په دا څو دمه  حيات که مې ياريار وی

په درست  ښهر به همه زما کار کار وی

مه کړه مه کړه يو ځل بیاپه مــــــــــــراد راشه

ستا دا هجر به مې څو په زړه بار بــــــــار وی

مه وی مه وی راتعين د عشق غــــــــــــــمونه

تل د زړه په سر ولاړ ږغ يې مار مـــــــــار وی

راشه راشه لتا دروی  قرار نشـــــــــــــــــــــــــته

په اطلس کښي اړخ  ږدم  راته خار خار وی

ډېره ډېره  ښايسته ده لا تيــــــــــــــــــــــــــــری کا

چي يې زلفي په ښه مخ باندي تـــار تار وی

ځني ځني يار مجنون غوندي مجــــنون کا

که دهر دلبر ليلی غوندي هـــــــــار هار وی

بيا بيا کله تېر ساعت  مرا جعــــــــــــــــــت کا

د هر کار محل يې کښلی پــــه وار وار وی

دور دور د ځوانئ چي وار يې تېر شي

نور که خوی د ژنړی کا همه عار عــار وی

نشته نشته  جواب ګوی د دې ويـــــــــلو

که شاعر په ګفتار صد هزار هــــــزار وی

له ښو ښو سينو څوک په فلک بــــــيل کا

په ژړا به دبنده غـــــــــــــــوندی زار زار وی

دهجري هغه  يار يار دی پـــــــــــه دا ورانه

چي قمېص يې په سينه باندي لار لار وی

 

 



:: اړونده موضوع: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۲/۲۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.