مهمي ويبپاڼي

1. ieeexplore.ieee.org
2. acm.org
3. link.springer.com
4. wiley.com
5. sciencedirect.com
6. acs.org
7. aiaa.org
8. aip.org
9. ajpe.org
10. aps.org
11. ascelibrary.org
12. asm.org
13. asme.org
14. bioone.org
15. birpublications.org
16. bmj.com
18. emeraldinsight.com
19. geoscienceworld.org
20. icevirtuallibrary.com
21. informahealthcare.com
22. informs.org
23. ingentaconnect.com
24. iop.org
25. jamanetwork.com
26. joponline.org
27. jstor.org
28. mitpressjournals.org
29. nature.com
30. nrcresearchpress.com
31. oxfordjournals.org
32. royalsocietypublishing.org
33. rsc.org
34. rubberchemtechnol.org
35. sagepub.com
36. scientific.net
37. spiedigitallibrary.org
38. springermaterials.com
39. tandfonline.com
40. theiet.org

کتابتونونه 


🔺www.ketabnak.com
🔺www.urbanity.ir
🔺www.98ia.com
🔺www.takbook.com
🔺www.irpdf.com
🔺www.parsbook.org
🔺www.irebooks.com
🔺www.farsibooks.ir
🔺www.ketabesabz.com
🔺www.readbook.ir

💠 علمي او څېړنيزي ويباڼي
🔺www.digitallibraryplus.com
🔺www.daneshyar.net

💠 معلوماتي
🔺www.umi.com/pqdauto
🔺www.search.ebscohost.com
🔺www.sciencedirect.com
🔺www.emeraldinsight.com
🔺www.online.sagepub.com
🔺www.springerlink.com
🔺www.scopus.com
🔺http://apps.isiknowledge.com
🔺www.anjoman.urbanity.ir

💠 مونوګرافونه او تيزسونه
🔺www.irandoc.ac.ir
🔺www.urbanity.ir
🔺www.umi.com/pgdauto
🔺www.mhrn.net
🔺www.theses.org

💠پارسي مقالې
🔺www.urbanity.ir
🔺www.shahrsaz.ir
🔺www.magiran.com
🔺www.civilica.com
🔺www.sid.ir

💠 د امريکا، ايران او... ملي کتابتونونه
🔺www.nlai.ir
🔺www.loc.gov
🔺www.bl.uk

💠ارواپوهنه
🔺http://eric.ed.gov

💠عمومي معلومات
🔺www.worldatlas.com

💠مقالې
🔺www.infolibrarian.com

💠له ١٩٨٨٨څخه مقالې
🔺www.findarticles.com

💠برېښنايي کتابونونه
🔺www.digital.library.upenn.edu/books

وړيا معلومات

🔺www.srco.ir
💠ويکپيډيا
🔺www.wikipedia.org

💠د ٢٤مملکتونو ٣٤٥ پايليکونه
🔺http://www.dart-europe.eu/basic-search.php

💠د کاليفرنيا مقالې:
🔺http://escholarship.org/

💠د مقالو بانک
TENNESSEE:
🔺http://www.lib.utk.edu:90/cgi-perl/dbBro...i?help=148

💠  1,550,632 پوهنتوني مقالې
🔺http://www.oalib.com/

💠مونوګراف او تيزيس
الکترونيکي دانشگاه ناتينگهام:
🔺http://etheses.nottingham.ac.uk/

💠ژورنالونه  In Tech:
🔺http://www.intechopen.com/

💠علمس مقالې  McGill :
🔺http://digitool.library.mcgill.ca/R

💠 1753 ژورنال- استنفورد:
🔺http://highwire.stanford.edu/

💠 متون علمي
Proceeding of the National Academy of Sciences آمريکا:
🔺http://www.pnas.org


ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۲/۰۱
نفاق له یولس(۱۱) څخه دوه یو (۱-۱) جوړوي
اتفاق له دوه یو(۱-۱) څخه یولس(۱۱) جوړوي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
نـــن جنګیالیو، وکــــــــړ سوګنده

نور ډزبندي ده، نـــور دئ اوربنده

دښمن مکار دئ، مـــوږ سره وژني
زیاتي ځان ساتو، لــــــه دې کمنده

له جنګه ستړي، د ســــــــولي تږي
داعیان را درومي، له مست هلمنده

سره یې لاسونه، کـــړل په نکریځو
جانان بې وکړي، خـــوب پر مړونده

ټول په یوه خوله دي، وای سوله غواړو!
له بدخشانه، تـــــــــــــــــــــــر ژړ میونده

د ډاله ږغ دئ، ځوانانـــــــــــــــو پاڅئ
شیر بریتي خلاص سول له بند و زنده

نغمې به سازي د ورورلۍ کــــــــړو
الهام به واخلو له شــــــــنه ارغنده

چي سوله راسي، قانع بــه ګورې
تاته به درکړي، ډالۍ خـــــوشرنګه

 کندهار
۲۰مه د جوزا ۱۳۹۷ ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
د ۱۳۰۷ل کال د سرطان پر ۵مه نېټه کله چي حضرت امان الله شاه غازي د اسیا او اروپا د ۱۲ هیوادونو له سفره خپل هیواد ته راستون سو، نو اول کندهار ته راغلئ او د خرقې شریفی زیارت ئې وکړ؛ د زیارت پر مهال غازي وویل: "که پر ټوله دنیا وګرځم، تر دې بله لویه نېکمرغي نه سم موندلای، چي الحمدالله مسلمان یم او د خیرالبشر پیرو یم... ."
۹۰کاله وروسته اولسمشر اشرف غني د امان الله شاه غازي په څېر د چین له سفره مخامخ کندهار ته راغلئ او د خرقې مطهرې زیارت ته ولاړ.
هغه وخت امان الله شاه غازي له نویو پلانو سره راغلی وو، خو د دښمن په فتوا کافر سو او له هیواده تبعید سو؛ خدای دي هغه بد تاریخ بیا نه تکراروي، هسی خو هم موږ همیشه د نورو د فتواو ښکار سوي یو.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
بوډا سړي د خلکو په منځ کي په لوړ ږغ ناري کړه؛ 

څوک سته چي زما پوښتني ته جواب راکړي؟
خلکو وویل، هو ووایه، د څه شي پوښتنه لرې؟
بوډا پوښتنه وکړه؛ که زه یو سېر وریجی وکرم، څو سېره لوبیا ځیني اخیستلای سم؟
خلکو ورته وویل: چی وریجي وکرې، وریجي درکوي، نه لوبیا!
بوډا بیا پوښتنه وکړه، که یو سیر غنم وکرم، څو سېره وربشي په لاس راځي؟
خلکو پر وخندل، ویل بوډا لیونی سوی یې؟
بوډا یې په جواب کي وویل: کله چي ګناه کوئ، څنګه له الله څخه د جنت هیله لرئ؟
ایا جنت د ښو عملونو په بدل کي درکول کېږي، که د ګناهونو په بدل کي؛ ووایاست چی زه لېونی یم، که تاسو؟

#هدفــ: دنیا ستاسو د کړنو هینداره ده، چي څه کرئ، هغه به رېبئ؛ که په هینداره کی وګورئ، هینداره تاسو ته ستاسو څېره ښکاره کوي، نه د بل چا.
د خدای او د خدای له مخلوق سره ښه وکړئ، چي الله او د الله مخلوق ښه درسره وکړي.
د ښو بدله ښه ده، د بدو بدله بده!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

پروت یم سر مي ایښی د خپل یار پر زنګانه

خوب وینم، هر خوا څه، ډله ډله خلک راغلل
وسله یې پر اوږو وه، له سنګره خلک راغلل
د ښار له منځه راغله، له لوی غره خلک راغلل
یو بل سره په غېږ سوه،خولې یې ډکي له خندا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، ګرځېږي سپین لباس سپین بیرغونه
ښار ته په خیال راغلل، اوږدې څوڼي چنګ بریتونه
سرتېرو ور ډالۍ کړله د میني سلامونه
تورو سور زرغون بیرغ دئ، په هوا کي په رپا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، اولس له خوشحالیه په ژړا دئ
هدف د ټولو یو دئ، دښمن یې نن تبا دئ
اوربند دئ، ورورولي ده، روښانه مو سبا دئ
تقدیر مو بدل مو سوی، یا قبوله مو دعا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، لاس پورته کړئ دعا کوم خالق ته 
د ژوند حقوق مو راکړې، همېش مو سې رفیق ته
قانع مو په وطن کړې، په ژوند مو سې رازق ته
د سولي زمزمې دي، لوی او کم دي په نڅا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

د کوچني اختر دوهمه، د جوزا ۲۶مه ۱۳۹۳

 



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
دواړه په یوه خاوره کي پیدا سوي؛ خو
یو ئې د ځان عزت بولي، بل ئې ذلت.
یو ئې دوست دئ، بل ئې دښمن.
یو ئې مور ګڼي، بل ئې بېګانه.
یو ئې له پردیو ساتي، بل ئې و پردیو ته ورسپاري.
یو ئې تر نامه ځان جاروي، بل ئې نوم ختموي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
پیغمبرﷺ فرمایلي دي: الله تعالی[و هغو مامورینو ته خطاب کوي، چي د انسان اعمال لیکي] فرمایي:«هر وخت چي زما بنده د یو ناوړه کړني تصمیم ونیسي، هغه تصمیم دده په اعمالو کي مه لیکئ، تر څو چي ئې هغه عمل تر سره کړی نه وي، که ئې ناوړه عمل اجرا کړ، همغه ولیکئ؛ خو که ئې بده کړنه زما په خاطر پرېښول، هغه په نیکي کي ورته ولیکئ.

که زما بنده د ښه کار اراده وکړه، او وئې نه کړه، هغه اراده ئې په ښو اعمالو کي ولیکئ، او که ئې هغه ښه کار وکړ، د هغه عمل د لسو نیکیو پر ځای اووه سوه برابره ډیري نیکۍ ورته ولیکئ.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۳
د کندهاري تکړه ديني عالم او مشهور اولسي شاعر مولوى ګلابي اغا وفات سو!

د کندهار مشهوره ديني عالم او شاعر سيد عبدالرحمن شاه آغا چي په ګلابي آغا سره شهرت لري، د سيد نورمحمد شاه اغا زوی او د سيد محمدجان آغا لمسی دئ، په ۱۳۰۲ل کال د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په ميانجۍ کلي کي زېږېدلی دئ، په خټه سيد دئ.
ګلابي اغا ديني زده کړي په خپله کورنۍ کي له خپل پلار او اکاګانو څخه کړي، وروسته ديني مدارسو ته تللى او د پاکستان په حقانيه مدرسه کي ئې هم زده کړي دي.
د تصوف په برخه کي د بغداد د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله په قادريه طريقه کي شامل وو.
د طالبانو د اسلامي امارت په وختونو کي د عدلیې او بهرنيو چارو په وزارتونو کي ئې د مشاور په توګه دنده اجراء کړې ده.
مولوى ګلابي اغا ټول ژوند طالب علمانو ته په تدريس کي تېر کړى دئ.
و پاکستان، هند، ايران، ترکيه. عربي امارات، شام، عراق، اردن اوسعودي عربستان ته ئې سفرونه کړي دي.
مولوى ګلابي اغا څو واره زندان ته اچول سوى؛ د ظاهرشاه په واکمنۍ کي څو مياشتي له وهابيانو سره د مبارزې له امله بندي وو، چي وروسته د داودخان په نظام کي ازاد سو؛ اتلس مياشتي د ډاکټر نجيب په حکومت کي بندي سوی، څو مياشتي د نورمحمد تره او ببرک کارمل په دورو کي هم بندي سوى دئ.
مولو ګلابي اغا پنځه ودونه کړي، يوه مېرمن ئې وفات سوې ده، يولس زامن لري.
له شعر او ادب سره ئې د عمر په ١٢کلنۍ کي مينه پيدا سوې ده، همدې ميني شاعر کړى دئ؛ د کندهار د اولسي شاعرانو په ډله کي ځان ته ځانګړى ځاى لري، په شعر کي يې اخلاقي،عشقي، تصوفي او نور ټولنيز موضوعات راغلي دي، مقامي شاعري ئې کړې ده.
مولوى ګلابي اغا د ژوند په وروستيو کي پر کور ناست وو، د د عمر د ضعفذله امله ئې طالبانو ته ډېر کم تدريس کاوه.
د کندهار د سيمي دا لوی ديني عالم او مشهور اولسي شاعر بلاخره د عمر په ٩٥کلنۍ کي د ١٣٩٧ل کال د اسد پر ۱۴مه د یکشنبې په ورځ د شپې پر ۹ بجو وفات سو، روح دې ښاد او جنت دې ځای وي.
ارواښاد مولوى ګلابي اغا ما (قانع) يو ځل ليدلى، خورا حليم، صميمي او له فيضه ډک مجلس ئې کاوه.
دا هم د ارواښاد مولوى ګلابي اغا د شعر نمونه چي مرحوم عبيدالله جان کندهاري د موسيقۍ په پردو کي ويلې ده.

پړمخي دي زلفي پر سپين مخ سولې پرتې
ګوره بـوسه اخلې شغله داره ښايستې
مه خانده و زلفو ته عشاق دي لېونيان کړه
بلبل و بورا جګړه کوي ای ګل دستې
څه له بــې نوبته ستا ديدن ته عاشقان ځي
وشړه له مخه تـوري زلفي برجستې
کج کتل پېغور دی که ترجيح وي بې دليل
نه ښايي زلفانو ته جوړ حصر کـــــــړې شتې
سر منکوب په فکر کــــي د وصل يم همېش
کله به خـالي سي هغه ځای په خط ختې
رنګ روغن دواړه بيرته نه راځي زما خواته
نه کړم پښېمـاني سوم (ګلابي) پردې فتې

 

ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
لقمان حکیم وایي، یوه ورځ د غنمو په کښت کي ولاړ وم، د غنمو ځینو وږو په غرور سره سرونه جګ نیولي وو، ځینو وږو بیا سرونه له عجز څخه کښته ځوړند کړي وو؛ دې حالت زما توجه ور جلب کړه، کله چي مي وږي په لاس کي لمس کړل، جالبه راته ښکاره سوه؛ هغه وږي چی سرونه یې جګ نیولی وو، له غنمو څخه خالي ول، هغه وږي چي سرونه یې کښته کړي وو، له غنمو څخه ډک ول؛ له ځانه سره می وویل: 
د ژوند په کښت کي هم هغه سرونه چي جګ وي په حقیقت کي خالي دي.
#هدفــ: مغروره کسان همیشه پچ مغزه وي، یوازي پر خپل عقل حساب کوي، پوهان همېشه حلیم او دروند خصلته وي. ښاخ چي له مېوې ډک سي، سر کښته کوي، خو خالي ښاخونه له اسمان سره خبري کوي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲

د سپین لمر په څېر روښان دئ محمد
ځلېــــــــــــــــــــــدلی پر جهان دئ محمد

د تور فکرو په ذهنو کی لاره باسي
د سپوږمۍ په شان عیان دئ محمد

و انسان ته د انسان په حق قایل دئ
هر بشـــــــــــر ته خوږ جانان دئ محمد

د معلم لقب ورکړی پاک الله دئ
خاص استـازی د منان دئ محمد

خپل عصي امتی ژغوري له عذابه
استغفار باندي ګویــان دئ محمد

که د حشر پر میدان سولو لار ورکي
روڼ مشعــــــــــل مو هغه آن دئ محمد 

که هر څو يې پر زړګي غمونه ډېر سي
د قـــــانــــــــع د ژوند ارام دئ محمد

د سنبلې ۷مه ۱۳۹۷ل



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲

څو ملګري په نیمه شپه کي د تفریح په نیت کښتۍ چلولو ته ولاړل، تر سپرلۍ مخکي ئې ځانونه ښه نشه کړل.
په کښتۍ کي تر ناستی وروسته ئې د پاروګانو په وهلو شروع وکړه، ښه ډېر وخت ئې د کښتۍ پاروګان ووهل.
سهار سپېدو مهال یخ شمال لږ پر سد کړه؛ ویل راسئ چي وګورو څونده مزل مو کړی دئ، ځکه تر سهاره مو د کښتۍ پاروګان وهل!
کله چي ئې ښه په دقت وکتل، وئې لیدل چي کښتۍ پر همهغه ځای چي په شپه کي وه، ځای پر ځای ولاړه ده.
فکر ئې سو چي یو شی مو هېر کړی دئ؛ دوی ټوله شپه د کښتۍ پاروګان ووهل، خو دا ئې هېر سوي وه، چي کښتۍ ایله کړي او تناو ئې له ساحله ور خلاص کړي!
#هدفــ: موږ هم په یو اوږده بحیره کي ژوند کوو، که مو کښتۍ ایله کړې نه وي او له ساحله مو خلاصه کړې نه وي، که هر څونه زیار او زحمت چي پر ځان تېر کړو، و هدف ته به ونه رسېږو.
پوهېږئ چي زموږ کښتۍ چیری تړلې ده؟
ایا زموږ پر بدن تړلې؟
پر افکارو؟
او که مو پر عواطفو؟
بلې!
ﺑﺪﻥ، ﺍﻓﮑﺎﺭ اﻭ ﻋﻮﺍﻃﻒ دا زموږ ساحلونه دي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
بزرګمهر(د انوشیروان پاچا نومیالی وزیر) په کښتۍ کي سفر کاوه، چي ناڅاپه طوفان راغلئ، هوا طوفاني سوه، کښتۍ وان وویل، نور نو د ژوند هیله نسته، طوفان مو کښتۍ غرقوي؛ د خلکو چي له ژونده امید وختئ، نارې او فریاد ئې شروع کړ؛ خو بزرګمهر بېغمه ناست وو، هیڅ تشویش ئې نه کاوه.

مسافرو ورته وویل، چي ته ولي داسي ارام ناست یې؟
ده ورته وویل ډاډه یم، چي ژغورل کېږو او نجات را په برخه کېږي؛ همهغسی هم وسول، کښتۍ صحیح سلامته تر ساحله ورسېدله.
مسافر پر بزرګمهر را ټول سول، ویل ته پیغمبر یې یا جادوګر!
څنګه پوه سوې چي موږ ژغورل کېږو؟
بزرګمهر ورته وویل، زه هم ستاسو په څېر نه پوهېدم، ما ویل راسه دې خلکو ته هیله او امید ورکه، ځکه که ژغورل سوي نه وای، ټول به مړه وو، بیا مو نه سره لیدل، نه چا د ډاډ ورکولو په ګناه نیولم.

#هدفــ: که نړۍ ظالمه هم وي، ته پر ځان مهربانه سه؛ اندېښنې او غم په ژوندوني مرګ دئ.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
وایي چي په هندوستان کي د پښتنو لودي او سوري پاچاهان به دپښتنو په مخ کي پر تخت نه کښېنستل؛ ځکه دوی به ویل، چي په دې کار سره د پښتنو حسادت را پارېږي او له دښمن سره لاس یو کوي؛ خوشحال خان د پښتنو د حسادت او بدنیتۍ په اړه وایي:
پښتانه د بدنیتۍ د خصـــومت دي
په حیا په شجاعت یې وکړه شاش



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
سوالګر و یو بډای ته وویل، که زه ستا په کور کي مړ سم، ته له ماسره څه کوې؟

بډای ورته وویل: تاته کفن درکوم او ښخومه دي.
سوالګر وویل، نن چي زه ژوندی یم، ماته کالي راکه، چي وایې غوندم؛ پرېږده چي سبا مي خلک بې کفنه ښخ کړي.

#هدفــ: چي ژوندي یو، یو د بل قدر نه کوو، چي یو مړ سي بیا نو ویش او واخ پسي کوو؛ راسئ چي سره وپالو د یو بل قدر وکړو؛ د ملګري له مړیني وروسته چي یې قبر ته ژاړئ، نن یې و مخ ته وخاندئ.

 


:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
کښتۍ د غرقېدو په حال کي وه، کښتۍ چلوونکي له سپاریانو پوښتنه وکړه، په تاسو کي د چا دعا زده ده؟
ملا صاحب غاړي تازه کړې، په ډېر افتخار سره یې وویل، زما کار دعا کول دي!
کښتۍ چلوونکي ورته وویل: ډېر ښه ته ځان ته دعا وکړه، موږ ټول له غرقېدو څخه د نجات واسکټونه لرو، یوازي یوه دانه کم دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
سل کاله به دي له خلکو څه په ډک ښار، ډک کلي او ډک کور کي یوازي نه پرېږدي، وایي ونه بېرېږې، یوازی خو خدای ښه دئ، بنده ته یوازیتوب نه ښایي؛ خو په یوه لحظه کي دا مینه په نفرت بدلېږي، هر یو کوښښ کوي چي ژر تر ژره دي دښت او هدیرو ته یوسي او هلته دي تر یو خروار خاورو لاندي پټ کړي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۷/۰۹/۰۲
يو استاد په کتاب کي وليدل، چي غټه ږيره او کوچنى سر د کمعقلۍ او حماقت نخښه ده؛ هينداره ئې را واخيستل ځان ته چي ئې پکښي وکتله، ږيره ئې غټه او سر ئې کوچنى دئ. 
ويل که زده کوونکي په کتاب کي دا وينا وويني، کېداى سي رسوا او ددوى د خندا سم، ښه داده چي ږيره کوچنۍ کړم.
نيمه ږيره ئې په موټ کي ونيوله اضافه ئې شمع ته نژدې کړه چي وسوځي. 
ږيري اور واخيست ټوله ږيره، مخ، لاسونه او خونه وسوځېدل.
تر جوړتيا او صحت وروسته ئې په کتاب کي د مطلب په حاشيه کي وليکل: "دا وينا صحيح او په تجربه رسېدلې ده!"
#هدفــ: جاهل او ناپوه که هر څونه ځان هوښيار وښيي، په همغه اندازه ئې جهالت او ناپوهي ښکاره کېږي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۱۴

د حضرت موسى عليه السلام غاښ خوږېدئ،  و الله ج ته يې  د غاښ د درد شکايت  وکړ.
الله تعالى ورته د يو ډول وښو د استعمال  امر وکړ، کله چي حضرت موسى    هغه استعمال کړ، نو دغاښ درد يې ښه سو.
بل وخت بيا موسى ع  دغاښ  له خوږ څخه په تکليف سو، د همهغه مخکني  واښه څخه يې ګټه واخيسته کوم چي  مخکي الله تعالى ورته ښوولى و،  ولي د غاښ درد  ئې ارام نه سو.
موسى عليه السلام  له الله ج  څخه ددې راز سبب وپوښتئ ،  الله ج  ورته وويل اول ځل دي زه په ياد سوم او زما په هيله سوې، خو دوهم ځل دي زه هېر او د واښه  په هيله سوې.

#هدفــ: که د الله مرسته په هر حالت کي وغواړو رارسېږي، الله ج  فرمايي ( و اذا سالک عبادي عني فاني قريب) ١٨٦ سوره بقره. ژباړه: که هره شېبه زما بندګان له تا څخه پوښتنه کوي، نو زه هره لحظه ډېر نژدې او قريب يم. دومره نژدې چي بل څوک هم تر دې موږ ته نژدې کېدلاى نه سي.لکه الله ج چي فرمايي: ( و نحن اقرب اليه من حبل الوريد) ١٦ ،سورت ق .   ژباړه: او زه د غاړي د ښارګ څخه هم درته نژدې يم.
#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۱۴

» جمهوري دفتر ويب پاڼه    » پارلمان او مشرانو جرګه   » دحکومت داطلاعاتو او رسنيو مرکز

» دمخابراتي خدمتونو تنظيم اداره (اترا)    » په نړۍ کي دافغان سفيرانو فونشمېرې

» د حج او اوقافو وزارت    » د کار، ټولنيزو چارو، شهداو او معلولينو وزارت

» د کانو او پطروليمو وزارت     » د ټولګټو وزارت     » د ښار جوړولو وزارت

» د سرحدونو او قبايلو وزارت   » د اقتصاد وزارت   » د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

» د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت   » د عدليې وزارت  » د کرني، اوبو لګوني او مالدارۍ وزارت

» د عامي روغتيا وزارت    » د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزې وزارت    » د ماليې وزارت

» د ښځو چارو وزارت   » د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت  » د سوداګرۍ او صنايعو وزارت 

   » د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت   » د لوړو زده کړو وزارت   » د کورنيو چارو وزارت

» د بهرنيو چارو وزارت     » د ملي دفاع وزارت     » د پوهني وزارت  » د سر شمېرني مرکزي اداره

 



:: تړاو: دولتي
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
چي په ګوړه مري، په زهرو یې مه وژنه!



:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
قاضي پر یو مجرم حکم صادر کړ؛ ویل: یا به سل روپۍ جریمه ورکوې، یا به سل لښتي وهل کېږې او یا به سل حلقې پیاز خورې.
مجرم د پیازو خورک غوره او اسانه وګڼئ؛ کله چي ئې څو دانې پیاز وخوړل، تر سترګو ئې اوښکي راغلې په سخت عذاب اخته سو. ویل سل لښتي مي ووهئ؛ کله چي ئې څو لښتي وواهه، د نورو وهلو طاقت ئې نه درلود، په نارو ئې شروع وکړه، ویل نور مي مه وهئ، جریمه تحویلوم؛ سل روپۍ جریمه ئې ورکړه، یعني مجرم درې سره سزاوي ولیدې.

#هدفــ: ځیني کسان د حق پټولو له پاره درواغ وایي، وروسته د خپلی ادعا د ثبوت له پاره دروغجن دلالیل وړاندي کوي، په اخره کي مجبوره سي حقیقت ومني. اولنو څه ښه ویلي: کاش چي اخر عقل ړومبی وای!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹

بې ادبي را وبخښئ! 
وایي د یو پاچا پر زړه درد سو، د دربار له حکیمه یې دوا وغوښته. حکیم ورته وویل "پاچا صاحب تاسو باید ایماله وکړئ."
دا خبره پر پاچا ډېره بده ولګیده، ویل "بدبخته رزیله دا نو دوا ده چی تا ماته راوښووله!"
حکیم وارخطا سو، ویل "پاچا صاحب وبخښه، زه باید ایماله وکړم، تر څو ستاسو د زړه درد ارام سي."
د تصادف له مخي د حکیم په ایماله د پاچا د زړه درد ورک سو.
ددې پیښي وروسته چي به هر وخت د پاچا پر زړه درد سو، امر به یې وکړ، "حکیم را چپه کړئ، ایماله ورکړئ!"

#هدفــ: کم عقلانو او ناپوهانو ته هیڅ وخت سمه مشوره مه ورکوئ، کېدای سي ستاسو مشوره تاسو ته د سر درد جوړ سي.

سرجاهلان بر سر دار به
که جاهل به خواری گرفتار به

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹

یو سوالګر سهار وختي چي لا د ښار دروازې نه وې خلاصي سوي، ښار ته ورسېد؛ منتظر سو، تر څو دروازه خلاصه سي.
کله چي دروازه خلاصه سوه، د دروازې ساتونکو سوالګر ونیو او د پاچاهۍ ماڼۍ ته یې روان کړ.
سوالګر په زاریو شروع وکړه؛ زه بې ګناه یم، ما کوم جرم نه دئ کړی، ما ایله کړئ...!
عسکرو سوالګر ماڼۍ ته بوت، په عزت او تعظیم سره ئې د پاچاهۍ پر تخت کښېنوئ.
کله چي سوالګر ددې پېښي علت وپوښت، دوی ورته وویل: "هر کال په دغه ورځ موږ خپل پاچا په دا ډول سره ټاکو!"
اوسنی پاچا چي سوالګر سړی و، فکر وکړ؛ باید د مخکني پاچا له حاله خبر سم، چی له هغه سره څه سوي او چیري دئ؟
د ماڼۍ له یوه ساتونکي سره ئې انډیوالي جوړه کړه، له هغه څخه ئې د تېر پاچا حال وغوښت.
ساتونکي ورته وویل: د کال په اخره کي زوړ پاچا و یوې لیري او له خلکو خالي جزیرې ته بیایو، هلته ئې ایله کوو، موږ ترې راځو او بیا نوی پاچا ټاکو.
پاچا د همدې انډیوال په کومک هغه جزیره پیدا کړه او دده په مشري یې له نورو پټ هغې جزیرې ته مریان او مینځیاني ولېږلې؛ په جزېره کي ئې باغونه ماڼۍ او ښارونه په اباد کړل.
اولس فکر کاوه چي دا پاچا د مخکنیو پاچاهانو خلاف له دنیا او پاچاهۍ سره هیڅ کار نه لري.
کله چي کال پای ته ورسېد، وزیرانو پاچا ته وویل: "زموږ د دود او رواج له مخي نن باید ښکار ته ولاړ سو."
پاچا پوه سو، په ډېري خوښۍ سره تګ ته اماده او په کښتۍ کي سپور سو. 
وزیرانو پاچا و دریاب ته بوتلئ، په هغه لېري جزیره کي ئې ایله کړ او دوی ځیني راغلل.
د جزیرې مریانو پاچا پیدا کړ او په عزت سره ئې پر تخت کښېنوئ.
#هدفــ: موږ دنیا ته ناخبره راغلي او ناخبره به درومو؛ که د ژوند و روان یون ته متوجه سو او د پرون د راغلو او د نن تللو له حاله ځان خبر کړو، حتماً به د سبا ورځي غم خورو.

 

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
فیسبوکي مبصرین په یوه شېبه کي له سپي څخه زمری او له زمري څه چغال جوړولای سي.
 
 
 


:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: ټولنه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
امام شافعي رحمه الله فرمایي:

احفظ لسانكَ أيُّها الإنسانُ - لا يلدغنَّكَ إنهُ ثعبانُ- 
كم في المقابرِ من قتيلِ لسانهِ- كانت تهابُ لقاءهُ الشجعان
ژباړه:  ای انسانه خپله ژبه دي وساته، دا ژبه ښامار دئ پام کوه چي ودي نه چیچي. ډېر داسي کسان د ژبي له لاسه وژل سوي، چي خلک به یې له مقابلې وېرېدل.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
د احمدشاه مسعود تلینه به دده د خواخوږو له خوا په ختمونو، خیراتونو، د غریبانو سره په کومک، د بندیانو د ازادۍ او په نورو خیریه کارونو سره نمانځل کېدای؛ اولس به دده د پیروانو د ښېګڼو په اساس مسعود ته په درنښت کتلای. برعکس دوی د خپل مشر تلینه په لنډغرۍ، سپکتیا، وحشیت او بربریت سره نمانځي. په دې سره دوی د مسعود څېره نوره هم وحشی معرفي کوي او نوی نسل ته هغه د یو قهرمان(!) په توګه نه د یو قاتل او جنګسالار په حیث ورپېژني.



:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
بې ادبي را وبخښئ!
۱۸+
د تن غړو وغوښتل چي په خپلو منځو کي مشر او رئس و ټاکي؛ مغز وویل: دا ریاست زما حق دئ، ځکه چي ټوله امرونه زه کوم!
اعصابو ویل د ریاست وړ زه یم، ځکه د تن هري برخي ته زه خبر رسوم"
سږي را ږغ کړه دا هوا څوک رسوي؟ دا زه رسوم، که هوا نه وي تاسو به څه وکړئ، نو زه د ریاست حق لرم!
د تن هر غړي د ریاست او مشرتوب غوښتنه کول، د مقعدي سوري هم د ریاست دعوه وکړه!
د تن نورو غړو پر وخندل او مسخره یې کړ.
مقعده په غوسه سوه، ۶ ورځي یې و غایطه موادو ته د وتلو اجازه ورنه کړه او سوری یې بند کړ.
د غړو تر منځ ګډوډی را منځ ته سو، هر یو په خپل درد او ویر اخته سو.
اوومه ورځ غایطه مواد و خولې ته ورسېدل؛ ټولو غړو په یوه اتفاق پړېکړه وکړه، چي د مقدی سوری زموږ مشر او رئس دئ!
#هدفــ: په هغه ټولنه کي چي ریاست او مشرتوب د علم، پوهي او تخصص په اساس نه وي، هر د مقعدی سوری به اتل، مشر او رئس وي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
یو بندي له زندانه و تښتېدئ، د اورګاډي وتمځای ته ئې ځان ورساوه او د اورګاډي په یوه ډبه کي سپور سو.
د ډبې دروازه اتومات بنده سوه، اورګاډي حرکت وکړ. 
بندي وروسته پوه سو، چي د اورګاډي د یخچال په ډبه کي سپور سوی دئ.
پر یو کاغذ ئې ولیکله "دا زما د بدو کړنو سزا ده، زه باید په یخچال کي یخی سم!" 
کله چي اورګاډی و بل تمځای ته ورسېد، مامورینو د بندي مړ جسد په داسي حال کي ولیدئ، چي د ډبې یخچال بیخي بند و.
#هدفــ: هر هغه څه چي هیله یې لرو، هغه به راسره کېږي؛
که د خوښۍ په تمه سو، خوښي به راباندي راځي؛ که د غم فکر وکړو، غم به راباندي راځي.
که پیسې ساتو، د ستونزو د رفع په موخه یې ونه ساتو، کېدای سي مشکلات را پېښ سي او هلته مصرف سي.
ښه داده چي د واده کولو، موټر او کور د رانیولو له پاره یې جمع کړو، کېدای سي همدې هدف ته ورسېږو!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
یو بندي له زندانه و تښتېدئ، د اورګاډي وتمځای ته ئې ځان ورساوه او د اورګاډي په یوه ډبه کي سپور سو.
د ډبې دروازه اتومات بنده سوه، اورګاډي حرکت وکړ. 
بندي وروسته پوه سو، چي د اورګاډي د یخچال په ډبه کي سپور سوی دئ.
پر یو کاغذ ئې ولیکله "دا زما د بدو کړنو سزا ده، زه باید په یخچال کي یخی سم!" 
کله چي اورګاډی و بل تمځای ته ورسېد، مامورینو د بندي مړ جسد په داسي حال کي ولیدئ، چي د ډبې یخچال بیخي بند و.
#هدفــ: هر هغه څه چي هیله یې لرو، هغه به راسره کېږي؛
که د خوښۍ په تمه سو، خوښي به راباندي راځي؛ که د غم فکر وکړو، غم به راباندي راځي.
که پیسې ساتو، د ستونزو د رفع په موخه یې ونه ساتو، کېدای سي مشکلات را پېښ سي او هلته مصرف سي.
ښه داده چي د واده کولو، موټر او کور د رانیولو له پاره یې جمع کړو، کېدای سي همدې هدف ته ورسېږو!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
عجبه ګډوډي ده؛ په خرتوبۍ کي تر اصلي خرو انسان لاصله خره ډېري لغتي او......ولي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: ټولنه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹

د احمقانو په منځ کي ژوند، تدریجي مرګ دئ!

 
 
 


:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: ټولنه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
د اقیانوس د سواحلو خلک د خورک له پاره د اوبو چنګاښ نیسي. 
دوی چي کله چنګاښان ښکار کړي، و سودې ته ئې اچوي.
که یو چنګاښ په سوده کي وي، نو د سودې پر سر یو سرپوښ ږدي؛ خو کله چي ډېر چنګاښان په سوده کي وي، پر سوده سرپوښ نه ایږدي. ځکه چي که هر چنګاښ د پورته کېدو هڅه کوي بل چنګاښ یې د پرمختک مخه نیسي، نو یو چنګاښ هم په تېښته نه سي بریالی کېدلای. 
#هدفــ: هغه ټولنه ناکامه ده، چي د خپلو خلګو بریالیتوب نه سي زغملای او د پرمختګ مخه یې نیسي، دا ټولنه به همیشه د نورو تر لاس لاندي وي، هیڅ رهبر او مشر به پیدا نه کړي!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
حضرت عمر فاروق(رض) به د شپې په تیاره کي خپله دُره را اخیسته او خپلي پښې به یې په وهلې؛ خپل نفس ته به یې ویل: نن ورځ تا څه وکړه؟

#جالب_عادتونه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
ویکتور هوګو چي به کله له خوبه را ویښ سو، د کار مېز ته به کښېنستئ؛ په شعر یا رومان لیکلو به لګیا سو، تر لس دقیقو وروسته به بلي کوټې تلئ، په داسي حال کي چي شاوخوا به ګرځېدئ او له ځانه سره به یې خبري هم کولې.

#جالب_عادتونه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
بایزید بسطامي رح ته یې وویل: "که د قیامت په ورځ الله ج درڅه وپوښتي، چي څه دي راوړي، ته به ورته څه ووایې؟" 
بایزید ورته وویل: کله چي فقیر و سخي ته ودرېږي، سخي نه ورته وایي، چي څه دي راوړي، بلکلي ورته وایي چي څه غواړې...!
#هدفــ:: همیشه له الله څخه غوښتنه کوه، ځکه چي الله هیڅ کله د خپل عاجزه بنده غوښتنه نه ردوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
له یو ځوانه یې پوښتنه وکړه، بدترین دردونه کوم دي؟ 
-ویل: یو د غاښ درد او بل د بدي مېرمني لرل!
یو بوډا دا خبري واورېدې، ویې ویل: غاښ کولای سې چي ویې وکاږې او مېرمن هم کولای سې چي طلاقه یې کړې؛ بدترین دردونه د سترګو درد او د بد اولاد لرل دي؛ نه سترګي کښلای سې او نه له اولاده منکرېدلای سې.
#هدفــ: باید کوښښ وکړو چي د مور او پلار د ویاړ سبب سو، د هغوی د دردونو او کړاونو سبب ونه ګرځو.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
یو چارواکي د ځوانانو د نړیوالي ورځي په نمانځغونډه کي داسي خیالات ارشادات کړل:"داکتر اشرف غني نخستین رئیس جمهور جهان است، که به رای مردم به مقام ریاست جمهوري رسیده است."
چي دا به غوړه مالي وی که ناپوهي، خو کور دی د دواړو وران سي.



:: تړاو: اپلاتي
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
کله چي اعلیحضرت امير امان الله خان غازي کندهار ته تللى وو، د خپلو ویناو په ترڅ کي ئې څو ځله د خرقې شریفي بست ته (چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله) اشاره وکړه او وئې ویل:"د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت له پاره دئ، هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دئ، د پټېدلو ځای نه سي کېدلای.))
دغه راز اعلیحضرت امير امان الله خان غازي په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې، چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پُف را غورځوي، د خاینانو توپونه په چُف بندوي او د ماشینګڼو ګولۍ په تُف بندوي؛ ده وویل: "زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه ټول کاینات پیدا سوي دي، له دښمن سره د توري په زور جنګیدئ او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو، نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ."
دا خبري د عقل خاوندانو ته د منلو وړ وې، خو د اولس بېسواده قشر ته چي د ځينو تش په نامه ملايانو او چلبازو روحانينو په دام کي را ښکېل ول، د منلو وړ نه وې او نه یې سو زغملاى. همدې تش په نامه ملايانو او فريب کارو روحانينو له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړه او هغه امير يې کافر وګاڼه، چي په ١٣٠٣ کال کی د پغمان د لويي جرګې غړو ورته د (سيف الملت والدين) لقب ورکړى وو.



:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
نه څه اوري، نه څه ویني، نه څه وایي، په سرونوکي یې خښتي
اولس و واکمن دواړه له ظالم سره همکار له مظلومه څخه تښتي



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
پر فيسبوک مي له ملګرو کومک غوښتى وو
کومک مو غواړم 
لږه موده کېږي چي له یوې ستونزي سره مخ سوی یم، هغه دا چي کله مطالعه کوم په یوه مسله کي ورک سم او فکر مي ورسره ولاړ سي، مطالعه روانه وي، خو زه ذهناً بل ځای مصروف یم، کله چي متوجه سم یو مخ مطالعه مي کړې وي، خو له مفهومه یې هيڅ خبر نه یم. که یې په حل کومک راسره وکړئ، ځکه بېرېږم چي ستونزه مي دایمي نه سي.

ملګرو داسي راته ليکلي ول:

قدرت الله مبارک:  مطالعه بايد پر لوړ غږ وسي، تر څنګ يې شين چای، قهوه يا د نخودو خوړل هم ګټه کوي.

غلام حسین ړنگ:  فکر اوخیالات منسجم ساته،  مطالعه په ارام زړه اومناسب ماحول کې کوه، هغه څه چې دې خیالات بدلوي دزړه وباسه، ذهن په خپل واک کې ساته ، نور بادام هر سهارپنځه دانې خوره ، مینتوب خپل وخت او خپل ځای ته پریږده

روالله محبت : دا یو عار ضی دی په دی با ندی هیس وخت فکر دی مه خرا بو ه تل قوی شیا ن و خوره.

Zahir Suleimanوروره دا دماغی مشکل دی. ته citalopram 10mg واخله او اوله هفته نیمه دان د سهار دخوا وخوره. او د یوی میاشی دپاره استعمال که. انشاالله ټوله ذهنی فشار به دی کم سی او تشوش به دی لری سی.

Ahmad Shah Patsoonد تمرکز ساتلو تمرین وکړه ، داسي، چي په ۲۴ ساعته کي یو یا دوه ځله مسلسل ۵ تر ۱۰ دقیقو پوري یوې معلومي نقتې ته ګوره او یا یو معلوم ږغ ته داسي غوږ کیږه، چي حواس دي هم هغې خواته وي

Mustafa Duraniتَر تولو شه معلومات په گوگل دي، هلته ستا مشكل به حل سي. او بادام خلق د دي لپاره سهار خوري چي دنگر سي محترم استاد. خلق سهار پنير د چهار مغز د مغز د تغوي لپاره خوري. دا لينك هم ويگوره د گوگل مي درته پيدا كي http://kaheedu.com/?page_id=5570

Naqeebullah Sardarاستاد محترم ټولو دوستانو ښه نظرونه در کړي دي، خو زما په فکر د انسان د عصبي سیسټم د توجو مرکز ځیني وختونه په غیر ارادي توګه داسي عکس العمل ښیي، نو فکر مه په خرابوه خپله سمېږې او ځیني عادوتونه ډېری وختونه له فرېشانۍ څخه منځ ته راځي او کم کار چي تا ځوروي، نو هغه په کراره کراره له منځه یوسه او هېر يې کړه او بیرته خپل لومړني حالت ته راځې پروا نه کوي یو څو ورځې مطاله مه کوه او ته به وګورې، چي له یو څو ورځو وروسته به دي مطالعې ته داسي هوا کیږي له یو څوک چي ډېر وژی سي

Janan Mominدا ستونزه استثنا نه ده، تر ما پوري ډېرى کسان په اخته دي. خو ښه خبره دا ده چي دايمي هم نه ده. ښايي دغه ګرم يې عمر ور ډېر کي چي دې ستونزي ته سړى د يو خورا ناحل مشکل په سترګه ورته وګوري. پورته دوستانو هم ځينو ښو ټکو ته اشاره کړې ده

Jamil Nasiri:زما په اند ‌‌‌‌‌‌ډیره مسلسله مطالعه کول دغه ستونزه جوړوي، ځکه اوږده مطالعه ‌‌‌‌‌‌ډیر فکري تمرکز ته اړتیا لري او دغه دماغي کار د وجود ویټامینونه خوري چي هغه بیا د خسته ګۍ او ستړیا باعث ګرځي. زه چي کله خسته سم او بیا په کتاب کي پر خسته او د نه علاقې وړ کرښو باندي را ورسږم بیا په ما هم دغه چم کیږي. ما اوس د مطالعې کچه کمه کړې، پخوا مي له سلو څخه تر سلو شلو صفحو مسلسله مطالعه کوله اوس له دیرشو تر څلویښتو صفحو مطالعه کومه ښه ئې کومه

Naqib Farooqiسلام داهغه دوا که په افغانستان کښی پيداکيږی ښه اوکه په بل نوم وی ډاکتریی درته نويشت کوی 

These medicines are available for this
Amphetamine (Adzenys XR ODT, Evekeo)

Amphetamine/Dextroamphetamine (Adderall and Adderall XR)
Dextroamphetamine (Dexedrine, ProCentra, Zenzedi)
Dexmethylphenidate (Focalin and Focalin XR)
Lisdexamfetamine (Vyvanse)
Methylphenidate (Concerta, Daytrana, Metadate CD and Metadate ER, Methylin and Methylin ER, Ritalin, Ritalin SR, Ritalin LA, Quillivant XR)
Talk to your doctor which medicine is available for you

نقيب احمد قريشي:زه له دوو کلونو راهیسي داسي یم، بیخي څو پاڼي مخته تللی یم، وروسته مي پام سي، چي دا دي څه پکي زده کړه، بیا یې بیرته هغوندي پاڼي واړوم او له سره يې کړم، کوم چي زه ورباندي پوهېدلی یم.

جبار فرازيوټيوب کي د مراقبه کېدلو ډېر ږغيز کليپونه سته.

- کښېنه، غوږۍ ولګوه، سترګي پټي کړه او هغه څه عملي کړه چي هغه ږغېدونکی کس يې درته وايي. 
همدا تمرينات تر هغو وکړه چي پر ځان کنترول ترلاسه کوې.

- درمل، خواړه و دا شيان يې منېکه رامالوم دي.
- خپله د مطالعې يو تاکتيک چي ما عملي کړی دی دا دی چي هر وخت مي فوکس تښتېدلی پر هغه ځای مي له کتابه سترګي اړولي دي، يو ګړی وروسته مي بېرته بيا پيل کړې ده.
Farhad Sultanzoyاستاده که له ما منی یو څو وخته.. جالبی او د فارسی بان خبره ده دلچسپی موضوع ګانی ټاکه او بل داچی تکراری موضوع یا کتاب مه مطالعه کوه مننه

Safiullah Maroofiجناب قانع صاحب وخت بی وخته مطالعه مه کوه لکه څنګه چي لیکنه زان وخت او موقع غواړی د مثال په ډول د لیکوالی له روش او طریقی څخه چی کله د ایجاد فکر تنظیم فکر مراحل طی سی نو لیکل ته لاس په کار سی چی باید ذهن او اعصاب ده ارام او نورمال وی چي اکثره داسی حالات سهار وخت چی له خوبه راکښیني دی نو زما هدف ددغه مثال د راوړلو څخه دا وه چې د مطالعی په وخت کښي ذهن او اعصاب د ارام او سوچونه کم کړه او هر مطالعه چی کوی داسې وکړه چې ګواکی اړتیا ورته لرم موضوع زانته دلچسپه کړه مننه

Muslim Amin Jan ·: سیب وخوره او کوښښ وکړی دسهار په وخت مطالعه وکړی چون دا دعمر مسله ده انسان دماغ هرورځ په میلنوشیان ترنظرباسی اوهغه سپته وی او همداسی ادامه کال په کال دانسان دماغ دمیموری دلحاظه ضعیفه کیږی

سپورت وکړی کدم وهل ابازی کول او یاهرسپورت چی وی کوښښ وکړی یو کړئ دماغ ته هوسایې ورکړی
اته ساعته خوب وکړی
زیاتی اوبه وچیښی
هروخت چی مو فکر خراب یامو هم فکربل ځای وی هیڅکله مطالعه مه کوی دا یواځي داچی تاسو هغه موضوع نسی درکولای بلکی زده شیان متشویش کوی او هیریږی مو
کوښښ وکړی غوښه وخوری چی عصبی رشتی مو قوی سی 
په یخو اوبو لمیدل زیاته پایده لری ددماغ لپاره
سهارمهال میوه خوصوصاسیب او انځر وخوری
وچه میوه زیات وخورۍ
کوښښ وکړی چی ګلان شنګیاپیداکړی او هغه ته زیات وګورۍ او طبیعت او دماغ موسالم کړی
لیڅي پښی وګرځي بوټونه او جراپي ‌‌‌‌‌‌ډير مه کاوری ځکه زړه تنګوی او کوښښ وکړی چی طبعت رستګی وکړی وخاندی وګرځي 
تنګ کالی تنګ بوټونه تنګی جرابی مو دماغی ناارامی درکوی 
دخوب بیستربدل کړی لمرته هوارکړی
دهرمرغه یاکم بل ګل شی شوق ولری پيداکړی
دمرغانواوازو ته غوږ سی که مرغه نسی پيداکولای یوتوب کی واورۍ
هرکتاب چی مو نه یادیږی یانه زدکیږی دشپي په اخری یاهم دسهاروختی کښي لږ مطالعه او هغه موضوع ولیکی
رسمونه ولیکی ګلان رسم کړی خطاطي ولیکی
لږ مطالعه او موثره مطالعه وکړی نه ‌‌‌‌‌‌ډیره او بی پایدی
‌‌‌‌‌‌ډيرڅه می لیکل غواړی خو چی نژدی وای
مننه داهرسه تجربه سوی او ماخپل عملی کړی دخپل مسافری او ماستری په وخت هند کی کړیدی
رب ج دی صحت او طبیعت سم او ژرترژرخپل نورمال حالته راوګرځوه
ستاسو ورور امین مسلم

 



:: تړاو: تداوي
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
په ژوند کی می له هغه چا کرکه او نفرت کېږي، چی وایي زه د پلانکی ولایت نماینده یم؛ بس سم راته درواغجن، دوکه باز، کم عقل او دبړه مار ښکاره سي. هغه وخت څوک د یوې سیمي نماینده کېدلای سي چي ملي فکر او ملي روحیه ولري او هم یې خپل ملي توب ثابت کړی وي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: ټولنه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
دا بیت و خوشحال خان خټک ته منسوب سوی دئ

مه خوشحال وای مه خټک وای مه خاني وای
چج په لاس وای مسلي وای خو ځواني وای

په داسي حال کي چی سرمحقق استاد هیوادمل وایي، دا بیت د خوشحال خان نه دئ.



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
:: تړاو: اصلاح
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
د ریاضي په ساعت کي محصل خوب یو وړ، کله چي د تفریح زنګ ووهل سو، محصل راویښ سو په تلوار یې پر تخته لیکل سوي دوه سوالونه له ځان سره یاداښت کړه. ده فکر کوئ، چي استاد د کورني کار له پاره ورکړي دي. 
کور ته ولاړئ، ټوله ورځ یې د سوالونو پر حلولو تېره کړه، خو و یې نه سوکولای چي یو سوال دي هم حل کړي. بیا هم ټوله اوونۍ په اخته وو، په اخره کي یې یو سوال حل کړ.
بله ورځ یې حل سوی سوال و استاد ته ورکړ. استاد ورته حیران پاته سو، ویل دا خو د ریاضی په مسایلو کي هغه دوه سوالونه ول، چي هیڅ حل یې نه درلود.
#هدفــ: که محصل په دې خبر سوی وای، چي دا سوالونه هیڅ حل نه لري، امکان لري چي بیخي یې کار نه وای پر کړی، دا چي دا یې په ذهن کي ول، چي دا سوالونه حلیږي، نو یې یو سوال حل کړ.
زموږ د ژوند د ډیرو ستونزو نه حلېدل زموږ په فکر پوري اړه لري، موږ ځان ته دا تلقین ورکوو چي دا نه کېږي؛ وایو: "په دې وطن سوله او پر مختګ ناشونی دئ!
زموږ یوالی او خوشحالي امکان نه لري!" 
دا هر څه کېدلای سي، خو موږ بد تلقین سوي یو.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
کړَم معنی: لړم وهلی، دردېدلی، د هغه پسه لم چي لېوه داړلی وي؛ رحمن بابا وایي:
د مرهمو تیاري ورلره بویه
چي لا نه یې د اجل په تېغ کړَم



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
:: تړاو: پانګه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
جوړه هګۍ یو رنګ لري، کله چي یې ماته کړې، دوه رنګه سي.
له چا څخه دا هیله مه لره، چي ته دي د چا زړه مات کړې او هغه دي ستاسره یو رنګه و اوسي.



:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
صاحبدله جنت دي ځای سه!

د طالبانو په نظام کي چي شریعت ږغ راډیو نوې فعاله سوه، ارواښاد نورمحمد صاحبدل ئې د اعلاناتو د برخي مسؤل وو، مابه چي کله راډیو ته لیک استاوه دی به مي لیدئ، همېشه به ئې درس ته تشویقولم. هر ځل چي مي لیدلی خوله به ئې له خندا ډکه وه. خوږ مجلس او ښه انتبي ئې درلوده. ارواښاد صاحبدل د طالبانو په وخت کي څو ترانې وویلې، په ځوانۍ کي او د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته یې ښې ډيري سندري زمزمه کړي. له استاد ناشناس سره ئې د ږغ د ورته والي له امله په ثاني ناشناس مشهور وو. صاحبدل د کندهاري سبک خوږ سندرغاړی وو، ډېري خوږې سندري ئې ویلي دي. د وخت د اطلاعاتو او کلتور له فعالو او پُرکاره رئسانو شهید بابي او شهید پتیال سره یې ښه ملګرتیا درلوده او دوی ډېر شعورنه ئې سندریز کړي ول.
الله دي پر رحمېږي نن ئې حق ته ځان وسپاره، پر ګور دې رحمت وي. آمین



:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
 

په فيسبوک کي مي له ملګرو د يوه يوه حديث ليکلو غوښتنه کړې وه، ملګرو مي دا حديثونه راته ليکلي دي.

نویدجان مبارز:  له ابی امامة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :چا چی تر هر فرض لمانځه وروسته ایت الکرسی وویل دی به د جنت د داخليدو څخه هیڅ شی منع نه کړی مګر یواځی مرګ (د جنت او دده تر کابین به یواځی مرګ پرده یا خنډ وی) (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع ۶۴۶۴     



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: عقيده
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
په نړۍ کي داسي کتابتونونه هم سته چي د کتاب پر ځای یو مشهوره شخص چي په خپله خوښه حاضر سوی وي، مطالعه کونکی انتخابوي او د ژوندي کتاب په څېر د هغه د ژوند کیسې ته غوږ نیسي.
دې ډول کتابتونو ته Human Library وایي.



:: تړاو: ټولنه
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹


 
اعلان.

.:: کلیک ::.