د طالبانو وخت وو، په کندهار کي تر بېنوا فرهنګي ټولني وروسته یوازینۍ ځای افغان کتاب پلورنځي وه، چي لیکوال او شاعران به پر پیدا کېدل؛ داسي ورځ به نه وه، چي پر همدې کتاب پلورنځي به له یوې نوي فرهنګي څېرې سره نه اشنا کېدم.
یوه ورځ یو دروند انسان چي په ظاهره ډېر ارام، خو په مجلس کي خوږ او له ډېري انتبۍ ډک شخصیت وو، کتاب پلورنځي ته راغی، په اول وار داسي سره شناخته سولو، لکه د کلونو ورک ملګري، له هغې ورځي مو ملګرتیا همیشنۍ سوه.
یو وخت مي په لېسه کي همدوره سو، یو کال وروسته زه ځیني ولاړم؛ له لېسې څخه وروسته له پوهنتونه هم فارغه سوم او بلاخره په پوهنتون کي استاد مقرر سوم، خو له ده سره مي ملګرتیا پاللـه؛ څه وخت وروسته مي دا خوږ ملګری په پوهنتون کي د محصل په توګه په تولګي کي مخ ته کښېناست، ما به هڅه کوله، چي رابطه مو د ملګري په څېر وي، نه د استاد او محصل په ډول، خو ده دا نه غوښتل دده درنښت به زه هر وخت زورولم.
موده وروسته له پوهنتونه فارغه سو، ده هیڅ وخت پوهنتون او استادان هېر نه کړل، وخت په وخت به ئې استادان پالل؛ له درسي بهیره ور ها خوا داسي علمي او فرهنګي پروګرام مي نه په یادېږي، چي ده به په هغه کي ګډون نه درلود، همیشه د خپلو فرهنګي یارانو په منځ کي ځلېدئ.
نن مي ئې ډېر فرهنګي یاران، د ښوونځی او پوهنتون ټولګیوال ولیدل، ټول سره راغونډ ول، دده ډولۍ ئې پر اوږو اخیستې وه، داسي معلومېده، لکه دی چي د ژوند له لوی مکتبه فارغه سوی وي او ملګري ئې ستاینه او قدرداني کوي؛ زه هم وتوانیدم چي تر ډولۍ لاندي یې څو قدمه ولاړ سم؛ شېبه نه وه تېره سوې چي ډولۍ د اوږو له سره ورکه سوه، خو بیرته خالي پورته سوه، له یوې کندي دوړي باد سوې، ملګرو ئې تش لاسي ولاړ ول، مایوسه ول، خدای ته ئې ژړل؛ ځکه چي خدای خپله تحفه (بشارت) ځیني اخیستی وو؛ بشير احمد بشارت شهید سوی وو او له خپل بل ورور شهید محمدنادر سره په ابدي سفر ستون سوی وو؛ پر ګور ئې نور، جنت الفردوس ئې په نصیب.