در ښـــــکاره بې کړم که نه کـــوي عتـــــاب
د پاخــــــه ځيـــــګر له زخمــــه څــــــه کبـــــاب
که شل کاله پکښي پروت وي سوړ به نه سي
د عشق ســوی که ځان يوپ کړي په ګــــرداب
چي مي مازي ورنژدې کی پکښي ډوب ســو
غـــــــــــــــم کشته زړه مي د مينــــي په دريـــــــاب
عـــــــــبث مـــــه وايه چي کــــاږه يې په ورو ورو
را څـــــــــــه وشلېدی د صبـــــر ټينـــګ تنـــــــــاب
که هــــر څــــــــو مي پسي زور کـی نه په ولاړی
د آه غشــــــی په رقيـــــب خــــــــــانه خــــــــــــــــراب
چــــي زحمت ور بــاندي راغــی ســـــو بېتـــابه
د مطـــــرب له ګــــــــــــــوشماليه څـــــه ربـــــــــاب
تـــــر پزوره لا کــــرار کـــــرار خـــــــــــــــــــــوږيږي
خـــوږ سينه مـــــــي په کتو د شــــوخ قصـــــاب
په زاريـــو او په ورين تنــــدي يې راکــــــــــړه
اې ســــاقي يو جــــــام تازه ګلګون شــــــراب
که له دغــــه قسمـــــه غـــــواړئ صنعتـــــــونه
بـــــريالــــی ور څخه ډک لـــــــــــــــري کتـــــاب
ښه دی په کي پروت دي وي چي خيشت پکښي وکاږي
ســـــور شهيــد تن مي د هجــــر په خــونــــاب
مولوي عبدالغفار بريالى
:: اړونده موضوع:
غزلزار