هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۰۲/۲۸ خپرندوی

    دګرامر اصطلاح د لاتيني ژبي د ګراماټکس(Grammatics) او يوناني ژبي ګراماتيکي (Grammatike) له ريښې نه اخيستل سوې ده، په انګريزي کي ګرامر او په روسي کي ګراماټيکه ويل کيږي، په فاړسي ژبه کي دستور زبان او په پښتوکي ورته پښویه وایي. ګرامر د تشريحي ژبپوهني  يوه لويه او غوره څانګه ده، چي د يوې ټاکلي ژبي د کليمو، جملو دجوړښت سيسټم  تشريح او مطالعه کوي او يا د ديوې ژبي صرفي، نحوي جوړښت او ساختمان تر کتني لاندي  نيسي. په دې معنا چي د يوې ژبي د الفاظو(لغاتو) د تغير او بدلون اشکال، د هغوی ترکيب د جملو جوړښت او څرنګوالی مطالعه او تشريح کوي. په ګرامري څېړنو کي ژبه د قوانينو تابع نه ګرځول کيږي، بلکي ګرامر د ژبي قاعدې څنګه چي د هغې ژبي  دا صلي ويونکو له خوا استعماليږي، راباسي او تشريح کوي يې، څنګه چي هره ژبه ځانته د جوړښت اصول او قاعدې لري؛ نو ځکه د ټاکلي ژبي په ګرامري ليکنو کي د هغې ژبي قاعدې او اصول غوره ګڼل کيږي.                                                                                                                                                                                                   د استاد رښتين صاحب له اثر څخه      

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ