هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۸/۱۲/۱۸ خپرندوی

رئيس عبدالله خان په خپلو ټولو رسمي چارو كي خورا جدي او ديكتاتور و چي هيچا هم سر نه شواى ځني پورته كولاى. دى په عمر پوخ، په ونه لوړ او خورا غټ برېتونه يې درلودل. كله چي به ډېر درد ورغی، نو يو برېت به يې ښورېده. د خطر له دې زنګ سره د نوموړي رياست ټول كاركوونكي بلد ول. پر دغه مهال به هر چا هڅه كوله چي ځان ورسره مخامخ نه كړي، په تېره بيا د دفتر چپړاسيان، څوكيداران، موټروانان او اشپزان خو به له ډاره لکه پاڼه داسي رېږدېدل. عبدالله خان د موډ او فېشن هم خورا شوقي و. کله چي به بازار ته نوې دريشي او يا نوی ماډل بوټ راغی، نو ده به خامخا رانيوه. ده سينګار او فېشن د ډيموکراسۍ يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼله او کله چي به بازار ته د فېشن يو نوی شی راغی، نو بې واره به يې دا خبره تر خوله ووته: واه واه ډيموکراسي!

ده د مژګان په نوم يوه سكرټره هم درلوده چي له سينګار سره يې خورا جوړه وه. ان دا چي كله به يې يو ګيلاس چاى او يا اوبه هم وڅښلې، نو ژر به تشناب ته ولاړه او د خپلو شونډو رنګ (لب سيرين) به يې تازه كړ او اكثره وخت به يې اناري رنګ لب سيرين استعمالاوه. که څه هم په نوموړي رياست کي نورو ښځو هم کار کاوه، خو د مژګان په شان يې په ځان ګوته نه وهله، ياني خپل سينګار ته يې دومره ډېره پاملرنه نه کوله.

يوه ورځ په دغه رياست كي بېړنۍ غونډه رابلل شوې وه. عبدالله خان له موډه سره سمه او نوې دريشي اغوستې او د غونډې تالار ته راغى. د ده له راتګ سره سم د غونډي ټولو برخه والو په برېتوکي وخندل. که څه هم له خندا سره چاودل، خو له ډاره هيچا هم زړه نه شواى كولاى چي په زوره وخاندي. عبدالله خان څو واره له هغوی څخه د خندا علت وپوښت، خو هيچا هم ورته ونه ويل چي دوى ولي خاندي؟ اخر عبدالله خان دومره پوه شو چي خبره په ده كي ده. تندى يې تريو شو، غونډه يې د پنځو دقيقو لپاره وځنډوله او له تالاره راووت. خپل د كار دفتر ته راغى او بوټونه، پتلون، كورتۍ، كميس او نېكټايي يې ښه په ځير سره وکتل، بيا يې له ځان سره وويل: ”عجبه ده، زه نه پوهېږم چي دا خلك ولي خاندي؟ په ما كي خو داسي څه نشته، چي د خندا دي وړ وي. دا خلك لېوني شوي دي، كه څنګه چي بې ځايه خاندي؟“. له دې سره سم د تشناب خوا ته روان شو، هلته چي ورسېد، نو هينداري ته ودرېد. ګوري چي سپين برېتونه يې په لب سيرين سره دي. ژر- ژر يې خپل برېتونه پاك كړل او په داسي حال كي چي له درده يې يو برېت ښورېده، له تشنابه راووت. په دې وخت كي مژګان په ټيليفون كي له يو چا سره خبري كولې. كله چي يې عبدالله خان وليد چي درد ورغلی دی، نو له ډېري وېري يې د ټيليفون غوږۍ (ګوشکه) له لاسه ولوېده، په ډېري عاجزۍ د مېز ترڅنګ ودرېده او ويې ويل: رئيس صاحب ډېر وبخښئ! ما فكر کاوه چي تاسي به په غونډه كي تشريف لرئ. عبدالله خان وويل : نه خير دى پروا نه لري.

عبدالله خان پر خپله څوكۍ كښېناست او د ټيليفون غوږۍ يې راپورته كړه چي پر ټيليفون يي سمه كښېږدي. په دې وخت كي يې پام شو چي د ټيليفون غوږۍ هم په لب سيرين سره ده. عبدالله خان لومړى د غوږۍ لب سيرين او بيا مژګان ته په ځير- ځير وكتل او هغې ته يې داسي وښووله چي زما برېتونه هم د ټيليفون په ګوشکه سره شوي دي. په دې وخت كي بيا د عبدالله خان يو برېت په ښورېدو شو.


تړاو: طنز
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ