علامه اقبال

ژباړه

جهاني

مسلمان چي هر ځای وینې وږی تږی شوم بېکار دئ
جبرییل چي ورته گوري سترگي سرې ورته په قار دئ
راځئ بل ملت آباد کو راسئ نوې خښته کښېږدو
دې ملت ته چی زه گورم د جهان د اوږو بار دئ


یو خړ څاڅکی  د باران و پاس له وریځو څڅېدلی
خجالت سو چي لوی والی د دریاب یې و لیدلی
ویل چېري چي څپې دي د دریاب سینه کي مستي
که دی وي نو بیا زه څوک یم له کوم ځای څخه راغلی

د غاټول او گل په منځ کي ځالگۍ دي کړه اباده
د فغان درسونه واخله د بلبلو له فریاده
که چپاو دي د کلونو د ځوانۍ پاڼي زموللي
د ځوانۍ برخه دي واخله له دې ژونده بې بنیاده



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۸۹/۱۱/۱۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.