ژوند په داسي ډول کېږي
له غنمــــه څه زده کېږي
سي تر خړو خاورو لاندي
خو په یوه درمند بدلېږي
لڅ لغړ ســـــي له کالـــیو
تـر ډبرو لانـــــــدي کېږي
ارزښتمن سي قیمتي سي
چي په سپینو وړو بدلېږي
بیا کـــــباب پر تبخي سي
ښه ډوډۍ ځـنـــي پخېږي
تر غاښو لاندي میـده سي
تر معدې پــــوري رسېږي
هر انسان چي ژوندی پایي
له غنمه څـــــــــه لویېږي
چي جوهر لري په ځان کي
تر هر چا به ډېر زورېږي
بې مېوې ونه څوک څه کا
میوه داره ویشتل کېږي
مرد هغه دئ په دنیا کي
چی له مـــــاتي نه بېرېږي
ښه مثال یې دئ اوسپنه
ټــــکولـو کـــــــي کلکېږي
قانع ځــــکه قناعت کړي
و هــدف ته په رســېږي
د حمل اوله ۱۳۹۸ل.
تړاو: غزل
Afghan Afghani Converter