له دې برزخه کندارۍ ملالې دا به مو قسمت ويپه اوږو چې جنازې وړو ډولۍ نشتهسر په غلا ګرځوو خدای نه امان غواړوپه هيندارو پټه شوې خولۍ نشته٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې تا چې خامک کړیهغه شين څادر په کټ د شهيد خور دید لالا غاړه دې مه ګنډه په سنډود هغه ځلمي بدن په لوګي تور دی٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې! ګل معلم شهيد شود مکتب په کتابونو لمبې تاو شوېسيپارې د ماشومانو په لاسو کېپه دې پاڼو د ګلونو لمبې تاو شوې٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې داسې ورځې راغلېچې انسان له بل انسان څخه ډاريږيد کاوبای او د شيخانو ليونتوب کېيو افغان له بل افغان څخه ډاريږي٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې شين ارغند وچ شوید بابا صاحب ميلې وحشت خوړليد خرقې په دروازه کې خلک سوځيد انارو سرې غونچې وحشت خوړلي٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې هله چې بيا ګړز شوبيا به چيرې ماشومان په وینو سره ويبيا به کونډه اجاڼۍ چيرته چغيږيبيا به کوم ځای کې زخمي زلمي پراته وي٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې تور پړونی واخلهزموږ خويندې سيه پوشې دي له غمهبس همدا به مو شاميت وي له ازلهچې مو وچې نه شوې سترګې هيڅ له نمه٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې ته خبره نه یېچې موږ ژوند ته له اوله پيدا نه ووموږ د مرګ لپاره خدای يو پيدا کړيلا خبر په راتلو نه يو چې په تله يو٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې دا خبر ريښتيا دهچې په خپله مو مرګ کور ته راوستلیموږ ته اور په خپلو خسو دی بل شویموږ په خپله خوله دی خپل بدن خوړلی٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې ټول تاريخ دروغ دیدې وطن کې نه وياړونه نه اتل شتهدلته ټول تاريخ په سرو وينو ککړ دیدلته جنګ شته دلته مرګ دلته اجل شته٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې خدای ته پلو يوسهچې يې ولې موږ پر دې ځمکه پيدا کړودا وطن خو بس په وينو کې ټاپو دهځان په مرګ مګر له دې ځايه پناه کړو ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې چا ته ګيله وکړوعقيدې ټول ملتونه جنتي کړلبس يو موږ يې د دوزخ د تلو لايق کړوزموږ ليوانو تې کفار د رمې سپي کړل٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې دا د خدای رضاء دهچې کفار مو خپل کاله ته رابلليموږ له خپلو مسلمانو څخه ساتيد دنيا ليوني دلته دي ښاغلي٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې اوښکې دې ارزانهستا د اوښکو زما د وینو قدر نشتهکندهار چې لکه زړه د پښتنو وپه دې ښار کې اوس د ژوند څه اثر نشته٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې خدای باندې دې سپارمزه اوس دومره بيچاره يم لکه مړیاوس مې مينه د ګلونو په هار نه دهاوس مې غاړه کې دی پروت د وهم پړی ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭کندارۍ ملالې ځه الله دې مل شهخدای دې ساته له بمونو له غمونوهغه وخت به بيا د مينې ديدن وکړوارغنداو چې شي بيا سور په انارونو د ۱۳۸۵ ل ل کال د تلې پينځمه عبدالغفور لېوال
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
وير
نن مي بيــا زړه څـــه بلاکه ولاړلـــه لاســـه بــې ادراکهپه هيڅ لـــوري نه پوهـېږم مـــــګر حضـــــر مــــدد راکهمالــيدلئ يـــار که راســـي چـــي دصـــبر اوبـــــــــه راکههســي ډېـــره بېـــــتابي کـه لېـــونى ســه لــه خــــورا کهچي نـامــه ديـــار رواخلـــــم چي له ځانه دي بــــې واکهوايــي داچــي ليلا چيــــري زه مجنون يم غــم خوراکهدلارايــــــه عــــطرســـــــــــايه نــه يې ويـــــــنم دل بـــلاکهمعشوقه مي اهو چشـــــمه کـجروي يــــې لـــه افلاکهشــــکر لــبه سيـــــــم غـبغبه زمــــا خــــــونــه بــه تالا کهيــــــارشـــــرين لـــکه شـرينه فرهاد ځــکه ځان هــلاکهښــــه نامه يـې ترقامــــــــته چي ديارمـينه ريشتيا کهمينه کړه شاه (احــــــمده )لکـــــه مــــــينه زلـېخا کهاحمدشاه باباه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
څېرې
ســــــتا لــــياقــت نه لـــرم، ګرانې بـېـســواده يـمـــــه زه د رقــــــيـــــب پـــه وړانــــدي پـــاتې له جهاده يمه زمــا ښايست، قوت زما سره کومــک نه شي کړاى ځــکـــــه بې برخې ستا د حسن له هــــر داده يــــمــه زما پـــه رګ رګ کې بـــهــېــږي، لــــکه ويـنـه مـيـنه بــــيــــا هــــم د خـــلــکو پـه نـظـر ډک لـه فـساده يمه د مـور مې زړه راباندې سوځي ارزښت نه راکـــوي کــه هـر څــو زه يـې هـم لـه ډلـې د اولاده يــــــمـــــــــه خدای تــه بنده له هر څه ګران وې نې هېرېږي خو زه احساسوم چــــې د خــــداى هـــم وتـــــى له ياده يمه. نذیـر احـمد نذیـر
:: اړونده موضوع:
غزلزار
په خندا كې ژړا
د تورو شپو په دربېلو كې زنداني ومه زه د جاروتلو ځنځيرانو قرباني ومه زه لاس مې تړلي ، خوله گنډلې د شكنجو په چور كې د ځوكلېدو، د ځورېدو په دوزخي تنور كې ساړه آهونه مې ياغي سوه د اسمان پر لورې سره اوسېلي مې شهابي د كهكشان پر لورې غمونو سر واخيست چې نور نو د زغملو نه وه د رنځېدلي زړه په غېږ كې د گاللو نه وه سركښه هيلې په سينه كې نورې نه ځائيدې لېونۍ كريږې د زگېروي په شانې وخوځېدې گوره چې چا مې د زړه پټه ناره واورېدله يا بې حيا زگېروي يې زما ناشكري وگڼله د كايناتو په تالاركې يوه غوغا جوړه سوه داسمانونو په دربار كې ماجرا جوړه شوه له سرو بلاووسره تورې هم راوبهېدې په هره تړه كې له خښمه څخه وغړومبېدې نه پوهېدمه چې يو څوك زما نجات ته راځي او كه د داد په پلمه زما ومجازات ته راځي ټولو زما د بېچاره وجود هډونه مات كړه هم يۍ پر ما باندې پېچلي ځنځيرونه مات كړه د ځنځيرونو ماتېدو ته يې خندېږمه زه خو د وجود ټوته كېدوته بياژړېږمه زه
ربابي ملنګه راشه
تبرزين په اوږه کيږده او يو پړک له لمره راوړه بې پېلوځو ته د ستورو د سپوږمۍ خبره راوړه له ترخو مو زړونه ډک دي بس خوږه سندره راوړه
تری تم يې را پيدا شه ربابي ملنګه راشه
د غم تورې تورې لړې راخورې څپې څپې دي سېلۍ ګرځي په غبار کې د غاټول پټې تپې دي سپينې ورځې رانه ورکې رانه تاوې تورې شپې دي
هله پړک وکړه رڼا شه ربابي ملنګه راشه
سرې په وينو جنازې مو په بروځو وې تړلې د څېړۍ کټ کې مو يوړې د نښتر څانګو وهلې مودې کيږي چې نغمې مو وې کږلې او کږلې
د نغمو مسته دنيا شه ربابي ملنګه راشه
بيا د مستو سرودونو د غزل کتاب درواخله دا غوټۍ د زړونو وا کړه دا ګلاب ګلاب درواخله منکرانو ته ټک ورکړه چندڼي رباب درواخله
د سندرو اژدها شه ربابي ملنګه راشه
جينکيو مو منلی درته نذر د لونګو دا ګېډۍ زلفې يې ګوره لکه تور لوګی دبنګو پاچهۍ دې صدقه شي ستا له سرو سترګو ملنګو
په اتڼ او په ګډا شه ربابي ملنګه راشه
ډېر بدرنګ وختونه ګرځي نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي خپل رنګونه رانه اخلي په پردي رنګ به مو رنګ کړي غلچکي دي رانه پټ به د ليلا د بنګړو شرنګ کړي
د غرور ډکه ښکلا کړه ربابي ملنګه راوړه
وچکالي د نغموغله باراني ترنم راوړه د رحمت ساقي درجار شم ډکه لپه له خم راوړه راته شونډو کې موسکی شه په لېمو تبسم راوړه
کټ کټ شين شه په خندا شه ربابي ملنګه راشه
پولادي موږکان ګرځي ځځيرلې يې چمبې دي وژل شوی دډول ږغ دی دشپنو شپېلۍ کڼې دي روغ مو زړونه پاتې نه دي ماتې ګوډې سريندې دي
ددې ټولو مسيحا شه ربابي ملنګه راشه
رام دنګو دنګو غرونو دا مغرور مغرور ديوان کړه د نغمو د ښاپېريو يو کاروان پکې روان کړه څڼې څنډ وهه يا هو کړه په مستۍ څيري ګرېوان کړه
ته مو يار ته مو اشنا شه ربابي ملنګه راشه
2001-1-16- پېښور كاروان
ته هم ریشتیا وایی!
|
غزل |
|
|
|
|
ستـــاســـنــدرې مــلــغـلـــرې ســـتــاټـــپــې دي دمـــلالــې دســـروزرو، دالــمـاســــواودګــاڼــــورنـــګ بــــه وركـــړم زمــااوســـتــاپــښـتــنـه مــيـنـه دڅــېـړيــوپــه هــېـوادكــې دګـورګـورورنـګ بـــه وركـړم دمــمـاڼــورنـګ بــه وركــړم ښـاپـېـرۍ بـه راكـوي پــرې لــه خــنــدانــه ډكـې شــونــډې هــرغــزل تــه مـې ،دكـلـي دسـپـيــن كـاڼـورنـګ بـه وركـړم غـزلـتـوري مـې دې روږدي مــرغـكـۍ كــه شــي رالــويـې دكــوتــرورنــګ بـــه وركــړم اودزاڼـــورنـــګ بـــه وركـــړم دستاشونډې سپېرې مه شه،دغه خاوره به خداى ګل كړي بــيــابـــه وخــانــدې لــه نــازه دګـلـپـاڼــورنــګ بــه وركـړم سـتـاخـالــونــه بــه تــازه كـړم لـكه شـمـس پـخـپلووړانګو ګـلـې تـك شـيـن رنـګ بـه وركړم دبوكياڼورنګ به وركړم
شمس خوستى |
تل يې وګوره چي تياره او ښکلا دوه عنوانونه د غروب پرکتاب ځير ورته کوره چي ښکلا هرماښام له تابېلېږي د تيارو په حجاب ټوله نړۍ باندي ارام سي حاکم چي لمر پښه کښېږدي د غروب پر رکاب څو چي سهار سي تيارې مخ ونيسي بيرته عالم د ژوندون اور کړي کباب لمر د افق پرژۍ جلي وليکل چي عالم ړوند دئ هم مغرور هم خطا آيا د ژوند فنا زوال نه وينې؟ لکه تيارو چي زما رڼا کړه تالا کشکي لمر خپل تاريخ ليکلای همېش چي څه پيړۍ دي رژېدلي پخوا؟ د لمر نظام ته يو حيرت اخيستي ختو، لوېدو يې سودايي کړه دنيا ارواښاد مولانا عبدالخالق واسعي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
ساقي پاڅه مست خمــــــــــــار دی د طلــــــــوع نــــــوبت راکـــــړه بيــــا مي وار دی د طلـــــــوع چـــــي مي ژبــــه اخلــــي اور د ډېره جـــــوشـــــه زه پــــوهــــــېـږم بـــــخت بيـــدار دی د طلــــــوع سهــــار خوان بلبــــل بــه بيا ووزي له حـــالــــه شــکــــــوفــه ګــــــل و ګلـــــزار دی د طلــــــــــوع د پښتـــــــــو بيــــدله ورک مســــــــې ږغـــــــېـږه ستـــــا و خـــــــوا تـه انتظــــــــار دی د طلــــــوع نــــوميالی پتـــڼه ځـان باندي مکــوټ کــــړه شمعـــــه نه ده جــــــوړ انګــــار دی د طلـــــوع د ځيګـــر ياقـــــوت خــــوني کـــړه لــه قلمـــــه منــــاســــــب مــــــخ د نثــــــــار دی د طلـــــــــوع انعکـــــــــاس د بريالــــــي د وينــــو ښکـــاري يـــــا خـــــونبار يـــــا لالــه زار دی د طلــــــــوع مولوي عبدالغفار بريالى
:: اړونده موضوع:
غزلزار
لمره! لمره لېمه دې رپېدو ته چمتو وجود دې بيا و راختو ته چمتو
ستا راختو ته شپو يووالى كړى نامردان ستا له منځه تلو ته چمتو
ستا شا و خوا ته لوى اغزن لوى غرونه اسمان لا هم و خښېمدو ته چمتو
يو لا هم نه غواړي چې وځلېږي خو ته بېشكه ځلېدو ته چمتو
كه كهكشان دې مخ ته ودرېږي ته يې ولاړ، مقابلو ته چمتو
او زه مومن خو دغه ډاډ دركوم حريفان واړه ختمېدو ته چمتو.
جانان مومن
لاليه! شمع پانوس كې ويلېدم، لاليه د ظلمت شپو كې كړېدم، لاليه
لكه باران مې تويولې اوښكې په اندېښنو كې زنګېدم، لاليه
ښه شو چې راغلې زما د زړه حرم ته كنه! له جبره ړندېدم، لاليه
تل د وحشت په كرغېړنو لاسو لكه بېسده پر شا تلم، لاليه
همپا لحد په شان پردي زندان كې لكه ماشومه لوبېدم، لاليه.
تپوس چې بې بنګ او بې شرابو ستا په مينه كې نشه يم هم په خوب كې، هم په ويښه ناليدلي اشنا داسې باولۍ غوندې يم هېښه ستا خيالي تصوير ته ګورم او ستا د خوږ ژوند په ښكلا كې زما د تريخ ژوند اثر پروت دى ستا د سپين مخ پر هنداره زما د وينو نښان چاپ دى ستا د سترګو په ځلا كې زما د پرې زړه انځور ښكاري او ستا ورغوي كې جانانه زما خبرې څه ته ليك دي زما تندي كې راته وايه ستا جلوه ولې ښكارېږي؟ ستا د غشو پر سرونو زما اوښكې ولې زانګي؟ زما په زړه، زما په دماغ كې ستا خيالونه ستا يادونه ولې تل راسره مل وي؟ دا څه كيف، دا څه اسرار دى د فاني نړۍ پر غولي د خاورينې كُرې زړه كې؟ دا تپوس كوم زه ستا څگه دا څه چل دى راته وايه!
زرپاڼه همپا
رسول الله ﷺ فرمایي: د دين په کارونو کې آساني کوﺉ سختي مه کوﺉ خلکو ته زيری ورکړئ او خلک مه متنفره کوئ. "رواه البخاري"
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
اصلاح
دا افغانان دي
وايې چې يوه مشره ملا يكه په هغه دنيا كې په دوزخو ګرځيده كه ګوري چې يو دوزخ هيڅ پيره دار نه لري نو نورو ملايكو ته يې وويل چې دا ولې پيره دار نلري : دوى ورته وويل دا افغانان دي نو دوى پيره دار ته ځكه اړتيا نه لري چې هر يو رالوړيږي هغه نور يې بيرته تر پښو راكښوي ، نو ځكه هيڅوك نشي راوتلي .
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
زلمۍ جنازې
زړه مې لويږي چې مرګی واورم دچا ټول يو اه شم چې يوهی واورم دچا چې نه يارشته نه همځولي اونه کلی په پردي وطن خندی واورم دچا چې ته نه يې زماخوږمن خوږمن زړګيه په دې نيمه شپه زګيروی واورم دچا زماوطن خوټول ژړه اه اوسلګۍ دی دومره شورکې اسويلی واورم دچا وايم خدایزده بياموکوم ګړنګ ته ولي چې درحم غږپردی واورم دچا لاترڅودغه زلمۍ جنازې يوسم لاترڅوپه ويرکنکی واورم دچا داژړاپه غضري زموږترڅووي نورلاڅومره واويلی واورم دچا ۱۳۸۵/۹/۱۴ساجر په احترام غضري
نور به چرګان هم جامې اغوندي !!
په چاپان او اتريش كې د جامو جوړولو شركتونو په ګډه د چرګو او چرګانو لپاره جامې جوړې كړېدي. هغوى پر دې ګروهه دي، چې په دغو جامو سره به چرګې او چرګان نور هم ښكلي شي. د اتريشي شركت يوتن چارواكى " ادګارهونشلاګر" وايي، چرګې او چرګان به اغوستن ته اړ نه وي، خو زموږ پوښاك( لباس) دومره ښكلى او په زړه پورې دى، چې د چرګانو به هم زړه ورته وتخنيږي. د چرګانو د اغوستن لېوالتيا هغه مهال راپورته شوه، كله، چې د لومړي ځل لپاره يو چرګ په جامه كې نندارې ته وړاندې شو، دغه چرګ دومره بدرګه شو، چې شركتونه يې د چرګانو پوښاك جوړولو ته اړ كړل. د جامو تر نندارې وروسته شركتونو ته ګڼ شمېر غوښتنې ورسپارل شوې، په دغو غوښتنو كې پر جامو د چرګو د فارم نوم، د چرګ د زوكړې ورځ او د چرګ نوم په پام كې نيول شويدي.
دازماافغان دی
دازماافغان دی
ســــــر يې دی په لاس کـې
هــرمـــــــيدان کــې قــــــــهرمان دی
دازماافغان دی
الله اکــــبر یې دی پــه ژبـــه
داخـــــــــــــاوره نــنګ ايــــــمان دی
دازماافغان دی
پښــــــتون دی کـــــه تاجـک
هــــــــــــــزاره تــــــرکـــــمن ازبــــــک
نـــــوريستانی کـه پشه ئي
ســـــــــره وروڼــــه هـــم يـوځـان دی
دازماافغان دی
داميلمه پال زماولس دی
په ننګ ناموس يې سرقربان دی
دازما
افغان دی
ياســين ځکه افتخارکړي
چـــې وطــن يې افـغانــسـتان دی
دازما
افغان دی
د باليووډ مشهوره څېره: عمران هاشمي، په يوه چاكلېټ عاشقۍ ته ورسېد!
عمران هاشمي د جواني دېواني ترڅنګ په " چاكلېټ او عاشق بنايا همې " فلمونو كې د هند د 2004 كال د ښكلا له ملكې تنوشري داتا سره راڅرګنديږي. مليكا شروات، ديا مرزا او اودېتا درې هغه نوې او سكسي نجونې دي، چې له عمران هاشمس سره په " مردر"، " تم سې نهي ديكها" او " زهر" فلمونو كې راڅرګندې شوې. عمران د همدغو نجونو او د نجونو د لغړو رولونو له امله ډېر شهرت وموند. جان ابراهام هغه بېنومه او ناپېژاندى هنرمند و، چې له بپاشاباسو سره په جسم او ځينو نورو فلمونو كې د هنر لوړو پوړيو ته وخوت، عمران هم دهغه پر پله روانيږي، يانې دى هم غواړي په بربنډو صحنو سره ځان د جان تر پوړيو ورسوي. عمران هاشمي د هندي سينما په نويو نارينه كركټرونو كې شمېرل كيږي، هغه پخپلو دريو برياليو فلمونو سره پر دې وتوانېد، چې په باليووډ كې د ډايركټرانو او چمتووالو( پروډيوسرانو) پام ور وګرځوي. د عمران لومړني ګامونه بريالي ګامونه و، ځكه مردر، تم سې نهي ديكها او زهر درېواړه فلمونه د مينه والو له ډېر تاوده هركلي سره مخ شول. عمران هاشمي د " جواني ديواني" او چاكلېټ په نومونو دوه نور فلمونه هم لري، چې په دې نږدې ورځو كحې به د سينما پر پرده ښكاره شي. د جواني دېواني فلم ډايركټر مانيش شرما او چمتووال يې " پاچيسيا" دى. پاچيسيا تر دې مخكې د زمين او جوبلي سونيهال په نومونو دوه نورو فلمونه هم چمتو كړي وو. په دغه فلم كې به له عمران هاشمي سره سلينا جيتلي، هريشتابټ او مهېش منجركر لوبيږي. د جواني دېواني ،فلم اخستنه په " مورشز" كې پيل شوېده او په روانه يا راتلونكې مياشت كې به نندارې ته وړاندې شي. عمران هاشمي د جواني دېواني ترڅنګ په " چاكلېټ او عاشقي بنايا همې " فلمونو كې هم رولونه پرغاړه اخستي. په دغو فلمونو كې له عمران هاشمي سره تنوشري داتا( د هند د 2004 كال د ښكلا ملكه ) راڅرګنديږي. چاكلېټ څه وخت مخكې د امسټرډام په ايفا هنري جشن كې د يوه ځانګړي اثر په توګه نندارې ته كېښودل شو او د مينه والو له ډېر تاوده هركلي سره مخ شو. په دغه فلم كې له عمران هاشمي سره انيل كپور او ارشد وارسي هم راجوتيږي. د چاكلېټ داستان او كيسه دومره ځانګړې او په زړه پورې ده، چې شاهرخ خان يې په خپله هره مركه پر ستاينو نه ستړى كيږي، يانې ډېره يې خوښيږي، ولې به يې نه خوښيږي؟ اخر چاكلېټ خو د هرچا خوښيږي!!
راشه د رحمت بارانه...
راشه د رحمت بارانه ښار اخستی اور دی ژوند لکه د کلي د چنار اخستی اور دی راشئ زما اوښکې ورله يوسئ بلبلانو سوزي درنه ښکلي لاله زار اخستی اور دی نه يې د چا لاس لکه امېل د غاړې تاو شو غاړه کې يې خپل د غاړې هار اخستی اور دی وچې شونډې ګرځئ بدبختانو ميخوارانو اوښکې د انګور وسوې انار اخستی اور دی لرې شه لمنه به دې وسوزي طبيبه پرې يې ږده چې څه کيږي پرهار اخستی اور دی ما وې ګلابي جامونه راکړه راته وې يې وار وکړه تلوار مکړه ستا وار اخستی اور دی سوې د کاروان سندرې چا په زمزمه کړې ګوتې د مطرب وسوې شاتار اخستی اور دی
په المان كې د خندا ښوونځى جوړ شو!!
برلين(انانوا): خندا اسانه چاره نه ده. هغوى،چې خاندي او بيا كټ كټ خاندي له ستر هنره برخمن دي، ځكه خندا هم د هرچا د وس خبره نه ده. جرمنيان لومړني خلك دي، چې د خندا د ودې او پرمختيا لپاره يې ښوونځى جوړ كړ. دغه ښوونځى به هڅه كوي، د المان په غوسه ناكو خلكو كې د خندا رڼ را وټوكوي. د انانوا خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ښوونځي ته په زرگونو خلك ورمات دي، چې د خندا د يادولو په درسونو كې برخه واخلي. ددغه ښوونځي يو تن ښوونكي،سوزانا ماير وايي، په ښوونځي كې له شاملېدونكو كسانو به ازموينه اخلي، كه چېرې يې خندا زده وه او طبعيت يې ورته جوړېده نيسي به يې او كه نه نورې لارې چارې به ورته لټوي. هغه وايي، موږ به خلك د زړه له كومي وخندوو، موږ ډېرې مصنوعي خنداګانې واورېدې خو يوې مو هم زړه ټكور نه كړ، دغه ښوونځى به پر دې بريالى شي، چې خلك د واقعي خنداوو په لور بوځئ. سوزانا وايي،كېداى شي په دغه ښوونځي كې ژويو او نورو څارويو لكه سپي او پيشو ته هم خندا ور زده كړو.
د 51 بچيانو مور، يوه ستره هستي!
په چلي كې يوې ښځې د 51 بچيانو په درلودا سره د نړۍ د ډېرزېږې مور ريكارډ ټينګ كړ. دغه ښځه، چې پر 1925 كال پيدا شوېده، پر 1943 كال يې واده وكړ او تر 2000 ز كال پورې يې د بچيانو شمېره 51 تنو ته رسېده. ددې ښځې پنځه بچيان مړه شوي ، خو نور يې ژوندي دي. هغه د 24 هلكانو او 22 نجونو مور بلل كيږي. ويل كېي ددې ښځي د لمسيانو او كړوسيانو شمېره له حسابه وتې ده. له دې اخوا، يوه چينايۍ ښځه هم د 38 بچيانو په درلودا سره د ريكارډټينګښت ته ولاړه ده. دغه ښځه 55 كاله عمر لري او دچين په سنكيانګ ايالت كې اوسيږي.
مريخ ته د انسانانو ورتګ او دژوندپيل
د ستورو پيژندنې انستيتوت غواړي چې د ۲۰۰۷ كال په پاى ژمي كې مريخ ته د انسانانو د ليږدولو كار پيل كړى . دغه نړيواله تجربه مريخ - ۵۰۰ نوميږى ، ټاكل شوې ده چې ددې كار د عملي كيدو لپاره به د ټولې نړۍ هېوادونو وگړو ته چې غواړي په دغه كار كې برخه واخلي بلنه وركړل شي ، كسان به غوره كېږى او وروسته به مريخ ستورى ته ليږودول كيږي . سره ددې چې ددې كار پيلته ډېر وخت پاتې دى ، د مختلفو هېوادونونه تر يوسلو شلو تنو زياتو كسانو د ورتك هېله ښودلې او خپل غوښتنليكونه يې نوموړې ادارې ته ورليږلي دي. لمړى به د كومو كسانو چې بايد مريخ ستورى ته وليږدول شي صحي معاينات كيږي او تر هغې وروسته د ټاكل شوې پلاوي تر سلا وروسته مريخ ستوري ته وليږودول شي . ددې ادارى مشر د طبى علوموډاكتر بوريس ويلاديميرويچ موركوف ټاكل شوى دى ، او ددې تجربى د بريالتوب او كنترول لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو استازى او كارپوهان هم برخه اخلي ترڅو په مريخ كې د انسانانو د ژوند دپيل لپاره لاره پرانيځي . كه چيرته دغه كار په عمل كې بشپړ او بريالى شي نو دا به په نړىواله كچه يو ستر بدلون وي او مريخ به تر ځمكې وروسته دوهمه سياره وي چې هلته به د انسانانو ژوند پيل شي ، او داچې دغه كار څه وخت او څرنګه ترسره كيږي وروسته به ډاګه شي .
ګرانه دخدای لپاره راشه پرماتيارۀ ده چې رڼاراباندې شينه ګرېوان مې ټول پۀ اوښکولوند دی مادجانان لۀ غمه ډېرژړلي دينه ګرېوان مې ټول پۀ اوښکولونددی داشناغم مې خوشالۍ ته نۀ پرېږدينه ګرېوان نيولی يې روان کړم کۀ لږ څۀ غم دهجران اوږدراباندې شينه ګړی پۀ سرخولۀ رانه غواړې مخ مې خولې دی پرې رنځوربۀ شې مينه ګلاب پاچانرګس وزيردی داشبوګل مې شهزاده دمخه ځينه ګلاب پاچانرګس وزيردی ترپاچاتېرشوم دوزيرسلام کومه ګلاب پرسرکېږده جانانه ښکلی بۀ تۀ شي بوی بۀ يې مالره راځينه ګلاب پۀ باغ کې شرمنده شو چې پۀ سروشونډواشناوخندل مينه ګلاب پۀ ګلوکې پاچادی نرګس وزيرخزان پۀ راوړل براتونه ګلاب دخدای پۀ قدرت جوړدی جانانه ستاشونډې ترګل نازکې دينه
|

|
|
|
|
توتکۍ ستړې مه شې
پيرمحمد کاروان |
|
|
|
تاسې مامه ګرموئ. زه ډير د خپل روح په باغ كې د شعر په ګلونو پسې ګرځيدلى يم. خو ما تر اوسه د شعر داسې ګل نه دى پيدا كړى چې د مور د يوې كوچنۍ دعا مخى يې وګڼم. زه نن د خپلو هغو خاطراتو مخ روڼى كوم چې زما د اروا په باغ كې د تنكيو څانګو په څير غځيدلې دي. په دې هيله چې د شعرونو بې شميره ګلونه ونسي، چې د مور د هرې دعا په بدل كې يې ګرانې مور ته ډالى كړم. تاسې غوږ شئ! د يوه قاتل ژمي كيسه درته كوم. د داسې ژمې كيسه چې تا به ويل له زمهرير نه را زيږيدلى دى. دې ژمې لكه سپين ديو زموږ پر كلې سپينې خيمې ودروالې او زموږ كلى يې ونيو. دې سپين ديو زموږ د كلي د ډيرو سپين ږيرو، سپين سرو او كوچنيانو تاوده زړونه په واورينو منګولو كې داسې و مروړل چې بيا يې درزا او تودوخه په سترګو هم ونه ليده. غرمه به له كورونه ډك ډك پالنګونه هديرې ته روان وو او مازديګر به له هديرې نه تش تش پلنګونه را روان وو. د نوموړي كال نورموسمونه هم څه بختور موسمونه نه وو. په پسرلي او اوړي كې زموږ ډير زلميان د سره روس سره جنګ كې شهيدان شوي وو. كله چې قاتل ژمى راغى او زموږ د كلي د هديرې په ډكولو او كورونو په تشولو يې پيل وكړ نو زموږ خلكو نوموړى ژمى د سپين روس په نامه و باله. دې سپين روس په هر څه كې د مرګ زهر ګډ كړي وو. زموږ په كلې كې يوه وبا خوره وه چې مخنيوى يې ډير ګران و. ډاكټر او روغتون نه وو. د ډيرو زورورو ملايانو تاويزونه هم نه چليدل. د نازولو زيارتونو پر سرونو د برم جنډې نيم ځوړندې وې ډيرو سر كښو او ښكرورو څارويو د صدقې په نوم تر سپينو تورو لاندې مرۍ و غځولې. خو بيا به هم هره غرمه له كورنو نه ډك پالنګونه روان وو او هر ماذيګر به له هديرې نه تش پالنګونه را روان وو. زه به تر نيمو شپو ويښ وم. په تاخ كې به ډيوه تر سهاره بليده. ډيوې به غمګينه او لړزانده لمبه كوله. مور به مې نرى نرى زګروى كاوه. زګيروى يې ډير غمګين وو، لكه د جدايې د جرس غمګينه ازانګه. زما مور لكه د رپيدونكې ډيوې چې د شمال په يوه نرۍ څپه يې د ژوند لمبه چوپيداى شي. په زړه كې به راوګرځيدل : كه ډيوه مړه شي خير دى سبا به راشي، لمر به راوخيژي او دنيا به ټوله رڼا رڼا شي. خو كه مور مې مړه شي زما د برخې لمر به مړ شي او زما ژوند به يوه لويه شپه شي. سهار به د ماښام ورور شي او د ماښام غوندې به تك تور شي. يوه شيبه به مې د مور زګيروى چوپ شو. د ليوني غوندې به له كټ نه را پورته شوم، په منډه به د مور خوا ته ورغلم، زړه به مې بې واره بې واره ټوپونه وهل د مور پر زړه مې لاس كيښود. ما به وې هسې نه چې مور مې مړه وي. زما د لاس سره به را ويښه شوه او راته وبه يې ويل : خپل خوب كوه، دا څه ليونى يې! څه مرم خو نه!كليمه به يې وويله او زه به هم له يوه تت اميد سره خپل كټ ته راغلم. سوړ اسويلى به مې وكيښ او په كټ كې به پريوتم. خداى ته به مې د مور د ژوند په باب دعاګانې كولې، نذرونه به مې منل.كوم سهار به چې آسمان شين غوندې و او لمر به را ختلى و، زموږ كلي به يو ډول غمګينه ښكلا پيدا كړې وه. لكه د رنځوري پېغلې ژړ زبېښلى رنګ چې ورو، ورو سور والي ته ګامونه اخلي. لمر به زموږ د كلي په خړو او سپيرو ديوالونو كې ورو ورو د ژوند وينه غځوله. د بامونو په سرونو د كشماليو په ماتوكوديو كې به د تېر كال د كشماليو اروا وې خاورې شوې وې. ماتو كوديو به خداى ته د دعا لپې نيولې وې او د حال په ژبه به يې ويل : خدايه! لمر ته دې ووايه چې د وريځو زړه څيري او ښه را وځليږي چې د زمهرېر د زړه سپينې وازدې ويلې كړي. چې زموږ په غيږ كې د كشماليو يخ ځپلې ارواوې تودې او را ژوندۍ كړي چې موږ مات كودي پريشانو څڼو او بې ګلونو پټكيو ته غنچې غنچې كشمالي وغوړوو. د هديرې جنډو به د خداى په دربار كې د سوال لاسونه پورته كړي وو: لويه خدايه! كه قاتل ژمي د پسرلي خون اخيستى وي محكوم يې كړه. او زموږ په وړاندې يې د لمر په ځليدونكو دُرو ووهه چې سپين بدن يې تغمې تغمې شي او د پسرلي ځبېښلي ويني بيرته راقى كړي او زاره يې وچوي. كه د ګلونو ارواوې مړې وي نو لمر ته دې ووايه چي په خپلو زرينو لاسونو او د ستورو غوټې پرانيزي هلته د رنګارنګ ګلونو اروا وې خوندي دې،هغه دي را واخلي په غرونو او دښتوكې دې و كري چي و غوړيږى. ماته مړي مه راليږه، زه له مړونه ستړې يم. پسرلي ته ووايه چې زما ويروونكې څېره بدله او ډير ګلونه دې پر ما و وروي. زه له ژونديو نه ډيره شر ميږم. سږ كال هغوى پر ما باندې د سړې خورې نوم ايښى دى. وايي : سږكال هديره بنيادمان خوري" خدايه! نور نو زما پوزه په ژوند يو پورې مه پرې كوه. زموږ د كلي ديوالونه، د كشماليو مات كودي، تش پالنګونه ډكه هديره،دا ټول دعا دعا وو او ټولو د خداى په دربار كې د سوال ځولۍ غوړولې وې. ماشومانو لوبې نه كولې. لكه زموږ د كلي قبرونه غلي ملي پراته وو. يو ناڅا په يوه ماشوم چيغې كړې! توتكۍ راغلې! د پسرلي توتكۍ! د ټولو ماشومانو په سپيرو مخونو كې وينه وځغليده. لكه مړي چې را ژوند شي له ډيرې خوشحالۍ نه را پورته شول. سترګې يې آسمان ته پورته كړې او چيغي يې ګډې كړې. كومې دي؟! كومې دي؟! لومړني ماشوم چي توتكۍ يې ليدلې وې وويل :قسم دى كه درواغ وايم، دوې غبرګې توتكۍ وې . دواړه غبرګې د ځنګل خواته ولاړې. ټولو ماشومانو نوموړى ماشوم ملامت كړ: مخ دې تور، درواغ وايې، ته نه وينې چې د ځنګل پر سر غرونه غرونه وريځې ګرځي. بيګا ته به ګورې چي ګز واوره ووريږي، په دې وخت كې توتكۍ څه غواړي. نن شپه آسمان بيا په وريځو كې پټ و. مور مې نن شپه آرامه ويده وه. نن يې ټوله شپه زګيروى ونه كړ. زه هم ارام ويده شوم. سهار لمانځه مهال يوه مهين اوز را ويښ كړم. ما هيڅ ګومان نه كاوه چي زه دې ويښ وم. سترګې مې و موښلې او باڼه مې په زوره زوره ورپول. زه په رښتيا ويښ وم. او همداسې مې هغه خواږه او مهين آوازونه اوريدل. آوازونه يو شيبه غلي شول مور مې لمونځ سرته ورساوه او سلام يې وګرځاوه. په دعا كې يې اول زما نوم واخيست، وطن ته يې دعا وكړه او په پاى كې يې روسانو ته ښيرې وكړې. يو ځل بيا غبرګ مهين او خواږه آوازونه زما غوږونو ته راغلل. مور مې دعا بس كړه او ويې ويل :توتكۍ ستړې مه شئ ستړى مه شئ!! زموږ په انګړكې دوې غبرګې توتكۍ تا ويدى، غچ غچ يې كاوه او په ډيرې خوشحالۍ يې په چت كې ځاله جوړوله. څومره ښكلى ښكاريدې:لكه له جنت نه چې د دوو مينانو ارواوې راغلې وي. پاسته او سړوكي بد ورو ورو غوټې وهلې. په آسمان كې يوه ذره وريځ هم نه وه. لكه تك شين بنګړى شين ځلېده. د رنځورې مور د دعاګانو، د توتكيو غچ غچ، خواږه او سړوكي باد او شينكي آسمان زما په زړه كې يو عالم اميدونه و غوړول. د مور په څيره كې مې د ژوند موسكا وليده . په بسم الله را پاڅېدم. ژر ژر مې اودس تازه كړ. په ډيره مينه پر لمانځه ودريدم. په لمانځه كې مې هم اوريدل مور مې توتكيو ته ښه راغلاست وايې او توتكۍ په انګړ كې اتڼ كوي. او د خوښۍ غچ غچ كوي. ما داسې وانګېرله چې توتكۍ مې مور ته د ښه راغلاست په ځواب كې وايي:ژوندۍ اوسې! ژوندۍ اوسې! زما پر زړه يو خوږ شعر را غوړېدلى و. سلام مې و ګرځاوه. د دعا پر ځاى مې ژر ژر قلم او كاغذ را واخيستل. د لمانځه په مصلې باندې په شعر ليكلو بوخت شوم. ما د خپلې مور لپاره شعر ليكه. دا شعر مې خپلې مور ته د دوى د دعاګانو په بدل كې اهدا كاوه. زما روح له شعر نه همداسې ډك و. خو هغه څه چې زما په روح او زړه كې وو په شعر او كلماتو كې مې نه شول رانغاړلى. ما شعرونه ليكلاى شو. له سترګونه مې د خوشحالۍ په اوښكو كې شعر را څڅېده او كاغذ يې لمدا وه. ما د شعر د ليكلو پر ځاى له توتكيونه شعر واورېده، چي زما د رنځورې مور له دعاګانو جوړو. اوس مې هم هغه شعر له جنت نه د دو غبرګو راغليو توتكيو په څير د زړه او روح په انګړ كې نڅا كوي غچ غچ كوي تاويږي را تاويږي.
لېوه ته ورته جينۍ!!
عرب انلاين انټرنيټي وېب پانې خبر وركړ، چې په المان كې لېوه ته ورته جينۍ پيدا شوېده. دغه 14 كلنه جينۍ په اونۍ كې دوه ځله خپل ويښتان ږمنځوي، خو د څېرې له مخې لېوه ته پاتې كيږي. د سرچينې په وينا "جانتاليس" لېوه ته ورته ده او د اسپانيا د نتاريو په ټاپوګانو كې زېږېدلى ده. كله، چې جاليس " دوهم هنري" ته د ډالۍ په توګه وركړل شوه، خلكو ازار وركړ او ځينو يې د ښكار هڅه وكړه. وروسته جانتاليس د فرانسې واكمن ته وركړل شوه، هغه جانتاليس قفس ته واچوله، خو كله يې،چې په جانتاليس كې انساني كړه وړه و انګيرل ،پر ښوونه او روزنه يې لاس پورې كړ. جانتالي په لږ وخت كې پر دې بريالۍ شوه، چې فرانسوي او انګليسي ژبې زده كړي او د پاچا ددربار د چوپړاسي په توګه پر دنده وګومارل شي.
ژاړم لۀ خپل نصيبه ژاړم چې مې پۀ برخه کې بېلتون ورسېدنه ژبه دې غونډه خولۀ کې راکړه بياکۀ مې سردرباندې ځي خوشاله يمه ژبۀ قلم خولۀ مشواڼۍ کړه زمادزړۀ پۀ تخته وليکه غمونه ژبه قلم سينه تخته ده ديارناخوالې پرې ليکم ژړاراځينه ژربۀ ګرېوان کړم خلکه څيرې زۀ جدايۍ دجانان ډېر بې تابه کړمه ژړازماپۀ اختيارنۀ ده چې ياررايادشي بې اختياره اوښکې ځينه ژړامې نۀ ده پرچاګرانه کۀ زۀ داوښکو پرځای وينې تويومه ژړامې نۀ ده پرچاګرانه خوشې ګرېوان پۀ اوښکوڅله بدلومه ژوندون دې وي مرګی دې نۀ وي چې ژوندباقي وي بيابۀ وشي ديدنونه ژوندون زماپۀ درد وغم دی بېلتون ميرې پۀ شان غاښ راته چيچينه
| دروېش دراني |
| غزل |
سوغاتونه ستا له لوري راوړي راشي توره شپه روښانه ستوري راوړي راشي په ماښام د مخ څراغ و ماته بل کړي په غرمه د زلفو سیوري راوړي راشي ملغلرې زور وروته ورپریږدي اوښکې خپل کور ته کمزوري راوړي راشي په سرو وینو دې لا نه ده سرپه ماته خال دې غشي تر موږ پوري راوړي راشي زه ترې وغواړم لعلونه ای درویشه دوئ زما د غزل توري راوړي راشي | |
800 داسې توكي،چې د الله او محمد طبيعي نومونه پكې ښكاري
د افغانستان د كوهدامن د فرزه كلي يوه استوګن د تېرو 13 كلونو په ترڅ كې 800 داسې خوراكي توكي، تيږې، لرګي اونور څيزونه سره راټول كړي، چې سپېڅلې كليمه او د الله(ج) او محمد(ص) طبيعي نومونه پكې راغلي دي. شېرافغان وايي، دغه توكي او سپېڅلي نومونه يې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو، ځايي سيمو او نورو كسانو څخه تر لاسه كړيدي. دغه مبارك نومونه تر 800 پورې رسيږي، چې د هر يوه رنګه عكسونه يې هم اخستي دي. د الله او محمد دغه سپېڅلي نومونه په پخه ډوډۍ، تيږو، پېلوځي، مڼې، انګور، د زردالو په لرګيو، هګۍ، د پسونو په رمه، لوبيا، فيروزه ډبرې، غمي، انار، خربوزې او نورو څيزونو كې په طبيعي بڼه راغلي دي، چې د خداى( ج ) د لويۍ او عظمت څرګندويي كوي.
غزل دروېش دراني
بیا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه خدایه بچ ساتې رڼا او څراغونه یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي سره پریږده څو شپې ما او څراغونه خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وینځي لمر، سپوږمئ، ستوري، بریښنا او څراغونه په دې نور پسې سپیڅلو خلکو مه ځئ یو ځائ شوي دي بلا او څراغونه د وطن په هدیرو کې وي درویشه هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه
ويډيويي لوبې ماشومان چاغوي
د امريكا د لويديزې ويرجينا وګړي د ماشومانو د نه چاغښت له ستونزې سره مخ دي. د ايسكانيوزد علمي او څيړنيز سروېس په وينا،د ويرجينيا په ۱۵۷ ښوونځيو كې ويډيويي لوبې پيل شوې او ټاكل شوېده نڅالرونكې او نورې لوبې هم پكې ځاى كړاى شي. په ويرجينيا كې د جسمي روزنې پوهنتون يو استاد ليندا ګارسون وايي،چې لس كلن او څوارلس كلن هلكان زموږ په لومړيتوبونو كې راځي.د ګارسون په وينا، ويډيويي لوبې د ماشومانو پر وجود اغيز پرېباسي او كولاى شي د هغوى د وجود په روغه وده كې ونډه واخلي. ليندا وايي، په دې اړه يې يوه پروژه پر كار اچولې،چې نږدې ۵۰۰ زره ډالره به پرې ولګي.
د سرونو د كوپړيو سوغات موليدلاى؟
د چين په شمال ختيزو سيمو كې ۱۲۱ هغه جمجمې يا د سر كوپړۍ،چې مخينه يې تېرونږدې كلونو ته رسيږي،د جامونو او كوزه ړيو د جوړولو لپاره نيمې شوې دي. د ايسكا نيوز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، د چين د ګانسو ايالت د لانجو ښار جنايي پوليسو ويلي، چې د سركوپړيو په اړه يې رپوټ ترلاسه كړى، خو له بده مرغه د يوه سيمه ييز كرګر له خوا پر تبتي كولالانو پلورل شوې،چې جامونه او نور توكي ترې جوړ كړي. دغه سركوپړۍ د هغو كسانو پاتې شوني دي،چې د چين د شمال ختيزو سيمو په ټولوژنو كې وژل شويدي.
ساه كښ موبايل راووت!
ستاسو په اند بيساه توكي كولاى شي ساه واخلي؟ د المان د مخابراوتو شركت يو نوى ګرځند ټليفون جوړ كړى، چې د ستونزو پرمهال ساه وباسي. دغه موبايل د كاروونكي د شاوخوا چاپيريال د هوا په اړه مالومات وركوي او خپل څښتن د هوا له ښه والي او خرابي خبروي.
يوه بنګلاديشي دکوهيانو(څاګانو) داوبودپاکولودسيستم داختراع له امله ،يومليون ډالره جايزه ګټلې
يوه بنګلاديشي کيمياپوه ،دکوهيانود اوبودتصفيه کولوکم مصرفه اواسانه سيستم اختراع کړی او يومليون جايزه يې دامريکا دعلومواکاډيمۍ څخه ترﻻسه کړه . پروفيسور ابوالحسام امريکاته په 1978 کال کې تللی . دده د اختراع څخه په ګټه اخيستوسره ،دکوهي اوبه له ارسنيک) زرنيخ ) څخه چې زهرجن خاصيت لري پاکيږي . دنوموړي مخترع له جوړشوي فلترڅخه همدااوس په بنګلاديش کې ډيرخلک کاراخلي . ډيرخلک په دې نه پوهيدل ،چې دځمکې ﻻندې اوبه يوه اندازه ارسنيک درلودل . دهمدې جوړشوي فلتر په کارولوسره اوبو کې دارسنيکواثرات له منځه ځي . حسام وايي ،چې تراوسه په نړۍ کې 30 زره فلترونه ويشل شوي . زموږ ګران هيوادافغانستان کې هم دکوهيانوله اوبوڅخه په پراخه کچه کاراخيستل کيږي . موږ هيله من يوو، چې دوسلوپرځای موږ ته داسې د اړتيا څيزونه راوليږل شي لکه پاس يادشوي فلترونه .
پوهانو د ماغزو د لوستو او د نيتونو د پوهېدو دعوا کړې
د جرمني او انګريزي پوهانو يو څېړنيز ټيم دعوا کړې ، چې د ماغزو د سکېن کولو يو داسې سېسټم يې جوړ کړی ، چې حتی کولی شيٍ د انسانانو نيتونه او اهداف ولولي . د دوی په وينا ، دماغزو د عکاسۍ دغه سېسټم کولی شي په انسانانو کې د دروغ ويلو ، زور او تېري او نژادي قضاوتونو فعاليتونه تشخيص کړي .
ټکی او ليک نښې
بی له تورو نه ځيني ټکی او نښې شته چه د ليک په لوستلو کښي دخل لری او يو جمله يا کلمه له اشتباه او ا بهام څخه ژغوری يعنی د دغو نښو او ټکو په ليکلو سړی پوهيږي چه په کوم ټکی بايد سړې ودريږی او کومه جمله يا کلمه په بلی پوری وتړي . د تعجب ، پوښتنی ، خطاب او نور و کفياتو څر گندو نه په همد غونښو او ټکو کيږي چه په ليکلو کښی ډير اهميت لری او دلته يې په مختصر ډول ښيو.
1.(،) دانښه د هغو کلماتو تر منځ ليکی چه يوه په بلي عطف وې لکه.زما په باغ کښي مڼې،ناك، زردالو او ښفتالو شته . همدا رنگ يوه وړه يا نيمگړې جمله له بلی نه په همدغه نښه بيليږې لکه. څه دې راکړه ، بيرته مې در کړه، دي نښې ته فاصله ( بيلوونې ) وايی.
2(؛) دا نښه له فاصلې نه زياته وقفه را ولې او د داسی جملو په أخر کښې وی ؛ زه له چا سره بد نه کوم؛ بدی مې نه ده خوښه؛ نيکی می خوښه ده ؛ دا نښه وقفه (دروونی ) بولي.
3 (.) دا نښه د يوې کاملې جملې په أخر کښی ږدې او د خبری د تمامښت علامه ده لکه زمونږ هيواد يير غرونه لری. شپانه په غرو کښې او قصابان په ښارونو کښۍ دی .
4 ( : ) دانښه د هغی جملې يا کلمې په أخر کښی وي چه شرح او تفصيل بې ورپسې وی. لکه زړه می غواړی : يوښه دوست پيدا کړم ، يوه ښه کتابخانه و لرم او د ښه نامه خاوند شم .
5 (-) دا نښه څو ځايه او په دې ډول استعماليږی. اول د معتر ضه جملو د ښودلو د پاره لکه هغه ورځ - خدای دې بيانه راولی - په ماباندی څومره و غمېده چه ته رانه خوابدی شوی.
دوهم چيرته چه په کوم داستان يا مقاله کښی د دو وتنو سوال و جواب وی ، نو د هغوي نومونه نه اخستل کيږی او د غه علامه د يوه او بل د نامه کار ور کوی لکه ::
احمد و ويل : محموده - چېرته ځي؟ محمود : لغمان ته ځم
څه کوی ؟
د خپل کور ته ځم او هلته مي مور غواړي
دريم : پخ همد غسې ځای کښې ليکل کيږی لکه چه دلته وروسته اول ، دوهم ، دريم ، نه وليکل شو .
6 ( ؟ ) دا نښه د سوال او پوښتني علامه ده د هرې جملي په أخر کښی چه دغه نښه وي هغه جمله دا ستاهام معنی لری لکه دی باغ ته ځی ؟ زين الله سبق وا يی ؟ که دغه علامه د دغو جملو په أخر کښي چه دغه نښه نه وی معلوميږی چه د ليکونکي مقصد اخبار دی او که پوښتنه ..........
7 ( ! ) دانښه د خطاب ، تعجب، تحسين او افسوس د پاره ده لکه په دي ﻻندې جملو کښې .
ښاغلو ! ملگرو ! عزيزانو ! پاڅيږ ! د وطن خدمت وکړئ ! اوه څومره ! ښکلی دی.
افرين ! د خدای رحمت شه ! د پښتنو په مړانه.
دا نښه کله د جملي په أخره کښي وی او زياتره همدغه ډول استعماليږی چه په پورته چملو کښې يې وينئ.
8 ( ) د دغسی د وه لينده ئيزو کر ښو تر منځ هغه تو ضيح يا معترضه جمله ليکی چه ډير زيات اهميت نه لری او حذفول يې جملې ته څه زيان نه رسوی لکه ... د رحمان با با اشعار ( چه ستا خوښ دی ) د ساده انشأ ډيره ښه نمونه ده. خاص نومونه ، اعد اد او خارجي کلمات هم په دغو کرښو کښي ليکی لکه زما ملگری ( احمد ) راغی، ستا ورور له ما نه (10 ) کتابه وړی دی .
9. [ ] دانښه هلته په کاريږي چه په يوه معترضه جمله کښې بله معترضه جمله يا کلمه راشي نو دغه د واړه جملي داسې ليکي . که رښتيا و وايم [خدای ج مي دې غاړه نه نيسې ] دا سړی ډير بد سړی دي ..
10 (( )) کله چه يو عبارت له کوم کتابه رانقلوی يا کومه مقوله را وړی نو په دغو کرښو کښي يې ليکی لکه..........زمونږ ﻻرښونکي ويلی دي (( د وطن مينه د ايمان جز دی ))
11 (....) څو ټکي څنګ ايښودل د خبرو د قطع کولو او د ځينو کلمو دنه ليکلو علامه ده لکه.......... زما په کتابخانه کښی د دغو علومو کتابونه شته . صرف ،منطق، فقه...... زما ځاي ته څوتنه راغلل چه نومونه يې دادی زلمی،اباسين، سمسور، صبا، ......
12. (***) چيرته چه ديوی مقالي يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږی نو د دواړو بر خو تر منځ دغه نښه يعنی ستوري ليکي چه يوه برخه له بلی نه بيله شي گل پاچا ( الفت.)
د "ى" د اقسامو پيژندل
په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري: الف: معروفه ) ى) لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي ب: مجهوله (ې) ددې تورى شکل لومړى چپه (يا) وه چې اوږده لمن درلوده مګر څنګه چې دا شکل که د کلمې په منځ کې راشي اشکالات پيښوي نو ې يعني معروفه يا ته دوه ټکي سر به سر ور کړه شوه چې په منځ او اخر کې يو شان وي او دا تورى اوږد او کشاله وايه کيږى لکه نارې ، غلبلې ، مېلمه مېرمنه يا نور ... په ليکلو کې د معرفي او مجهولي يا فرق په کار دي که نه وي مانا غلطيږي بيلګه : خاندي (معرفه ى) خاندې (مجهوله ې) مانا يې فرق لري ، يو غايب او بل مخاطب فعل دى ، يا لکه مستى او مستې ، مينه او مېنه ... ج : تانيثي (ۍ) دا ۍ په اخير کې يوه کوچنۍ لکۍ لري چې د نورو ياګانو سره يې فرق وشي لکه : چوکۍ ، خولۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ او نور ... د : ثقيله (ئ) ثقيله (ئ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله ادا کيږي مګر په ليکلو کې يې شکل فرق کوي يعني په اخير يا پر سر همزه لري بيلګه : راغلئ ، ځئ چې دا اکثرا د جمع مخاطب په اخير کې راځي . ماخذ : ادبي فنون د عبدالروف بېنوا ليکنه
شلیدلې امیل
ستا امیل دانه دانه شو ، زما هیلې هــم شـوې خاورې
زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅـــــه وشـوې بــــدی چـارې
چې پریشانه دې وربل شو ، دغم اور را با ندې بـل شــو
بد تقدیر راسره مل شو ، درولـــم اوس لارې بــی لارې
زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅـه وشـــوې بـــدی چـــــارې
هیروم دی نه هیریږي ، اشنــا ډیـــر ډیـــــر مـــې یادیږې
لکه شمه ویلی کیـــــږې ، ای زمـــا ښـــکلــــې نـــګارې
زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅــــــه وشـوې بــــدی چـــارې
په هر لور دي تو پانونه ، تــــــا لا شــوي دي ګلـــــونــــه
ځوانیمرګ شول ارمانونه ، بلــبـــلان وهـــــــي کو کارې
زه هم ژاړم ته هم ژاړې ، داڅه وشـــــوی بــــدی چــــارې
یم پریشان زړه مې ځوریږي ، خپـــله میــنـه مې یادیږي
چې دیدن مو پکې کیږي ، شولې هغه کوڅې ویجاړې
زه هم ژاړم ته هم ژاړم ، داڅـه وشـــوې بــــــدی چــــارې
۲۹/ ۸ ۱۳۷۲ مسکو
باز
ولې پوښتئ ښكلو نه د شــــپو كيسې ؟ دوى خو په لېمو كې زده كــــړه كــړې ده زه هم اخر يمه ددې غــــرونـــــو بــــــــــــاز ما هم په دې غــــرو كــې زده كړه كړې ده هر څه باندې پوه يو خو څــــه نـــــه وايــو موږهم پټ په زړو كې زده كـــړه كـړې ده دا چې هر اټكل په ټـــوپــــكونــــوكــــړو دا مو په جګړو كې زده كـــــړه كـــــړې ده مه سپارئ هـــغه تـــه څــوك د مينې كار چــاچې په تســـپو كــــې زده كړه كړې ده دا دځــــان لپـــــاره كـــــوه نــــــور ګڼـــــــم مـــا چــــې په پښتو كې زده كړه كړې ده.
١٣٧٩/غويى/٣٠ ل.دويمه ناحيه ،كندهار
پېژاند
نوميالۍ
سندرغاړې نغمه دلنډو پوښتنو لنډ ځوابونه ورکوى
پوښتنه :
په لرو بر پښتنو سياستوالو مشرانو کې دې څوک خوښ دي ؟
نغمه : له پاچا خان
پرته مې بل خدمت گار سياستوال نه دى ليدلى .
پوښتنه : له منگل سره
مو په لومړي ځل کله وليدل ؟
نغمه : ١٣٦٠ هجري لمريز
کال چې ١٩٨٠ کال کيږي .
لومړنۍ سندره
په ١٧ کلنۍ کې مې
لومړنۍ سندره وويله .
پوښتنه : د سندرو د
ويلو پر وخت ولې سر ښوروې ؟
نغمه : د سندرو ويل
اسانه نه دي .
پوښتنه : لوڼه دې وادۀ
شوي که لا پېغلې دي ؟
نغمه : يه نه دي وادۀ
شوي هغوى لا وړې دي .
پوښتنه : خپل څومره
شعرونه دې د سندرو په ډول ويلي دي ؟
نغمه : ډير لږ مې ويلي
دي شايد درې څلور وي .
پوښتنه : ستاسو په
گومان د افغانستان د موسيقي د ښه کولو لپاره څه پکار دي چې له لويديځې او هندي
موسيقي سره سيالي وکړي ؟
نغمه : دا گرانه پوښتنه
ده ، افغانستان کې لا سندرغاړي ژوند نه شي کولى نو له نورو سره به يې موسيقي څرنگه
سيالي وکړي .
پوښتنه : پخوا به مو د
افغانستان په باب ډيرې سندرې ويلې اوس يې نه واياست ولې ؟
نغمه :اوس يې هم وايم
تاسو نه دې اوريدلي .
پوښتنه : زما په گومان
ستا عمر له ٤٠ تر ٤٥ کالو پورې دى .
نغمه :غلطه ده
.
پوښتنه :د لوڼو د ودولو
شرايط
نغمه : زۀ شرايط نه ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي
. تعليم حتمي دى .
پوښتنه : نغمه ٢٥ کلنه
ده .
نغمه : ها ها ها (
خاندي ) په امريکا کې مې سودا کوله ، منگل راته وويل سيگريټ هم راوړه ، ما چې
سيگريټ اخيست نو دوکاندارې راته ويل چې عمر دې کم دى سيگريټ نه درکوو
.
پوښتنه : په مخکينيو
ځوابونو کې نغمې وويل چې اوسنى ملي سرود په دې نه وايي چې ملي نه دى ولې ملي نه دى
؟
نغمه : که هغه شعر
ولولئ نو بيلا بيل قومونه پکې ياد شوي دي ، زما په گومان دا د ټولوافغانانو وطن دى
بايد يوازې افغان پکې ياد شي ، ملي سرود بايد د وطنوالو احساسات وپاروي خو دې سرود
زما احساسات ونه پارول او د بې اتفاقۍ نخښه پکې راته ښکاره شوه
.
پوښتنه : له منگل سره
دې وادۀ د مينې وادۀ و که دوديز وادۀ ؟
نغمه : هنرمندان تل په
مينه وادۀ کوي . هنرمندان مينه ناک وي .
پوښتنه : گنگوسې دي چې
دوه کاله وړاندې په پټه افغانستان ته راغلې وې دا رښتيا ده ؟
نغمه : هو دا رښتيا دي
.
پوښتنه : که مو څوک له
لور سره وادۀ وغواړي څه شرايط بايد پوره کړي .؟
نغمه : زۀ شرايط نه
ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي . تعليم حتمي دى
.
پوښتنه : استراليا ته
ولې نه راځې دلته دې مينه وال خورا ډير دي ؟
نغمه : استراليا ته نه
يم تللې خو نيت لرم .
پوښتنه : د پکتيا خلک
دې خوښيږي ؟
نغمه : زما د افغانستان
ټول خلک خوښ دي . د پکتيا پښتانۀ بيا ډير ښه راته ښکاري .
پوښتنه : يو وخت دې په
لندن کې کانسرت و له دوو سندرو وروسته کانسرت ختم شو ، موږ پوى نه شو تاسو يې علت
راته ويلى شئ ؟
نغمه : ځينو کسانو ويلي
وو چې بم دى خو هيڅ نه و خو پوليسو د احتياط له امله کانسرت بند کړ
.
پوښتنه : بايد غزل هم
ووايې ، ولې يې نه وايې ؟
نغمه : ما ډير ويلي خو
تاسو به نه وي اوريدلي .
پوښتنه : ولې دري سندرې
هم د پښتو غوندې ښه نه وايې ؟
نغمه : هڅه کوم خو
مورنۍ ژبه مې پښتو ده .
پوښتنه : دوبۍ ته ولې
نه راځئ ؟ ناروې ته کله راځئ ؟
نغمه : دوبۍ ته تل ځم
او پروگرامونه هم لرم او ناروې ته يو ځل تللې يم کانسرت مې درلود
.
پوښتنه : ولې په
افغانستان کې نه پسې پاتې کيږې ؟
نغمه : که شرايط سم شي
ولې نه . اوس مې اولادونه لا واړۀ دي سبق وايي .
پوښتنه : که افغانستان
کې بيا ژوند پيل کړې نو په کابل کې به وې که په کندهار کې ؟
نغمه : ما ته ټول
افغانستان يو دى . خو شايد په کابل کې به يم .
پوښتنه : کوم رنگ دې
خوښ دى او کوم رنگ چاى دې خوښيږي .؟
نغمه : ټول رنگونه راته
ښه ايسي خو تور رنگ او تور جيگري رنگ مې په جامو کې خوښ وي . شنې چاى څښم او ډيرې
يې څښم .
پوښتنه : انگريزي دې په
امريکا کې نه ده زده کړې .؟
نغمه : يو څه مې زده ده
خو ډيره به نه وي . پښتو مو لا چيرې سمه زده کړه چې لا نورې پاتې وي
.
پوښتنه : ولې دې د
سندرو په ويلو پيل وکړ ؟
نغمه : مينه مې ورسره
وه .
پوښتنه : په ښځينه
سندرغاړو کې دې د چا غږ خوښ دى ؟
نغمه : د ټولو کار ته
په درنه سترگه گورم خو په افغانستان کې قمرگله ، ناهيده ، پرستو او ځينې نور
.
د چايو په باب
شنې چاى ډيرې څښم ډيرې
مې خوښې دي .
نغمه
پوښتنه : د کورنۍ نور
غړي ، مور، خور او وروڼه ، ستا د سندرو په برخه کې څه وايي ؟
نغمه : اول ورسره مخالف
وو اوس عادي شوي دي .
پوښتنه : ستا د خوښې
خواړۀ څه دي ؟
نغمه : ټول د خداى
نعمتونه دي . ډير مې کبان خوښ دي ، کله کله مې زړۀ وايي چې سمندر ته پسې ټوپ کړم
.
پوښتنه : کله به له
هنري ژونده تقاعد اخلې ؟
نغمه : چې کله زړۀ شم
.
پوښتنه : د پاکستان په
سندرغاړو کې دې څوک خوښ دي ؟
نغمه : خيال محمد او
شکيله ناز .
پوښتنه : د ژوند يو
ارمان مې ستا مخامخ ليدل دي ايا دا ممکن دي ؟
نغمه : ولې نه . دا خو
ناچيز ارمان دى خداى به يې پوره کړي خو که زۀ ژوندۍ وم .
پوښتنه : د مارچ د ٨
نېټې مبارکي درکوم چې د ښځو نړيواله ورځ ده .
نغمه : مننه . د ښځو
مقام خورا لوړ دى د نړۍ ټول پوى خلک د مور په غيږ کې لوى شوي ، خداى پاک ښځې د
مينې لپاره راليږي . ښځه هغه ذات ده چې په يوۀ لاس کې زانگو او په بل نړۍ زنگوي
.
پوښتنه : د چا شعرونه
ډير کاروې ؟
نغمه : بيلا بيل شاعران
، هر شعر چې مې خوښ شي .
د خوښې خواړۀ
کبان مې ډير وښ دي وايم
سمندر ته پسې ټوپ کړم .
پوښتنه : ايا دا منې چې
ستا تر غږ ستا د ښکلا مينه وال ډير دي ؟
نغمه : قضاو ت ستاسو دى
.
پوښتنه : په څو کلنۍ کې
دې لومړنۍ سندره وويله ؟
نغمه : ١٧ کلنه وم
.
پوښتنه : د افغانستان
په باب ستا نظر څه دى فکر کوئ چې هر څه به عادي شي ؟
نغمه : تر څو چې
ټوپکماران وي او جنگونه وي ژر به حالات عادي نه شي .
پوښتنه : په قام څوک يې
؟
نغمه : سيده يم
.
پوښتنه : د استاد منور
په باب ستا نظر څه دى ؟
نغمه : استاد منور ډير
ښه هنرمند و خو له بده مرغه د پېښور په کوڅو کې په حق ورسيد . زما يې غږ خوښ وو
.
پوښتنه : نغمې ته څه
پخولى شې ؟
نغمه : زۀ هر څه ښه
پخوم ځکه چې د کور ميرمنه يم . وريجې ښې پخوم او کبان او ښوروا ښه پخوم
.
پوښتنه : اولادونه دې
سبق وايي ؟
نغمه : هو
.
پوښتنه : ولې په
کندهارۍ لهجه سندرې نه وايې ؟
نغمه : پښتو ټوله يوه
ده .
پوښتنه : ستا لور مو
وليده چې په خيبر تلويزيون کې يې د (( زما اشنا راځي )) سندره وويله ، ايا دا
غواړي چې مسلکي سندرې ووايي ؟
نغمه : يه درواغ دي
تاسو بل څوک ليدلي دي .
پوښتنه : زما په گومان
ته ٤٢ کلنه يې . که عمر دې هر څه وي ښکلې يې .
نغمه : د پوښتنې وروستۍ
برخه ښه ده او اوله برخه مو لا سمه نه ده ، اصلي عمر تاسو پيدا کړئ
.
پوښتنه : په امريکا کې
څه کوې ، کوم کار لرې ، که هو څه کار دى ؟
نغمه : امريکا کې کار
نه کوم ، په هنر او د کور په کار بوخته يم .
پوښتنه : خوښه شوم چې
له منگله نه يې جلا شوې ، ته وايې چې وروستۍ سندرې دې نه دې خوښې چې نه دي دې خوښې
ولې دې ويلې ؟ تاسو د بازار اړتيا يادوئ خو گومان کوم چې تاسو نور دغه ډول اړتياو
ته بايد پام ونه کړئ .
نغمه : د بازار اړتيا د
خلکو ده نو يو څه بايد د خلکو ذوق ته پام وکړو .
پوښتنه : له منگله پرته
بل چا هم کله درسره د وادۀ کولو هيله ښوولې ده ؟
نغمه : تر وادۀ مخته خو
ډيرو خلکو دا غوښتنه کړې وه . متل دى سل يې گوري يو يې غواړي
.
پوښتنه : د ماشومانو
نومونه دې څه دي ؟
نغمه : لېمه ، مدينه ،
انور او خيبر .
پوښتنه : له نورو سندر
غاړو سره ولې سندرې نه وايې ؟ او ولې له منگل سره اوس سندرې نه ريکارډوې ؟
نغمه : له نورو سندر
غاړو سره د سندرو نه ويل خپل علت لري چې دلته يې يادول نه غواړم ، او د منگل غږ
خپله ښکلى دى ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم .
پوښتنه : که افغانستان
ته راغلې کندهار ته به هم راشې چې کانسرت راکړې ؟
نغمه : ولې نه ، که مې
څوک وغواړي نو نه يوازې کندهار بلکې د هيواد ټولو ولايتونو ته ځم
.
پوښتنه : په هند او
ډنمارک کې کانسرتونو ته چمتو يې ؟
نغمه : هو ولې نه
.
د منگل غږ خپله ښکلى دى
ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم .
نغمه
پوښتنه : په امريکا کې
تنهايي نه احساسوې ؟ تاسو بله خور هم لرئ که هو چيرې ده ؟
نغمه : ډير زيات ، زړۀ
مې وچاود ، هو بله خور لرم هغه هم په امريکا کې ده .
پوښتنه : ستا شعرونه چې
لولم داسې راته ښکاري چې په ژوند کې يو چا ډيره ځورولې يې ايا دا رښتيا دي ؟
نغمه : ژوند له
ځوريدليو سره تړلى وي خو دا چې چا ځورولې يم دا نه وايم .
پوښتنه : لومړنۍ سندره
دې کومه يوه وه ؟
نغمه : زما خپل شعر و ،
سوځم په غمو کې په چلند د زمانې
وځې مې له خولې ستا د
مينې ترانې
پوښتنه : اوريدلې مي دي
چې په امريکا کې دې يو البوم ډک کړى دا کله خپريږي ؟ بله پوښتنه مې دا ده چې کله
دې مرستندوى يا خيريه کار کړى دى ؟
نغمه : هو البوم ډک دى
شايد لږ وروسته بازار ته وړاندې شي . مرستندوى کار تل کوم . د ځلوزو کمپ لپاره مې
يو کانسرت څو کاله وړاندې ورکړى و ، بل هم د کونډو او ماشومانو لپاره و
.
پوښتنه : اوريدلې مې دي
چې ستا مشرۍ لور د بابرزي له زوى سره وادۀ کړى دى دا رښتيا دي ؟
نغمه : د بابر زي زوى
پنځه کلن دى . که مې بله لور پيدا شوه بيا به يې گورو .
پوښتنه : ريښتينى نوم
دې څه دى ؟
نغمه : ښاپيرۍ
پوښتنه :له کله چې
پاکستان ته تللې يې موسيقي دې بدله شوې ده علت يې څه دى ؟
نغمه : واضح خبره ده په
افغانستان کې چې کوم موسيقي غږوونکي و هغوى نشته او بله دا چې د نورو هيوادونو
اغيز هم وي . د بازار اړتيا هم ده خو دا زما ذوق نه دى اړتيا ده
.
پوښتنه :څو اولادونه
لرې او ايا اولادونه دې هم سندرې وايي که نه ؟
نغمه : څلور اولادونه
لرم دوه زامن او دوه لوڼې ، دوى له سندرو سره مينه لري .
پوښتنه :خپله ښکلى غږ
لرې ولې اولادونه سندرو ته نه پريږدې ؟
نغمه : دا زما کار نه
دى د هغوى خپله خوښه ده .
پوښتنه :په څو ژبو خبرې
کولى شې ؟ په فينلنډ کې به کانسرت ته چمتو شې ؟
نغمه : په دوو ژبو خبرې
کوم پښتو مې مورنۍ ژبه ده او دري هم وايم . که هيوادوال مې په فينلنډ کې وي او
بلنه راکړي په مينه ورځم .
:: تړاو:
مرکې
مېرمن ملاله
د دوشنبې په ورځ د برات د مياشتي پر اوولسمه په ١٢٩٧ هجري کال چي پښتنو زلميانو، مېړو او مېرمنو د خپل وطن د ساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي وه او د ميوند ډګر ته د قربانۍ د پاره د انګرېز د تيري کونکي لښکر په مقابل کي حاضر سوي وه.... ټاکنده غرمه وه، غازيان تږي او ستړي ستومانه وه، د ميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وې، نژدې وو چي د پښتنو لښکر د تندي څخه ماته و کړي په داسي حال کي چي د پښتنو بيرغچي هم سخت زخمي او بيرغ يې له لاسه ولوېد. يوه پښتنه پېغله نجلۍ چي تازه يې د ژوند د اوولسم پسرلي ګلونه بوی کړي وه راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په سرو منګلو واخيست نارې يې کړې :
خال به د يار له ويـــنو کښېږدم
چي شينکي باغ کي ګلګلاب و شرموينه
که په ميوند کي شهيد نه شوې
خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته دې ســاتينه
ددې پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو زلميانو ويني يې په جوش راوستې، دښمن ته يې ماته ور کړه. د دې پېغلي نوم د افغانستان په تاريخ کي په زرين خط ليکل سوئ دئ.
زړګــــی
چـــې
زړګــــی مــــې پـــــرې ودان دی
«
يو ســړی » دی پــه مــا ګـــران دی
ځـکـه
کـــوږ لـــه خيالـــه ګــــرځـــې
د
ښـــــايست د کــلــــــي خـــــان دی
مــــــړې
ســــــم ســـــم راتــــه ګـــــوره
ســــتـا
پـــه دې کـــې څـــه تـــــاوان دی
حـــــسـن
څـــــه دی مينه څـــه ده
يـــــو
فـــریــــب دی بــــل ګــــمــان دی
د
زړګــــي لــــه کــــــوره نـــــــه ځـــي
يو
ضــــدي غـــونــــدې ارمـــان دی
پـــــيـدا
کـــــــړی دی پــــــښـــتـون يم
ربــــــه
دا دې لـــــوئـــــی احـــسـان دی
يو
زمــــــا پـــــوښـــتـنـه نـــــکــــړي
نـــور
پـــه هـــــر چــــا مــــهـربــان دی
بــیـا
مـــې ګــــڅـــه ســــتـرګـــه رپــــي
راتـــــــه
ښــــــــــکـــاري را روان دی
هــــــر
یــــــو شـــــــعـــر مـــې لايقه
د
غــــټ ســــتـرګـــي نـه قــــربـــان دی
لايــــــــــــــــــق
زاده لايـــــــــــــــــــق
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
عشق
نيك محمد ويال
پيسې خوږې دي خو ځان ترې پاك وساته!
خوښي په پيسو كې نه ده ، ځكه د خوښۍ مالك او څښتن ستر رب (ج)دى هر وګړي ته په خپله خوښه چا ته ډېره چا ته لږه خوښي وربښي. دا يوه ښكاره خبره ده چې پيسې څومره چې ډېريږې هغومره يې خوند ډېريږي ، خو دا مه هېروئ چې پيسې (لوټونه) د ورځيني ژوند ډېرې ناخوالې هم منځ ته راولي چې د هغوۍ له ډلې نه به يې د روغتيا څپركى وڅېړو ، يانې هغه ناروغۍ چې د پيسو د لوټونو په وسيله منځ ته راځي هغه دا چې پيسې د ډول ډول ناپاكو لاسونو او ناروغانو د لاسونو نه تېريږي او په دې ډول ډېر رنځونه له يوه ناروغه بل ته وړي له دې كبله بايد د ډوډۍ له خوړو مخكې لاسونه په پوره ډول ومينځل شي او همدا ډول غواړم يادونه وكړم چې ټول هر هغه څوك چې د پيسو سره كار لري (تجاران او د بانك كاركونكي) چې پيسې شماري او كاروبار يې د پيسو سره دى لاندې ټكي په پام كې ولري: · د پيسو له شمارلو ورسته د ډوډۍ له خوراك څخه مخته لاسونه په بشپړه توګه په صابون ومينځل شي. · د كار په وخت كې لاسونه خولې، سترګو او نورو ځايونو ته يو نه وړل شي. ډېر د افسوس ځاى دى چې د ګران هېواد ټول تجاران پاسينيو ټكو ته پام نه كوي عادتاًًد پيسو د شمارلو په وخت كې لومړى خپلې ګوتې په لاړو لمدې

او ورسته د پيسو په شمار پيل وكړي چې دا حالت د ميكروبونو د لېږد سبب ګرځي او ميكروبونه په خپل وار سره ډول ډول ناخوالې او ناروغۍ منځ ته راوړي.
عجب خان غمخور
د اسلام فرهنګ، د جهاد ترانې
په افغانستان کې د سرو پوځونو په ضد عمومي پاڅون د يوې داسې سپېڅلې جذبې په تړاو راټوکېدلى و چې نه يې يواځې د افغان ځلمو مټو ته زور بښلى و بلکې د افغاني ليکوالو او شاعرانو ژبې او قلمونه يې هم د تورې په شان تېره کړي وه. همدا وجه وه چې کله به دوى څه ويل نو د افغانانو په جهادي جذبه به يې د ايمان د نور پخلي مېخونه ټک وهل او همدغه د قلم او ټوپک زور و چې افغانان د سرۀ استعمار په ضد پخپله مبارزه کې بريالي شول او د نړۍ په تاريخ کې يې سرونه لکه د غرونو لوَړ پاتې شول. قاضي صديق الله "صادق" هم د دغو شاعرانو د جملې څخه يو دى چې د جهاد مقدسه فريضه يې پخپل سپېڅلي قلم سر ته رسولې ده. خو زۀ يوې خبرې ته ډېر اريان يم چې د قاضي صديق الله "صادق" نوم تر اوسه پورې زمونږ نه پټ ولې و؟. امکان لري دا زما د خپلې مطالعې کمى وي ځکه چې ما د "صادق" صيب شعري ټولګه ټوله ولوستله نو هر شعر ته يې ليکلي دي چې (د فلانکي راديو څخه يا په فلانکي اخبار کې نشر شوى دى). خو بيا هم چې زۀ د قاضي "صادق" شعرونو ته ګورم نو وايم چې د هغۀ شعرونه بايد د ټولو هېوادوالو په ژبو زمزمه وى ځکه چې دا شعرونه د هر چا د زړۀ اواز دى. د بېلګې په توګه:
چاته وژاړمه ځاى د ژړا نشته يؤ طبيب زما د رنځ بل دوا نشته پتنګ نشته چې له شوقه ځان ستي کړي که د شمعې څه تاثير او رڼا نشته يا چمن يا د چمن ګلونه نشته يا نظر پرې د بلبل او بورا نشته چې سحرونه د غروره سره مات کړي موسى نشته که امسا د موسى نشته
محترم صديق الله "صادق" د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د ککړک په کلي کې زيږېدلى دى خو په هېواد کې دننه او د هېواد څخه د باندې ډېر ګرځېدلى دى او د علم سره سره مشاهده هم د کمال لري. همدا علم او مشاهده چې کله د دۀ د شعرونو برخه ګرځي نو د شعري روايت يو نوى رنګ غوره کوي لکه دا شعرونه يې وګورئ:
هلته د سرونو چور
دلته د مالونو چور
هلته په کورونو چور
دلته کومکونه چور
هلته کمونيزم دى
دلته ګډوډيزم دى
ملګري عبدالهادي "حيران" چې کله ماته د قاضي صيب شعري ټولګه "د اسلام فرهنګ" راکړه نو اول مې ورته هيڅ پام ونکړ ځکه چې نن سبا هره ورځ نوې نوې د پښتو شعري ټولګې له چاپه راووځي خو چې کله يې راواخلې نو سر به ورته ونيسې چې د پاسه يې پرې (شعري ټولګه) ليکلې وي خو وي پکې بل بل څۀ. ولې يو ځل چې زما د قاضي صيب په دې شعر نظر پرېوت چې:
که ته يې او که زه يم خو د يو بوټي ګلان يو تا ولې راپيدا کړه چې دا زه يم او دا ته سپېڅلى مخ دې جوړ يوه کعبه د امېدو ده دا خوشې دي چې وائي لمرخاته او پرېواته
بس بيا نو ټول کتاب ته کېناستم او شعر په شعر مې ولوستلو. د دې شعري ټولګې يوه لويه برخه په جهادي ترانو مشتمله ده چې هره يوه يې بېل بېل خوند او رنګ لري خو ورسره ورسره يې د جهاد خاينان هم تهديد کړي دي لکه چې وايي:
شَلمه خېټه پلن تندى لکه سنډا يې د جهاد په نوم تل خپله خېټه پيا يې د عَسل مچۍ له ګلو نه شات زبېښي ته ګونګټ غوندې غونډارى کور ته بيا يې د جهاد خاينه! لږ خو حيا وکړه د ممبر د پاسه څومره خپل ځان ستايې
"د اسلام فرهنګ" باندې ليکنې مرحوم محمد ګلاب "ننګرهاري"، شمس الحق "پيرزاده"، يار محمد "کوچي"، حاجي قمر زمان قمر "طايزي" او محمد يعقوب "شرافت" کړې دي. د کمپوز چارې يې سميع الله "شفيق" ترسره کړې دي او د ډيزاين او تصحيح کار يې عبدالهادي "حيران" کړى دى. د کمپوز، ډيزاين، وقايې، کاغذ او په هره حواله دا کتاب زړۀ راښکونکى دى او د يو باذوقه لوستونکي لپاره پکې هر څه شته د خوشحال خان خټک د دې شعر په مصداق چې:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته
دا د ننګرهار ولايت لپاره هم يو ستر افتخار دى چې د قاضي صديق الله "صادق" پشان د لوي فکر شاعر پکې استوګن دى چې دغه ښکلې او په زړه پورې شعري ټولګه يې هېوادوالو ته وبښله. اوس دا د ننګرهاريانو او د ننګرهار د حکومت مسئوليت دى چې خپل دا شاعر وستائي او ولمانځي او هر څومره چې کېدلى شي د دولتي ادارو او کتابخانو لپاره دا کتاب واخلي تر څو نه يواځې د ننګرهار خلک په پراخ کچ لدې کتاب څخه استفاده وکړي بلکې قاضي صديق الله "صادق" هم د داسې نورو کتابونو د ليکلو لپاره ځوان او تاند شي.
له Washington Profile څخه د نيك محمد ويال ژباړه
ريښيا او درواغ دې په سترګو كې وينم
د امريكاد بيلر د طب پوهنځي (the Baylor college of medicine) پوهان د توموګرافۍ د نتيجې ورسته چې د محصلينو نه په پيسو د لوبې كولو په وخت كې اخيستل شوي وې ، وايي چې دوۍ كولاى شي د ماغزو Scan كولو وروسته دا ثبوت كړې چې يو انسان څومره درواغ او يا ريښتيا وايي .

دوى زياتوي چې د انسان د ماغزو يوه برخه چې د nucleus caudatae په نامه ياديږي د سكېن كولو په حالت كې د ريښتا په ويلو او اورېدلو سره په خاص ډول بدلون مومي او دا بدلون يوازې د رېښتيا په وخت كې منځ ته راځي. لكه څرنګه چې پيسې خوږې دي او خلك يې لاس ته راوړلو لپاره هرڅه كوي نو پوهانوهم د پيسو سره د لوبو كولو په وخت كې خپل معاينات كول .
راځه چې سره ځو
د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــــمانه سره ځو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو
جهاني
د حبيب الله غمخور ژباړه
يوله عجايبو څخه
يو
څلوېښت کلن مانو ايليو آريبې چې په مکسيکو کې اوسي،
دځانگړې
غذايي رژيم په برکت وکولاي شول خپل وزن 90
کيلوگرامه کم کړي
|
|
|

|
|
|
غذايې رژيم يا( پرهيز )زماسره مرسته وکړه چې 90کيلو گرامه وزن مې کم شي . |
|
نوموړى دمکسيکو په شمال دمونتېر يه ( (Monterreyپه ښارگوټي کې اوسيږي. هغه مخکې 520 کيلوگرامه وزن درلود . هغه دا پنځه کاله نه شول کولاى چې له چپر کټ څخه پورته شي . دملي تلويزيون له لارې يې په ډيره غمجنه او مايوسه کونکې لهجه له ډاکترانوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه . دغذايي رژيم دټاکلو روغتياپوهانو (ډاکترانو) دهغه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه ،او هغه ته يې دډنگرېدو په خاطر دمرستې لاس وروغځاوه .دغه ډاکترانو هغه ته دخوړو ( پرهيز) داسې يو پروگرام چې دپروتيني موادو له پلوه غني و تر تيب کړ . ددغه غذايي رژيم ياپر هيز په پايله کې د د آرېبي داډول بېساري ډنگريدل دولتي روغتيا يي موسسو دحيرانتيا وړ وگرځيده ،د آرېبي داډول بېساري ډنگريدل يې دعجيبې پېښي )دډنگريدو د ريکارډ) په توگه ثبت کړه .
مانو ايليو آريبې خپل ډاکتر(( باري سيرسو)) ته چې دده سره مرسته کوي او اوس دده دليدنې اوحالت دپوښتنې دکنترول لپاره راغلی و، وويل (( لدې وروسته چې90 کيلوگرامه ډنگر شوم اوس ځان يوه اندازه ارام احساسوم ،کيداى شي يو څه ځان وښوروم اوځان ته حرکت ورکړم )).
مگر نه شو کولاى ووايو چې داربې ستونزه کاملأ حل شوې ده ،اوس هغه يوازې کولاى شي په کټ کې کښېني او له څادر (روجايي) نه دځان دپټولو استفاده وکړې .
هغه اړيکې دبهرنۍ نړۍ سره دکمپيوټر او تلويزيون له لارې ټينگوي ،دانترنټ دپاڼې دبدلېدو لپاره هغه دکټ دپښې له سر نه استفاده کوي .
په راتلونکی کې هغه پلان لري چې نور 350 کيلوگرامه وزن کم کړي ، تر څو په ځان کې دحرکت ورکولو توان پيدا کړي . هغه په وړکتوب کې له نورو توپير درلود ځکه هغه وخت يې وزن 100 کيلو گرامه و .
آرېبي وايي زما وزن له 1992 زکال راپدې خوا په بېساري توگه په زياتې چټکۍ سره مخ پر زياتېدو شو ،اربي وايي ممکن خلک چې ماته وگوري داسې فکر وکړي چې که زه يو ه غوا هم وخورم موړ به پرې نشم ،هغوۍ پر حق ندي (داسې نه ده ) ،او لويه اشتباه کوي ،ستونزه دزياتو خوړو په خوړلوکې نده ، بلکه پرابلم دهارمونو دی .
پخوانى ميخانيک آرېبي په نظر کې لري چې پر هيز يا دهغې معينې غذا خوړلو ته دوام ورکړې کوم چې د ډاکترانو له لورې ورته سپارښتنه شوې ده ،که چېري دغه پرهيز کول دهغه سره مرسته ونکړي په هغه صورت کې به دجراحي عملياتو په مټ خپل د دغه زيات وزن دراکمو لو هڅه وکړي .
دګاډو چلونکې دې احتیاط کوي ممکنه ده د پوستکی په سرطان اخته شي
امریکایي څیړاند پوه شول چې هغه چلونکي چې دورځو په اوږدو کې پرله پسې ګاډی چلوي دسرطان په ناروغۍ د اخته کیدا چانس پکې زیات وي بی بی سي چینل راپور راکوي دغو څیړاندو ویلي چې دلمر هغه وړانګه چې د ګاډي له کړکۍ دچلونکې په مخ لګیږي خطرناکه وي خو هغه چلونکي چې خپله شیشه راکوزوي هغو ي نورهم له خطروسره مخامخ وي دامریکا دسن لویس پوهنتون د ترسره شویو څیړنو په اساس که څه هم زیاتر ه هغه شیشې چې په ګاډو کې کارول کیږي دماورا بنفش وړانګې په وړاندې مقاومت لري او دغه وړانګه ترې نه تیریږي خو د ماورابنفش وړانګې اغېزې په اوږد مهال کې خطرناکه وي نو ددغه وړانګو مخه نه شي نیولاي.
ډاکټر عیسی ستانکزی
اسمان په ستورو ښايسته دى لكه د پېغلې انجلۍ غاړه په خالونه اسمان په ستورو ښايسته ښكاري د ځمكى سر په ښكلو ښكلو خوند كوينه اسمان په ستورو ښايسته ښكاري لكه لېلا چې په مخ ووهي خالونه اشنا په ټوكو نه پوهېږي ما په خورو زلفو وهه مرور شونه اشنا په خوله كې ژبه غواړي په خوند يې نه دى خپل قلنګ جاري كوينه اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
لنډۍ
په کابل کې د چرګو او چرګانو مظاهره دهغه خبر نه څو شېبې وروسته چې په کابل کې د عامې روغتيا دوزارت لخوا اعلان او په هغه کې دا اندېښنه ښکاره سوه چې د افغانستان د فضا نه د وحشي مرغانو د کوچېدو په حالت کې به ښايې چې د مرغانو د انفلونزا مرض په افغانستان خپور سي ، په کابل او دهغه په شاوخوا کلو کې مېشته چرګو او چرګانو په داسې حال کې چې د طالبانو د بريد له وېرې چرګان دمخه او چرګې په پسې وې ،يوه درنه مظاهره وکړه . هغوۍ چې د مرګ پر امريکا او مرګ پر مرغي انفلونزا شعارونه يې دځانه سره وړل د عامې روغتيا د وزارت نه تېر او د ارګ دماڼۍ په وړاندې ودرېدل او د ښاغلي کرزي نه يې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره دهغه نه وغوښتل چې برادره څه خوشې ټوکې خو نه دي،بازي بازي د چرګانو د ژونده سره هم بازي! هغوی اذانونه ورکول چې زموږ ژوند په خطر کې دی ان د مړو چرګانو واردات لا پردې هېواد باندې بند سول اوته ناځوانه ﻻ كرار ناست يې خپل چرګان خورې او هيڅ چرت دې په موږ نه دی خراب! آخر ددې خبرې پاى به څه کيږي؟. هغوۍ بس همدا چيغې وهلې چې زموږ غم بايد وخوړل سي کنه په کابل کې که د چرګ خورو غوښې کمې سوې نو موږ په نس وږي او په تن لوڅ بې زبانه چرګان يې مخه نسو نيولاى ! هغوۍ دامريکايي پوځي ځواکو نو پر ضد هم شعارونه ورکول او په دې اړوند يې د هغوۍ نه د مرستې او ډاډګېرنې غوښتنه کوله . چرګو او چرګانو دديموکراسۍ د مفاداتو نه په استفادې سره په يوه سلا داخبره و امريکايي ځواکونو ته په ډاګه کړه چې تاسو چې دلته راغلي ياست که زموږ امنيت نه سئ ساتلاى لږ تر لږه خو په موږکې دمرضو دخپرېدو مخه و نيسئ!!! مظاهره نن ماپښين د چرګانو په ډله ايزو اذانو سره په داسې حال کې د وېرې او ډار په فضا کې پاې ته ورسېده چې د ټروريستي حملې دډاره يې پر سر باندې دB-52 طيارې په هوا کې ګرځېدې . موســـــــــــــــــکا
:: تړاو:
طنژ
|