په اروپا کي پنځه سوه کاله مخکي د طاعون ناروغي د رنسانس د راتګ سبب سوه.
د طاعون ناروغۍ تر خپرېدو مخکي خلکو فکر کاوه، چي کلیسا اومسیحي روحانیون شفاء ورکونکي دي؛ خو دطاعون له راتګ سره خلکو په خپلو سترګو ولیدل، چي د مسیحي روحانینو مقدسي اوبه او دمونه ناروغان نسي ژغورلای؛ بلکي خپله روحانیون هم د طاعون په ناروغي اخته او مړه کېږي...
د کلیسا چي څه په توان کي ول، هغه یې وکړه، څو د طاعون مرض له منځه یوسي؛ د پیشانو له وژلو څخه را نیولې د یهودو تر وژلو پوري، خو هیڅ نتیجه ئې ونه لیده.
دا موضوع ددې سبب سوه چي خلک له خرافاتو او توهماتو څخه لیري سي او د رنسانس زرین پېر ته مخه کړي.

#خرافات



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري، جالبي پيښي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

#کرونا_ختموو!

پاتیږو په کورو کي کرونا ختموو
وژونکې ناروغي به خامخا ختموو

ته ځان و ژغوره، نړۍ به ژغورل کېږي
بشر ته ده راغلې، دا وبا ختموو

چي په غم د انسان نه وي انسان نه دئ
د خالق له ټول مخلوقه به بلا ختموو

نړۍ کلی دئ، په غم ښادي شریک دئ
که بې غوره سو دا کلی په رشتیا ختموو

د زوی لور او د مېرمني خیال دي ساته
فتنه به له لالا مور او بابا ختموو

ګوښه کېږو له بازاره د ملګرو له بانډاره
پر کور به ورته کښېنو دا تنها ختموو

زه قانع یم، ته تابع سه و خپل ژوند ته
ټول په ګډه به مضر پر دې دنیا ختموو

کندهار، کور ۱۳۹۹/۱/۱۱



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

لا په خوب کي مو په برخه نه سو خوند
نو حســــاب به ورکـــوو د څـنګه ژونــد

مـــــځکه شاړه، مرغان مړه سوله له تندي
لیـــــــــوني یــــــو جــــــــوړو د اوبو بند

پر دوو ســــترګو یې غمازي پردې پاستي
و مین تـــــه د دیــــــــدن جــــوړوي خنډ

مېړه هسکه غاړه درومي ســــــربازۍ ته
وي سرټیټی خوښ پر تخت باندي د ګند

تر مېــــچني لاندي ځـــمه خپل هدف ته
د زاهـــــــد له وعـــــــظه نه اخـــلمه پند

د هــــغو په زړه کـــي کښت کوم د میني
نفــــرت چـــــي ورته خـــوږ وي لـکه قند

لکه ایښــــمه د بــــهار چـــي تېزه درومي
پر قـانع بانـــــدي تېــرېږي ژوند هــــم تند

کندهار ۱۳۹۹/۱/۲۹



:: اړونده موضوع: زما شعرونه، غزلزار
:: تړاو: غزل
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

د لوږي ویرس هره ورځ په زورونو کوچنیان وژني؛ په داسي حال کي چي واکسین "غذا" ئې هم سته؛ خو په رسنیو کي ئې راپور نه خپرېږي!
پوهېږئ چي ولي؟
ځکه چي لوږه هیڅ وخت شتمن نه وژني!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

تر دې عبادت چي ناست په مسجد کي یې، خو چُرت او فکر دي په څپليو کي بند وي، چي څوک ئې غلا نه کړي؛ هغه عبادت ښه دئ، چي پر بیابان یې وکړې، خو شُغل او فکر دي یوازي او یوازي له الله سره وي.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

پُسَه خو خدای له ازله پُسَه پیدا کړی؛

هغه بېچاره څه پوهېږي، چي شپانه یې و وښو ته بیایي، که حلالېدو ته!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۱/۱۸

روف اکا چیري دئ!
وکیل صاحب د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
د خلکو له منځه روف اکا پر را ږغ کړه، وکیل صاحب ستا دا خو یوازي خبري دي؛ تېر کال تا ویل چي برق جوړوم، د اوبو بند جوړوم، مکتب جوړوم!
وکیل صاحب وویل: مننه روف اکا چي متوجه دي کړم، دا کال یې حتماً جوړوم.
کال تېر سو، وکیل صاحب بیا د خلکو په منځ کي و درېد، ویل ئې: خلکو څه ستونزي لرئ؟
هیچا هیڅ ونه ویل؛ خو له یو کونجه یو نفر په کرار ږغ وویل: روف اکا چیری دئ!



:: اړونده موضوع: زما خبري، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۱/۱۸

اې زړګـــــیه، پر درې ډوله دي یاران
ډوډۍ خوره، مجلسي او ښه ځوانان

ډوډۍ خــــوره په نس موړ ایله کوه
مجــلـــسي ســـره د زړه کــــــــــــوه بیـان

له ښه ځوان سره د ژوند تر پایه پاله
هم په غم او خوشحالۍ کې سه جانان

مـــولانا دي دُر پېــــلي په پارســي کي
په پښــــــتو درتـــه قانـع کــــړله عیان



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۱/۱۸

د طالبانو وخت وو، په کندهار کي تر بېنوا فرهنګي ټولني وروسته یوازینۍ ځای افغان کتاب پلورنځي وه، چي لیکوال او شاعران به پر پیدا کېدل؛ داسي ورځ به نه وه، چي پر همدې کتاب پلورنځي به له یوې نوي فرهنګي څېرې سره نه اشنا کېدم.
یوه ورځ یو دروند انسان چي په ظاهره ډېر ارام، خو په مجلس کي خوږ او له ډېري انتبۍ ډک شخصیت وو، کتاب پلورنځي ته راغی، په اول وار داسي سره شناخته سولو، لکه د کلونو ورک ملګري، له هغې ورځي مو ملګرتیا همیشنۍ سوه.
یو وخت مي په لېسه کي همدوره سو، یو کال وروسته زه ځیني ولاړم؛ له لېسې څخه وروسته له پوهنتونه هم فارغه سوم او بلاخره په پوهنتون کي استاد مقرر سوم، خو له ده سره مي ملګرتیا پاللـه؛ څه وخت وروسته مي دا خوږ ملګری په پوهنتون کي د محصل په توګه په تولګي کي مخ ته کښېناست، ما به هڅه کوله، چي رابطه مو د ملګري په څېر وي، نه د استاد او محصل په ډول، خو ده دا نه غوښتل دده درنښت به زه هر وخت زورولم.
موده وروسته له پوهنتونه فارغه سو، ده هیڅ وخت پوهنتون او استادان هېر نه کړل، وخت په وخت به ئې استادان پالل؛ له درسي بهیره ور ها خوا داسي علمي او فرهنګي پروګرام مي نه په یادېږي، چي ده به په هغه کي ګډون نه درلود، همیشه د خپلو فرهنګي یارانو په منځ کي ځلېدئ.
نن مي ئې ډېر فرهنګي یاران، د ښوونځی او پوهنتون ټولګیوال ولیدل، ټول سره راغونډ ول، دده ډولۍ ئې پر اوږو اخیستې وه، داسي معلومېده، لکه دی چي د ژوند له لوی مکتبه فارغه سوی وي او ملګري ئې ستاینه او قدرداني کوي؛ زه هم وتوانیدم چي تر ډولۍ لاندي یې څو قدمه ولاړ سم؛ شېبه نه وه تېره سوې چي ډولۍ د اوږو له سره ورکه سوه، خو بیرته خالي پورته سوه، له یوې کندي دوړي باد سوې، ملګرو ئې تش لاسي ولاړ ول، مایوسه ول، خدای ته ئې ژړل؛ ځکه چي خدای خپله تحفه (بشارت) ځیني اخیستی وو؛ بشير احمد بشارت شهید سوی وو او له خپل بل ورور شهید محمدنادر سره په ابدي سفر ستون سوی وو؛ پر ګور ئې نور، جنت الفردوس ئې په نصیب.

 


ن :
ت : ۱۳۹۸/۱۰/۱۰

له شرابوکــه مفتــي ژبه لنــده کــړه

په هغه دم به منصورغوندي په دار سي

***

چي ديار د ميني بار ئې پــر شـا واخيســت

الف وار قامت ئې خم په شان د دال سي

***

پورته کښته بـه د دار پــه هــوا ګــرځــي

چي منصور غوندي د عشق پرسمند سپور دئ

***

لکه زوړ دسلوکـالــو هســي خــم وي

چي هجران ورباندي کړی ډېر ستم وي

***

دم په دم نارې وهم لکــه دربــاب

چي اشنای مي بشر پټ کړ په نقاب

***

مخ ېي هسي بې حسابه ښايسته وو

لکه مياشت دڅورلسمي پــر سمــا

***

چي پلو له مخه پورته کړي ليلا

مستانه لکه مجنون سم په ژړا

خال دي هسي پرتندي باندي زيب کاندي

لکه ناست بادشاه پرتخت بــانــدي تنهــا

***

زړه مي ستا د عشق په اور سره بريان دئ

رنګ ئې ستاله غمه زيړ لکه زعفران دئ

***

چي به ستاله مخه پرته بل سر ګوري

دواړه سترګي ئې اعما غوندي ړندې کړې

***

دستار واچوه له سره سرتور کښېنه

لکه شيخ پر لوېده د دستار مه سه

***

راسه راسه پياله نوش کړه په نوروز

دبلبل په دود خروش کـړه په نــوروز

دمجنون په شان به سـوې ناره وکړم

که ليلا مخ راښکاره کـه پـه نــوروز

وه ډکه پياله نوش کـړه لـه شـرابــو

سرمنصورغوندي په دار کړه په نوروز

شاعر: عبدالرحيم هوتک

 

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: منتخب
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۹/۲۵

یو سړي خدای ته په ژړا لاسونه لپه کړل ویل خدایه، پیسې دي راکړې، بیرته دي را څه واخیستې؛ ځواني دي راکړه، بیرته دي راڅه واخیسته؛ ښځه دي راکړه، خو بیرته دي راڅه وانه خیسته، ولي څه ګناه مي کړې ده!
دا ټوکه مي د هیواد تر کمعقلو سیاسینو پوري را یاده سوه؛ وایم خدايه ښه انسانیت دي راکړی وو، راڅه وا دي خیست، ښه نوم دي راکړی وو، راڅه وا دي خیست؛ کمعقله سیاسیون دي راباندي مسلط کړل، دا ولي نه را څه اخلې، څه ګناه مو کړې ده!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۹/۰۵

له هغه نالوستي غله څه مه بېرېږه، چي د ټوپک په زور څو پیسې درڅه اخلي؛ له هغه لوستي غله څخه وبېرېږه، چي د قلم په زور دي کور در لوټوي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۹/۰۵

احمق نه پوهېږي، خو کمعقل بیا نه غواړي چي پوه سي؛ زموږ اکثره سیاسیون کمعقلان دي، نه احمقان!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۹/۰۵

يم اوده لکه غونچه دخار له درده     خبر نه شوم د راحت په خواب هرګز

×××

دلجمعي لکه حباب په کم اسباب کړي  چي په بادباندي ولاړدئ ستا کوشک

×××

تلاى په لارنه شم دلار له بارکيه      دشانې په شان که جمع هزار پاکړم

×××

دآفتاب په کمند نه خيژم آسمان ته    نه ږدم بارلکه شبنم په دوش دګلو

×××

په ذلت کي مي عزت دارتفاع دئ      که مي څوک لکه غباروهي په لته

×××

د اوبوپه شان روان په هسي لارشه     چي داسپينه لمن وساتې له ګرده

×××

ته چي زلفي لکه ګل ګړې پرېشاني    معطرئې په ښه بوي زما د ماغ شي

شګفته کړه لکه نمر جبين هرچاته  چي په تله دي سيه پوش تمام جهان شي

کاظم خان شيدا



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: منتخب
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۳۰

ښه سړي د چا په بدو نظر نه کا
که څوک بد ورسره کاندي دي به ښه کا
په بارداره ونه تل وريږي کاڼي
ورته ګوره چي بارداره ونه څه کا
په کينه يه حسد هيڅ د چا ونه سي
هر سړي چي حسد کاندي ځان اوبه کا



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: خوشحال خان خټک
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۲۴

ملګرو نن به مو په يو ډول کړنه سره ډير حيران کړم تاسو به په يو څو ثانيو کي داسي څه وويني چي هيڅ مو باور نه راځي، شرط دادى چي تاسو به يې حتما اجراء کوئ، راسئ چي پيل يې کړو:

اول: د کمپيوتر مخ ته پر چوکۍ ناست ياست، راسته (ښى) پښه مو پورته کړئ او د ساعت د ثانيه ګر غوندې يې د راسته خوا څه چپې خواته دايروي وګرځوئ، په همدې حال کي په راسته لاس په اشاره په هوا کي 6 عدد په انګليسي د لوړي خوا څه کښته خواته وليکئ.

دا عمل مو وکړ څه مو وليدل د پښې حرکت مو بلمقابل شروع سو يعني د راستې خواڅه وچپې خواته روانه سوه.

ښه راسئ دا کړنه بيا بيا تکرار کړئ هيڅ بدلون به ونه وينئ هاغه آش هاغه کاسه!



:: اړونده موضوع: سرګرمۍ او انځورونه
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۲۴

قاضي د انورالسادات له قاتله پوښتنه وکړه، ولي دي سادات مړ کړ؟
قاتل ورته وویل: هغه یو سکولر وو.
قاضي پوښتنه ځیني وکړه، ایا د سکولر په معنی پوهېږې؟

قاتل وویل: یا، هیڅ نه پوهېږم!

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۲۲

د نجیب محفوظ(د نوبل جایزې ګټونکی، مصري لیکوال) د وژل کېدو په پېښه کي قاضي له وژونکي څخه پوښتنه وکړه، ولي دي نجیب په خنجر وواهه؟
قاتل ورته وویل: دده د لیکنو په خاطر، په ځانګړې توګه دده د کتاب (زموږ د کوڅې کوچنیان) په خاطر.
قاضي ورته وویل: تا دده کتاب لوستی دئ؟
قاتل وویل: یا ما نه دئ لوستی!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۲۲

دا څه بزم دا څه کیف دئ ددې ملو
له جنته څه راغلی سېل د حورو

د قاضي ککرۍ بنده ده په خُم کي
د قضا واک یې بایللی دئ پر ښکلو

شیخه جار دي سم ایمان دي سالم ولاړئ
په بېغمه به نن واخلې خوند له ګلو

له وعدو څخه تېرېږه نقده اخله
لېونیه څه خبر یې له ها تـــــللو

مرګ له ژوند سره سودا که هوسېږه
دا جنت او دوږخ وویشه پر مــــــــړو

ها اسمان او دغه مځکه دي په عشق کي
پرې قانع سه، کاینات دي د کتلو

۱۰عقرب۱۳۹۷



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

سوله!

سوله وږمه د سپرلي، سوله رڼا پر جهان

سوله سالو د لیلا، سوله پګړۍ د جانان

سوله شغله د حُسن، سوله دیدن د میني

سوله ژوندون د جنت، سوله جرس د کاروان

سوله دعا د مورکۍ، سوله اوبه د زمزم

سوله ناره د امن، سوله شعار د افغان

سوله ده لاره د حق، سوله غوښتنه د ژوند

سوله شراب او مستي، سوله سلوک د عرفان

سوله تړون د میني، سوله د اُنس فلسفه

سوله ده دم د عیسی، سوله نجات له توپان

سوله الفت راولي، سوله اولس ویښوي

سوله د کونډی هیله، سوله د پیغلو ارمان

سوله خوږه مېوه ده، سوله د شپې ډېوه ده

سوله وطن جوړوي، سوله به ټول کړي ودان

ماده ده لیدلې په خوب، زه پرې باور لرمه

قانع راځي به سوله، زه به پر پاشم ګلان



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یو نفر په میکده کي مري، بل په کعبه کي!
ښایي اول نفر د نصیحت کولو له پاره تللی وي او دوهم د څپلیو غلا کولو له پاره؛ نو نه ښايي چي د خلکو په اړه د خپل فکر او غوښتني له مخي قضاوت وکړو..!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

نړۍ ژوند کوي، جنګ وژني؛موږ جنګ کوو، ژوند وژنو!



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

زموږ خوږه پیغمبره! پر موږ دغسـی وحشت دئ
چي وو څورلس پېړۍ وړاندي، دلته هغسي حالت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! له امتــه دي خبـــر یـــې
یو له بله سره وژني، وای غزا ده شهادت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! اسلام یو کتـاب مـو یـــو دئ
امتیان دي پر زر ډلو، له هر یوې سره حجت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! تا د امن پیغام راوړ
ها پیغام له موږ څه ورک دئ، دلته ظلم دئ ظلمت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! د خدای کور د امن کور وو
اوس همهلته وژل کېږو، دا را پېښ څنګه ذلت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! که اسلام وي په خبرو
موږ تر هر چا ډېر منلی، خو عمل کي مو قِلت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! بې اسرې امتیان ناست دي
لږ یې ځان ته در نژدې که، ستا نظر د خدای رحمت دئ
زموږ خوږه پیغمبره! له قانع څخه لار ورکه
و دوزخ ته ور روان دئ، که په برخه یې جنت دئ



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

له هیچا څخه ګیله او شکایت مه کوئ، زموږ عملونه پر موږ حاکمان دي؛ په پټو سترګو هدف ته نه سو رسېدلای، سترګي روڼي کړئ!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د ګیلاس اوبه که وچیښې خلاصېږي، که یې پرېږدي وچېږي؛ ژوند هم همداسی دئ، په کار هم تېرېږي په وزګارتیاهم!
ښه ژوند هغه دئ، چي د چا په ښه ور سي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

✘کدر(تاریکی) نا سم     ✔کادر(کارمند) سم.
✘تعجیل(تلوار) ناسم      ✔تاجیل (ځنډ) سم.
✘صیب(باران) ناسم        ✔ صاحب(ملګري، اشنا)سم.
✘خرکه(شنډه مځکه)ناسم    ✔خرقه( چپنه) سم.
✘تزکره( بې معنی) ناسم    ✔تذکره( پېژندپاڼه) سم.
✘زمه(سخته ګرمي) ناسم    ✔ذمه(عهد، وعده) سم.
✘طرحګر(نقشه اچونکی)ناسم ✔ ترهګر( ډار اچونکی)سم.
✘کیر(دشیدو وریجي)ناسم   ✔قیر ( ډامبر) سم.



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
:: تړاو: ليکوالي
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

شیطان په ونه پوري تړلی خر ایله کړ، خر د ګاونډي و کروندې ته ولاړ، وچ او لانده ئې له یوه مخه وخوړه؛ د ګاونډي ښځي چي خر د ترکاریو پر خوړلو ولید، توپک یې را واخیست، خر یې مړ کړ.
د خره خاوند چي دا صحنه ولیده، په غوسه سو، را ولاړ سو ښځه یې مړه کړه؛ د ښځي مېړه چي د مېرمنی په وینو لژند جسد ولیدئ، سمدلاسه یې د خره خاوند مړ کړ.
و شیطان ته یې وویل دا دي څه وکړه؟!!
شیطان ورته وویل، ما یوازي خر ایله کئ!

#هدفــ: که غواړئ چي یو ښار خراب کړئ، نو خر ایله کئ!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

که دي د بل عزت د ځان عزت او د بل توهین د ځان توهین وګاڼه، پوه سه چي د انسانیت لاروی یې.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

وایی یو صحرایي د ښار په یو پاکه ساحه کي د حاجت پر رفع کولو کښېنستئ، چي ناڅاپه درې عسکر ورته ودرېدل او سړی یې لاس تړلی قومندانۍ ته روان کئ.
پر لاري یې ورته وویل، که موږ ته کباب را رانیسې، ایله به دي کړو!
صحرایی بېچاره د ځان د خلاصون په موخه کباب ور رانیوئ؛ عسکرو خورا په خوند سره کباب خوړئ.
صحرایی ډېر په حیرانۍ سره ورته کتله.
یو عسکر سترګي پر راغټي کړې، ولي داسي حیران راته ګورې، تا تر اوسه عسکر نه دي لیدلي؟
سړي ورته وویل عسکر مي لیدلی دي، خو دې ته حیران یم که زه بولو نه وای نیولی، نو تاسو به څه شي خوړل!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

قاضی: واده دي کړی دئ؟
مجرم: هو!
قاضی: له چا سره؟
مجرم: له یوې ښځي سره(په محکمه کي د خلکو خندا)
قاضي: تاسو په محکمه رشخند وهئ؟
مجرم :یا ، یا صاحب داسي نه ده.
قاضی: بیا نو ولي وایي چي له ښځي سره مي واده کړی؟
مجرم: خو رشتیا مي له ښځي سره واده کړی!
قاضي: تا څوک لیدلئ، چي له نارینه سره یې واده کړی وي؟
مجرم : هو!
قاضي: څوک دئ؟
مجرم : زما مېرمن، هغې له یو نارینه سره واده کړی دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پسونه ټول عمر له شرمښ(لېوه) څخه بېرېږي، خو په اخر کي د ساتونکي(شپانه) تر چړې تېر سي.
پر خپلو ظاهري خواخوږو ډېر باور مه کوئ؛ ځکه چي ډېر وخت اور له خپلي لمني اخیستل کېږي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

په دوو دلیلونو پر ځينو خلکو باور نه سم کولای؛
۱-نــه یې پېژنم، چي څنګه خلک دي!
۲-ښه یې پېژنم، چي څنګه خلک دي!!



:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پر هغه چا چي یونس ع تر اوبو لاندي، نوح ع د اوبو پر سر او یوسف ع په ژور څاه کي د اوبو پر غاړه ساتلای سي؛
باور ولره!
پر هغه چا چي د لکړي په یوه ټک سره د نیل سیند وچولای سي او په همدې لکړه له وچي ډبري څه د اوبو دولس چینې روانولای سي؛
باور ولره!
پر هغه چا چي فرعون په اوبو او قارون په خاورو کي غرقولای سي؛ خو ابراهیم د اور په منځ کي ساتلای رسي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

موږ د بل و عیب ته قاضيان او خپل عیب ته مدافع وکیلان یو!
رحمان بابا څه ښه وايي
که یو جو دانه عیب وینې په بل کي - هغه یو جو دانه عیب به یې لوی غر کړې
که دي خپله ګناه لویه لکه غر وي- په حیله حیله به غر د مچ وزر کړې



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پیسې د شپږم حس په څېر دي، که درسره نه وې، پنځه نور حواس دي هم سم کار نه کوي...!

✍ #ویلیم_سمرسټ_موم



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یوې غریبي ښځي په لوړ ږغ له خدایه د مرستي او کومک غوښتنه وکړه؛ یو کافر ددې ښځي ږغ واورېد، تصمیم ئې ونیوئ، چي له دې ښځي سره کومک وکړي.
خپل نوکر ته ئې خوراکي توکي په لاس ورکړه، ورته وئې ویل دا د هغي ښځي کور ته یوسه، که ښځي پوښتنه درڅخه وکړه، چي دا چا درکړه، ته به ورته ووایې، چي دا شیطان راکړه.
کله چي نوکر د ښځي کور ته خوراکي توکي ور وړل، ښځي ځیني واخیستل، ډېره خوشحاله سوه، مخ پر خونه روانه سوه؛ نوکر ورته وویل، نه غواړې چي پوه سې چي دا شیان چا درته رالېږلي دي؟
ښځي ورته وویل، نه، مهمه نه ده؛ کله چي خدای امر وکړي شیطان به ئې لا هم امر مني.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د🔥اور🔥لمبه او د انسان غوسه😠 یوه شېبه وي؛ په پای کي اور ته ایرې او انسان ته پښېماني😂 پاتېږي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

که د افغانانو له وینو د باران څاڅکي جوړېدلای، پر نړۍ به هیڅ کله وچکالي نه وای راغلې!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یو محصل د ازمویني په صحنه کي سپینه پارچه استاد ته ورکړه، د پارچې په سر کي ئې لیکلي وو "نه لیکل مي ددې ښکارندویي نه کوي، چي زما دي هیڅ شی نه وي زده؛ بالکي هغه څه چي زما په ذهن کي دي، قابل د بیانولو نه دي!"
کله چي شقه اعلان سوه، د محصل په نتیجه کي استاد لیکلي وو "نومرې نه وړل دي د ناکامۍ په معنی نه دي؛ بالکي په همدې ټولګي کي پاته کېدل دي ماته روحي خوښي رابخښي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

له خدایه غوښتنه "شجاعت" دئ؛ که یې درکړه "رحمت" دئ، که یې در نه کړه "حکمت" دئ.
له خلګو غوښتنه "ذلت" دئ؛ که یې درکړه "احسان" دئ؛ که یې در نه کړه "خفګان" دئ.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

کله چي اوبه له ډبرین دېوال سره لګېږي، له هغه سره مبارزه نه کوي؛ په چوپتیا سره حرکت کوي او په کراره کراره لار پیدا کوي؛ که ډبره ډېره غټه وي، له څنګ سره ئې تېرېږي، خو لږ لږ ګرانیټ ئې له ځان سره حلوي، لویه ګاره په شګو او رېګ بدلوي؛ په نتیجه کي نرمي اوبه کامیابېږي او کلکه ډبره ماتېږي.
#هدفــ: په ژوند کي د اوبو په څېر نرم چلند وکړئ، خو هدف ته ځان ورسوئ.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

مېږه(پسه) په کال کي یو ځل لنګېږي او یو اولاد زېږوي، سپۍ په کال کي دوه ځله لنګېږي، هر ځل لږ تر لږه شپږ اولاده زېږوي؛ په طبعي توګه باید دسپو له ګلې سره دوه پسونه ملګري وای، خو برعکس د پسو له رمې سره دوه سپي ملګري وي؛ خدای د پسو په ذات کی برکت ایښی او د سپو له ذاته یې برکت اخیستی.
حلال مال که لږ هم وي برکت لري، حرام مال که څه هم ډېر وي، خو برکت نه لري.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

مېږه(پسه) په کال کي یو ځل لنګېږي او یو اولاد زېږوي، سپۍ په کال کي دوه ځله لنګېږي، هر ځل لږ تر لږه شپږ اولاده زېږوي؛ په طبعي توګه باید دسپو له ګلې سره دوه پسونه ملګري وای، خو برعکس د پسو له رمې سره دوه سپي ملګري وي؛ خدای د پسو په ذات کی برکت ایښی او د سپو له ذاته یې برکت اخیستی.
حلال مال که لږ هم وي برکت لري، حرام مال که څه هم ډېر وي، خو برکت نه لري.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د سکندر مقدوني(؟) د ژوند درې وروستنۍ خبري
۱: زما جنازه دي ډاکتران یوسي، چي خلک خبر سي، د مرګ مخه هیڅوک نه سي نیولای.
۲:ټولي طلاوي مي د جنازې په لاره کي وشیندئ، څو خلک پوه سي، چي شتمنۍ هم له مرګه ونه ژغورلم.
۳:لاسونه مي له تابوته د باندي را وباسئ، څو ټول ئې وویني، چی خالي لاسونه ولاړم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یو غریب و بډای ته تر سلام ویلو وروسته وویل، چيري روان یې؟
بډای ورته وویل: ګرځم، چي یو څه اشتها پیدا کړم؛ ته چیري ځې؟
غریب ورته وویل: زه اشتها لرم، ګرځم چي یو څه غذا پیدا کړم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

 

له یو کاسب څخه یې پوښتنه وکړه: په دې کوڅه کي چي نه د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه سته او نه نور کاسبان سته، څنګه رزق او روزي پیدا کوې؟
کاسب ورته ویل: هغه خدای چي زما د مرګ له پاره یې داسي فرشته ټاکلې، چي په هر ځای کي مي پیدا کولای سي، نو څنګه به د رزق رسولو فرشته ما پیدا نه کړي.
#هدفــ: پر خدای توکل او پر خپله برخه قناعت لویه پاچهي ده.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یو شتمن سړي بهلول ته د پُسخند په ډول وویل:
زما او ستا تر منځ څه ورته والی سته، که نه؟
بهلول وویل: هو سته!
بډای وویل: څه ورته والی سره لرو؟
بهلول وویل: دوه شیان مو بیخي سره ورته دي، اول زما جېب او ستا کله(سر)، چي دواړه خالي دي؛ دوهم زما کله او ستا جېب چي دواړه ډک دي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

نه پوهېږم چي خلک ولي په ډکه خوله خبري کول بې ادبي ګڼي، خو په خالي مغز بیا خبري کول بې ادبي نه بولي.

#اورسن_ویلز۱۹۱۵_۱۹۸۵



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یوې ډلي خلکو و قاضي ته شکایت وکړ، چی دوو غلو زموږ سل نفريز کاروان لوټ کړ.
قاضی ورته وویل: په سلو تنو مو دوه غله نه سوای وژلای؟
یو نفر ورته ورته وویل: قاضي صاحب دوی دوه تنه ملګري وو، خو موږ سل تنه یوازي وو.
#هدفــ: د بریالیتوب راز په اتفاق کي دئ، که متفق نه سو د ځانځانۍ ښامار به مو یو په یو وخوري.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

یو پاچا د خپل هیواد ماهر رسام را وغوښت، د ډېرو پیسو په مقابل کي ئې دنده ور وسپارله، چي د فرشتې او شیطان عکسونه ورته رسم کړي.
رسام حیران وو، چی د فرشتې تصویر به له کمه کړي، ځکه چي ده خو هیڅ وخت فرشته نه وه لیدلې؛ په همدې لټون کي ئې یو کوچنی پیدا کړ، چی ډېره معصومه څېره ئې وه، ښایسته هنري تابلو یې ځیني رسم کړه او پاچاته ئې یو وړه.
پاچا له دې ښایستې تابلو څخه ډېر متاثره سوه، ډېره ئې خوښه سوه.
اوس نو د شیطان د تصویر نوبت سو، رسام زندانونو ته ولاړئ، ډېر مجرمین يې ولیدل، ډېر تلاښ ئې وکړ، څو داسي شکل پیدا کړي، چي د شیطان څېره ځینی رسم کړي؛ ډېر کلونه تېر سول، خو رسام په دې ونه توانېدئ، چي د شیطان څېره رسم کړي.
څلوېښت کاله تېر سول، پاچا فکر وکړ چي عمر ئې پای ته رسېږي، خو انځور رسم نه سو؛ و رسام ته یې وویل: هر څنګه چي کېږي، باید د شیطان انځور رسم کړې.
رسام تر ډېر کوښښ وروسته یو ډېر بد او ظالم مجرم پیدا کړ، چي خیرنه څېره او ګډ وډ ورېښتان یې درلودل؛ مجرم ته ئې ویل: زه به ډېري پیسې درکړم، که اجازه راکړې، چي ستا څېره د شیطان په نوم انځور کړم.
مجرم قبوله کړه، رسام څو ورځي د شیطان په رسمولو بوخت وو، خو یو ورځ متوجه سو، چي د مجرم تر سترګو اوښکي څڅېږي، د علت پوښتنه ئې ځیني وکړه؛
مجرم ورته وویل: تاسو مخکي هم زما څېره رسم کړې وه، زه هغه معصوم کوچنی یم، چي تاسو د فرشتې تصویر زما له څېرې څخه رسم کړ، نن زما عملونو له ما څخه شیطان جوړ کړ.

#هدفــ: خدای ټول انسانان د فرشتې په څېر معصوم او له ګناه پاک پیدا کړې دي، خو همدا موږ یو، چي د بدو اعمالو او ناوړه کړنو په نتیجه کي ځان په شیطان بدلوو.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸


 
اعلان.

.:: کلیک ::.