|
|
کوچنيانو بېره (وېره) له دې لاري څخه هم کمولاى سو څلور کلن عرفان خان مي کشر زوى دئ. يخي هوا ناجوړه کړى دئ. پرون سهار ئې مور په رګ کي پيچکاري ور لګوله. پخوا به ئې د پيچکارې لګولو په وخت کي سخت فرياد کاوه، بد حال به ئې جوړ کړى ډېر به ئې ژړل؛ خو نن چي ئې پيچکاري ور لګول، عرفان ارام ناست و، يوازي ئې چابک چابک (بسم الله الرحمن الرحيم -لااله الاالله محمد رسول الله) تکرارول. په ډيري ارامۍ سره بېله جنجاله او ژړا ستنه ولګېده. پوه سوم چي مور ئې و عرفان ته دا تلقين ورکړى و، چي درد د کمولو يا ورکولو يوازينۍ لار د بسم الله او کلمې ويل دي. که مو فکر کړى وي کوچنيان په ځينو وختونو کي ډېر بېرېږي؛ لکه د شپې له توري تيارې څخه، د خوب په وخت کي، د يوازيتوب په وخت کي ، د ډاکتر ، عسکر او يا ځيني اهلي حيواناتو په ليدلو سره. څنګه کولاى سو چي ددوى وهم او وېره ليري کړو؟ ښه لار ئې داده چي دوى ته دا تلقين او باور ورکړو، چي اسلامي دعاوي او اذکار ستاسو په مخکي پراته خنډونه او مشکلات ليري کولاى سي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
|
|
|