
خوسۍ په افغانستان کې یوه ورزشي لوبه ده او دا لوبه د کمزورو کار نه، بلکې د مټه ورو او د سینه ورو ورزش دی، کله کله د څو ملګرو، کله د کلي د زلمیانو او همدارنګه دا لوبه د دوو کلو د ځوانانو د یوې سیالۍ په بڼه عملي کیږي.
د والي بال، فوټبال او یا د کرکټ د ټیمونو غوندې د غړو شمېر يي نه دی معلوم او د دې لوبې د لوبغاړو شمېر د دوي په خوښه ټاکل کیږي او کېدای شي د هرې ډلې د غړو شمېر يي پنځه- پنځه، شپږ-شپږ، لس-لس او یا د دې څخه زیات او کم اوسي. د لوبې د ځای یا لوبغالي لپاره کابو څو بسوې نرمه شودیاره ټاکل سوې وي او په لسګونو نندارچیان ورته ناست وي
خوسۍ په کندهار کې یوې دایرې په بڼه راټول شوي او د شودیارې منځ يي د خوسي ورزشکارانو لپاره تش پریښی وي. څوک ناست او څوک يي چې نه ویني هغوي يي ترشا ولاړ دي، د لوبې د میدان په منځ کې یوه مستقیمه کرښه ایستل شوې وي، چې میدان یا لوبغالې يي په دوو مساوي برخو ویشلې وي.
د میدان په وروستۍ برخه کې د یوه فوټ په لوړوالي د خاورو یوه وړه غونډې جوړه شوې، چې د ننګرهار، لغمان او کونړ خلک ورته بړوسکه او په نورو سیمو کې ورته ټوپې وايي.
د لوبې میدان ته دوه ډلې راننوتلې، خو یو ډله ورزشکاران د کرښې یوې خوا او د بلې ډلې ورزشکاران د کرښې بلې خواته ته ودرېدل. هره ډله یو میر لري، میر د ټیم سرګروپ ته وايي ټولو کمیسونه ایستلي او پرتوګونه يي دومره بډ وهلي وي چې له ورایه د نیکرونو غوندې ښکاري. دا د دې لپاره چې د سیالۍ پر وخت د کالیو څخه نیونه فول شمېرل کیږي دا چې څنګه پیل کیږي ګل احمد نومې يي په هکله داسې وايي:(دا لس یوې خوا ته او لس بل خواته کیږي لومړې دوي وچه او لمده یا ټاس اچوي بیا چې وچه او لمده یا ټاس چې د هر چا په ګټه سوه بیا د هغوي نوبت کیږي مبارزې کولو ته. لس تنه چې د بل ټیم دي هغوي د ټوپې یا د بړوسکې د ساتنې لپاره له مقابل ټیم سره مبارزه کوي او همدا رنګه دوي له خوسۍ نه هم ډیره دفاع کوي او دې ته لاره برابروي چې خوسۍ ته لاره پیدا شي چې هغه ټوپۍ یا بړوسکه ووهي او هغوي هڅه کوي چې خوسۍ وسوځوي.) لمده وچه یا د انګریزانو په ژبه ټاس واچول شو، لمده وچه د یوې ډلې وګټله او د لوبو پیل یا د نومرو اخیستل ور په غاړه سول. دوي نهه تنه د کرښې پر سر او یو يي تر شا ودرېدل، شاته ولاړ تن د لوبې هغه مرکزي ټکی یعنې خوسۍ دی او همدا رنګه حریفه ډله هم ورمخته سوه، د دوي هم نهه تنه د مقابلې او یو تن يي شاته ودرېده دا چې شاته کوم تن ودرېده دا مکلف دی چې خاورو څخه جوړه شوې بړوسکه یا ټوپۍ وساتي. پریکړه وشوه، چې پیلوونکي ډله به لس نومرې جوړوي یعنې د دوي خوسۍ به لس ځلي د مقابلې لوري د خاورې بړوسکه په لغته وهي. د لوبې پیل ته څو شیبې پاتې دي د کابل د باګرامیو د ولسوالۍ اوسیدونکي خیر محمد يي په هکله وايي:(دوي به هڅه کوي چې تر څو خوسۍ وسوځوي نو بیا بل تن خوسۍ کیږي تر څو لس واړه پوره سي بیا وروسته هغه بله ډله راځي دې خواته.) د دواړه ډلو لوبغاړي په یوه پښه ودرېدل او هر یوه خپله بله پښه شاته غبرګه او کلکه يي په خپل لاس کې ونیوله او همدارنګه لوبه په یوه شپیلي پیلیږي. د دواړو ډلو ورزشکارانو یو بل په لاس او سینه ټیل وهي تر څو پښه ترې خوشې کړي او ويي سوځوي او یايي وغورځوي،په ځمکه غورځېدل او غبرګه شوې پښه چې خوشې سي نو هغه ورزش کار بیا د خوسي له سیالیه وځي. که خوسۍ وسوځېد ژر بل خوسۍ کیږي او په همدې ډول د لوبې په جریان کې د هرتن په سوځېدو سره د ډلې زور ورو ورو کمیږي. هو د خوسي یوې ډلې په ډیرې خوارۍ د خپلو ملګرو په مرسته ځان بړوسکې ته ورساوه په پښه يي ورانه کړه او یوه نمبر يي وګاټه، دهرنمبر په اخیستو سره لوبه بیا پیل کيږي او دوهم نمبر اخیستو ته چمتوالۍ نیول کیږي . د لوبې دوام د زلمیانو زور، قوت، تکتیکونو او مهارتونو پورې اړه لري کله یو ساعت ونیسي او کله زیات. د خوسي سیالۍ زیاتره د ژمي په موسم کې چې کومه ورځ اسمان شین او ځوانان د خپلو ورځنیو کارونو څخه بې غمه و اوسیږي دا لوبه برابریږي. دا هم باید وویل سي، چې دا لوبه کله کله د دوو تنو ترمنځ هم اجرا کیږي یانې چې یو يي خوسۍ او بل يي سوخندر سي، خوسۍ بړوسکه وهي او نمبر اخلي او که وسوځېد مقابل لوری يي خوسۍ او دی به سوخندر کیږي.
صديق الله افغان
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
وطنه مينه دي د وينـــــو په رګــوکی لرم ستا سر لوړي د پښتنو جګو شملو کی لرم
د غيرتونو انګازی د په اسمان کی ګرځی ځکه زمريان دلوړو غرو په سردروکی لرم
مونږ افــغانانو خو د مور پاکی شدی رودلــــی د حمت درس می له خپل موره په زانګو کی لرم
وطنه اور که په تا بل دی زه سوګند يادوم داسی زوريږم لکه زړه چی می لمبو کی لرم
که مهاجر يم روح روان می هلته تا سره دی څنګه به هير شی پلار نيکه می هديرو کی لرم
وطنه زيری درکومه چې ګلبڼ به شې بيا د لر او بر واړه بلبلـې په نغمو کــــې لرم
روباب لاشته دی منګی شته دی او سه تار هم شته دی چلــم هــم شته دی خــماريان هـــم په ديرو کـــی لرم
دا د « حفيظ مليار» غزل به ياقربان غوندی شي
مــلالې پيغلې لـــر او بـــرو پښتنو کــــې لـــرم
په صنف كي ښوونكي د زده كوونكي څخه چي احمد نوميدى پوښتنه وكړه چي ولاړ سه پر تخته باندي د M حرف وليكه او بيا يې په جمله كي راوړه.
هغه هم وليكل M او بيا يې وليكل Mother .
معلم ورته وويل چي اّفرين نو بيا يې پر تخته د W حرف وليكى او د يوه ټنبل شاگرد څخه پوښتنه وكړه چي دغه څه شي دى؟
هغه ورته وويل چي زه فكر كوم چي دا هم د احمد مور ده خو پښي يې پورته نيولي دي.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
علامه اقبال
ژباړه
جهاني
مسلمان چي هر ځای وینې وږی تږی شوم بېکار دئ جبرییل چي ورته گوري سترگي سرې ورته په قار دئ راځئ بل ملت آباد کو راسئ نوې خښته کښېږدو دې ملت ته چی زه گورم د جهان د اوږو بار دئ
یو خړ څاڅکی د باران و پاس له وریځو څڅېدلی خجالت سو چي لوی والی د دریاب یې و لیدلی ویل چېري چي څپې دي د دریاب سینه کي مستي که دی وي نو بیا زه څوک یم له کوم ځای څخه راغلی
د غاټول او گل په منځ کي ځالگۍ دي کړه اباده د فغان درسونه واخله د بلبلو له فریاده که چپاو دي د کلونو د ځوانۍ پاڼي زموللي د ځوانۍ برخه دي واخله له دې ژونده بې بنیاده
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
در ښـــــکاره بې کړم که نه کـــوي عتـــــاب د پاخــــــه ځيـــــګر له زخمــــه څــــــه کبـــــاب که شل کاله پکښي پروت وي سوړ به نه سي د عشق ســوی که ځان يوپ کړي په ګــــرداب چي مي مازي ورنژدې کی پکښي ډوب ســو غـــــــــــــــم کشته زړه مي د مينــــي په دريـــــــاب عـــــــــبث مـــــه وايه چي کــــاږه يې په ورو ورو را څـــــــــــه وشلېدی د صبـــــر ټينـــګ تنـــــــــاب که هــــر څــــــــو مي پسي زور کـی نه په ولاړی د آه غشــــــی په رقيـــــب خــــــــــانه خــــــــــــــــراب چــــي زحمت ور بــاندي راغــی ســـــو بېتـــابه د مطـــــرب له ګــــــــــــــوشماليه څـــــه ربـــــــــاب تـــــر پزوره لا کــــرار کـــــرار خـــــــــــــــــــــوږيږي خـــوږ سينه مـــــــي په کتو د شــــوخ قصـــــاب په زاريـــو او په ورين تنــــدي يې راکــــــــــړه اې ســــاقي يو جــــــام تازه ګلګون شــــــراب که له دغــــه قسمـــــه غـــــواړئ صنعتـــــــونه بـــــريالــــی ور څخه ډک لـــــــــــــــري کتـــــاب ښه دی په کي پروت دي وي چي خيشت پکښي وکاږي ســـــور شهيــد تن مي د هجــــر په خــونــــاب مولوي عبدالغفار بريالى
:: اړونده موضوع:
غزلزار
الله (ج) فرمايي
يا ايهاالناس ان خلقنکم من ذکر وانثي وجعلنکم شعوبا وقبايل لتعلرفو .
ان اکرم عندالله اتقاکم ان الله عليم الخبير.
حضرت محمد (ص) د ورستي حج په خطبه کي ارشاد کوي:
تاسي تول له آدمه څه پيدا سوي ياست او آدم له خاوري پيدا دى عرب په عجم او سپين په تور پوستي غوره والي نلري مگر دا چي تقوا او نيک عملونه ولري.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده

د خاندان خولۍ
د ژوندون په لوى ډګر کښي هر چا هر چا زيار يوست چي ځان
ته د ښه ژوند لار پيدا کړي.
دوى لوړي ژوري ولټولې، هري خوا ته يې منډي ووهلې او هرڅه هر څه ته يې لاسونه واچول، خو تر ډېر تلاښ وروسته ټولو ته دا ثابته سوه چي تر هر څه دمخه بايد د علم لمن ټينګه کړي او د علم په لارښوونه خپل مطلب ته ځانونه ورسوي، نو ټول د علم په زده کړه پسې ولاړل، هيڅوک د ژوندون په لوى ډګر کښي بې تلاښه پاتي نسول،
يوازي د هغه لوى ډګر په يوه ګوت کښي يو مغرور بې علمه زلمى ولاړ و چه د علم خوا ته يې حرکت ونه کړ او د علم د زده کوونکو په طلب پسې رهي نسو دى مغرور و او ناپوه زلمى دځان سره هيڅ علمي سرمايه نه درلود له يوازي د ده پر سر د ((خاندان)) يوه زړه خولۍ وه چه د ده ټول غرور په همدې خولۍ وه.
ده ته ددې خولۍ سيورۍ د هماى سيورى ښکارېده او د ژوندون ټولي کاميابۍ يې تر دې خولۍ لاندي ګڼلي ټول بشري احترامات او انساني تعظيمات يې همدې خولۍ ته وړ بلل استراحتونه، ثروتونه او خوندور خوراکونه يې يوازي د همدې خولۍ د خاوند حق ګاڼه، ده ته هغه څوک ناپوه ښکاريده چي دا خولۍ به يې پر سر نه وه.
دا ناپوه زلمى همداسي مغرور ولاړ و څو چي د علم د زده کړي وخت ورباندې تير سو خو ده يې هيڅ پروا ونکړه ، معلم ته يې په سپکه سترګه وکتل خولۍ يې کږه کړه ويې ويل: ((هغه څه چي د دې خولۍ تر سيوري لاندې کيداي سي ،د دنيا هيڅ علم يې نسي کولي))
د کار وخت راغى دا ناپوهه زلمى همغسى مغرور او بې پروا په دې فکر کښي و چي د دې خولۍ د خاوند دپاره بايد نور خلق کار وکړي، شلم قرن راغلى له دې ناپوه زلمى څخه يې د تحصيل دپلومه وغوښتله زلمى په ډېر غرور او فخر د خاندان د خولۍ توصيفنامه ور وړاندې کړه او د هغې امتيازات يې وغوښتل.
خو شلم قرن ورسره اشنا و، هغه توصيفنامه ونه لوستلى سوه نو زلمى څخه يې د کار محصول وغوښت بې عمله زلمى بيا خولۍ ورپېش کړه او ويې ويل:
((دا د کار فرما خولۍ ده، د کاريګر خولۍ نه ده؟)
شلم قرن دى بې علمه او بې عمله زلمى ته په غضب سو او د عصبي ښوونکي په څېر يې څپېړه جوړه کړه او دا زلمي يې په داسي ضربه له ځانه ليرى وغورځاوه چي د (خاندان خولۍ) يې له سره ولويدله او ورته يې وويل:
(اې ناپوه او بيکاره زلميه!)
دا خولۍ ډېره زړه شوې او له موډه لويدلې ده نور په دې خولۍ ځان مه غولوه او مه دنيا در پوري خندوه، ولاړ سه علم زده کړه کار وکړه!
(فاضل استاد بېنوا)
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
بلي لمبې وړم اشنا بلي لمبې....

په يويشتمه پيړۍ کي خو بايد دا هم منو!

که مو ټول وژني ته خيال وي نو توري پي را اخلئ

بد اخلاقه! که دي بيا زماخواته وکتل نيني به دي کړم!

دې ته وايي غربي ترېشل او درمند!

او چي دى به لا دچا د انتظار کوي!!؟؟؟

ريل ګاډۍ مي ليدلي وه خو دودګاډۍ مي اوس وليدل

ريښتيا هم چي وريځ دتودوښي نه منځ ته راځي

:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
څو به خورې پردي مالونه په ستم يوه ورځ به دي په نس کي سي اړم د مظلوم د مال روټۍ خپله بوټۍ خورې مه سه هيڅ په دا خوراک خوښ او خورم بې شبهې مار او لړم دى بل څه نه دى راپيردلي په ستم دام او درم د ستم په درم مه هوسيږه مه کړه خداى مار او لړم د چا همدم ژر به ژر به دي ديوال د عمر پريوزي چي يې زدوې د مظلوم د اوښکي زيم په حرامه دنيا ساز مه شه يو کار ستا چي سل نور درڅخه وران کاندى برهم چي يوه کوډۍ د ظلم پکښي ودرې په شوميت يې شهر وران شي چم په چم د ظالم د ورانۍ مخ په ورانى دي دا خبر دى په جهان کي مسلم دا چي ته ازمايي زور نن پر کمزورو دغه زور به شي سبا درڅخه زوم زمانې دي ډېر زمري هسي خوار کړي چي وهلي و پشو ته نشي دم بڼه کيږي د فلک د باد په مخ کښي لکه غر هسي اړم په زور محکم چيرى نسې د هاتي تر قدم لاندي په عاجز مچ او ميږي مه ږده قدم هغه مه پسنده په بل باندي انصاف کړه چي يې نه پسندي په ځان باندي ماتم چي پخپل صورت اغزي منلي نشي بل ته ولي رسوي د تيغ الم آدم ذات دى د يوې وني ښاخونه چيرته ته ښاخ د ظعفران سوې نور شړشم سبا ورځ به يې لغته په شاه وخورې مه شه نن په يوه سوک و چاته ګرم چي سبا دي ژړوي په اوښکو وينو نن بايده ده غم خورې د هغه غم د غفلت زخم به ژر دا ستا ناسور شي چي پرې نژدې دنيکخوا د پند مرحم که امساي د موسى بولي وګړي ښايي نن ساعت حميده ستا قلم
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
|