هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۱/۱۱/۰۶ خپرندوی

سړى متوجه سو، چي د مېرمني غوږونه يې درانده سوي او د اورېدو حس يې کم سوى دى.
زړه کي يې وويل، چي مېرمن ئې بايد د اورېدو اله وکاروي، خو نه پوهېده چې هغې ته څنګه قناعت ورکړي، له همدې امله يو ډاکټر ته لاړ او له هغه سره ئې دا ستونزه شريکه کړه.

ډاکټر ورته وويل: د دې لپاره چي ماته دقيق ووايې، چي د مېرمني د نه اورېدو ميزان دي څومره دى، يوه کوچنۍ او ساده ازموينه بايد وکړې، دا کار وکړه او بيا راته ووايه:

(( لومړى د څلورو مترو په فاصله کي پر هغې معمولي ږغ وکړه، که ئې وانه ورېدل، همدغه کار په درې مترۍ کي وکړه، وروسته په دوه مترۍ کي او په همدې ډول تر هغې چي ځواب درکړ)).

په دغه شپه ئې مېرمن په اشپزخانه کي ماښامى تيارولو او خاوند ئې په کوټه کي ناست و. سړي ځان سره وويل، چي همدا اوس زما او د هغې تر منځ کي شاوخوا څلور متره فاصله ده، بايد امتحان يې کړم.

نو په عادي ږغ يې له مېرمني وپوښتل:
((ګرانې، د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))

ځواب يې وانه ورېد او يو متر د اشپزخانې پر لور ور نژدې سو او بيا يې همدغه پوښتنه وکړه او بيا يې هم ځواب وانه ورېد. بيا يو متر نور هم ورنژدې سو، خپله پوښتنه يې تکرار کړه، خو بيا يې هم ځواب وانه ورېد. دا ځل ښه نژدې ورغلى او له غوږ سره نژدې يې ورته وويل: ((ګراني د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))

ښځي ورته وويل: خداى وهلې کوڼ يې!؟ څلور ځلي مي درته وويل، چي د چرګي غوښه پخوم!
ستونزه، ممکن په هغه ډول چي موږ همېش فکر کوو په نورو کي نه وي، ښايي په موږ کي وي.


ژباړه: ميوند فدا


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ