په کابل کې د چرګو او چرګانو مظاهره
دهغه خبر نه څو شېبې وروسته چې په کابل کې د عامې روغتيا دوزارت لخوا اعلان او په هغه کې دا اندېښنه ښکاره سوه چې د افغانستان د فضا نه د وحشي مرغانو د کوچېدو په حالت کې به ښايې چې د مرغانو د انفلونزا مرض په افغانستان خپور سي ، په کابل او دهغه په شاوخوا کلو کې مېشته چرګو او چرګانو په داسې حال کې چې د طالبانو د بريد له وېرې چرګان دمخه او چرګې په پسې وې ،يوه درنه مظاهره وکړه . هغوۍ چې د مرګ پر امريکا او مرګ پر مرغي انفلونزا شعارونه يې دځانه سره وړل د عامې روغتيا د وزارت نه تېر او د ارګ دماڼۍ په وړاندې ودرېدل او د ښاغلي کرزي نه يې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره دهغه نه وغوښتل چې برادره څه خوشې ټوکې خو نه دي،بازي بازي د چرګانو د ژونده سره هم بازي! هغوی اذانونه ورکول چې زموږ ژوند په خطر کې دی ان د مړو چرګانو واردات لا پردې هېواد باندې بند سول اوته ناځوانه ﻻ كرار ناست يې خپل چرګان خورې او هيڅ چرت دې په موږ نه دی خراب! آخر ددې خبرې پاى به څه کيږي؟. هغوۍ بس همدا چيغې وهلې چې زموږ غم بايد وخوړل سي کنه په کابل کې که د چرګ خورو غوښې کمې سوې نو موږ په نس وږي او په تن لوڅ بې زبانه چرګان يې مخه نسو نيولاى ! هغوۍ دامريکايي پوځي ځواکو نو پر ضد هم شعارونه ورکول او په دې اړوند يې د هغوۍ نه د مرستې او ډاډګېرنې غوښتنه کوله . چرګو او چرګانو دديموکراسۍ د مفاداتو نه په استفادې سره په يوه سلا داخبره و امريکايي ځواکونو ته په ډاګه کړه چې تاسو چې دلته راغلي ياست که زموږ امنيت نه سئ ساتلاى لږ تر لږه خو په موږکې دمرضو دخپرېدو مخه و نيسئ!!!
مظاهره نن ماپښين د چرګانو په ډله ايزو اذانو سره په داسې حال کې د وېرې او ډار په فضا کې پاې ته ورسېده چې د ټروريستي حملې دډاره يې پر سر باندې دB-52 طيارې په هوا کې ګرځېدې .
موســـــــــــــــــکا
:: تړاو:
طنژ