يوبيان به کړم عالمه،کـه به څــوک نه په رنځـيـــــږي

له دې خپله اصله نسله،چي خلق ټــول په ورسېــــږي

زه فقيرقندهاری  يم، اوپه اصل کښي غلجــــی يـــــم

په قلات کښي يم زوکړی،عمرباد غونـــدې تيرېــــږي

په غلجي کښي يم هوتک،پـــلارنيکه مي نه وو ورک

عـالم ټوله په خــــبردئ ، که پوښتنـــي پسـي کـــيږي

په هوتک کښي ملېزی يم،خوارغريب په زړه بزی يـــم

دهجران له ډېـــره غـمه، زړه مــي دوه ټوکــره کـــېږي

په ملــي کښي اتمانخېل يم، پراتمان بابکرخېـــل يـــم

پربابکر اسماعيل خېل يم، کــه موعقلـــونه پرچلېــــږي

دملک سلطــان لمسی يـــم، د اتوملــــېزي زوی يـــــم



:: اړونده موضوع: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۲/۲۸

    دګرامر اصطلاح د لاتيني ژبي د ګراماټکس(Grammatics) او يوناني ژبي ګراماتيکي (Grammatike) له ريښې نه اخيستل سوې ده، په انګريزي کي ګرامر او په روسي کي ګراماټيکه ويل کيږي، په فاړسي ژبه کي دستور زبان او په پښتوکي ورته پښویه وایي. ګرامر د تشريحي ژبپوهني  يوه لويه او غوره څانګه ده، چي د يوې ټاکلي ژبي د کليمو، جملو دجوړښت سيسټم  تشريح او مطالعه کوي او يا د ديوې ژبي صرفي، نحوي جوړښت او ساختمان تر کتني لاندي  نيسي. په دې معنا چي د يوې ژبي د الفاظو(لغاتو) د تغير او بدلون اشکال، د هغوی ترکيب د جملو جوړښت او څرنګوالی مطالعه او تشريح کوي. په ګرامري څېړنو کي ژبه د قوانينو تابع نه ګرځول کيږي، بلکي ګرامر د ژبي قاعدې څنګه چي د هغې ژبي  دا صلي ويونکو له خوا استعماليږي، راباسي او تشريح کوي يې، څنګه چي هره ژبه ځانته د جوړښت اصول او قاعدې لري؛ نو ځکه د ټاکلي ژبي په ګرامري ليکنو کي د هغې ژبي قاعدې او اصول غوره ګڼل کيږي.                                                                                                                                                                                                   د استاد رښتين صاحب له اثر څخه      

 



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۲/۲۸

په دا څو دمه  حيات که مې ياريار وی

په درست  ښهر به همه زما کار کار وی

مه کړه مه کړه يو ځل بیاپه مــــــــــــراد راشه

ستا دا هجر به مې څو په زړه بار بــــــــار وی

مه وی مه وی راتعين د عشق غــــــــــــــمونه

تل د زړه په سر ولاړ ږغ يې مار مـــــــــار وی

راشه راشه لتا دروی  قرار نشـــــــــــــــــــــــــته

په اطلس کښي اړخ  ږدم  راته خار خار وی

ډېره ډېره  ښايسته ده لا تيــــــــــــــــــــــــــــری کا

چي يې زلفي په ښه مخ باندي تـــار تار وی

ځني ځني يار مجنون غوندي مجــــنون کا

که دهر دلبر ليلی غوندي هـــــــــار هار وی

بيا بيا کله تېر ساعت  مرا جعــــــــــــــــــت کا

د هر کار محل يې کښلی پــــه وار وار وی

دور دور د ځوانئ چي وار يې تېر شي

نور که خوی د ژنړی کا همه عار عــار وی

نشته نشته  جواب ګوی د دې ويـــــــــلو

که شاعر په ګفتار صد هزار هــــــزار وی

له ښو ښو سينو څوک په فلک بــــــيل کا

په ژړا به دبنده غـــــــــــــــوندی زار زار وی

دهجري هغه  يار يار دی پـــــــــــه دا ورانه

چي قمېص يې په سينه باندي لار لار وی

 

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۲/۲۸

د ا لله عزوجل څخه پرته بل څو ك دبندګي وړ نسته  حضرت محمد صلي الله عليه وسـلم د ا لله جل جلاله رسو ل دئ.

پر هر مسلما ن لازمه ده چي ددي كليمي الفاظ په ژبه صحيح ووائي په معني ئي ځان پوه كړي او په زړه پري باور وكړي .

 دلا اله الاا لله فضيليتونه

لااله الا الله ددي كليمي په ډير ذكر كولو ســره زړه ژونـــد ي  كيږي  له خــــيري  ،زنګ اوبــــدو اخلاقــــوڅــــخه پا كـــــــيږي .زړه له نوره څخه ډكيږي سكو ن اواطمينا ن ورته حاصليږي وسوسي بي ځايه  فكرونه غمونه پريشاني پري له منځه ځي .

دولاړي ، ناستي ،روغتيـــا نا روغتيا ،شتمنۍ ، غريبۍ ، اقامت ،ســـفر او په هر حا ل كي دا كليـــمه ويل كيداي شــي   .

د قــيــــا مــــت په ورځ بــــه خـــــوښ او خوشـــــــحا له وي او مـــــخ بــه ئــي له نـــــوره څـــــــخه ځــــــــليږي    .

له بـــدو كارو څــخــــه ژغـــــورل كيــــږي او دنــــيـــــكو كارونـــو كړنــــــه ورتــــــه اســـا نــــه كــــيـــــږي  دمرګ او قبر له ويري او تاريكۍ څخه به په اما ن وي.ترټولوذكرونو افضله ده اودخداي ج ددوستانووظيفه ده.ايما ن ته پري قوت تازه والي اونوي كيدل حــاصلـــيږي  .

ددښمـــــــــن څــخــــه دژغــــــــورنــي لپا ره  كلكه كــــلا ده.مرګ  به  ئــــي د ايمـــــان ســـــره وي .دا كـــــــليمــــه دجــــنــــــت كيــــلي ده .ګنــــا هــــو نــــه پـــري بخښل كيـــږي .تــــرصــــدقـــي كـــولــــو غـــــــوره ده . ددنياواخرت نيكمــرغي ده تـرځمـــكواواســـمانودرنـه  ده . 

له كفر او شــرك څــخه پـاكونكي ده .ددي كليمي د ويونكـي به شــفا عــت په برخــه كــيږي.  د الـله ج رحــــمــــت پـــري را اوريــــږي .

بخار ي ، مسلم ،احمد، طبراني ، بيهقي ، كه كو م څو ك دغه كليمه اويا زره واره ووائي برسيره پر ډيرو ثوابونو او ګټو دده لپا ره ددوذخ څخه فد يه ده او كه ئي څوك ثوا بونه خپل مور پلار او نورو دوستانو ته ورووبخښي دهغوي لپاره دغذاب څخه دخلاصو ن سبب  ګرځي  .  (خيرالفتواي او منة الجليل دعلامه شامي)

كه  كو م څوك لا اله الاالله ترهر لما نځه وروسته اويا ددو لمنځونو په مينځ كي (۱۶۵) واره ووائي او ياد  سيد نا ومرشد ناحضرت پيرا ن پير  غوث اعــظـــم ســــــيدشــــــيخ محي الدين عبد القادر جيلا نيالحسني و الحسيني قدس ا لله سره رضي   ا لله تعالي عنه  سره په زړه كي مينه  او محبت  كوي او له ځا نه سره ووائي چي زه دده مر يد يم نو هغه  كس دده په مريدانو  كي شمير ل كيږي ځكه چي ا لمرء مع من احب (سړي به له هغه چا سره وي چي ورسره مينه لري) [بهجة الااسرارو معد ن ا لا نوار . 



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۲/۲۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.