شاعران يو په نغمو يادوو خدای ـ ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای ـ موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
شاعران خو د اوښكوپه تسپو يادوي خداى نو دا زاهدان او ذاكران چې كومې تسپې اړو ي دغو تسپو دين ته څرنګه لاره كړي، تسبيح څه مانا او ولي يې شمېر ثابت نه دى ؟ دغه پوښتنې ليكوال او محقق مولوي محمد اياز ترنك ، يو په بل پسې داسې راځواب كړې :( تسبيح عربي كلمه ده مصدر دى ، سبحان الله ، الحمدالله او الله اكبر ويلو ته تسبيح وايي او هر هغه شى چې پورتني تسبيحات پرې ويل كيږي، هغه هم تسبيح بولي
د مولوي محمد اياز ترنك په وينا د تسپو په اړه د حضرت ابو هريره ( رض)له قوله يو حديث ډيرمشهور دى، وايي چې هغه يو څو وړې، وړې تيږې درلودې او پر هغو به يې د پيغمبر( ص) له امر سره سم ځينې اذكار شميرل چې پيغمبر ( ص ) ور ښوولي وو ، بلاخره همدا وړې ،وړې تيږي يو وخت په داسې مريو واوښتې چې په تارونو كې به پيل كيدې همدا راز يو بل حديٍث چې علامه سيوطې ( رح ) يې روايت كوي وايي چې يوه ښځه وه چې د خرما په زړو به يې هغه اذكار چې حضرت پيغمبر( َ ص) ور ښوولي وو ادا كول خود مولوي ترنك په وينا علماو دتسپو د جوازحكم د حضرت ابو هريره د عمل له مخې وركړىچې د اذكارو د اندازې د معلوملو لپار به يې له تيږو څخه كار اخيست
سبحه د شمار دانو او په تار پيل سويو مريو ته هم وايي ډيرى علما په دې باور دي چې په صدر داسلام كې تسبيحات په داسې مريو او دانو نه ويل كېدل ،په كومه بڼه چې اوس رواج دي په كابل كې د بي بي عايشې د دارالحفاظ استاد مولوي مځمد ولي په دې اړه داسې نظر لري :
(تسپې دسردار دوعالم ( ص) له بيبيانو څخه را رواج سوي هغه مهال داسې تسپې لكه دااوس چې موږ اوتاسو يې اړوو نه وې موجودې ، اذكار به دخرماوو په دانو ويل كيدل ، يوه ورځ د رسول الله (ص) بي بي ناسته وه او رسول الله (ص) پرې پام سو ى وو چې د خرما دانې راخلي او يوه ،يوه اړخ ته ږدي نو حضرت پيغمبر(ص) پوښتلې وه چې څه كوې بي بي ورته ويلې وو چې پر دغو زړو خپل تسبيحات شمارم نو حضرت پيغمبر(ص) فرمايلي وو چې كه څه هم دا بدعت دى، خو ډير ښه بد عت دى )
.د مولوي محمد اياز ترنك په وينا تر ټولو افضل ذكر سبحان الله ،الحمدالله او الله اكبر دى چې تر هر لمانځه وروسته بايد وويل شي
معمولا د دغو تسبيحاتنو د ويلو لپاره ۳۳، ۹۹، ۵۰۰او ۱۰۰۰مرۍ په تار پيلې كيږي دا چې ولې داشمېر ثابت نه دى د مولوي محمد ولي په وينا اوږدې تسپې د ډيرو اذكارو لپاره وي او معمولا له ۹۹ څخه پورته تسپې صوفيان او هغه كسان چې د تصوف په يو طريقه كې شامل وي اړوي فرضا د لا اله الاالله كلمه يواځې په دا چشتيه طريقه كې ۱۰۰۰ ځلې ويله كيږي او همدا راز هغه كسان چې اوراد پخوي هغوى هم په لوړ شمير كې تسپې ګرځوي ، اوراد ۵۰۰ ،۱۰۰۰ او ان تر ۵۰۰۰پورې سته
داسې ويل كيږي چې په ځينو نور اديانو كې هم دمريو اړول مذهبي اړخ لري ، عيسايان په اوږدو مريو پورې صليب غوټه كوي او د غاړې د اميلونو په څېر يې كاروي او سيكان بيا تسبيحات پرې كوي ، البته د تسپو مرۍ د زينت او ښايست لپاره هم كارولې كيږي د كابل ښار تسپې خرڅونكى نورګل په دې اړه وايي:
(خبره دا ده چې تسپې په مختلفو اديانو كې سته له ما څو ورځې مخكې يو سيك يو جوړتسپې واخيستې ما ورته وويل چې سردارجي ته په دا تسپو څه كوې ؟ هغه راته وويل چې تاسو څه پرې كوئ؟ ما ورته وويل چې موږ خو خپل خداى پرې يادو، ذكر پرې كوو ، هغهپه ځواب كې راته وويل چې څنګه چې تاسو په خپل مذهب كۍ ذكركوى موږ هم داسې اذكار لرو زه هم خداى پرې يادوم )
تسپې معمولا له قيمتي او غير قيمتي كاڼو ،لرګيو، سيپۍ يا صدفونو ، هډكو، د ځينو حيواناتو له ښكرو او خاورې څخه جوړيږي دافغانستان شاه مقصودۍ او صدفي تسپې د هندوستان دچنډن له معطره لرګي څخه جوړې شوې تسپې د يمن عقيق او د عراق سندولوس د ايران فيروزه او په تركيې كې د كبانو له هډوكو جوړې شوې مرۍ او تسپې خلك ډير ې خوښوي خو نن سبا دافغانستا ن په بازارونو كې تر ټولو لوړ نرخ د كهربا تسپو دى او ارزانه تسپې له مسالې او لرګيو څخه جوړې سوې تسپې دي چې له ۲۰ افغانيو رانيولې تر سلو پورې نرخ لري د كابل ښار يو تسپې پلورونكى محمد لقا د كهربا تسپو په اړه وايي: ( ثواب د زيتون اوانځرو په تسپوكې ډير دى خو د كابل په بازارونو كې ،قيمتي تسپې كهربا دي چې له پنځوسو تر شپيتوزرو افغانيو پورې لاس په لاس كيږي، دا تسپې له عراقۍ دي )
وايستم د ښكليو دمحفل له ذكره تېر عمر
دا دى د تسپو چړي شوم اوس له شماره ووتم
تسپې يو مخروطي شكله مېر دو چړيان يا طالبان لري پر طالبان تسبيح نه كيږي او له شماره وتي وي په ۳۳مريو كې دو طالبان ۱۱،۱۱مرۍ او په ۹۹مريو كې ۳۳،۳۳ مرۍ سره بيلوي.
تسپې د جوړښت له اړخه د ټكيو په څېر هوارې د خرما په څېر بيضوي شكله او د مردكيو په څېر ګردي جوړيږي.
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
اول الــــــــف، دالله نـــــــــــــــوم دئ هسي مه وايه چـــي کـــوم دئ
جهـــــــان تللـــــــــی دوم پــه دوم دئ موږ به څــــــــــــــه کړو داکـورونــــه
❊❊❊
ب،بندګي دحق حــــــــــــــق سدت کــړه هم پــــــــه ثنـــــا خپـــسر عادت کــــړه
بل شيـــطان له جــــــــــــوده ردکــــــړه عمــل کـــــــــــــړه په کتـــــــابـــــونه
❊❊❊
ت،توبــــــــــه وکړه لـــــــه جهــــــــله ته واوړه لــــــــــــه بــــــــــده فعلـــــه
قرآن واخــــــــــــــــــله لـــــــــــه رحله هميشـــــــــــــه لــــــــوله اياتـــــــونه
❊❊❊
ث،ثنا پـــــــــــــــه ژبــــه وايـــــــــــه ووېــــــــــــــرېږه لـــــه ښه خدايـــــــه
ډېره طمــــــــــــــه کـــړه ګـــــــــــدايه ګــــــــــــــوندي درکـــــــــا جنــــتونه
❊❊❊
ج،جاهـــــــــــــل مه شــــه ای دلــــــه ددرويش پــــــــــــــه لوري مــــــــــله
دحضــــــــــــــرت په منده کي زغـــــله پکښــــــــــــي ستــــــړي کړه ورنـــونه
❊❊❊
خ،خالـــــــــــــــي شه لـــــــه اغيـــاره ووېرېـــــــږه لـــــــــــــــه قهــــــــاره
بخشــــــــــــــنده اوســـــې ســــــتاره مــــــــــوږه ډېرکړو ګناهــــــــــــــونه
❊❊❊
دال،دوستــــــــــي کــړه له دروېــــشه کليـــــــــمه وايـــه همــــــېشـــــه
چي [ته]خالي نـــــــه شې له وېـــــشه زده کــــــوه دسفـــــــــــرملـــــــــونه
❊❊❊
ذال،ذاکــــر دزړه پـــــــــــــــــه يادکړه پنج بـــــــــنا يې په حيات کــــــــــــړه
دېراميـــــــــددده په دادکـــــــــــــــړه ګوندي درکا براقــــــــــــــــونــــــــه
❊❊❊
ر،رحــــــمت لــــــــــه خـدايه غـــواړه څـــــــــوبــــــــــشـــــره دي ده ولاړه
هـــــم تــــــــــل اوښـــي،وينـــي ژاړه هـــــم نـــــورمـــه کــړه ګنــاهــونـــه
❊❊❊
ز،زاهـــــــد شــــه له دنيا پـــــرېږده ســــردخـــدای په راه کـښي کښېږده
لــــــــــکه په تبــه هــسي رېــــــــږده تــــه بـــــه څـــــه کـــــړې دامــالـونه
❊❊❊
س،ســــــــلام لــــــــه دعلــمانـــــــو هــــــــــــم دواړه مـــــــــؤمنــــــا نو
دوســــــــــــتي کــړه له چهــاريــارانو درتـــــــــــــه وايـــم داپـــندونــــــــه
❊❊❊
ش،شـــــــــکر لــکــــه ګڼــــی شـــه تـــــــــه ويــــــــزار لـه مسـتومی شه
[د]حــــــق له ميــــــني لېــونی شــــه اوښــــــــــي زور کـــــړه بـارخـونـــــه
❊❊❊
ص،صابــــــــــريې شــه پـه غــم کښي مـــوږ به پـــــــريوزوپـه تورتـم کښـــي
لــــــــــکه تخــــــــم دئ په نــم کښـي بيــــــــــــــابه ولاړشـــــــولکه يـونــه
❊❊❊
ض،ضـــــــــــرور کـــــړه اې صـورتــه څـــــــــــوبــــــشــــــره دي سـلامــته
ووېرېـــــــــــږه لـــــــــه حــــيرتــــــه خـــــاوري يـــــوخـــاوري بــه شــونـــه
❊❊❊
ط،طلــــــــــــب دايـــــــــم درب کـړه غيـــــــــــــــــرواړه برتــــــــرب کــړه
مــــــريــــــــدي دشـــــــاه عـــرب کړه مـــه قــــــــضا کــــوه[دحق]نمنـځونــه
❊❊❊
ظ،ظاهـــــــــرشــــــه عبــــــادت کــړه [هــم]پــــــــه ګمــــراه باـدي لعـنت کړه
بـــــــــــــل له مؤمـــن سره مـدت کــړه لـــه چـــــا مــــــــه کـــړه غيبــتونــــه
❊❊❊
ع،عــــجـــــب د ښــــــې خـــــــــبـري لـــــکــــــه ســـــپــيــنــي مـــرغـلـري
اوېـــــــزانـــــــد ئـــــــــې پــه کــمري ولـــــــــي نـــــه کــــــړې خـیـراتونـــه
❊❊❊
غ، غـــــــــــــــزا ثـــواب د ګــنـج دئ پـــــــــه اودس کـــي فـــرض پـــج دئ
ښـــــه کـــــعـــبــــه د جـهــان مـځ دئ تــــــــه ئـــــــې وکـــــړه طــوافـونــه
❊❊❊
ف، فــــــــــــارغ شـــــه لـــه ګـنـاهـه شــــــــــه لــــــه بـــــدو نــــاویـساهه
امـــــــان غـــــــــــواړه لـــــــه اِلـــهه ګـــــــونــــــــدي نــه ویــــنــي اورونـه
❊❊❊
ق، قـــــــــدمــــښـېــــــږده پـــه ځمکـه دا عـــــــلـــمـــن ګـوره چـــي څـــه کـه؟
پـــــــسي ګــــرځــــــه چـي دوی ښه که ځـــــــنــــــي زده کـــــــړه کــــلامـونـه
❊❊❊
ک، کــــــمــــــيـــن شـه لکـــه خاوري زړګـــی ســـــپــــــيــن کړه لکـه واوري
هــــــــم د مــــــــــور د پـلار دوعـاوري چــــــي ســــخت [و] نـــه شـي عـذابونـه
❊❊❊
ل، لـــــــــــه کــــــل بــدو ناســي شـه هــــم دنــــیـا پـــــریــږده خــدایــي شـه
تـــــــل د مــــــرګ په چــار راضـي شـه چـــــــي پـس لـه مرګ [ډیر] دي حسرتونه
❊❊❊
م،مريددکامــــــــــل پـــــــــيرشـــــــه هــــــــــم په خــــــــپل زړه کي زهير شه
[بل] ددروېش پـــــــــه طلـــــــب خيرشه ګـــونـــدي دروښــــــــيي ملــکونـــــــه
❊❊❊
ن،نـــــام[دپيـــــــغامبر]دپـــسروان شــــه ددنــــــــــــــيا پــــه چـــــارنـــادان شــه
[بـــــل] لکــــه مؤمـــن سره يکـسان شه (چي)مومـنان[يکسان دي لکه]دکميس لړونـه
❊❊❊
و،واويــــــــــــــلی په دنـــــــيامه کـــړه دقيــــــــامت ســــــاعت پــــه زړه کـــړه
[بل] پــــــــه راغــــــــله يي باور(و)کـړه چــــــــــــــي قيــامت يـــې ويلـــــړينــه
❊❊❊
هـ، حــــــاضر پـــه علــــــــم پـــــورشــه [هـم] پـه عــــــــمل کې (يې) حضورشــــه
[او]ددنيـــــــا پــــه چارو تـــــــــرورشـه هـــــــــــــسي زده کـــــړه خصــلتــــــونه
❊❊❊
الـف لام، لـــــــــــــــه يوه اصلـــــــــــــه [لکـــه] شکر ګڼــــــــــــی وي له يـوفصـله
که خــــــــــــــبرشي له دي خصـــــــــــله تنهــــــــــــا يو،تنهـــــــــــــابـه ځـونـــه
❊❊❊
ي، يــودئ (او)تـــــــــل به ويــــــــــــــنه دزړګــــــــــــــي تختــــــــه کـــړه سپـــنه
...............اودوبيــــــــــــنــــــــــــــــــه لکه مېــــــــــــويې پــــــــه دريابــــــــونه
❊❊❊
محمد غزالــــــــــي چي دابيــــــــان کــــــړ روايـــــــــــت يـــــــــــې دئ ليـــــــــدلی
واورئ عـــــــالمـــــــــــــــــــــه،دقـــــرآن [او]دتفــــــــــــــــــسير لــــــه غزلـــــونه
واصل روښاني
:: اړونده موضوع:
غزلزار
ښه او بد هغه صنعت دى چي په پارسي ئې زشت او زيبا بولي
هغه دادى چي په لومړى مصرع كي ښكنځل او په دوهمه كي بيرته مدح ځيني جوړه شي،
بد ښه
ته ويده وې ما به درسته شپه كولې
بارى ستا په باب دعا هزار هزار
كه ئې يو ځله پر سر ورباندي كښينې
رنځ د هجر به شي دفع د بيمار
بند ئې خلاص كه پورتې ونيسه پخپله
مخ پوټى په نقاب نه ښايي د يار
كه هر څو پر موټه زور كړم درست په نه ځي
په رقيب كي ځما غشى د اّزار
په مدار مدار بې كاږم چي خوږ نه شي
د باڼو په ستني ستا د پوندي خار
څو پر سپور يې باندي ښوره شمس الدينه !
د عشق اوښ پر لاري كله ځـــــــــــــــــي هموار
شمس الدين کاکړ
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي