چفرهاد په كندز كي د " نيستان" په نوم د سندربولو ملګرو يوه ډله جوړوي او وروسته د كابل ښار حبيبيې لېسې ته ځي. فرهاد تر فراغت وروسته خپل ږغ او سندريزه لېوالتيا د كابل پلتخنيك ته لېږدوي او نور نو د سندريز بڼ يو مست او توتي ګرځي. په 1362ل كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره ډله ، اركستر بنسټ مومي او ډېر ژر د افغانانو كورونو ته لار مومي او د راډيو ټلويزيون د يوې ځوانې نوموتې هنري ډلې په توګه سر رااوچتوي . همدغه وخت دى، چي د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره اشنا سو. يو داسې سندرغاړى، چي هم ږغ جوړوي ، هم سندره لولي ، هم نوې يا مډرنې موسيقۍ ته غاړه وركوي او هم كلاسيكې او ولسي موسيقۍ ته کار کوي. يانې د نوې او كلاسيكې موسيقۍ ترمنځ يې د خوند او اغيز واټن نه كميږي . فرهاددريا له ځان او تر ځانه درياب دى، او دنورو هنرمندانو د هنري چوپړ چارو لپاره بيا د ورېځ مستعار نوم ټاكي .
د 1358 ل كال د سره بهير له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته کډه سوه او دريا تر 1369ل كال پورې د هېواد ترڅنګ پاتې كيږي . په خپلو زرغونو او ژونديو سندرو سره د خپلواكۍ ياد او فرياد كوي. سندرې يې كه هرڅو خپرېږي په همغه كچ يې د ملت او دريا ږغ سور او ځوږ مومي. په 1366 ل كال فرهاد دكابل د ادبياتو پوهنځی پاى ته رسوي او تريوه كاله د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو په پوهنځي كې د كلاسيكې موسيقۍ تيوري لولي. د 1369 ل كال په مني كې له سندرو سره يوځاى پراګ ، چكوسلواكيا ته ځي او له هغه ځايه بيا د كډوالۍ لومړني كور هامبورګ ، جرمني ته كډه كوي او دغه ښار خپل دويم كور ګڼي. پاريس يې مينې ته بولي د فرهاددريا له خولې ، او په 1375ل كال له سلطانې دريا سره واده کوي او ورڅخه د هجران په نوم ېې يوزوی دی. فرهاد دريا د زوی د نوم په هکله داسې څرګندوي ٫٫ دغه نوم له دې امله غوره كيږي، چي دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چي له دې ځايه ډېره لرې يوه بله ځمكه هم سته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبى دى٬٬. په 1374 ل كال فرهاددريا امريكا ته كډوال كيږي او تر ننه هم هملته د سندرو او ملي ترانو بنډارونه جوړوي .
په افغانستان کي د سندرو ټولګې
دريا له 1359ل كال څخه تر 1369 ل كال پوَرې په افغانستان كې د سندرو 15 البومونه خپروي او ترهغې وروسته تر 1380 ل كال پورې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره 13 البومونه چمتو کړي او لا ېې بهير روان دی .
ترسره کړي کنسرټونه
فرهاد دريا په برېتانيا، فرانسې، هالنډ، سويډن، ډنمارك، سويس، اسټراليا، امريكا، المان، كاناډا او نورو هېوادونو كې د كنسرټونو له لارې د افغانستان د فرهنګ او موسيقۍ په شهرت او خونديتوب كې له بريده ډېره هڅه كړېده. د " دريا" ږغ د افغانستان د يووالي او يوځايتوب ږغ بلل كيږي او ټول قامونه يې له خپلو حنجرو نه راوتلى ږغ انګيري . فرهاد دريا، چي اوس د سندرو او موسيقۍ په برخه كې د يوه ځانګړي ځېل څښتن بلل كيږي ، محمد قاسم استادقاسم، استاد سراهنګ او استاد اولمير خپل په هنري ژوند کي ېې اغېزې داسې وينېي چي له ډېرې مينې څخه ورته خپل ښوونكي وايي او د احمدظاهر او نورو سندرغاړو له الهامي اغيزو څخه يادونه كوي . فرهاددريا، ظاهر هويدا يو داسې كس بولي، چي د هنري ودې لپاره يې له هڅو او هلوځلو سپما نده كړې او دده په هڅونه کي ېې لېوالتيا ښوولې. فرهاد دريا په دې وروستيو كې پتېيلې ده، چي د پښتو ژبې پر نوې موسيقۍ كار وكړي ، ولسي سندرې" بابولالې، لښته د چندڼو او..... سره راغونډې كړې او د ولسي اونوې مډرنې موسيقۍ په ملتيا ېې څو ښكلي پښتو سندريزې ټولګې خپرې كړي . دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، عبدالغفور لېوال او نورو نوښتګرونويو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندروپه ښكلي چاپېريال کي دا مډرن پير لا پسې ګړندی کړي او ښکلي ټولګې راوباسي. فرهاد دريا څو څو ځله د كال د غوره سندرغاړي پّ توګه نازول سوی . په پيل كې د 1369ل كال په مني كې په افغانستان کي د ملي ټلويزيون له ليارې د کال د غوره سندرعاړي په توګه ونومول سو او همدا رنګه په دې وروستيو كې د 1380 ل كال په اوړي كې په ډنمارك كې د غوره سندرغاړي په توګه د افغاني ټولنو لخوا ستيانليک ورکړ سو .
په مرستندويو ټولنو کي د دريا ونډه
دريا تېر په ۲۰۰۴ م زېږيز كال كابل ته سر د يوه لوی کنسرټ په جوړولو کي ورښکاره کړ او د خپلو زرګونو مينه والو زړونه ېې خوښ كړل. ددې تر څنګ ېې د (کوچه ) په نوم د کوڅې بې وزلو ماسومانو لپاره ېې د بهرنيو ملاتړو هېوادوالو او موسسو له ليارې د مرستې يو بهير پيل کړ ، همدا رنګه ېې د آشيانه په نوم چي د يوه ايرانۍ مطبوعاتي مرستندويې ټولنې بنسټ په کابل کي کيښود ورسره غړيتوب ترلاسه کړ. يومرستون ېې هم جوړ کړی چي د بې کورو او بې وزلو کونډوسره خپل په مټ د بانکي ګڼونونو جوړولو پر بنسټ په مياشت کي يو وار مالي مرسته کوي او د مرستې بهير ېې روان دی . ددې تر څنګ فرهاد دريا د ملګرو ملتونو په چاپېريال کي يوې جرمن مېشتې مرستندويې ټولنې کي کار کوي او د هغوی او د اوسيني حکومت لخوا په ګ‌ډه د افغانستان د سولې د سفير په توګه په ستاينليک هم نازول سوی

 



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۸/۰۲
 
اعلان.

.:: کلیک ::.