه په دې انتظار وم چي اوس به مي پلار د خولې لاس واخلي چي دا څنګه سوځلې غورمه ده مګر پلار مي نوموړې غورمه او ډوډوۍ په ډېر خوند سره وخوړه او بیا یې زما د مکتب په اړه پوښتنه وکړه. کله چي مور سترخان ټول کړ او زه د پلار سره یوازي سوم نو پوښتنه مي ځني وکړه چي ستا رشتیا سوځلې غورمه خوښه ده چي څه دي ونه ویل؟ پلار په غېږ کي و نیولم ، مچ یې کړم او ویې ویل چي مور دي نن ټوله ورځ کالي برېولل،کور یې پاکولئ،اوتو یې کولئ او ډېره ستړې سوې وه ، او بل دا چي سوځلې غورمه څوک نه خوږوي مګر سپکي سپوري او ناوړه خبري څوک ډېر خوږوي.(ژباړه)
د ښاغلي امان کامران له فېسبوک پاڼي څخه Aman Kamran
 دا دی څو پیړۍ کیږي، چې خلک د واده په ورځ خپلې میرمنې ته د واده څله چپ لاس ته اچوي، تر څو د دوی مینه تلپاتې او ریښتینې وي، خو جالبه دا ده، چې موږ د دې رواج او عننې په هکله هیڅ فکر نه کوو، چې ولې یې د چپ لاس څلورمې ګوتې ته اچوو. پاتې دې نه وي، چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې همدا ګوته(د واده څله) د ښی لاس څلورمې ګوتې ته اچول کیږي. زه افغان یم او زموږ په هېواد کې یې خلک چپ لاس ته اچوي، خو زه اوس په روسیه کې اوسیږم او وینم، چې هغه سړي او میرمنې، چې واده یې کړې وي، د واده څله ښی لاس ته اچوي. ښه، پس د کوم ځای نه دا رواج او عننه رامنځ ته شوې ده؟
د واده څله او لرغونی مصر
د موضوع څېړنه به د مصر نه راپیل کړم، دا ځکه، چې دا رواج د لوړمي ځل لپاره څه نا څه ۵۰۰۰ کله مخکې رامنځ ته شوی دی؛ لرغوني مصریانو به خپلې لیلا ته ګوته اغوستله، خو دا ګوته نه نقره او نه ظلایي وه، بلکې د مزرو نه به جوړه شوې وه او ټولو عادي خلکو به اغوستله.
دا یوه تاریخي جوته او ریښتیا خبره ده، چې دا رواج د لومړي ځل لپاره مصریانو کولو. ولې چپ لاس؟ د دې پوښتنې ځواب ډیر اسان دی، هغه دا چې په لرغوني مصر کې طبابت او درملنه ډیره پرمختللې وه او د هغه وخت ډاکټرانو د انسان اناتومي څیړل پیل کړي وو؛ ډاکټران په ګډه داسې موافقې او هوکې ته راغلي وو، چې د انسان د چپ لاس څلورمې ګوتې نه یو رګ زړه ته ځي او بله دا چې د لاس دغه ګوته د کار کولو په وخت کې ډیر نه استعمالیږي، له دې کبله ښه به دا وي، چې د واده څله همدې ګوتې ته واچول شي.
اوس به راشم لرغوني یونان ته؛ په لرغوني یونان کې حتی د ګوتې(څلو) یوه ستر ژبه وه. معمولا دا ژبه سړیو کاروله، تر څو د ځان په هکله چاپېریال ته معلومات ورسوي. په یونان کې به د عشق او مینې الهه (إلهة)- آفرودیت هم د لرغونو مصریانو رواجونه تکرارول. کله، چې به یوه نارینه څله د لاس څلورمې ګوتې ته اچولې وه، نو دا به په دې معنا وه، چې دا سړی نیول شوې (کوژده شوی)دی. کله چې به چله په دویمه ګوته کې وه، نو دا به د نجلۍ د نه لرلو او لټولو په مانا وه. څله په دریمه ګوته کې د دې په معنا وه، چې دا سړی حاضر او اماده دی، چې د میرمنې نه پرته د مینې یوه معشوقه هم ولري.
کله، چې به یوه یوناني چله د لاس پنځمې (کوچنۍ ګوته) ګوتې ته اچولې وه، نو دې سړي به خلکو ته دا په ډاګه کوله، چې دی اوس څوک نه لري او نه د چا سره اوس یاري کول غواړي.
اوس به راشم د دې هیواد خلکو کیسې ته، چې زه اوس په کې ژوند کوم. د بتپرستۍ په وختونو کې به روسانوټولو ژوندیو موجوداتو ته سجده کوله، خو تر ټولو ستر خدای یې یاریله(د لمر رڼا خدای) یا لمر وو او دوی به د لاس دغه ګوته ورسره تړله؛ سړیو به خپلو ښځو ته طلایي چله اچوله، دوی په دې باور وو، چې په دې ډول به د لمر زور او قوت ښځه د ناخوالیو ساتي. ښځو به خپلو میړونو ته نقريي کوته اغوستله، چې د میاشتې انرژي او زور به تل ورسره وي او محافظت به یې کوي. د یادونې وړ ده، چې په یوه کورنۍ کې به د واده څله د یوه نسل نه بل نسل ته ورکول کیده، په بله ژبه کله چې به د یوې مور لور یا زوی واده کوله، نو هغې به خپله چله ورکوله، په دې ډول تر ټولو درنده او ارزښتمنه څله هغه وه، چې له ډېرو نسلونو به راتېره او پاتې وه. هو، چې رانه پاتې نه وی، روسانو یو شرط درلود، هغه دا چې هیڅکله به یې څله د لاس ګوتې نه ایستله نه. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې د روسانو په شمول په ډیرو خلکو کې دا رواج شته، چې د واده نه مخکې یوه چله(کوژدې) وي، هغه په دې مانا چې دا نجلۍ کوژده او چا ته ورکړل شوې ده.
ایا تاسې خبر یاست، چې د لاس هره ګوته د کورنۍ د غړو مانا لري؟
د لاس لومړۍ (غټه) ګوته د مور او پلار، دوهمه ګوته د ورونړو او خویندو، منځنۍ ګوته د خپل ځان، څلورمه ګوته د ښځې او میړه او د لاس کوچۍ ګوته د ماشومانو او زامنو په مانا دي.
په دې رواج کې یو بل پت راز هم شته، هغه دا چې د لاس دغې ګوتې ته د چلې اچول زړه ته د ناسمې انرژۍ تګ مخه نیسي، یا په بله ژبه کله چې ښځه او میړه یو بل ته څله اچوي، د نورو خلکو نه د زړه ټولې دروازې تړي، تر څو بل څوک ونه شي کولای په زړه کې ځای پیدا کړي.
ښه، اوس به په موضوع د ډاکترانو نظر ته یوه لیدنه وکړو
د ډیرو ډاکټرانو په نظر د واده چله د لاس په ګوته کې هر وخت ګته وره نه وي؛ په لاس کې ډیر رګونه شته، چې چله یې لار بندوي. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې ډاکټران وايي، دا مهمه ده، چې څله د کومو موادو څخه جوړه شوې ده؛ ځینې فلزات کولای شي د زړه، ګوردو، ینې او عصبي په سیستم تاثیر ولري. د یوې ظلایي چلې اچول یوه کټه لري، هغه دا چې د لاس دغه ګوته د ډیرو ارتوپیدي ناروغیو ساتي.
په پای کې به زه دومره ووایم، چې دا ټولې خبرې زما په اند عام معلومات دي، دا په دې مانا نه ده، چې تاسې خپلې چلې ته وګوري او په دې فکر کې ډوب شي، چې ستاسې جانان څومره مینه، څنګه مینه درسره لري. ليکنه: نیک محمد ویال، د روهي نه په مننه
يوه ورځ يو پروفيسر او شاګرد يې د پوهنتون نه دباندي په چکر ووتل،
يو غريب بزګر يې وليد، چي په خپله کرونده کي پښې يبلي او په خولو لوند په کار لګيا دی .
شاګرد پروفيسر ته وويل :
ــ راځه نن لږ سات تېر کړو، زه به له دې بزګر څخه بوټونه پټ کړم ، چيرته به ورته غلي شو، چي بزګر څه کوي؟
پروفيسر ورته وويل :
ــ که سات تېروې او زړه ته سکون ورکوې؛ نو داسې وکړه، چي دبزګر په بوټونو کي يوه يوه سيکه واچوه، بيا به دلته ورته پټ شو چي دی څه کوي .
شاګرد يې خبره ومنله، ورغی دبزګر په دواړو بوټونو کي يې يوه يوه سيکه واچوله .
بزګر چي کله کار بس کړ، د بوټونوخواته ورغی، چي يو بوټ يې پښو کړ، واپس يې وويست، ټک يې واهه، چي ګوري پر ځمکه ترې دسرو زرو يوه سيکه وغورځيده، بزګر سيکه راپورته کړه لټ په لټ يې واړوله، سترګو ته يې نږدې کړه، بيا يې يو خوا بل خوا وکتل، چي څوک يې ونه ليدل، سيکه يې جيب ته واچوله .
دده حيرانتيا او خوښي هلته يو په دوه شوه، چي بل بوټ يې پښو کاوه، له هغه يې هم سيکه راپورته کړه، جيب ته يې واچوله بيل يې واغورځاوه او لاسونه يې د خدای دربار ته اوچت کړل، تر ډېره ولاړ و، اسمان ته يې کتل او شونډي يې خوځيدې .
پروفيسر چي شاګر ته وکتل، په سترګو کي يې اوښکي ډنډ وې .
ــ څنګه! په مخکيني کار به ډېر خوښ شوی وی او که اوس ډېر خوښ يې؟
شاګرد وويل :
ــ پروفيسر صيب! نن مي داسې سبق زده کړ، چي په ټول عمر به يې هېر نه کړم، نن زه په دې هم پوه شوم چي ورکوونکی لاس هميشه د اخيستونکي لاس نه غوره دی .
پروفيسر ورته وويل :
ــ که په ژوند کي حقيقي خوښي ترلاسه کول غواړې؛ نو د نورو سره مرسته کوه! ژباړه : نورالله غازي يار
په روژه کي څه ډول د تندي مخه نيولای سو؟
ټولو مسلمانو وروڼو ته درمضان المبارک دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتندي دمخنيوي په موخه داڅو کرښي وړاندي کوم هیله ده چي خوښي مو سي، په پام کي به يې ونیسئ او په روژه ماتي کي به موږ په دعا کي درسره شریک کړئ.
دفلکیاتو ماهران وايي چي دسږ کال درمضان دمیاشتي ورځي په تېرو ۳۳ کلونو کي ترټولو اوږدې ورځي دي الله تعالی دي روژه نيونکو ته ستر اجرونه او ثوابونه ورکړ .
همدا راز سږ کال روژه په سخته تودوخي او د دوبي (ووړي) په منځ کي ده چي لوږه او تنده به يې دتېرو کلونو په نسبت زیاته وي مونږ پدې لیکنه کي روژه ساتونکیو ته په تنده دبرلاسي لپاره ځيني ګټوري مشورې وړاندي کوو. دروژې دمبارکي میاشتي په ورځو کي دتودوخي ددرجو لوړوالی حتما روژه ساتونکی سخت تږی کوي او هغه خواړه چي روژه لرونکی يې خوري دروژې په مهال کي په تنده باندي دبرلاسي په راوستلو کي ستر رول لوبوي، ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .
١: له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي مسالې زياتي کارول سوي وي
په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.
٢: روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه سي .
٣: دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .
٤: په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .
٥: له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکي او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .
٦: ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ او یا بېخي نه تږی کيږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي . دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي، معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي، په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي، اوبه باید برابري سړې وي او روژه ساتونکی يې باید په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه سي . ٨: همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه او یا دتازه مېوو نښتېځل سوي مشروبات وکارول سي .
 په پخواني چين کي يوه ښکلي شهزاده تصميم ونيو چي واده وکړي، خو د خپلي خوښي وړ نجلۍ يې نه شوای موندلی. يوه ورځ يې د سيمي ټولي نجوني ماڼۍ ته راوغوښتې. په دې نجونو کي د يوه خوار بزګر لور هم وه. بېوزله نجلۍ پوهېدله چي د دې انتخابېدل يو خوب دی، دا يواځي د شهزاده دلېدو له پاره راغلې وه. شهزاده ټولو نجونو ته څو توري وړي دانې ورکړې او ويې ويل: _دا د ګلانو تخم دی، ويې کرئ، هري نجلۍ چي ښه ساتنه ئې ترې وکړه او ښه ګلان يې وروزل، نو هماغه به زما راتلونکې مېرمن وي. بېوزلي نجلۍ هم په نه زړه د ګلانو تخم ور واخيست، کورته راغله او تخمونه يې په يوه زاړه ګلدان کي وکرل. نجلۍ به هره ورځ تر ګلدان راګرځېده، په خپل وخت به ئې اوبه ورکولې، خو ګلدان هماغسي سپېره پاتي و او ان يو شين ډکی هم پکي راونه ټوکېد. نجلۍ د کلي له تکړه باغوانانو سره مشوره وکړه، د هغوی خبري ئې عملي کړې، خو له تورو خاورو پرته يې بل څه ونه لېدل. شپږ مياشتي ووتې، د شهزارده په امر هغه نجوني ماڼۍ ته ور وغوښتل شوې چي د ګلانو تخم يې وړی و. بېوزله نجلۍ هم له خپل تش ګلدان سره ورغله او د لوی تالار په کونج کي غلې ودرېده. شاوخوا يې وکتل، د هرې نجلۍ په لاس کې له ښکلو ګلانو ډک، ښايسته ګلدانونه ښکارېدل. ټولي نجوني خوشاله وې، هري يوې تمه درلوده چي دا به د شهزاده راتلونکي مېرمن وي. شهزاده راغی، ګلانو ته يې وکتل، تر تولو نجونو تېر شو، په کونج کي ولاړي غلي بېوزلي نجلۍ ته ور وګرځېد، د هغې لاس يې ونيو او وي ويل: زه له دې نجلۍ سره واده کوم. په تالار کي شورماشور شو، پاچا، وزيرانو او نورو نجونو ويل چي دا نجلۍ خو له يوه مات او سپيره ګلدان سره راغلې ده. شهزاده وويل: ما د ګلانو تخم نه و درکړی، وړې توري تېږي وې. د خپلې خوښي رېښتينې نجلۍ مي وموندله
ژباړه: احمدي
ته وا لعل یې ورپېیلی چي هرښاخ انار انار دی شین ارغند رنګ بدل کړی چي تک سور موکندهار دی دخلقت په سرچینو کي دا را وړاندي کوم بازار دی ؟ یا دى جام دسرو شرابو یا خو ګل زموږ د انار دی
شاعر: صديق خليق

له زنا څخه د ژغورني يوه عبرتناکه کيسه
یوې پيغلي نجلۍ له خپلي مور څخه وغوښتل چي د زنا لپاره اجازه ورکړي مور ئې یوه ډېره هوښیاره او حکیمه مېرمن وه نو خپلي ګراني لور ته ئې ډېر نصیحت وکړ: زما ګراني لوري! زنا ډېر ناوړه عمل دئ یو خو اسلام موږ له دغه ناوړه عمل څخه په کلکه منعه کړي یو او بل دا چي په اجتماعي ټولنه کي ډېر زیات مشکلات رامنځته کوي، لنډه دا چي په لور ئې د مور نصحیت کوم تأثیر ونه کړ، سره له نصحیته ئې بیا په خپل دريځ باندي ټینګار وکړ چي ما ته اجازه راکړه ترڅو چي زنا وکړم.
کله ئې چي مور خپله لور ولیدله چي زما نصیحت هسي یوه خیالي افسانه ورته ښکاري نو ئې لږ سوچ وکړ تر څو چي خپل نصحیت ته عملیي بڼه ورکړي او خپله لور له دغه ناوړه عمل څخه منع کړي نو ئې له خپلي لور سره موافقه څرګنده کړه او ورته وئې ویل: سمه ده زما ګراني لورکۍ زنا وکړه خو په لاندي شرطونو سره.
لور ئې ډېره زیاته خوشاله سوه چي اوس خو ئې اجازه راکړه نو زه به خامخا دغه شرطونه ورته پوره کوم او بیا به زنا کوم او خپلي مور ته ئې وویل: مهرباني وکړه زه ستاسي شرطونو ته تیاره یم خو دا وعده به راسره کوې، چي کله مي شرطونه پوره کړل بیا به زنا کوم؟
مور: لورکۍ بلکل زما خوښه ده، اول شرط دا دی چي ته به سبا ته د پاچا دربار ته لاړه سې او کله چي پاچا له خپل دربار څخه راوزي نو ته به له دروازې سره نژدې ودرېږي کله چي پاچا تا ته نژدې را ورسید ناڅاپه به ځان په ځمکه وغورځوي تر څو چي دوی ته داسي څرګنده سي چي ته بېهوښه سوې يې او بیا به ما ته ټوله هغه کیسه وکړي چي له تا سره څه کېږي.
لور ئې له خپلي مور سره موافقه وکړه او د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا له دربار څخه راووت نوموړي پیغلي سم له واره ځان په ځمکه وغورځوه، پاچا چي کله دا منظر ولید ډېر زیات وځورید او نوموړي پيغله ئې له ځمکي څخه راجګه کړه او د لاري یوي خوا ته ئې ودروله ترڅو چي څه ضرر ورته ونه رسېږی، پیغلي هم د پاچا شکریه اداء کړه او په ډېره خوشالۍ سره خپلي مور ته راغله او د پاچا کیسه ئې ورته وکړه.
مور ئې ورته وویل سبا به بیا په همدغه وخت لاړه شي او همداسي به وکړي، سبا چي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا راووت د تیر په څیر ئې بیا ځان په ځمکه را وغورځوه، پدي وخت کي پاچا د پیغلي طرف ته هیڅ اعتناء ونه کړه بلکي وزیر ورغی او را اوچته ئې کړه او بیا ئې یوي خوا ته ودروله، کله چي پیغلي دا حالت ولید ډېره خواشیني سوه او خپل کور ته لاړه او مور ئې له دي کیسي څخه خبره کړه، مور ئې ورته وویل: سبا بیا لاړه سه، سبا چي نوموړي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا را ووت نو بیا ئې ځان پر ځمکه وغورځوه، دا ځل د څوکیدارانو رئیس ورغی او له ځمکي څخه ئې را پورته کړه او یوي خوا ته ئې ودروله او لږ سپکي سپوري ئې ورته وکړي، پدي کار سره پیغله ډېره زیاته خفه سوه او مور ته ئې ټوله کیسه وکړه او بیا یی ورته وویل: اي موري ستا شرطونه پوره سول؟
مور ئې ورته وویل: نه، درې ورځي نوره هم لاړه سه او بیا ما ته ټوله کیسه وکړه چي له څه شی سره مخامخ سوي ئې، پيغله دری ورځي نوره هم لاړه خو په دغه دریو ورځو کي له داسي عکس العمل سره مخامخ سوه چي دي ئې تصور هم نسوای کولی، کله ئې چي د پاچا دربار سره ځان په ځمکه وغورځوه نو ټول خلک پري را ټول سول چا په لغتو وهله او چا به رشخند پري واهه او چا به یو څه ورته ویل او چا بل څه، له دغه شپږ ورځني امتحان څخه چي کله وزګاره سوه نو مور ته ئې کیسه وکړه چي اوله ورځ پاچا را جګه کړم، دوهمه ورځ وزیر، دریمه ورځ د څوکیدارانو رئیس او څلورمه ورځ هسي یو ټیټ رتبه څوکیدار او پنځمه ورځ ټولو سپکي سپوري راته کولي او شپږمه ورځ داسي سپکو خلکو مسخري راباندي کولي چي څوک ئې له سره په انسانانو کي هم نه حسابوي او په لغتو باندي یی ووهلم او له هغه ځای څخه ئې را وشړلم.
مور ئې چي یوه ډېره هوښیاره حکیمه مېرمن وه خپلي لور ته وویل: زنا هم داسي مثال لري په اول وخت کي به هر مالدار او رتبې والا تا سره زنا کوي او څه موده وروسته به ټول درڅخه تښتي او هیڅوک به اهمیت نه درکوی، او ډېر سپک او بېکاره خلک به مسخرې درباندي کوي، نو اوس ته ووایه چي په داسي حال کي به ستا څه قدر اوعزت وي؟ اې زما ګراني لوري اوس غواړي چي زنا وکړي؟؟
کله چي د پیغلي عقل سر ته راغی نو ئې د خپلي مور شکریه اداء کړه او ورته وویل: اي موري زما دي په الله قسم وی چي زه به په ټول ژوند کي زنا ونه کړم که چیري په ما باندي ځمکه او آسمان هم را چپه شی، ځکه چي زنا ډېر ناوړه او فاحش عمل دی چي یوه باعزته او محجبه ښځه دومره سپکه کوی چي بیا ټول انسانان ورنه کرکه او نفرت کوی.
زنا ډېر لوی جرم دی کله چي څوک د دغه جرم مرتکب شی نو هغه بیا د ماتي شیشي په شان خاصیت لری چي بیا جوړیدل ئې امکان نه لری او د یوي پاک لمني ښځي او سړی آبرو او عزت له منځه وړي، نو هره هوښیاره ښځه او سړی باید له دغه پیښي څخه عبرت واخلي، دا ټول هغه څه دی چي په دنیا کي انسان له دومره مشکلاتو، مرضونو، غریبۍ، او زړه تنګوالي سره مخامخ کوي چي مرتکب ئې همیش ورباندي پيښمانه او شرمنده وي، او د آخرت عذاب خو ځانته دی چي په قرآنکریم کي ئې څومره وعید راغلی دی، الله تعالی دي ټولي مسلماني خویندي او وروڼه له دغه ناوړه عمل څخه وساتي او ټولي هغه پیغلي چي زنا ته لیواله دي باید چي دغه ناوړه کار ته زړه ښه نه کړي ځکه چي دنیا او آخرت ئې دواړه بربادیږي
وايي چي سهار وختي يوه ګيدړ له خوبه را کښېناست او خپلي سايې (سيوري) ته ئې وکتل، چي تر ده ډېره غټه ده، پر برېتو ئې لاس تېر کړ، له ځان سره ئې وويل چي نن به خامخا د يو اوښ ښکار کوم او خورم به يې!تر غرمې پوري د اوښ په ښکار کي ناکامه پاته سو، په دې وخت کي ئې خپلي سايې ته پام سو، چي دده تر اصلي جسم هم کوچنۍ سوې ده، له ځان ئې وويل:زما لپاره د تل په شان د موږک ښکار تر اوښ بهتره دئمطلب: برياليتوب په ځان پېژندنه کي دئ، نه په ځان تېر ايستنه کي
#زما ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
وايي چي يوه ورځ چرچيل* په داسي تنګه کوڅه تېرېده چي په اسانۍ سره د دوهم نفر د تېرېدلو شونتيا نه وه. په همدغه وخت کي دده يو سرسخت سياسي سيال له مقابل لوري راروان وو. خو چي کله سره نژدې سول، سيال ئې نه غوښتل چي لاره پرېږدي، چرچيل ته ئې مخ کړ او وئې ويل: زه به هيڅکله ځان څنډي ته نه کړم څو يو احمق سړی دي زما تر خوا تېر سي.
چرچيل په داسي حال کي چي ځان ئې څنډي ته کاوه او غوښتل ئې چي هغه ته لاره ورکړي، وويل: خو زه دا کار کووم!
*چرچيل (٣٠ نومبر١٨٧٤-٢٤جنوري١٩٦٥) دبرتانيې لوى سياستمدار نامتو شخصيت او په دوهمه نړيواله جګړه کي د برتانيې لومړى وزير وو.
څو په باغ کي لا يو ګل د نوبهار شته د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
نن دي غم له مانه ځان ساتي که ښه کا چي په سيل د بهار راسره يار شته
چي له ياره سره مست، د ګلو ګښت کړم محتسب که رانژدې شي پيزار شته
شيخ ملا دي زما غم په بهار نه خوري چي رباب او سريندې غوندي غمخوار شته
نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه نه زما له پارسايې سره څه کار شته
ما و خپلي پارسايې ته رخصت ورکړ په دا نورو پارسايانو مي اوس ډار شته
ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله! لا يو څو په کوڅو پاتي پرهېز ګار شته
ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګي لا به ډېر عالم رسوا کا چي دا چار شته
چي په هره پياله عقل له ما زدويي د ساقي منت راباندي په بار بار شته
د ګلونو په موسم کي خوار هغه دی چي يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته
نن هغه شاه جهان د زمانې دی چي دسته يې د ګلونو په دستار شته
چي نا اهل په غفلت ورباندي نه ځي ځکه وصل د هر ګل په څنګ کي خار شته
د بهار زېبا ګلونه سوداګر دي لخلخه به ځنې پيري خريدار شته
نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه دا څو ورځي غنيمت دی څو ګلزار شته
خوشال بابا
د يوه ظالم پاچا يوه خوار نجار ته خوشكه راغله او امر ئې وکړ چي تركاڼ دي ووژل سي، د درباريانو له ټولۍ څه يوه زړه سوانده درباري په پټه نجار د پاچا له پرېكړي خبر كړ، نجار چي د شپې كور ته راغى نو ډير خواشينى او وارخطا ښكارېده، د معمول خلاف ئـې نه د شپې ډوډۍ وخوړه او نه ئې سترګي په خوب درنې سوې، مېرمن ئې ټينگار وكړ چي په راز ئې پوهه كړي، نجار مجبور سو او د پاچا په پرېكړه ئي خپله مېرمن هم خبره كړه، مېرمن چي په رښتيا غم شريكه او هوښياره مېرمن وه خپل مېړه ته تسلا وركړه چي په آرام خوب ويده سه كه خداى يو دى د خلاصون دروازې ئې ډيري دي، نجار هم د خپلي مېرمني په تسلا باندي ډاډه او په ارام خوب ويده سو، سهار چي ناببره د نجار دروازه په ډېر تلوار وټكېده نو دى په ډيره وارخطايي را جګ او خپلې ميرمن ته ئې په ناهيلي نظر وكتل او په دې هيله چي اوس به ئې د پاچا عسكر زولانه او د مقتل په لوري كش كړي د دروازې پر لور رهي سو ، مېرمن ئې بيا هم تسلا وركړه چي كه خداى يو دى دخلاصون دروازې يې بې شميره دي، نجار چي دروازه خلاصه كړه څه ګوري چي د پاچا د عسكرو پلټن ولاړ دى او په ډېره بېړه او وارخطايي نجار ته وايي چي هله ژركوه درمخكې سه ...! پاچا مړ سو او تابوت ورته جوړ كړه!
ځنګل لمبو پر سر اخيستى وو، اورونه ځيني بادېدل؛ يوه چوغکه په ډېر تلوار د ځنګل پر خوا ور روانه وه .
ځيني وپوښتل سول: څه کوې؟
چوغکه چي په بېړه کي وه، جواب ئې ورکړ: دلته نژدې د اوبو چينه ده، پخپلو وزرو او مشوکه کي د اور وژني لپاره اوبه اخلم.
اور وژنم!
ورته وويل سول: دا دومره ډېر اور او ستا څو څاڅکي اوبه! پرېږده يې، دا هيڅ ګټه نه لري!
چوغکي وويل:ښايي چي زما د اوبو په شيندلو سره به اور مړ نه سي، مګر که خداى را څخه پوښتنه وکړي: کله چي ستا دوستان په اور کي سوځېدل، تا څه کول؟
جواب به ورکړم: هغه څه چي مي په وس او قدرت کي وه!
پايله: کله چي ګټور کار تر سره کوې، نېکمرغه يې، ګټور کار لوى او کوچنى نه غواړي.
(لرد اويبوري)
هغه څوک چي استعداد ئې لږ او هوډ ئې کلک وي، تر هغه چا چي استعداد ئې ډېر او هوډ ئې لږ وي،برياليتوب ته ورنيژدې دئ.
(جميز رايلي)
ژباړه: ق
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
يوه اشتباه او دوه باوره
دوه ناروغان ډاکټر ته د درملني لپاره ولاړل. ډاکټر ددوی د ازمېښت پایلي دوی ته په یوه لیک کي ولېږلې. یوه ته ئې ولیکل چي روغ رمټ دئ او هيڅ ډول روغتیايي ستونزه نه لري او بل ته ئې ولیکل چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده، که څه هم ګټه نه لري خو بیا هم د څه وخت لپاره غرنۍ سیمي ته ولاړ سه. روغ کس ته دا لیک ورسېده چي د زړه ناروغي ئې خطرناکه ده او د ژوند شېبې ئې پای ته رسېدلي دي. ده هم سسته ونه کړه، بار و بستر ئې وټړل او په سفر روان سو، څو ورځي وروسته په حق ورسېد او مړ سو. ناروغ ته هغه لیک ورسېده چي هېڅ ډول ستونزه نه لري بلکي رک روغ رمټ دی. ناروغ څو ورځي وروسته روغ جوړ سو او ژوند ته ئې دوام ورکړ.
باور دومره ښکلې کلمه ده، چي د هر چا خوښېږي
او
د انسان لپاره د هيلو مړه کېدل ، رښتينى مرګ دئ-ناپليون
په کرکټ کي ستر ریکارډونه
١: سچن ټنډولکر د کرکټ په نړۍ کي هغه لوبغاړى دئ چي ددې لوبي په تاریخ کي ترټولو زیاتي سل نړیوالي سلیزي لري چي 51 ټیسټ او 49 یو ورځنیو لوبو کي دي.
٢: سچن ټنډولکر ددې لوبي په تاریخ کي هغه لوبغاړى دئ چي له نورو لوبغاړو زیاتي 62 ځله دلوبي غوره لوبغاړى نومول سوى.
٣: سچن ټنډولکر دکرکټ لوبي هغه لوبغاړى دئ چي له نورو ټولو کرکټرانو زیاتي منډي هم په ټیسټ 15921 منډي او هم په یو ورځنیو لوبو 18426 منډي کي لري.
٤: سچن ټنډولکر دکرکټ په تاریخ کي هغه یواځینى لوبغاړې دئ چي له نورو لوبغاړو زیات( 24 کاله) ئې نړیوال کرکټ کړیدى.
٥: سچن ټنډولکر په نړیوال کرکټ کي هغه یواځینى لوبغاړى دئ چي دلومړي لوبغاړي په توګه په زیاتو (200) ټیسټ لوبو کي لوبېدلى چي 200 مه لوبه ئې په ممبۍ کي دویسټ انډیز خلاف دنړیوال کرکټ وروستۍ لوبه هم وه.

٦: هندي ورینډرسیهواګ په نړیوال کرکټ کي هغه لومړى او مخکښ منډه جوړونکى دئ چي په یو ورځنیو لوبو کي ئې د ویسټ انډیز خلاف په 149 بالونو د سعید انور 17 کلن ریکارډ مات کړ او 219 منډي ئې جوړي کړې.
٧:اسټرالوي ډونلډ بریډمین د نړیوال کرکټ هغه یواځینى کرکټر تیر سوى چي په ټیسټ کرکټ کې 99 اشاریه 94 اوسط کي منډي جوړي کړي وې چي تراوسه دغه ریکارډ دنوموړي په نوم دئ.
٨: سریلانکایي موتایا مرلي دهرن هغه یواځینى کرکټر دئ چي په نړیوال کرکټ کې ترټولو زیاتي (1334) ویکټي ترلاسه کړیدي. نوموړي په یو ورځنیو لوبو کي هم په (534) او په ټیسټ لوبو کې هم په (800) ویکټو مخکښ بالر شمېرل کېږي.
٩:ویسټ انډیزي براین لارا هغه یواځینى کرکټر دئ چي دلومړي ځل لپاره په ئې ټیسټ کرکټ کي زیاتې (400) منډي جوړي کړي او دغه ریکارډ نوموړي په 2004 کال کي دانګلستان خلاف لوبه کي په خپل کوربتوب جوړ کړ، چي تراوسه په خپل ځای دئ.
١٠: انګلستاني جېم لیکر هغه یواځینى بالر دئ چي په ټیسټ لوبه کې زیاتي (19) ویکټي ترلاسه کړې. لیکر په 1954 کال کي داسټرالیا خلاف ټیسټ لوبه کي په لومړي وار د 37 منډو په بدل کي 9 او په دوهم وار یا اننګز کي ئې د 53 منډو په بدل کي ټول 10 لوبغاړي وسوځول چي تراوسه دغه کارنامه هم کوم بالر په ټیسټ کرکټ کي نه ده کړې.
د افغان سکور څخه په مننه
د حسن کمال
نن پر ما باندي د خداى مهرباني ده
چي د يار په غم کي زما سرګرداني ده
لکه څوڼي چي دي ستا پر مخ پرېشانه
هسي شان مي د خاطر پرېشاني ده
که خراب دي کړم د عشق په زحمتونو
هم هاله به وايم زه چي وداني ده
چي مي زړه دا ستا له غمه ؤ بېغمه
مخ تورن يم په تېر عمر پښېماني ده
چي په تش صفت دي زړه له مانه يو وى
ستا د حسن وکمال ته حيراني ده
چي دي خيال د رخسار نه ورپکښي وينم
د خراب زړه مي ويرانه ويراني ده
چي هيڅ نه لرم په لاس کي حيرانېږم
ګل محمد دمالګير د اشناى څه مهماني ده
ګل محمد د مالګير
اخيستنه: کندهار مجله١٣٥٦ د غوايي د مياشتي ٢ مه ګڼه
د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پر نفس باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې ټينګوي.

ځينې کسان په دې باور دي چې له واده کولو سره د انسان ستونزې ډېریږي او اړیکې یې کمزورې کیږي. خو څېړنې ښيي چې واده کول د انسان روغتیا ته ډېرې ګټې لري. دلته به د ځينو هغو څېړنو یادونه وکړو چې په علمي ډول تایید شوې دي: ۱ـ د اندېښنو کمېدل: مشروع جنسي اړیکې د وینې فشار په ټېټدو او د فشار په کمېدو کې مهم رول لري. هغه کسان چې په منظم ډول جنسي اړیکې ساتي د هغوی د وینې فشار نورمال وي، آن د ژوند د ملګري په غېږ کې نیول هم په ښځو کې د وینې فشار د ټیټېدو لامل کیږي. ۲ـ د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړتیا: جنسي روغتیا له جسمي روغتیا سره برابره ګڼل کیږي. هغه کسان چې په اونۍ کې لږترلږه یو ځل هم جنسي اړیکې نه ساتي نو له وجود څخه یې یوه زیاته اندازه ایمنو ګلوبین ضایع کیږي، چې کولای شي د یو شمېر مکروبونو له هغې ډلې د زکام یا ریزش په وړاندې ستاسو ساتنه وکړي. ۳ـ د کالورۍ سوځېدل: په هر ځل جنسي اړیکو کې ښايي تر ۸۵ کالوریو پورې وسوځوي، ممکن ستاسو په نظر دا اندازه لږ معلومه شي، خو دا چې دغه اندازه کالوري په ټول بدن کې لګول کیږي، نو د ورزشي حرکتونو په شان ډېره اغېزمنه ده. ۴ـ د زړه د حالت ښه والی: ځينې د لوړ عمر کسان په دې باور دي چې ښايي د جنسي اړیکو پر مهال یې زړه ودریږي. خو څېړنکو موندلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې په منظمه توګه مشروع جنسي اړیکې د زړه له درېدو سره هیڅ تړاو نه لري. آن دا چې جنسي اړیکې د زړه د درېدو یا سکتې په مخنیوي کې مهم رول هم لري. ۵ـ پر نفس باور: د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پر نفس باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې ټينګوي. ۶ـ مینې ډېروالی:مشروع جنسي اړیکې د اکسي توکسین هورمون کچه لوړوي، دغه هورمون د مینې هورمون به نوم پېژندل کیږي چې د زړونو د نژدې کېدو او باور په برخو کې مرسته کوي. ۷ـ د خوږ یا درد کموالی: د اکسي توکسین را خورېدو سره اندروفین هم آزادیږي، چې د خوږ یا درد په آرامولو کې ډېر اغېزمن دی. نو له دې کبله د مشروع جنسي اړیکو په وسیلې د سر خوږو په ګډون یو شمېر دردونه ښه کیږي. ۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارینه چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی شي. ۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارینه چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی شي. ۹ـ ښه خوب کول: څېړنو ښوولې هغه اوکسي توکسین چې په غړو کې خور شوی د خوب د ګډوډېدو لامل کیږي. او مشروع جنسي اړیکې دغه ماده له وجوده باسي. خو یو څه له یاده مه باسئ، زیاتره وخت د ځوانانو د مینې او بیا جنسي اړیکو خطرناکو او حساسو برخو ته لږ پام کيږي. نا مشروع او لنډ مهالې جنسي اړیکې سختې او ویجاړونکې پایلې لري. ځوانان باید وپوهول شي چې پر ځای او مناسب تصمیمونه ونیسي او تر واده کولو مخکې نامشروع جنسي اړیکې ټينګې نه کړي. هغه ناروغۍ چې د جنسي اړیکو له امله رامنځ ته کیږي اوس یې شمېر تر شلو لوړ دی چې آن کولای شي د انسان ژوند ترې واخلي. خوشال طيب- د بي بي سي ويب پاڼي څخه په مننه
:: تړاو:
جالب
ما په سترګو کي ساتلی یو جهان دی دوئ نارې کړې چي (نثار) خو بې ایمان دی
د جلاد په تشهد چي بدګمان یم تر چاړې لاندي سر پروت د مسلمان دی
په سرور چي زندګي و مرګ ته سپارم دا سوغات هم له طرفه د جانان دی
زموږ وحشت ته به یزید سي زاره چاودی چي مو څنګه لا پر سر ولاړ اسمان دی!
که دي غېږ د محبت ور نه کړه پوه سه د ورور لاس کي دي تیار د بل کمان دی
ما ویل چي هغه ستا له غمه مړ سو خو هغې ویل (صالح) څنګه انسان دی؟ شاعر: نثار‹‹صالح››
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار

ستاسې لاسليک څه ډول دی؟ د لاسليک له مخې د شخصيت پېژندنه: 1- هغه کسان چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په لور لاسليک کوي؛ منطق منونکي انسانان دي. 2- هغه څوک چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په مخالف لوري لاسليک کوي؛ منطق نه منونکي او يا په سختۍ منونکي کسان دي. 3- هغه څوک چې په لاسليک کې له عمودي ليکو ګټه اخلي؛ په کارونو کې سرتمبه توب کوي. 4- هغه کسان چې افقي ليکې کاروي؛ منظم کسان دي. 5- هغه څوک چې په د لاسليک پر مهال پر قلم او کاغذ زور کوي؛ په ماشومتوب کې ځورېدلې دي. 6- څوک چې ګډوډ لاسليک کوي؛ شکمن او بدګمانه دي. 7- هغه څوک چې په لاسليک کې خپل او کورنی نوم ليکي؛ په خپل کور کې ځان لوړ ګڼي. 8- هغه کسان چې يوازې خپل دوهم يا کورنی نوم ليکي؛ په خپله کورنۍ کې ورته درناوی کيږي. 9- هغه کسان چې خپل نوم ليکي او بيا ورباندې ليکې کاږي؛ خپل شخصيت ئې نه دی پېژندلی. 10- هغه کسان چې دايروي او بيضوي لاسليک کوي؛ د لوړ مقام او پرمختګ غوښتونکي دي. 11- هغه کسان چې اوس خپل لاسليک ګوري چې څه ډول دی؛ ډېر بې فکره دي چې خپل لاسليک ئې له ياده وتلی دی! ژباړه: محمود سعيد ژباړه: محمود سعيد
:: تړاو:
جالب
واى په
يو ښوونځي کې اعلان وسو:
هغه زدکوونکي دې خپل بايسکلان په پارکينګ کې ودروي چې د عمومي دروازې مخې ته يې درولي دي! 30 دقيقې وروسته بل اعلان وسو:
هغه 400 زدکوونکي دې لطفا بېرته خپلو صنفونو ته راستانه سي
چې د 10
بايسکلانو په ايسته کولو پسې دباندې وتلي ول! Jabar Faraz
:: تړاو:
ټوکه
نه دم په چا لګېږي، نه دوعا په چا لګېږي تر کومه چې د دې وطن هوا په چا لګېږي سپین مخ یې دی رقیب ته، تورې څڼي یې دي ما ته تياره د چا په برخه وي، رڼا په چا لګېږي نه نښه چا ته نیسي، نه یې خیال د عاشقي وي نظر د ښکلیو ښکلیو په خطا په چا لګېږي مه دوري دوري مه ګوره، ګوزار د نظر مه کړه په ډکه میخانه کې خامخا په چا لګېږي ښایست د مخ به نه کړي کفایت قراره یاره زړګي ته دې هم ګوري، چې بها په لګېږي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
دوه
زاهدان
د يوه
دنګ غره پر سر د خدای په لمانځنه بوخت، يو په بل ګران، دوه زاهدان اوسېدل.
دواړو
له يوه خاورين کنډولي پرته بل څه نه لرل.
يوه
ورځ شيطان د مشر زاهد په زړه کې اندېښنې واچولې نو د کشر خوا ته ورغی او وې وې:
"اوږده موده کېږي چې ګډ اوسېږو، وخت يې راغلی چې سره بېل شو. راځه چې خپله
شتمني ووېشو."
کشر زاهد په خواشينۍ ځواب ورکړ: "وروره، له
تابېلېدل مې زړه دردوي، خو که ته يې اړين بولې چې ولاړ شې نو بيا سمه ده."
کنډولی يې را واخيست، هغه ته يې ونيو او زياته يې کړه: "وروره، دا خو
نه وېشل کېږي، دا دې ستا وي."
مشر زاهد په په قهرېدلې بڼه ځواب ورکړ: "زه خيرات نه غواړم، يوازې
خپله برخه غواړم، بويه چې کنډولی ووېشل شي."
کشر ووې: "که لوښی مات کړو نو د دواړو په درد نه خوري، راځه چې پرې
پچه واچوو."
خو مشر زاهد ورغبرګه کړه: "زه له خپلې برخې پرته بل څه نه غواړم، نه
مې خوښېږي چې عدالت او خپله ونډه يوې ړندې پچېاچوونې او تصادف ته وسپارم، له دې
کبله کنډولی بايد ووېشل شي."
کشر چې وپوهېد، دا وېينې راوېينې نوره ګټه نه لري نو وې وې: "که په
رښتيا ستا روستۍ غوښتنه همدا وي نو سمه ده، کنډولی به مات کړو."
مشر زاهد له غصې تور و شين شو او چيغه یې کړه:
"ځغله! لوده، ډارنه،
له جګړې تښتې."
ليک: جبران خليل جبران
ژباړه: عبدالحميد بهيج
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
:: تړاو:
داستان

دغه
زدکوونکى ناکام دى که کامياب؟ ١- ناپليون په کومه جګړه کې ووژل سو؟
جواب:
د هغه د واک په وروستۍ جګړه کې.
٢- د سولې اعلاميه چيرې لاسليک سوه؟
جواب:
د ورقې په پاى کې.
٣- د طلاق اصلي لامل څه دى؟
جواب: واده.
٤- د امتحانونو اصلي علت څه دى؟
جواب: ناکامي.
٥- په سهارنۍ کې څه شي هېڅکله نه سې خوړلاى؟
غرمنۍ او ماښامنۍ.
٦- څه شى د نيمې مڼې غوندې ښکاري؟
جواب: د مڼې هغه بله نيمايي.
٧- که په شنه سمندر کې سره ډبره وغورځوې، ډبره به
څنګه سي؟
جواب: ډېر ساده، لنده به سي.
٨- يو سړى ٨ ورځې څنګه بې خوبه تېرولاى سي؟
جواب: ډېر ساده، د شپې دې ويدېږي.
٩- که دې په يوه لاس کې 3 نارنجه او 4 سېبه واى او
په بل کې 3 سېبه او 4 نارنجه نو څه به دې لرلاى؟
جواب: ډېر غټ لاسونه.
١٠- که د خښتو يو دېوال 8 نفرو په 10 ساعتونو کې جوړ
کړى وي، نو 4 نفره به يې په څومره وخت کې جوړ کړي؟
جواب: په صفر وخت کې، ځکه دېوال مخکې له مخکې جوړ سوى دى.جبار فراز Jabar Faraz څه په مننه
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
جالب
وايي چي
يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ ئې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې
سپو ته به ئې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کي خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير زندان
ته ولېږئ چي سپي ئې وخوري، وزير ورته وويل، پاچا صاحب ستا مي لس کاله خدمت وکړ، لس
ورځي اجازه راکړه، بيا چي دي څه خوښه وي، نو ويې کړه، پاچا لس ورځي اجازه ورکړه،
وزير د سپو ساتونکي ته ورغلئ او ورته وئې ويل، ما لس ورځي پرېږده چي د سپو خدمت
وکړم، وزير پوره لس ورځي سپو ته خواړه تيارول او د هغوی خدمت ئې کاوه، پاچا لس ورځي
وروسته وزير راووست او سپي ئې پرې راخوشي کړل، سپو ئې پښو ته غپل او هيڅ ئې ورته
نه ويل، پاچا وويل، د سپو سره دي څه کړي دي؟ وزير ځواب ورکړ چي د دې سپو مي لس ورځي
خدمت وکړ اوس راته څه نه وايي، خو افسوس چي ستا مي لس کاله خدمت وکړ، خو درباندې
معلوم نه سو، پاچا سر ټيټ کړ او وزير ئې معاف کړ.
زمرى چي زموږ ژوند ته خطر پېښولی سي، نو په درنه ئې يادو، خو سپى چي موږ
ساتي په سپکه ئې يادو، له چا چي وېرېږو درناوی ئې کوو، خو چي خدمت مو کوي، نو په
سپکه ورګورو . د ناديې توخي څخه په مننه Nahida Tokhi
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
:: تړاو:
دپند کيسې
نېسن منډيلا د نړۍ يو لوی شخصيت او د اپارټايډ پر ضد د مبارزې اتل، نېلسن منډيلا تيره ورځ د ۹۵ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. د ده دمړينې خبر تر خپريدو وروسته، د رسنيو سرټکو کې د ښاغلي نېلسن منډيلا نوم ياديدلو. د نړۍ نامتو سياستوالو او شخصيتونو د ده پر مړينه خواشيني څرګنده کړه. د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون وويل: "زه د نېلسن منډېلا پر مرگ د زړه له کومي خواشينى يم. نېلسن منډېلا د عدالت اتل او د انساني هڅونې يوه حليمه بېلگه وه. په نړۍ کې ډېرئ د انساني عزت، برابرۍ او آزادۍ لپاره د هغه د سرښندنونکې مبارزې تر اغېز لاندې دي. له دې سره جوخت هېچا هم زموږ په زمانه کې د هغه هومره د ملگرو ملتو د ارزښتونو په پياوړتيا او پرمختيا کې ونډه نده درلودلې." د جنوبي افريقا پخواني سپين پوستي ولسمشر اېف ډبليو ډي کلرېک چې په گډه يې له نېلسن منډېلا سره د نوبل د سولې جايزه وړې وه، بي بي سي ته د هغه پر ميراث وویل: "فکر کوم د هغه لوى ميراث او پر جنوبي افريقا يې لوى اغېز په دې کې دى چې موږ له دومره ژورې رنگارنگۍ سره سره يو له بل سره په سوله کې يو او اوس به يې بيا پر مړينه، په خپل گډ غم او وير کې، يو بل ته سره لاسونه ورکوو. د هغه تر ټولو لوى ميراث دادى چې ټول يې سره يو موټى کړل او په بري سره يې د تېرې زمانې د کړکېچونو او د نن ورځې د سوله ييز ژوندانه ترمنځ يو پل جوړ کړ." په ۲۰۱۰ز کال کې د افريقې لوی مبارز نېلسن منډېلا په هغه لندن کې ، چې يو وخت يې دی د سياستونو پر وړاندې جنګېده ، د ده د زوکړې کاليزه په ډېرو شانداره مراسمو ولمانځل شوه او د برتانيې لومړي وزير ګورډن براون په خپله ګډون په کې وکړ . خو امريکا دی لا هم په هغه تورلېست کې شمارلو ، چې بايد امريکې ته له راتګ څخه منع شي ، خو هلته هم يو بدلون ترسترګو شو ، ښايي نور به د امريکې کانګرس مينان له نړۍ څخه شرمېدلي وي ، نوځکه يې کانګرس ته داسې وړانديز وړاندې کړ ، چې نور د ده نوم له هغه تور لېست څخه وايستل شي . ښايي دا به تاسو ته هم عجيبه ښکاري ، چې څنګه د نوبل د نړيوالې جايزې ګټونکی او د افريقې د بشري حقونو لوی مبارز د امریکې په تورلېست کې و . هو ، د امريکې سياستونه همداسې عجيب او غريب وي له همدې امله راځیء وګورو ، چې منډېلا د کومې ګناه په تور په تور لېست کې ليکل شوی . 
نېلسن روليلالا منډيلا د سويلې افريقا په ترانسکاي نومې سيمه کې د 1918دجولای پر 18مه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، پلار يې د قبيلې مشر و ، نيلسن لا ماشوم و، چې پلار يې ومړ ، خوده د پلار ځای ته د رسيدو هيله په زړه کې پټه ساتله او ځان یې دغه منصب ته چمتو کاوه . په 1930ز کې د کلي په يو ښوونځي کې يې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې . فورټ هار پوهنتون ته د ليسانس په هيله ورننوت خو داهيله يې پوره نه شوه، ځکه چې په 1940 ز کې يې له خپل ملګري اوليفرټامبو سره په دې پلمه له پوهنتونه خارج کړ ، چې دمحصلينو په لاريون کې يې ونډه اخېستې وه . منډيلا دغه مهال ډېر سرګردانه و، په لږ وخت کې د څو پوهنتونونو په لټه کې شو په پای کې په جوهانسبورګ ښار ګوټي کې مېشت شو او له لېرې يې زده کړه پيل کړه، لږه موده لا تېره نه وه ، چې دپوهنتوني زده کړو اجازه يې بېرته تر لاسه کړه او په ويتواټر پوهنتون کې یې دحقوقوپوهنځی پيل کړ . 
سويلي افريقا هغه مهال د پراخه توکميزو توپيرونو له مخې اداره کيده ، تورپوستو دا رښته ( حق ) نه درلود، چې دهېواد په اداره اوسياسي فعاليتونو کې ونډه واخلي . بده يې لا داوه ،چې سپين توکمو لږه کيو به له تور پوستو ډېره کيو هر څه په زوره اخېستل او له يوه ايالته به يې بل ايالت ته په زوره لېږدول، دسپين توکمو دغه ډول کړنې قبيلوي ولس ته د دوی پر مقدساتو ، ارزښتونو له ملنډو وهل پرته بل څه نه او هغوی ته دا ډېره سخته تماميده ،او د پلرونو او نيکونو له ځمکې شړنه ورته د زغم وړ نه وه . منډيلا په پوهنتون کې د زده کړې پر مهال داحس کړه ، چې ولس يې له کړاوه په رنځ اخته دی هماغه و ،چې په 1944ز کې د توکميز توپير له مخالف ګوند ( د افريقا ملي ټولنه ) سره يو ځای شو اوپه همدغه کال کې يې د ګوندپه چوکاټ کې د ( الشبيبه ټولنه ) جوړه کړه . منډيلا په خپله له دغې څانګې څارنه کوله او د خوځښت لپاره يې تابیا نيوله . ګوند په 1949ز کې دا ومنله ،چې دا د افريقا دملي ټولنې څانګه ده . ګوند په 1957زکې د چلينج کمپاين پيل کړ ، منډيلا ددغه کمپاين سرخيل و، په ټول هېواد کې په دې موخه وګرځيد ،چې خلک د توکمېز توپير پر ضد راپورته کړي ، لاريونونه يې وکړل او خپل لارويان يې مقاومت ته راوبلل . حکومت له پريکړې پرته ورته د بند سزا وټاکله پردې سربېره دا پريکړه هم وشوه ،چې منډيلا د شپږومياشتو لپاره د جوهانسبورګ له ښار څخه نه شي وتی . منډيلاددغو شپږو مياشتو په اوږدوکې دا پلان جوړ کړ، چې د ګوند څانګې څرنګه د پټ مقاومت پر شبکو واړوي . منډيلا په 1952 ز کې له خپل ملګري اوليفر تامبوسره په ګډه په سويلي افريقا کې دوکالت لومړنی دفتر پرانېست ، په همدغه کال کې منډيلا په ترانسفال سيمه کې د ګوند مشر او په ګرده سويلي افريقا کې دګوند مرستيال وټاکل شو . دوکالت دتجربې له کبله يې دريځ نور هم پياوړې او سرکښه شو ، ځکه دا ورته د هرې ورځې په تېريدو جوتيده ،چې د ده له ولس سره څومره تېری او زياتی کېږي . دوکيلانو ټولنه د ده پر ضد محکمې ته عارض شوه، چې ولې يې ده ته دوکالت اجازه ليک ورکړې دی ، محکمې دوکيلانو د ټولنې عرض ناقانونه وباله ، خو منډيلا له همدغه شيبې نور د ارام ساعت نه درلود . ديوشمېر رسمي او پوليسي فشارونو په ترڅ کې منډيلا اړ شو، چې د ګوند له ټولو څوکيو خپله استعفا اعلان کړي دمنډيلا له اړخه دغسې يوې هڅې حکومت قانع نه کړای شو هماغه و، چې د شملې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې نوم د غدارانو لړ ليک ته ورزيات شو . په 1948ز کې ملي ګوند په عامو ټولټاکنو کې ګټونکې شو ، دغه ګوند په سويلي افريقا کې سپين توکمه لږه کيو له لورې رهبري کيده، ګوند داسې توکمېز پلانونه او تګلارې درلودې ،لکه د توکم له مخې پر سيمو دخلکو ويش ، په دولتي ارګانو کې د توکمېزو قوانينو تصويبول . دغه مهال نو منډيلا دمقاومت او اپوزيسيون مشر ټاکل شوی و ، ده په لومړي سر کې دتوکمېز توپير پر ضد دسياسې مبارزې پلوي کوله ، خو په 1960 ز کې ، چې کله حکومت پر تش لاسو مظاهرکوونکو ډزې وکړې، دتوکمېز ضد ډلو ناقانونه اعلانولو سره سم منډيلا او د افريقا ملي ټولنې پريکړه وکړه ، چې نور پر وسله والې مبارزې لاس پورې کړي .  نيول او زنداني کيدل په 1961 ز کې منډيلا دافريقا دملې ټولنې د نظامي څانګې مشر وټاکل شو، منډيلا د 1962ز په اګسټ کې ونيول شو او دناقانونه سفر له کبله پر 5 کاله بند محکوم شو. په 1964ز کې دوسله والې مبارزې د پلان جوړوونکي په تور ددوهم ځل لپاره ونيول شو او دعمري بند سزا یې ورته وټاکله. منډيلا پوره 27 کاله په زندان کې تېر کړل ، له زندان څخه د منډيلا راخوشې کول د توکميز توپير دتګلارې د نه منلو سمبول وګرځيد. په 1980 ز کې د جون پر 10 مه نېټه هغه ليک خپور شو ، چې منډيلا د افريقا ملې ټولنې مشرانو ته ليکلی و؛ په ليک کې راغلي وو : « يو موټی شئ ، ځانونه چمتو کړﺉ ، وجنګېږﺉ ،موږ به د ولسي خوځښت د سندان او وسله والې مبارزې دڅټک تر منځ توکمېز توپير له منځه وړو» . په 1985ز کې منډيلا ته وړانديز وشو ، چې د وسلې والې مبارزې د بندونې له اعلان سره به له زندانه خوشې شي ، خو ده ونه منله او د 1990ز دفبرورۍ تر 11مې نېټې پورې په زندان کې پاتې شو ، هماغه و، چې د افريقا دملي ټولنې مبارزې او هڅو رنګ راوړ او د نړيوالې ټولنې د فشار په ترڅ کې د ولسمشر فريدريک ويليام دې کليرک په امر له زندانه خوشې شو، دده له خوشې کيدو سره سم د افريقا ملي ټولنې څخه لګيدلي بنديزونه پورته شول .
منډيلا له ولسمشر فريدرک سره يو ځای په 1993ز کې د سولې د نوبل جايزه واخېستله . دافريقا دملي ټولنې مشري او د سويلي افريقا ولسمشري منډيلا له ( 1991 جون تر 1997 ډيسمبر ) دافريقا دملي ټولنې مشر او د(1994می څخه تر 1999ز ) پورې د سويلي افريقا لومړنی تور پوسته ولسمشر و، د ده د واک پر مهال سويلي افريقا ډېر بدلون وموند، واک له لږه کيو ډېره کيو ته ولېږدول شو، خو له دومره ستر پرمختګ سره بياهم د ځينو له نيوکو بچ نه شو، ځکه د ايډز دناروغۍ په اړه يې پريکنده ګامونه پورته نه کړل، د نړۍ له يو شمېرمشرانو لکه معمر القذافي او فيډل کاسترو سره يې کلکې اړيکې هم د نيوکو يوه برخه وه .  تقاعد منډيلا په 1999ز کې تقاعد شو ، خو په ګرده نړۍ کې د بشر له حقونوسره د تړلو ډلو، ټولنو سره يې خپله ناسته ولاړه پرينښودله. د نړۍ يو شمېر سترو مشرانو، ولسمشرانو ورته د درناوي او احترام په دود مډالونه ډالۍ کړل . منډيلا په لويديځ کې يو شمېر جنجالي دريځونه راخپل کړل لکه د فلسطين موضوع ، د بوش ( زوی ) له بهرنۍ تګلار سره مخالفت او نور ... منډيلا ،چې په 2004 ز کې د 85 کلو شو او پريکړه يې وکړه ، چې نور پر کور کيني او عام ژوند پيل کړي ، ځکه روغتيا يې نوره د ګرځيدو راګرځېدو اجازه نه ورکوله دا یې غوره وبلله ، چې خپل پاتې عمر له خپلې کورنۍ سره تېر کړي . په 2005 ز کې د ملګرو ملتونو د ښو نېتونو استازی وټاکل شو . د روهي څه په مننه
:: تړاو:
نړۍ

دوه سترګي مي، لېمې مي دي پښتو ده که فارسي ده فارسي نه زه ځارېږم او پښتو نه قربانېږم پلرونه مي راغلي څوک له چين څوک له ماچين نه
خو زه شومه افغانه دې رغو نه قربانېږم غليم راته ويلي: (حرامي ئي نه دی غواړم (
خو زه يمه (پاړسنه ) چي پښتو نه قربانېږم غليمه راته مه وايه (ماجر ئي نه دي غواړم)
په خټهّ يمه (تُرکه) خو پښتو نه قربانېږم (فارسي)مي دي دوې سترګي،پښتو،مي تن او سا ده
دې سترګو نه ځارېږم له دې تن نه قربانېږم پښتو ده که فارسي ده دا خو ژبه ستاو زما ده
ترکمن که هزاره دي هم هغو نه قربانېږم (خوشحال
بابا)مي سترګي (حافظ) مي تن او سادي
پګړۍ نه ئې ځارېږم تر (قبا ) ئې قربانېږم
(کړور) که دي شمله ده (
فردوسی ) زما باور دی
(له پټي خزانې )او ( شاهنامې)
نه قربانېږم
باور زموږ د دواړو يو افغان او يو ايمان دی
باور نه مي ځارېږه ستا ايمان نه قربانېږم انسانه يم په زړه کي د انسان مينه زه پالم
او تل يمه افغانه دې رغو نه قربانېږم په خاوره چې مين وي د هغه باتور ياري کړم
چي نه وي تعصب پکي هغو نه قربانېږم . بهارت
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
حماسه

ښاغلی
مطیع الله تراب زه
پښتو یم او ته پښتو نه ېې.
زه یو
وخت د ارگ ژبه وم او اوس د مرگ ژبه یم.
ته د
درو نه ارگ ته ورسیدې او زه د ارگ نه غرو ته وختم.
نن د
ارگ نه د ژوند خبر ستا په ژبه خپریږي او د مرگونو غندنې ته زه پاتې یم .
دلته د مقتول ژبه هم پښتو ده د قاتل په ژبه هم
پښتو او د ارگ نه غمرازي هم په پښتو.
... بلخوا د سرکار سر بې پښتو .
د نطاق خبر بې پښتو او د کار پوه نظر بې پښتو.
زه داسې هیوادوالو ته پاتې شوې پښتو یم چې د دې هیواد مل هم اوس هغه شان
زلمی نه دې پاتې.
رسول ېې زلمی دی خو پښتو نه وايي.
په دې خړ پړ وطن کې یوازې یو مشاور رنگین دی باقي ټول وطن غمگین.
ما ویل چې د موسی زو جانان به مې راشي خو هغه هم د لودینو د جاوید سره ورک
شو.

عجبه دا ده چې هغه ارگ چې ملا رباني پکې پښتو ویلې نن هغې کې د استاذ رباني
ژبه واکمنه ده.
ډاکټرمې دار ته وختو او انجنیر مې کوهسار ته.
وايي چې زه پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه یم خو چې حقیقت ته گورم زه یاخو
د زندان ژبه یم یا د طالب جان ژبه یا په قبرستان کې یادیږم او یا په وزیرستان کې .
زما ژبه د روغتون د بیمار ژبه ده او د پوهنتون نه د انکار ژبه ده.
په زابل کې د مزدور ژبه ده او په کابل کې د مجبور ژبه ده.
دا ژبه نه وزیر وایي نه ېې مشیر وايي .
مبارکي په بله ژبه ده او غمرازي په پښتو کې .
ځکه چې خارجي بورس د بل دی او د خزلو بورۍ د پښتون ده.
 زه داسې وخت ته پاتې یم چې په ارگ کې مې خرم دومره کریم دی چې زما وخت ېې
انعام کې بل ته ورکړی دی.
عمر او فاروق مې دومره عدالت کوي چې زما د ټوټه ېې هم لیلام کړې ده.
رحېم مې دفاع نه شي کولی او انور مې حق نه شي ویلی.
یو بچی مې غني دی او بل مې معصوم.
یو زر نه لري او بل زور .
ټول د مخدوم په خدمت کې او تورن په قومانده کې دي .
یو د مارشل نه امر اخلي او بل د محمدی نه فرمان .
د کشرانو جرگه مې هم د لاسه تللې او د مشرانو په خبره خو څوک پیاز هم نه
خوري.
حمیده کوچۍ د جنرالې ذکي نه وهل خوري او مومند او کټوازی ورته چغې وهي
جنرال صاحب چي مې کني .
چي مې کني .
زه په دې ټول وطن کې پښتو هله اورم چې څوک د نورو جنگونو اعلانونه کوي.
هله ېې اورم چې کله څوک د جنازو لمونځونه کوي.
هغه وخت پښتو راښکاره شي چې کله ځان مرگه د جنت ارمان وکړي.
هله پښتو واورم چې کله ماین ښخوونکی د مرگ سامان وکړي.
د چاودنې ټپي مې چیغې او مظاهرې باغي مې نعرې په پښتو کې وهي.
د جهاد فتوا په پښتو کې ده او د شهید فاتحه په پښتو کې ده.
د نوروز تبریکي په بله ژبه او د عاشورا غمرازي په پښتو کې.
نه مې د خپلواکی په میله کې څوک اوري او نه مې د اولمپیک په مقابله کې څوک
غږوي .
په ویلو خو ملي سرود په پښتو دی خو غږول نه غږول ېې د بل چا په لاس کې دي.
ځکه خو ورک دی او سپک دی.
زه هغه پښتو یم چې نه د اسمايي د غر نه خپریږم او نه د لمر په طلوع کې
ځلیږم.
شمشاد ته ختلې یم خو د پامیر نه راغورځیدلې یم.
پوهنتون مې دانشگاه ده او بازار مې فروشگاه.
نه د بازار په دیوالونو کې یم نه د دربار په مجلسونو کې یم .
په کانکور کې ناکامه یم او په هر پیغور کې بدنامه یم.
حمزه بابا به ویل چې زه به جنت ته د پښتو سره ځم .
خو نن بابا خپله په جنت کې گرځی او زه ېې په ژوندوني په دوزخ کې پریښې یم
او هره ورځ مې یو نوی اور زاړه پیغور کې او ناکرده جرم په تور کې سوزیږم .
اور دی عالمه چاپیره اور دی


:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
:: تړاو:
پښتو
د ۱۹۶۳م
کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کي ووژل شو. د عکسونو
دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځیني شېبې انځوروي او په دې کي د ده مور او پلار،
ماشومانو، د ۱۹۶۰
کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کي د ده ترور او
جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ
جوزف کنېډي د جان اف. کنېډي پلار، مور یې روز، خویندې یې کاټلین، پاتریشا
او جین. ورونه یې اډوارډ او رابرټ ۱۹۳۸ میلادي کال د لندن ښار.

جان اف. کنېډي له خپلې کورنۍ سره په سوت همټڼ کې د فرانسې نورمانډي بېړۍ ترڅنګ. انګلستان – د جولای دویمه ۱۹۳۸

جان اف. کنېډي د امریکايي سمندري ځواکونو د PT-109 بېړۍ د سمندري ګزمې پر مهال په ارام سمندر کې د ګواډل کانال ته څېرمه – د ۱۹۴۳ میلادی کال د جولای میاشت.

د ډیموکرات ګوند کاندید جان اف. کنېډي دامریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتي کمپاین پرمهال – د می ۱۴ مه ۱۹۶۰ نیویارک. 
د ډیموکراټ ګوند کاندید جان اف. کنېډي او ریچاډ نیکسن د جمهوري غوښتونکو
ګوند کاندید د لومړي انتخاباتي بحث پرمهال چې په ملي سطح له ټلویزوین څخه
خپور شو – د شیکاګو ټلویزیون سټډویو – د سپټمر ۲۶ مه ۱۹۶۰م کال. 
جان اف. کنېډي د قاضي القضات "ارال وارن" پر وړاندې د امریکا د پنځه درېشم جمهور رییس په توګه لوړه وکړه. ۲۰ جنوري ۱۹۶۱ واشنګټن. 
جمهور رییس جان
اف. کنېډي د یوې بیانې په ترڅ کې د امریکا د کانګرس له غوړو وغوښتل؛ چې له
۱۹۷۰میلادي کال مخکې لومړي فضانورد ته بودجه ځانګړې کړي – ۲۶ می
۱۹۶۱میلادي. 
جمهور رییس جان اف. کنېډي له خپلې لور کارولین او زوی جان جونیر سره د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونې کې. ۱۰ اکتوبر ۱۹۶۲میلادي. 
جمهور رییس جان اف. کنېډي په کیوباکې د راکټي بحران پر مهال، کیوبا ته د وسلو د لېږل د درولو اعلامیه لاسلیک کوي. ۲۳ اکتوبر ۱۹۶۲. 
جان اف. کنېډي د المان په شوینبرګ ښار (Schoeneberg ) په مرکزي هال کې د وینا پرمهال، دلته ده خپله مشهوره بیانیه "زه یو برلینی یم" ورکړه. ۲۶ جون ۱۹۶۳. 
جمهور رییس جان اف. کنېډي او مېرمن یې ژاکلین کنېډي په ډالاس ښار کې پر ده
له برید څخه څو شیبې مخکې. جان اف. کنېډي د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه د
ډالاس کې ترور شو. 
د جان اف. کنېډي د جنازې مراسم د سن ماتیو کاټدرال په کلیسا کې ترسره شول.
ویر کوونکو په سپینې ماڼۍ کې هم د احترام مراسم ترسره کړل. د نوامبر ۲۵مه
۱۹۶۳. 
د جان اف. کنېډي مېرمن ژاکلین کنېډي د له خپلو دوو ماشومانو کارولین او
جان جونیر، د کنېډي ورونو اډوارډ او رابرټ سره د جان اف. کنېډي د جنازې په
مراسموکې. ۲۶ نوامبر ۱۹۶۳. 
د ازادۍ راډيو څه په مننه
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
جالب
.jpg)
ډېر ښه پوهېږمه چي څه لټــــــــوې د اغزي څوکــي لــره زړه لټـــــــــوې غمه! زه هم له تا اوس نه تښتم ډېر او ته هم ما هغسي نه لټـــــــــــوې چي يې دغومره په اسانه لوټ کړې زما په شان اوس بل ويده لټـــــــوي نه ما خپل ځان پخپله وموند چـــرته بې نيازه ياره! نه مي ته لټــــــــوې دروېشه! غم د غورځولــــــو نه دئ په دې ترخو کي به خواږه لټـــــوې دروېش درانى
کردګلو شعرې مجموعې څه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزازار دروېش
د نړۍ تر
ټولو لوړ انسان واده وكړ.
 سلطان كوسېن چي دوه متره او ۵۱ سانتي متره ونه لري او د نړۍ د تر ټولو لوړ انسان عنوان يې خپل كړى
دى د سوريې د هېواد نه د مروه ديبو سره خپل ژوند شريك كړ. سلطان چي د هېواد په سوېل ختيځ كي د ماردين د ولايت په يو كلي كي
اوسيږي دده په وينا د `` د خپل ژوند د ميني`` سره يې واده وكړ. د سلطان د لاسونو
اوږدوالى ۲۷ سانتي متره او د پښو اوږدوالى يې ۳۶،۵ سانتي متره دى چي پدې برخه كي هم د نړۍ د ترټولو اوږدو لاسونو او
پښو لرونكي انسان په توګه د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كي ثبت دى. د سلطان كوسېن واده د ماردين د ولايت والي هم ورغلى وو چي د كورنيو
چارو د وزير معمر ګولر په استازيتوب د مباركۍ پيغام وړاندي کړ. نوموړي وويل چي په
پلازمېنه انقره كي د ګولر د كاري مصروفيتونو نه امله يې ونشو كولاى چي په واده كي
ګډون وكړي. ويل كيږي چي د سلطان كوسېن د واده دريشي د شپږ متره رخت نه د دريو
ورځو هلو ځلو په پايله كي ګنډل سوې ده. سلطان كوسېن چي په ۱۹۸۲ كال كي د مارين
په ولايت كي زېږېدلى دى په ۲۰۰۸ كال كي يې د نړۍ د تر ټولو
لوړ انسان لقب ترلاسه كړى وو چي اوس هم ورسره دى. مروه ديبو بيا د خپل مېړنه شاوخوا ۸۵ سانتي متره ټيټه ده خو د نوموړې په وينا د وني په برخه كي د سلطان
سره هېڅ ډول ستونزې نه لري او ډېره خوشاله ده چي د خپلې ميني سره يې واده كړى دى.



:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
جالب

هغه جلۍ
لکه غزل دشاعر
لکه جادو دساحر
لکه دسترګو ساغر
لکه نغمه درباب
لکه غوټۍ دګلاب
لکه دميني کتاب
لکه هوا دسهار
لکه دميني خمار
لکه اواز دابشار
لکه شپيلۍ دشپونکي
لکه درزا دزړګي
لکه اوبه دمنګي
لکه نغمه دبلبل
لکه مطلع دغزل
لکه شمله داتل
لکه ښايست دسپوږمۍ
لکه اواز دشپيلۍ
لکه دژمي ږلۍ
لکه دوصل باران
يالکه خيال دجانان
خو له ما دومره ليرې
لکه سپوږمۍ داسمان
عبدالرحيم رسوا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
د کله چي کيټ ميډلټون او شهزاده ويليام زوى پيدا سوى په لومړى
ځل د شاهي مانۍ کوچنۍ کليسا ته ولاړل تر څو خپل زوى ته د تعميد د غسل ورکړي.
د تعمید غسل: دا د ګناهونو د بخښلو او بیا رغولو لپاره یوه
دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چي په روانو اوبو کي ترسره سي لکه په سیندونو،
ویالو او یا هم په چینو کي. تعمید غسل ورکونکی چا چي پخپله مخکي
یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چي د تعمید غسل ترسره کوي باید چي په پوره ډول
ټول وجود یې په اوبو کي دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي. دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کي هم سته چي بیا
جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عيسويت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له ګناهونو څخه د پاکوالي
موجب ګرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړیني پر وخت له عيسىعلیه السلام سره کیږي.
د تعميد غسل پر وخت کېټ کريمي رنګه لباس اغوستى او د خويندي هم
ورسره ملګري وې.









:: تړاو:
جالب
په څه ده مروره، چيرته تللې ده پښتو
دا ولي په دې ښار کي داسي غلې ده پښتو
هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نا اشنا ډول منلې ده پښتو
له بل سره خو خير، ډېري بانې ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندي کږلې ده پښتو
نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چي په کې بند په بند تړلې ده پښتو
اندېش شمس القمر
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
|