هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۵/۱۱/۲۳ خپرندوی

زلمۍ جنازې

زړه مې لويږي چې مرګی واورم دچا
ټول يو اه شم چې يوهی واورم دچا
چې نه يارشته نه همځولي اونه کلی
په پردي وطن خندی واورم دچا
چې ته نه يې زماخوږمن خوږمن زړګيه
په دې نيمه شپه زګيروی واورم دچا
زماوطن خوټول ژړه اه اوسلګۍ دی
دومره شورکې اسويلی واورم دچا
وايم خدایزده بياموکوم ګړنګ ته ولي
چې درحم غږپردی واورم دچا
لاترڅودغه زلمۍ جنازې يوسم
لاترڅوپه ويرکنکی واورم دچا
داژړاپه غضري زموږترڅووي
نورلاڅومره واويلی واورم دچا
۱۳۸۵/۹/۱۴ساجر
په احترام غضري


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ