هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي

ارسطو تر ميلاد ۳۸۴ كاله وړاندې د لرغوني يونان په يوه مستعمره ستاګرا/Stagira ښار كې چې د اتن په دوه سوه ميلۍ كې پروت دى، نړۍ ته سترګې پرانيستلې.. خو نوموړي د خپل وړكتوب ډېره موده د مقدونيه په پلازمېنه د پلا/ Pella په ښار كې تېره كړه. پلار يې د سكندر د پلار او د فيليپ د نيكه امينتاس/ Amyntas په دربار كې طبيب  و، فيليپ د ارسطو د ماشومتوب همزولى ملګرى و.

فيليپ د ځانغوښتنې، ځان ستاينې او د هرځايي هلكانو خويونه لرل. په وجود كې يې د هغو ځناورو ځانګړتياوو ځاى نيولى و، چې هغه مهال يې د مقدونيه په ځنګلونو كې ژوند كاوه.

ارسطو، په دې هيله چې راتلونكى ژوند يې له ستونزو او كړاوونو څخه خوندي وي، زده كړل چې څنګه پر خپل نفس واكمن واوسي.

هغه په خپل ژوند كې ډېر داسې وګړي ليدلي وو، چې په كوڅو او سړكونو كې د خپلمنځي شخړو قرباني شوي وو. د ارسطو په وينا: ”پر ځان باور او پر نفس غلبه د بري لومړنى شرط او د عمر اوږدېدل دي“. دا د ارسطو باور او په ژوند كې د هغه شعار و.

د ارسطو فلسفه، د يونان د لرغوني تاريخ په يوه توپاني بهير كې په پښو ودرېده. دا داسې يو دوران و، چې د وينو د بهېدلو وېره ورسره تړلې وه.

اوس به راشو د ارسطو ژوند ته:

ارسطو، په اتلس كلنۍ كې مقدونيه پرېښوده. نوموړى د اتن په اپلاتون نومې  اكاډمۍ كې په زده كړه بوخت شو. په دې ځاى كې يې له خپل استاد (اپلاتون) سره وپېژندل. په لنډه موده كې زاړه استاد او ځوان زده كوونكي مينه سره پيدا كړه. په دې توګه هغوى نړۍ په خپل حال پرېښوده، پوهنيزو او فلسفي تودو بحثونو ته يې مخه كړه. اپلاتون د ژوند په څپانده سمندر كې د لامبو وهلو لپاره زوړ و، خو ارسطو ځوان. هغه په اكاډمۍ كې ډېر كلونه زده كړه وكړه. د استاد په مړينه زده كوونكي ته ځان بېكسه اويوازې واېسېد.

له فيليپ سره پر ملګرتوب ، چې هغه مهال د اتن پاچا و، ډېر كړېده. ځكه هغه مهال دغه مغرور واكمن، د يونان د ښارونو خپلواكي له ګواښ سره مخ كړې وه. ارسطو ته د دې حالت زغمل ګرانه خبره وه. ځكه پرته له دې چې د اوسېدو لپاره كوم ځاى ولري اړ شو چې اتن پرېږدي. هغه مهال كورنيو جګړو د استاګيرا ښار چې ده خاپوړې په كې كړې وې، په خاورو او ايرو بدل شوى و، ځكه نو ارسطو د يوه هوښيار او مدبر انسان د موندلو په لټه كې شو.

د هغه هيله ترسره شوه. ارسطو خپل يو پخوانى ټولګيوال هرمياس/Hermias وموند. هرمياس دا مهال په كوچنۍ اسيا كې د يوه وړكوټي ښار حاكم و. ځكه د هغه دربار ته ورغى. هرمياس هم خپل پخوانى ملګرى په پراخه ټنډه ومانه. هرمياس د يونيسوس په څېر نه و، ده له فيلسوف سره مينه ناك اوله درناوي ډك چلند وكړ. تر دې چې خپله خور يې له ډېر جهيز سره د هغه په نوم كړه. د ارسطو درې كاله رښتينې او فلسفي مينه په ارامۍ سره تېره شوه.

خو ډېر ژر حالات بدل شول. فيليپ ته د خپل وړكتوب ملګرى ورپه زړه شو. پاچا د ارسطو د روښانه ژوند په اړه ډېر څه اورېدلي وو، ځكه يې دوړكتوب ملګرى د خپل سركش او وحشي زوى (سكندر) لپاره غوره استاد وګاڼه. فيليپ له ارسطو څخه وغوښتل چې د زوى پالنه او روزنه يې پرغاړه واخلي او ارسطو هم د فيليپ غوښتنې ته مثبت ځواب وركړ.

(٣)

د مقدونيې ربار ته د ارسطو دويم ځل ورتګ تر لومړي ځل توپاني و. ځكه فيليپ د خپلې امپراتورۍ پر اداره واكمن، خو د خپلې كورنۍ په اداره كې پاتې راغلى و. د نوموړي مېرمن ملكه ”اولمپياس/Olympias“، يوه لېونۍ ښځه وه. دې به د خپل خاوند د ځورونې لپاره ويل چې زوى يې سكندر له فيليپ څخه نه دى، بلكې سكندر په هغو خدايانو پورې اړه لري، چې دې ناروا اړيكي ورسره لرل. دا خبره د ديارلس كلن سكندر زړه ته هم لوېدلې وه،  ځكه يې ځان د خدايانو له نسله ګاڼه او پلار، مور ته يې د غلامانو په سترګه كتل. خو د خپل ښوونكي (ارسطو) يې درناوى كاوه. ارسطو، اړ و چې په وار وار سره ددې بدمرغې كورنۍ د ستونزو په اوارولو كې قضاوت وكړي. وايي چې په يوه مېلمستيا كې چې پلار او زوى د شرابو په نشه مست وو، فيليپ پر خپل زوى، چې دهغه سپكاوى يې كړى و، يرغل ور وړ. هغه له ډېره كاوړه (غوسې) د خپل ځان انډول له لاسه وركړ او پر ځمكه پرېوت، خو سكندر د دې لپاره ژوندى پاتې شو، چې له نورو څخه ژوند واخلي.

په داسې يوه چاپېريال كې ارسطو خپل عمر لنډاوه. خو په پاى كې دا څو كلنه دوره هم پايته ورسېده.

فيليپ د ايران پر لوري د لښكر د استولو تيارى نيوه، چې ووژل شو. ويل كېږي، چې د پاچا په وژلو كې يې د مېرمنې او زوى لاس و. د هغه د ښخولو مراسم په ډېره ساده توګه ترسره شول.

د امپراتور تر مړينې وروسته د هغه ځوان زوى  سكندر پر تخت كښېناست. د نوموړي لومړنى كار دا و، چې خپل استاد له خدمت څخه رخصت كړي. ځكه سكندر نور دومره وخت نه درلود، چې زده كړه وكړي، بلكې هغه خپل پاتې ژوند يوازې جنګ او جګړو ته ځانګړى كړ.

سكندر خپل پخواني ښوونكي ته ليكلي وو: ”زه علمي زده كړه د قدرت تر پراخولو غوره ګڼم“، خو دا ټكي يې د ريا او ځانښوونې لپاره ليكلي وو. سكندر د ارسطو د تره زوى كاليس تنس/Callisthenes په دې تور تيرباران كړ، چې دى يې په خدايي نه و منلى. په دې توګه يې خپل ښوونكي ته خپل اخلاص او درناوى وښود.

(٤)

خو له دې ټولو سره- سره سكندر له خپل پخواني ښوونكي سره د فلسفې د پراخولو او ځواكمنولو لپاره مرسته وكړه او هغه ته يې يوڅه شتمني وروبخښله. سكندر يوازې هغه مهال له پښو وغورځېد، چې د خپلو عواطفو او احساساتو تر اغېزې لاندې راغى. هغه د قدرت د ټيڼګولو لپاره هر كار ته چمتو و. هغه غوښتل چې نړۍ فتحه كړي او د دې لپاره چې په نړۍ كې يې نوم تلپاتې وي، په بېرحمۍ سره يې خلك وژل او ښارونه يې سوځل.

ارسطو هم له دې لېوني انسان څخه سالمه ګټه پورته كوله. هغه له سكندر څخه څلور مليونه ډالره د فلسفې د خپرولو لپاره ترلاسه كړل.

وينو چې ښوونكى او زده كوونكى پر دوو مخالفو لارو روان دي. يو له وينو تويولو څخه خوند اخلي او بل هڅه كوي، چې د ژوند رښتينې مانا ترلاسه كړي.

احساساتي تاريخ كښونكو خپل ډېر وخت سكندر ته ځانګړى كړى او ارسطو ته يې لږه پاملرنه كړې ده. ليكوالانو هم د سكندر د ستايلو لپاره قلمونه پورته كړي، نوموړى يې نړۍ ته د يوه لوى او شريف انسان په توګه ورپېژندلى دى او هغه د نژادونو او قومونو ترمنځ د يووالي سمبول ګڼي.

هغوى د هغو ښارونو د ښكلا ستاينه كوي، چې سكندر يې بنسټ ايښى و، خو د هغو ښارونو په اړه يې ډېره لږه يادونه كړې، چې د سكندر د وحشت او ظلم له لاسه په خاورو بدل شوي دي. يوشمېر كسان ليكي چې سكندر د يوناني تمدن او كلتور زړي په پخوانۍ نړۍ كې وكرل. خو حقيقت داسې نه دى، دا د ارسطو حكمت و، چې رڼا يې خپره كړه. سكندر د نړۍ څلورلارې له انساني اسكلېټونو څخه ډكې كړلې، خو ارسطو هغه څوك و، چې په خپلو تلپاتو هڅو يې د ملتونو ترمنځ دمينې بنسټ كښېښود.

دا فلسفيان دي، چې د تاريخ د لويو بدلونونو لامل شوي، نه جګړه مار. ځكه دوى كولاى شي چې د وينو له تويولو پرته پر نړۍ واكمني وكړي او پرته له دې چې د ملتونو په زړونو كې د كركې او نفرت زړي وكري، زړونو ته لار مومي، خو په جګړه غوښتونكو كې دا صفتونه نه شته. ارسطو 1000تنه په علم او زده كړې سمبال سرتېري وروزل او د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې ددې لپاره ولېږل چې ملتونه يووالي او مينې ته راوبولي. دغو سرتېرو ته دا دنده هم وركړل شوې وه، چې د ځمكې پرمخ ژوندي موجودات تر څېړنې لاندې ونيسي.

دغو سرتېرو د نړۍ له هرې برخې څخه د ژويو، بوټو، دود او كلتور، جغرافيې او د خلكو د عقايدو په اړه معلومات ترلاسه كړل. ارسطو دغو معلوماتو ته په خپل فلسفي دايرة المعارف، ادب، پوهه او خدايپوهنه كې ځاى وركړ. دا د نړۍ په فكري همكارۍ كې يو اوچت ګام دى.

ارسطو، يو ژوبڼ او يو تاريخي لرغونتون (موزيم) جوړ كړ، همدارنګه يې په اتن كې د فلسفې د زده كړې لپاره يو ښوونځى هم پرانيست. هغه په اتن كې لس كاله ژوند وكړ، خو په دې لږه موده كې يې ډېر علمي او څېړنيز كتابونه د علم او ادب مينه والو ته وړاندې كړل. د پوهاند فولر(Fuller) په ژبه ”د ارسطو ژوند“ هغه كتاب دى، چې اوس هم د تېرې نړۍ د فكري ميراث يوه غوره بېلګه ګڼل كېږي. دا كتاب له هنري، طبيعي او علمي څېړنو څخه ډك دى. كه څه هم د دې كتاب لږه برخه تر موږ رارسېدلې ده، خو بيا هم دا پاڼې د يوه بشپړ بشري فكر يوه غوره بېلګه ده.

په بله مانا، ارسطو يو ګرځنده دايرة المعارف و. نوموړي به ان د تګ پرمهال هم زده كوونكو ته زده كړه وركوله او يا به د لارې لنډولو پر وخت د كوم كتاب په ليكلو بوخت و. له همدې امله د هغه فلسفي ښوونځى (مكتب) د ”مشاء“ په نوم يادېږي.

هڅه به وكړو، چې سوكه- سوكه په دې ارام فيلسوف پسې لاړ شو او د نوموړي هغو خبرو ته غوږ كښېږدو، چې د تګ پرمهال يې خپلو زده كوونكوته وايي. د ارسطو خبرې د خدايي او انساني اخلاقو په اړه دي.

زموږ كوربه پنځوس كلن دى. تېزبين او له خوندورو خوړو سره مينه لري، ځكه يې ګېډه راوتلې ده، ژبه يې بندېږي او د حماقت په وړاندې بې طاقته دى.

د تورو په تلفظ كې ستونزه لري. په ګرانبيه او لوكسو جامو پسې نه ګرځي او كه ورته ځير شو، د نورو انسانانو په بڼه يې ليدلاى شو. دا د ارسطو خويونه وو، چې شاهي دربار ته يې لار ومونده.

غږ يې پوست او كړنلاره يې مودبانه وه. ارسطو هغه بشپړ انسان دى، چې موږ ته زده كړه راكوي. هغه دا ښيي چې څنګه د ژوند په توپانونو، حسادت، كينې او د شهوت د يرغل پر مهال پر خپل نفس واكمن شو. په حقيقت كې نوموړى پر موږ د خپلو ارزښتمنو تجربو لورېينه كوي.

ان د هغو مقدونيانو ترمنځ چې ده ته ديوناني په سترګه ګوري او هېڅ ډول باور نه شي پرې كولاى او هغو يونانيانو چې ارسطو مقدوني ګڼي، يو ډول انډول ساتي. د هغه خبرو ته به غوږ كښېږدو:

(٥)

ارسطو وايي: ”ژوند له ټيټو حيواناتو رانيولې ان تر انسانه پورې چې يو عالي حيوان دى، د كمال او زده كړې د موندلو پر لار هڅه ده.(د يادولو وړ ده، چې دا عقيده د ډاروين د بدلون، عقيده راژوندۍ كوي). په دې توګه چې نطفه په جنين اوړي او جنين په ماشوم او ماشوم په هغه بشپړ او بالغ انسان بدلېږي، چې ان د خدايي دعوه كولاى شي. په دې توګه خداى بشپړ كمال او تلپاتې ژوند دى“.

پوښتنه كوو، چې دا خداى څه شى دى، زموږ خالق كه واكمن؟ جبار رب دى، كه مهربان پلار؟ او بالاخره حقيقت يې څه دى؟

د ارسطو ځواب يو څه وېروونكى دى. دى وايي: ”څه چې تاسې فكر كوئ، هغه خداى نه دى. هغه د  انسان عاشق نه، بلكې د هغه معشوق دى، هغه ساكن دى، خو زړونو ته حركت وركوي“.

دا تعريف دومره روښانه نه دى. يو شمېر ستاينې چې ځينو فيلسوفانو او خداى پېژندونكو ويلي دي، په حقيقت كې د دوى د ښكلاپېژندنې صفات دي.

د ارسطو په اند، كمال هغه ځواك دى، چې په هغه كې پرته له دې چې ونډه واخلو اسماني مبارزه او هڅه ليدلاى شو.

له خداىج څخه د ارسطو پېژندنه په حقيقت كې د نوموړي هغه هيله ده، چې غواړي ساكنه او بې حركته واوسي او انسان د شريفو او نېكو اعمالو لوري ته په حركت راولي. ځكه د ارسطو خداى د هغه په اند د انسان د كمال او انسانيت له زده كولو څخه خوند اخلي.

ارسطو په دې عقيده دى، چې په هر كار كې اعتدال، انسان د كمال پړاو ته نژدې كولاى شي. ارسطو دلته د خپل ژوند د تجربو يادونه كوي. ځكه هغه د سكندر ځوروونكي احساسات او تجاوز غوښتنه په خپلو سترګو ليدلي دي او دايې هم ليدلي چې څنګه انسانان د غلامۍ او اسارت په لومو كې بندېدلاى شي. ارسطو وايي چې په كارونو كې بايد له احساساتو څخه كار وانه خيستل شي او په هر كار كې منځلارتوب ګټه لري. د خلكو او ملتونو سلامتيا او پايښت په اعتدال كې دى. كه هرڅه وي په ډېره اندازه غوښتنه يې ښه نه ده. زړورتيا د بېباكۍ او وېرې منځ دى. بخښنه د اسراف او بخل اوسط، دغه راز د محافظه كارۍ اوسط پررويي او شرم دى.

د يادولو وړ ده، چې دا نظريات له هغه مغز څخه اخيستل شوي، چې يوه شل او ناوړه دوران ته يې روغتيا او سلامتي وروبخښله.

وخت ناوخته د سكندر د ظلمونو او وينو تويولو خبرونه وررسېدل، ځكه په هغه مهال كې د خبرونو د خپرولو بهير ورو و، يوازې هغو كډوالو به چې له اسيا څخه يونان ته تلل، د دې لېوني امپراتور د وحشت كيسې به يې كولې.

د سكندر ژوند ديوې وېروونكې بوړبوكۍ مثال درلود. پر هر ځاى چې به سيخه شوه، تر شا به يې ړنګې ويجاړې پاتې شوې. سكندر به نيول شوى سلامت هېواد خپل ملګري ته وروباښه، خو وروسته به يې د جنون او نشې په حال كې د هغه ماغزه سره وپاشل. د هغه يوه پوځي چې ناروغ و، د طبيب د لارښوونو د نه عملي كولو له امله ومړ. سكندر طبيب د خپل سرتېري د حماقت په تور پانسي كړ او وروسته يې د دې ګناه د كفارې په بدل كې د سلامت ښار اوسېدونكي تر تېغ تېر كړل. كله چې يوې نڅاګرې د نڅا د مراسمو په پاى كې له سكندر څخه د يوې شمعې غوښتنه وكړه چې د خپل كور لار پرې ومومي، نو سكندر د جمشېد تخت ته اور ورته كړ او په چيغه يې وويل:

”ځه ګرانې! د اور دا لمبې به دې لار روښانه كړي“.

دا د هغو داستانونو يوه بېلګه وه، چې ارسطو د خپل پخواني زده كوونكي په اړه اورېدل. ويل كېږي، چې د دا ډول كيسو په اورېدو به ډېر ځورېده او په ژړا كې به يې ويل: ”سكندر كولاى شي چې يوازې دا نړۍ فتحه كړي“.

يوشمېر پناه اخيستونكو ارسطو ته ويلي وو، چې سكندر هم د ارسطو له هغو خبرو خبر شوى، چې د ده پرضد يې كړې وې. د بېلګې په توګه ارسطو د يرغل په وړاندې تبليغ او دا چې ”تر ټولو ناوړه حكومت ديكتاتوري ده“ سكندر دا خبرې پر خپل ضد ګڼلې او په خلكو كې اوازې وې چې سكندر غواړي يونان ته په راتګ سره ارسطو ووژني.

خو ارسطو له وېرې پرته پر خپله لار روان و. هغه غوښتل چې خلكو ته غوره زده كړه او د عالي ژوند لارښوونه وكړي.

د ارسطو شعار و، چې ”غوره حكومت هغه دى، چې واكمنان يې يوازې د ولس د سوكالۍ په فكر كې وي“، ”د حكومت بڼه دومره مهمه نه ده، بلكې ارزښتمنه خبره دا ده، چې حكومت د خلكو په خوښه وي‘. ارسطو د ۱۵۸حكومتونو او ښارونو د ادارې په اړه څېړنه وكړه. په پاى كې دې پايلې ته ورسېد، چې په ډېرو دغو واكمنيو كې د سياسي بصيرت كمزورتيا برېښي. د ده په اند هر ډول طبقې ته پاملرنه اړينه خبره ده. ده عقيده درلوده، چې د شتمنو د واكمنۍ د كمزورۍ يو لوى لامل دا دى، چې د كارګرانو غوښتنې يې له پامه غورځولې دي او ډيموكراسي هغه وخت زوال مومي، چې كارګران د خپلو سوداګرو د غوښتنو په وړاندې بې پروايي وښيي.

لنډه دا چې حكومت هغه مهال فاسد دى، چې واكمنان يې يوازې د خپلې هوساينې په فكر كې وي. د صالح حكومت د برياليتوب راز د خلكو د ژوند په هوساينه او د ستونزو په ليرې كولو كې نغښتى دى. داسې حكومت هغه مهال جوړېدى شي چې ټول وګړي د عقلاني ژوند څښتنان او په ټولو كړنلارو كې پر خپل نفس واكمنان شي. په بله مانا د يوه ارام او سوكاله ژوند لرل.

ارسطو سپارښتنه كوي، چې: ”د شتو د ترلاسه كولو لپاره له اعتدال څخه كار واخله. لږ كسان په ملګرتوب ومنه، خو شرط يې دا دى، چې رښتيني او وفاداره وي، له هغو ملګرو څخه ډډه وكړه، چې په شمېر ډېر، خو عقل يې لږ وي. فكر ته وده وركړه او ذهن ته پراختيا، بشپړ تمرين د ذهن په ارامتيا كې نغښتى دى“.

خوشحالي او نېكمرغي په نرمۍ كې موندل كېږي. د ارسطو خيالي انسان هغه څوك دى، چې نورو ته د خدمت تږى وي. خو په خپله له نورو د خدمت تمه ونه لري. ”ارام او بخشش د لويوالي نخښه او منل يې رذالت دى“. يو غوره انسان انتقام او كينه نه پېژني او زړه يې له هغه څه څخه پاك وي، چې د بدل په نوم يادېږي. خداى ته نژدې زړه هغه دى، چې په خپل ځان كې د نورو له خوا ور رسېدلى زيان ونه ساتي.

د پاچا په غياب كې د هغه د بېعدالتۍ او ناروا كارونو يادونه  نه كوي، بلكې هرڅه چې يې ليدلي، يا يې اورېدلي، مخامخ ورته وايي.

نېكمرغي او بدمرغي په درنښت سره لمانځي. د نورو په خوشحالۍ خوښ او پردى خپګان خپل ګڼي.

د ارسطو اخلاقي ښوونې په يو څو تورو كې خلاصه كېږي:

”څوك چې له خلكو سره مينه لري، له ځان سره يې مينه كړې ده“.

د ارسطو پر فلسفې د ګلانو د يوې خوشبويه، خو زړې ګېډۍ په توګه نيوكه شوې. خو د ارسطو ځواب دا ډول انتقاد كوونكو ته ښايي دا وي: ”كه څه هم دا ډول ګلان ساده، روښانه او زاړه وي، خو ژوندي دي. ژوند لري. هغه پديدې چې په طبيعت كې په پرله پسې توګه پيدا كېږي، په اصل كې پخوانۍ او زړې دي. هره ورځ لمر راختل، په شپه كې د ستورو ښكارېدل، په پسرلي كې د ځمكې شينوالى او د انسانانو ترمنځ ملګرتوب او مينه په يوه داسې نړۍ كې چې جنګ جګړه ده، دا ټول تكراري ښكاري، خو په خپل ذات كې نوي دي“.

د ارسطو رښتينى كار په بشر كې د اخلاقو پلي كول دي. خو كه نن ورځ د هغه دا خبرې زړې برېښي، خو له رښتينولۍ او حقيقت څخه يې څه نه دي كم شوي.

(٦)

د ارسطو فلسفه په خپل دور كې د يوه بېساري انقلاب په توګه معرفي شوه، چې د له منځه وړلو نطفه يې هم له ځان سره لرله. پر اعتدال او منځګړتوب باندې د هغه ټينګه عقيده، هغه د دوو سوځوونكو اورونو ترمنځ راايسار كړ. په دغو دوو كې يو اور د سكندر كركه،د هغه د مړينې له كبله يو دم مړ شو، خو د دويم اور لمبې چې د ارسطو په وړاندې د اتنيانو بدګوماني وه، تر پخوا هم اوچتې شوي، اتنيانو پر هغه تور ولګاوه، چې انتي پاتر(Antipater) ته يې چې د سكندر پرځاى ناست و، پټ رازونه ورلېږلي او كله چې وپوهېدل دا تور بې اغېزې دى، خپلو پخوانيو چلونو ته يې مخه كړه او په دې تور چې هغه د خدايانو بې حرمتي كړې، د ارسطو د نيولو لار يې اواره كړه.

ارسطو چې د هغوى له دې شومې نقشې څخه خبر شو، ويې ويل: ”زه به د اتن خلكو ته دا وخت ورنه كړم، چې يو ځل بيا خپل لاسونه د يوه بل فيلسوف په وينو سره كړي“. له همدې امله د اوبوآ(Euboea) ټاپو ته وتښتېد. خو هغه ځاى هم ورته د ډاډ وړ نه و. څلورو خواوو ته كركې، كينې، يرغل او سراښتوب (حرص) خپلې وزرې غوړولې وې. ددې ټاپو اوسېدونكي په نمك حرامۍ مشهور وو.

هر ډول چې وو، فيلسوف پټ ژوند غوره وګاڼه، هغه څو مياشتې خپل ځان له انسانانو پټ وساته، خو په پاى كې مرګ ته تسليم شو.

ارسطو په مرګ كې هم لكه د ژوند په څېر له اعتدال څخه لاس وانه خيست او له وحشت پرته يې مېړانه وښوده. ”كله چې څوك د ښوونې او روزنې پر لار روانېږي، نو هغه ته د ژوند د پايښت لپاره د كومې پلمې موندل ګرانه خبره ده“.

د كتاب نوم                       :: په فلسفه كې تلپاتې پېښې

ليكوالان               :: هنري توماس او دانالي توماس

ژباړن                 :: نصير احمد احمدي؛

هغه فيلسوف چې د څارګرۍ (جاسوسۍ) تور پرې ولګېد

(384_ 322 تر ميلاد وړاندې)

 يونان په درېيو پرله پسې نسلونو كې درې نامتو فيلسوفان: سقراط، اپلاتون او ارسطو نړۍ ته وړاندې كړل. دا فيلسوفان د خپلو فكرونو او عقايدو له كبله همغه مهال د واكمنانو له خوا تر سختو كړاوونو او ستونزو لاندې راغلل.

ايشل، د لرغوني يونان ستر شاعر ليكي:

انسان يوازې په ستونزو او كړاوونو كې درك پيدا كوي او وړاندې ځي، خو دا خبره يې هېره وي چې: ”دا ښوونكي دي، چې درد او رنځ ويني، نه زده كوونكي“.

(٢)

ژباړن                 :: نصير احمد احمدي

[ ۱۳۸۸/۰۱/۰۲ ] [ 10:31 AM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي