هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي

څو کاله مخکي چي د شمالي کوريا رهبر کیم جونګ ايل مړ سو، حکومت د غمرازۍ په موخه د يوې اونۍ له پاره داسي ماتم اعلان کړ، چي د ماتم په ورځو کي به هر يو حتمن ژړا او فرياد کوي.

حکومت ملي امنيت ته امر وکړ، چي هغه خلک تعقیب او ونيسئ، چي د رهبر پر مړينه ژړا او فرياد نه کوي؛ هر هغه څوک چي نه ژاړي د امريکا د ګوډاګي، داخلي دښمن، د نظام مخالف او شر اچونکي په جرم ئې بندي او نظامي محکمې ته ئې وسپارئ.

د ماتم په اولو دريو ورځو کي تر شپاړس زره ډېر خلک په دې جرم ونيول سول، چي يا ئې نه و ژړلي او يا ئې لږ ژړلي ول.

ټول خلک له دې بېري چي ونه نيول سي، هره ورځ په کوڅو، ښارو او لويو ميدانو کي په زوره زوره ژړل او تمثيلي فرياد ئې کاوه.

له بهرنيومنابعو #د_قانع_ژباړه


تړاو: د تاریخ خبري
[ ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ ] [ 8:42 PM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي