هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي

یو پاچا زمری ساتلی وو، په اوونۍ کي ئې یو پسه په خورک ور کاوه؛ پاچا ته خبر راغی، چي د زمري ساتونکی هر وخت د پسه یو ورون غلا کوي.

د پاچا په امر د زمري پر ساتونکي دوهم نفر د څارونکي په توګه وګمارل سو؛ څه وخت وروسته ساتونکی او څارونکی سره جوړ سول، د پسه یو ورون یوه او بل ورون ئې بل غلا کاوه، زړه او اینه ئې هم په ګډه سره خوړل.

پاچا چي له دې نوي غلا خبر سو، له درباره ئې یو بل باوري نفر د څارونکي په توګه ورولېږئ، د زمري پر ساتونکي دوه تنه څارونکي مقرر سول؛ نوی څارونکی د دوی په اندازه دوه برابره حصه اخـیستل، ځکه چي ځانګړی صلاحیت ئې درلود.

څه وخت وروسته پاچا ته خبر ورکړل سو، چي زمری له لوږي مري!

پاچا چي پلټنه وکړه، پوه سو چي دوی درې سره غله دي، د پسه ټول اندامونه دوی وړي، زمري ته یوازي د پسه لم ور اچوئ؛ درې واړه ئې لیري کړل، ویل اول وار مي لا اشتباه وکړه، یو غل تر درو غلو ډېر ښه دئ.

#هدفــ: ددې کیسې هدف خورا واضح دئ، غواړم چي له تاسو ئې هدف ووینم.

#د_قانع_ژباړه

[ ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ ] [ 12:50 AM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي