هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي

اول الــــــــف، دالله نـــــــــــــــوم دئ                 هسي مه وايه چـــي کـــوم دئ

جهـــــــان تللـــــــــی دوم پــه دوم دئ   موږ به څــــــــــــــه کړو داکـورونــــه

❊❊❊

ب،بندګي دحق حــــــــــــــق سدت کــړه          هم پــــــــه ثنـــــا خپـــسر عادت کــــړه

بل شيـــطان له جــــــــــــوده ردکــــــړه                     عمــل کـــــــــــــړه په کتـــــــابـــــونه

❊❊❊

ت،توبــــــــــه وکړه لـــــــه جهــــــــله                     ته واوړه لــــــــــــه بــــــــــده فعلـــــه

قرآن واخــــــــــــــــــله لـــــــــــه رحله                   هميشـــــــــــــه لــــــــوله اياتـــــــونه

❊❊❊

ث،ثنا پـــــــــــــــه ژبــــه وايـــــــــــه                       ووېــــــــــــــرېږه لـــــه ښه خدايـــــــه

ډېره طمــــــــــــــه کـــړه ګـــــــــــدايه                        ګــــــــــــــوندي درکـــــــــا جنــــتونه

❊❊❊

ج،جاهـــــــــــــل مه شــــه ای دلــــــه                     ددرويش پــــــــــــــه لوري مــــــــــله

دحضــــــــــــــرت په منده کي زغـــــله                پکښــــــــــــي ستــــــړي کړه ورنـــونه

❊❊❊

خ،خالـــــــــــــــي شه لـــــــه اغيـــاره                         ووېرېـــــــږه لـــــــــــــــه قهــــــــاره

بخشــــــــــــــنده اوســـــې ســــــتاره                         مــــــــــوږه ډېرکړو ګناهــــــــــــــونه

❊❊❊

دال،دوستــــــــــي کــړه له دروېــــشه        کليـــــــــمه وايـــه همــــــېشـــــه

چي [ته]خالي نـــــــه شې له وېـــــشه      زده کــــــوه دسفـــــــــــرملـــــــــونه

❊❊❊

ذال،ذاکــــر دزړه پـــــــــــــــــه يادکړه           پنج بـــــــــنا يې په حيات کــــــــــــړه

دېراميـــــــــددده په دادکـــــــــــــــړه                ګوندي درکا براقــــــــــــــــونــــــــه

❊❊❊

ر،رحــــــمت لــــــــــه خـدايه غـــواړه         څـــــــــوبــــــــــشـــــره دي ده ولاړه

هـــــم تــــــــــل اوښـــي،وينـــي ژاړه         هـــــم نـــــورمـــه کــړه ګنــاهــونـــه

❊❊❊

ز،زاهـــــــد شــــه له دنيا پـــــرېږده       ســــردخـــدای په راه کـښي کښېږده

لــــــــــکه په تبــه هــسي رېــــــــږده         تــــه بـــــه څـــــه کـــــړې دامــالـونه

❊❊❊

س،ســــــــلام لــــــــه دعلــمانـــــــو           هــــــــــــم دواړه مـــــــــؤمنــــــا نو

دوســــــــــــتي کــړه له چهــاريــارانو     درتـــــــــــــه وايـــم داپـــندونــــــــه

❊❊❊

ش،شـــــــــکر لــکــــه ګڼــــی شـــه          تـــــــــه ويــــــــزار لـه مسـتومی شه

[د]حــــــق  له ميــــــني لېــونی شــــه       اوښــــــــــي زور کـــــړه بـارخـونـــــه

❊❊❊

ص،صابــــــــــريې شــه پـه غــم کښي         مـــوږ به پـــــــريوزوپـه تورتـم کښـــي

لــــــــــکه تخــــــــم دئ په نــم کښـي               بيــــــــــــــابه ولاړشـــــــولکه يـونــه

❊❊❊

ض،ضـــــــــــرور کـــــړه اې صـورتــه             څـــــــــــوبــــــشــــــره دي سـلامــته

ووېرېـــــــــــږه لـــــــــه حــــيرتــــــه              خـــــاوري يـــــوخـــاوري بــه شــونـــه

❊❊❊

ط،طلــــــــــــب دايـــــــــم درب کـړه                غيـــــــــــــــــرواړه برتــــــــرب کــړه

مــــــريــــــــدي دشـــــــاه عـــرب کړه               مـــه قــــــــضا کــــوه[دحق]نمنـځونــه

❊❊❊

ظ،ظاهـــــــــرشــــــه عبــــــادت کــړه           [هــم]پــــــــه ګمــــراه باـدي لعـنت کړه

بـــــــــــــل له مؤمـــن سره مـدت کــړه               لـــه چـــــا مــــــــه کـــړه غيبــتونــــه

❊❊❊

ع،عــــجـــــب د ښــــــې خـــــــــبـري                لـــــکــــــه ســـــپــيــنــي مـــرغـلـري

اوېـــــــزانـــــــد ئـــــــــې پــه کــمري           ولـــــــــي نـــــه کــــــړې خـیـراتونـــه

❊❊❊

غ، غـــــــــــــــزا ثـــواب د ګــنـج دئ             پـــــــــه اودس کـــي فـــرض پـــج دئ

ښـــــه کـــــعـــبــــه د جـهــان مـځ دئ             تــــــــه ئـــــــې وکـــــړه طــوافـونــه

❊❊❊

ف، فــــــــــــارغ شـــــه لـــه ګـنـاهـه                           شــــــــــه لــــــه بـــــدو نــــاویـساهه

امـــــــان غـــــــــــواړه لـــــــه اِلـــهه                       ګـــــــونــــــــدي نــه ویــــنــي اورونـه

❊❊❊

ق، قـــــــــدمــــښـېــــــږده پـــه ځمکـه               دا عـــــــلـــمـــن ګـوره چـــي څـــه کـه؟

پـــــــسي ګــــرځــــــه چـي دوی ښه که               ځـــــــنــــــي زده کـــــــړه کــــلامـونـه

❊❊❊

ک، کــــــمــــــيـــن شـه لکـــه خاوري                  زړګـــی ســـــپــــــيــن کړه لکـه واوري

هــــــــم د مــــــــــور د پـلار دوعـاوري            چــــــي ســــخت [و] نـــه شـي عـذابونـه

❊❊❊

ل، لـــــــــــه کــــــل بــدو ناســي شـه                   هــــم دنــــیـا پـــــریــږده خــدایــي شـه

تـــــــل د مــــــرګ په چــار راضـي شـه           چـــــــي پـس لـه مرګ [ډیر] دي حسرتونه

❊❊❊

م،مريددکامــــــــــل پـــــــــيرشـــــــه           هــــــــــم په خــــــــپل زړه کي زهير شه

[بل] ددروېش پـــــــــه طلـــــــب خيرشه        ګـــونـــدي دروښــــــــيي ملــکونـــــــه

❊❊❊

ن،نـــــام[دپيـــــــغامبر]دپـــسروان شــــه       ددنــــــــــــــيا پــــه چـــــارنـــادان شــه

[بـــــل] لکــــه مؤمـــن سره يکـسان شه     (چي)مومـنان[يکسان دي لکه]دکميس لړونـه

❊❊❊

و،واويــــــــــــــلی په دنـــــــيامه کـــړه                  دقيــــــــامت ســــــاعت پــــه زړه کـــړه

[بل] پــــــــه راغــــــــله يي باور(و)کـړه             چــــــــــــــي قيــامت يـــې ويلـــــړينــه

❊❊❊

هـ، حــــــاضر پـــه علــــــــم پـــــورشــه            [هـم] پـه عــــــــمل کې (يې) حضورشــــه

[او]ددنيـــــــا پــــه چارو تـــــــــرورشـه         هـــــــــــــسي زده کـــــړه خصــلتــــــونه

❊❊❊

الـف لام، لـــــــــــــــه يوه اصلـــــــــــــه      [لکـــه] شکر ګڼــــــــــــی وي له يـوفصـله

که خــــــــــــــبرشي له دي خصـــــــــــله                  تنهــــــــــــا يو،تنهـــــــــــــابـه ځـونـــه

❊❊❊

ي، يــودئ (او)تـــــــــل به ويــــــــــــــنه           دزړګــــــــــــــي تختــــــــه کـــړه سپـــنه

...............اودوبيــــــــــــنــــــــــــــــــه     لکه مېــــــــــــويې پــــــــه دريابــــــــونه

❊❊❊

محمد غزالــــــــــي چي دابيــــــــان کــــــړ        روايـــــــــــت يـــــــــــې دئ ليـــــــــدلی

واورئ عـــــــالمـــــــــــــــــــــه،دقـــــرآن               [او]دتفــــــــــــــــــسير لــــــه غزلـــــونه

 

واصل روښاني

[ ۱۳۸۸/۰۱/۱۸ ] [ 10:38 PM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي