
د
افغانستان تاريخي نومونه او د افغان د كلمي لرغونتوب
د انسان تاريخ په دوو
برخو ويشل کيږي.
لومړۍ قبل التاريخ
دوره: چي د انسان د
پيدايش نه شروع کيږي تر ٣٣٠٠ ق م پورې يعني د خط تر ايجاد پوري انسان په دې دوره كي په ډیر ساده ګی او طبعی
توګه ژوند کاوه.
دوهم تاريخي دوره: د ٣٣٠٠ ق م يعنې د خط
د ايجاد نه چي د دجلې او فرات تر منځ ايجادېږي ، تر ننه پورې دوام کوي چي په دې
دوره کي د انسان ژوند د مختلفو مرحلو نه تېرېږي او ننني پړاؤ ته رارسېږي.

د افغانستان مختلف نومونه
په نړۍ کي د ډېرو
ملتونو او انساني ټولنو نومونو تغير کړى چي افغانستان هم په دغه هېوادونو کي راځي.
دا هېواد يو وخت
د آريانا، کله بيا د کابل او کابلستان او يا کافو په نامه او کله هم د خرسان او په
پاى کي د افغانستان په نامه ياد سوى دى.
آريانا:
د افغانستان لومړۍ نوم
آريانا دى. مشهور مؤرخ ويلسن H.H.Wilson ليکي چي په پخوانيو
وختونو کي افغانستان د هغه ځمکو څخه عبارت ؤ چي د هند او فارس تر منځ پرته وه،
پخوانيو يونانيانو ورته اريانا Ariana په پخواني
فارس کي وته ايريا Airya يا ايريانا Airyana په
سانسکرت کي ورته اريا Ariya يا Varsha او
په زند کي د ارياويجو Eriveejo په نامه ياد سوى. دا
کلمه او د اريا Arya
کلمه د سانسکرت نه اخيستل سوې.
د اريا معنا:
اريا د لوړ، د قدر وړ
او ښاغلي په معنا راغلې او اريانا د لوړو خلکو ځاى و. يونانيانو يوازې دسکندر او
يا د هغه نه لږ وروسته دا کلمه افغانستان ته استعمال کړې.
د اريانان قدامت:
د اريانا نوم د ١٠٠٠کال
قبل الميلاد نه تر ٥٠٠ ميلادي پورې استعماليده.
د اريايانو د ژوند شرايط:
د اريايانو ژوند په
زراعت ولاړ ؤ، پرمختللي خلک وو. کلاګانو يې برجونه درلودل او په برجونو بيراغونه
رپيدل چي د دوى د دبدبې نماينده ګي يې کوله.
د اريانا پراخوالى:
باختر، اريا، طوس،
نيشاپور، کرمان، قندهار، بلوچستان، پکتيا، خوست، سند، کابل او پيښور په کي شامل
وو.
کابل،کافو اوکابلستان:
د کابل نوم:
کابل د کافو او
کابلستان په نامه هم ياد سوى. يوناني ليکوالو د کوفي Kophi يا
کوفس Khoapes او
کوا Koa په نامه ثبت کړى.
فارسيانو او ارستو د د Khoaspes په نامه ليکلى.
چينايي زيارت کونکي هيون تسانګ د Kaofa په نامه ثبت
کړى. د کابل نوم لومړۍ د کابل درياب ته استعماليدو وروسته د کابل او کابلستان په
نامه د څو قبل الميلاد او څو ميلادي پيړيو کي په غرب کي د باميانو او قندهار نه
نيولې په جنوب کي د بولان تر کوتله وسعت پيدا کړ.
ويل کيږي د کابل نوم د Yuchi
ياتخاري د پنځه قبيلو نه د يوې قبيلې نوم دى ، کله چي په ٣ قبل الميلاد پيړۍ کي
هغوی کابل ونيو، نو دا نوم يې پرې کيښود.
يوناني ليکوالو د Artospana
يعنې لوړ محل په نامه ياد کړى چي په سانسکرت کي ورته Urddastana کلمه
استعمال سوې چي عينې معنا لري.
په ٢ ميلادي پيړۍ کي
بطليموس د Kabura
په نامه د پاراپاميزاديانو Parapamisdae په نامه ياد کړ.
 په کابل کي مشهور حکومتونه:
په کابل کي مشهور
حکومتونه د کابل شاهانو او کوشانيانو حکومتونه دي. په ٧ ميلادي پېړۍ کي اوپيان د کاپيسا
مرکز سو، کابل ترک اهل سو، کله چي اوپيان د چنګيزيانوپه لاس وران سودیر شهرت یی
پیدا کړ، کابل ترک وهل سوبېرته مرکز وټاکل سو، کله چي په ١٧٧٧ م کال کی کابل د
درانیومرکز وټاکل سو، د امپراطورۍ مرکز سو.
خرسان:
معنی یی : خراسان د لمر
ختلو په معنا دى. د دويمې عيسوي پيړۍ نه دا نوم شروع کيږي، په پنځمې پيړۍ کي ډېر
شهرت پيدا کوي.
په خاص مفهوم: د افغانستان دوه درې
شمال غربي ولايتونه په کي شامل وو.
په عام
مفهوم: ټوله اريانا يا ټول
طبيعي افغانستان د نيشاپور نه تر هنداو د مروې او بخارا نه نیولی د بلوچستان
ترپايه د هند تر بحره . په خاص سرد لښکر کی مفهوم اوس هم د پخواني خراسان دوه شمال
غربي ولايتونه(طوس او نيشاپور) د خراسان په نامه ياديږي.
الفنستن د
افغانستان په حکومت کي د انګليس نماينده په ١٨٠٩ کال کي ليکي. يوازېنی نوم چي د
هغه هېواد (افغانستان) اوسيدونکو د ټول هېواد له پاره استعمالولو خراسان ؤ چي بيا
د ١٨ پيړۍ په نيمايي کي د افغانستان کلمې د خراسان ځاى ونيو.
 افغانستان:
موقعيت يې: اکثره مؤرخين په دې عقيده دي چي په پخوانيو وختونو کي افغانستان هغه
سيمې ته ويل کيدل چي د هلمند او سند د درياب ترمنځ پرته وه، په خاصه توګه د سليمان
د غرو سيمه د افغانستان په نامه ياديده، لکه څنګه چي خراسان لومړۍ د وړوکي ساحې
نوم ؤ بيا لويږي ټوله اريانا احتوا کوي، افغانستان هم اول وړوکي منطقه وه چي بيا د
ټول اريانا او خراسان ځاى نيسي.
تاريخچه يې:
ځينې فکر کوي چي
د افغانستان نوم ځوان دى او د احمدشاه بابا د وخت نه شروع کيږي، خو داسې نه ده،
اوږده سابقه لري.
ښاغلي
غبار ليکي: چي د ميلاد په لومړيو پيړيو کي د (کوشانيانو) په وخت کي پښتانه د
بودايي مذهب خواته واوښتل او د جنوب په لورېر يې حرکت شروع کړو چي د نوي
مذهب د متحدينو سره يوځاى شي نو پخواني متحدينو يې چي زردشتيان وو يعنې اشکانيانو
او ساسانيانو د( اوغان) په نامه ياد کړل.
همدارنګه غبار ليک: د
عتيق معروف په قول ليکي چي د افغان په کلمه په ٦ پيړۍ کي هغه چا ته استعمال سوې چي
د سليمان په غرو کي اوسيدل.
ښاغلى کاکړ صيب
ليکي: د افغان کلمه د سانسکرت د Asva- Ghana د دوو کلمو نه
مشتقه ده چي لومړۍ د اسپ او دويم د سوار کونکي په معنا ده يعنې اسپ سواران.
ښاغلى حبيبي ليکي
چي د ساساني پاچا لومړۍ شاهيور په کتيبه کي چي په ٢٦٠ ميلادي او ٢٧٣ ميلادي کلونو کي
په پارسي او يوناني ژبې ليکل سوي په هغې کي ګونديفرا ابګان کلمه شته چي مؤرخين دغه
ابګان همدغه د نن ورځې افغان بولي. ويل کيږي د دريم شاهپور په(٣٠٩-٣٧٩) په لقب کي
هم د اپه ګان کله لېدل کيږي.
دهندي منجم بريهت سميت Brihat Samhita
په نامه ياديږي(٥٠٥-٥٨٧) چي د شپږمې په اوايلو کي د ورانهاميرا Varanhamira
له خوا ليکل سوې د اواګانه Avagana ذکر دوه ځلې کړى چي
مؤرخين دغه د اواګانه کلمه همدا د نن ورځې افغان بولي.
چينايي
زيارت کونکى هيون تسنګ په ٦٤٤ م کال کي د سليمان د غرو اوسيدونکو ته د اپوکين O Po kin
کلمه استعمال کړې يا فه سين Fa Hain
دغه لفظ په ٤٠٠ م پيړۍ کي لوهې(اوه) په نامه ياد کړى.
په اسلامي
دوره کي په حدود العالم کي چي په ٩٨٢ م کي ليکل سوى د افغان ذکر په همدغه ننني شکل
په کي سوى.
ښاغلى حبيب الله تږى دهرات دتاريخ نامې(٧١٨-٧٢١) په حواله چي سيفى هروي
ليکلې، ليکي: چي داسې ښکاري چي په ١٤ ميلادي پيړۍ کي د افغانستان غير پښتانه خلکو
ته هم د افغان کلمه استعماليده.
د افغانستان واکدار ملک
شاهنشاه په قول ليکي: افغانان سخت بې پروا، غله، خوني، فتنه انګيز او ميړني خلک دي
په تېره بيا دا کردان چي څما په خدمت کي دی چی هر یو یی د رستم داستان او سام
نريمان سره ډغرې وهي او راپرزوي....
د
سلطان محمود په وخت کي په تاريخ يمني کي تاريخ الهند قانون المسعودي التفهيم (٤٤٠
ه) په نورو ډيرو اثارو کي د افغان او افغانيه ذکر چي د افغانستان په شرقي ولايتونو
کي ميشته وو چي ددې وروسته په ډيرو دري او پښتو اثارو کي د افغان او افغانيه ذکر سوى.
ښاغلى تږى ليکلي چي د
١٩ پيړۍ د اوايلو نه را په دې خوا اکثره غربي ليکوالو او مستشرقينو د افغان کلمه
په خاص او عام معنا استعمال کړې په خاص معنا د پښتون سره مترادفه بللې او په عام
مفهوم يې په مکرر او متواتر ډول د افغانستان د اتباعو په معنا استعمال کړې.
افغانستان:
لکه څنګه چي
خلک فکر کوي د افغانستان نوم دومره ځوان نه دى. لومړي ځل د هرات په
تاريخ(١٣١٨-١٣٢) د افغانستان ذکر سوى. په ١٦ مه پيړۍ کي د زمچي اسفزاري او
ملفوظات تيموري کي هم د افغانستان ذکر سوى. د بابر شاه په ليکنو کي هم د افغانستان
ذکر سوى، خو په دې ټولو ليکنو کي افغانستان د هلمند د سيند ترمنځ سيمې ته استعمال سوى
دى، خو د احمدشاه بابا په وخت کي افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو. نو
د تاريخي سندونو له مخې افغانستان تقريبا ٧٠٠ کاله د احمدشاه بابا نه وړاندې هم
موجود ؤ خو ساحه کله لوى ، کله وړه سوې لکه څنګه چي خراسان اول د محدودې ساحې نوم
ؤ بيا د ټول اريانا ځاى ونيو، همداسې افغانستان اول د محدودې ساحې نوم ؤ چي بيا د
ټولې اريانا او خراسان ځاى نيسي او احمدشاه بابا د ١٨ پيړۍ په اخير نيمايي کي ددې
هېواد نوم رسما افغانستان کيښود.
پراخوالى:
د انګليسي مؤرخ استورات
الفنتستن په قول چي د افغاني امپراطورۍ سرحدات چي يو وخت تر ١٦ درجو طول البلد
پورې پراخوالى درلود په دقيقه توګه ټاکل مشکل کار دى خو په شرق کي د سرهند نه
نيولې چي د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کي پروت دى په غرب کي تر مشهده پورې چي حزر درياب نه
په همدې فاصله کي پروت دى او پلنوالى يې د امو د درياب نه نيولې په جنوب کي د فارس
تر خليج پورې رسيدو
د افغاني امپراطورۍ
سقوط:
د احمدشاه
بابا ده لوى امپراطوري د ١٨٠٣ کال نه را په دې خوا وار په وار د احمدشاه بابا د لمسيانو
او بيا د محمدزيو وروڼو د خپل منځي اختلافاتو په وجه وړه سوې.
د افغانستان د
امپراطورۍ د تدريجي زوال شروع:
د افغانستان
شمال غربي ولايت خراسان د شامحمود ابدالي په وخت کي د ايران د قاجاري دولت په لاس کي
ولويد. د اټک کلا په ١٨١٢ م د ملتان ولايت په ١٨١٨ او د کشمير ولايت په ١٨١٩
م کي د پنجاب سکانو ونيو. ډيره غازي خان او ډيره اسماعيل خان په ١٨٢١ او
پيښور په ١٨٢٢ نه تر ١٨٧٦ انګليس ونيو او مروه په ١٨٨٤ م تزاري روسې ونيوه. د
فوشنج تر کوژکه ، کورمه او لنډې کوتل د ١٨٧٨ کال کي د ګندمک د تړون په وسيله د
افغانستان نه جلا سوې.
سوات، باجوړ، وزير، مسعود، داوړ، چاغۍ او د چمن سيمې د ١٩٩٣ کال کي د ډيورنډ د
کرښې په وسيله د افغانستان نه جلا سوې. پنجده په ١٨٨٥ م کال کي د تزاري روسې په
لاس کي ولويده او سيستان په ١٨٧٢ م کي د انګليسي هيئت په حکم ايران ته پريښودل سو.
په دی ترتيب د احمدشاه بابا لويه امپراطوري د سدوزيو او محمد زيو مشرانو د کورنيو
جګړو اومخالفتونو په وجه له منځه ولاړه.
د
موجوده افغانستان پراخوالى: اوسنې افغانستان ٦٥٠ زره کيلو متره مربع دى . د
افغانستان شمال پوله ١٨٨٨ کيلو متره اوږده ده ، ختيځ او جنوب سرحد پاکستان سره
٢٠٠٠ کيلو متره دى، د چين سره زموږ شريکه پوله ٨٥ کيلومتره دى او د ايران سره زموږ
ګډ سرحد ( ) کيلومتره دى
د تاريخ او جغرافيې اثر
د يو هېواد په جوړښت کي:
ښاغلى
حبيبي صاحب ليکي چي د افغانستان په وجود او افغاني ملت په تشکيل کي علاوه پر
سياسي، اجتماعي او اقتصادي عواملو د تاريخ او جغرافيې اثر هم ډير مهم دى.
همدارنګه
ښاغلى حبيبي صاحب زياتوي چي په افغانستان کي د اسلام نه وړاندې هم قوي دولتونه وو
او د اسلام نه وروسته هم قوي دولتونه منځ ته راغلل.
ښاغلى حبيبي وايې چي د مغلو د سقوط نه وروسته د طاهريانو، سامانيانو، غزنويانو او
غوريانو د اقتدار او سياسي تشکيلاتو باقي مانده ولې بيا راژوندى سوې او د
افغانستان اوسنى دولت يې د تاريخ د قديم جريان په حکم وزيږاوه چي د څو زرونو کلونو
يو تاريخي واقعيت بيا راژوندى سو.
ښاغلى حبيب الله رفيع د
افغانستان پيژندنې کتاب په سريزه کي د ملي تاريخ په هکله ليکي: " د کوم ملت
ځوانان چي د خپل تاريخ نه بې خبره وي، هغوى د خپل ملي هويت نه بې خبره وي او څوک چي
د خپل ملي هويت نه بې خبره وي، هغوى خپلې ملي ګټې نه شي پېژندلى او خپل ملي مرام
ته نه شي رسيدلى"
همدارنګه د نړۍ ډير
مؤرخين اوجغرفيه ليکونکي د ملت او مليت په جوړولو کي د تاريخ او جغرافيې نقش ډير
مهم بولي نو څنګه چي د افغان او افغانستان کلمې چي زموږ د ملې تاريخ يوه برخه او
زموږ ملي هويت تشکيلوي بايد ولولو او ځان پرې پوى کړو.
له ديدنونو نه په مننه

ډاډ
يو سرتېرى چي په جنګ كي سخت ټپي سوى و، له درد څخه يې ډېر فرياد
کوئ چيغي او نارې يې وهلې، يوه منصبدار د دې لپاره چي ټپي ته يې ډاډ وركړی وای،
ورته وويل: هغه بل ته
وګوره، مړ سوى دى دومره نارې نه وهي ته خو يوازې ټپي يې چي ټول وطن دې په سر
اخيستی دی.
د کاڼي کرښي
ښه چي کوې امېدواره اوسه، او بد چي کوې خبرداره اوسه
کلاله وکه خپله سياله
په پردي خيرات کي سپي په لوټو مه وله
د كومي بلا چي نه خلاصېږى،
غاړه غړۍ ورځه
اخطار
غل يوه کور ته ور واوښت، په کور کي يوازي يو
ماشوم ويښ و، ماشوم غله ته وويل: زما د ښوونځي بسته هم درسره يوسه، که نه نو مور
او پلار راويښوم
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

د هلمند د حجارۍ فابريکه شاوخوا ۵۰ کاله مخکي د ايټاليا هيواد په مرسته په
لښکرگاه ښار کي جوړه سوې ده. خو د تيرو څو لسيزو جنگونو په وخت کي له
فعاليته لوېدلې او تخريب سوې ده. اوس ويل کيږي چي دغه فابريکه له سره کرار
کرار فعاليږي.

په انځور کي د
کندهار ولايت د شهدانو چوک ښکاري.

په انځور کي دبست کلا ششک وينئ
دويچه ويله پاڼي نه په مننه
درنو لوستونکو که غواړى چي خپل عکس په اتومات ډول ښاسته جوړ کړئ نو له دې ويبپاڼي څه په کار اخيستو خپل ښايسته تصويرونه نورهم ښکلي کړئ.
http://www.photofacefun.com

:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي

معما ليکوال: استاد فضل محمد پنهان
يو
اسم يا نوم يا تاريخ يا مطلب د نثر يانظم په يو ټوټه کي په رمز او ايما سره د قلب، تنبيح، تسحيف، تحليل، جمل، حساب،
تبديل، ترکيب، اثقاد، اسقاط او تاليف په صورت راوړولو ته معما ويل کيږي ، مثلاً:
معما مي ده اسم ده سمکه
حا د دوو سترګو سروکو عالم
د
معما حل: په
عربي کي ماهي ته سمک وايي، او (ن) ته هم سمک وايي په دې حساب که چيري موږ (حا)
نيمى کو او لو حې د اول نون سر ته واچوو او اول نون په الف ولاړ کو اخيرنى نون پاى
ته راولو نو د حنان نوم ځيني جوړيږي چي مراد ځيني حنان بارکزى دئ.
بل
مثال:
چي ئې ملا په عبادت لکه دال
خم وه
د سکوت مهر په خوله زمرى د دين ولاړ
د
معما حل:
د
اثقاد په صنعت کي خوله د سر يا اول په معنى، ملا د منځ په معنى او خم دهسته کولو
په معنى دئ څرنګه چي د مهر کلمه ذکر سوې ده، د (په خوله) څخه مراد په سر کي د مهر
راوړل دي او هم ورسره د (دال) کلمه ده په دې شرط دال د کلمې څخه الف حرف ايسته يا
ليري کوو نو دل ځيني جوړيږي که چيري د مهر کلمه اول او وروسته دل راوړو نو د مهردل
خان مشرقي نوم ځيني جوړ سي چي په کندهار کي حکمران و، اوس يوه لېسه د ده پر نامه
ده.
دجمل
د حساب په ډول:
يو ايلچي راغلى له هنده
برادره
ورسره عجب حيوان وو دلاوره
عجب قادر جوړ کړئ په قدرت ؤ
لس ئې خولې دېرش ئې پښې اتيائې سره
ابجد: ا=١، ب=٢، ج=٣، د=٤
هوز: هـ=٥، و=٦، ز=٧
حطى: ح=٨، ط=٩، ي=١٠
کلمن: ک=٢٠، ل=٣٠، م=٤٠، ن=٥٠
سعفص: س=٦٠، ع=٧٠، ف=٨٠، ص=٩٠
قرشت: ق=١٠٠، ر=٢٠٠، ش=٣٠٠، ت=٤٠٠
ثخذ: ث=٥٠٠، خ=٦٠٠، ذ=٧٠٠
ضظغ: ض=٨٠٠، ظ=٩٠٠، غ=١٠٠٠
د
پورته بيتو څخه (فيل) جوړيږي، س=ف=٨٠
خوله=ي=١٠(فيل) ځيني جوړيږي
پښې=ل=٣٠

ليکوال:
عبدالجبار فراز
عزيز نسين په
١٩١٥م کې دنيا ته راغى. د دغه نړيوال طنزليکوال ژوند له لوړو ژورو ډک دى. د نظامي
زده کړو تر بشپړولو وروسته پر پوځي خدمت بوخت شو. خو دا چې د ده ذوق او فکري ميلان
بلې خوا ته و، نو هره شېبه د دغې دندې د خوشي کولو په خيال کې و. اخير ځنې لاس پر
سر شو او مسلکي ليکوالۍ ته يې مخه کړه. په ډېر لږ وخت کې يې نړيوال شهرت او نوم
وګاټه. د نسين د ژوند تر ټولو پام وړ ټکى د هغه عقيدوي اړخ دى. پر نوموړي باندې د
ترکي مذهبي مشرانو له خوا د کافر او ګمراه ټاپې هم وهل شوي دي. د ده ديني ژمنتيا
هغه وخت لا تر شک لاندې راغله چې د اسلام د مشهور دښمن سلمان رشدي يو خرافي ناول
(شيطاني آيتونه) يې ترجمه کړ. د ده دغه کار ترکي مسلمانان وپارول. آن تر دې چې د
نوموړي د وژلو هڅې هم وشوې. د ١٩٩٣م د جولاى پر دويمه نېټه، کله چې عزيز نسين د
سيواس سيمې يوه هوټل ته په فيسټيوال کې د ګډون کولو لپاره ننووت، نو پارېدلو
مسلمانانو يې پر ضد لاريون پيل کړ او تر هوټل راچاپېر شول. دغو خلکو د ياد ليکوال
د وژلو په موخه د هوټل ودانۍ ته اور ورته کړ. د اور لګېدنې له امله جوړې شوې هله
ګولې او د پوليسو او ژغورندويه ادارې مداخلې نسين ته د تېښتې لار پرانيسته، خو ٣٧
کسان د لمبو خوراک شول. دغه پېښه د سيواس د عامه وژنې په نوم هم يادېږي.
عزيز نسين په
1972م کې د نسين په نوم يوه خيريه ټولنه جوړه کړه. دغې ټولنې به هر کال څلور
بېوزله او بې کوره ماشومان خپلول او د هغوى د زده کړې او ساتنې بشپړ مسووليت به يې
پر غاړه اخيست. نسين ياد بنياد ته دومره متعهد و چې د خپلې ټولې ليکوالۍ عايد يې
ورته وقف کړ. ده په سياست کې هم څه ناڅه برخه اخيستې ده. کله چې په ١٩٨٠م کې د
کنان ايورين له خوا پوځي کودتا وشوه، عزيز نسين د روڼآندو په غوښتنه د نظامي حکومت
د راپرځولو لپاره يو فکري کمپاين پيل کړ.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

اى خورور ورو ملګرو
اى هم فکرو هم سنګرو
سره يو سئ وخت د ننګ دى
دخطر اوسنى زنګ دى
لاس په لاس سره يو صف سئ
ټول قربان له يوه هدف سئ
د مقصد لور ته ډاډه سئ
لوي څښتن ستاسو په څنګ دى
دې ستم ته که تابع سوې
خدايږو لاړلې ضايع سوې
داجهان دقدرت نه دى
دتاريخ او دفرهنګ دى
راځئ وکړو ټول سوګند بيا
چي ګټو نوى ميوند بيا
هم ددې مقصد لپاره
نور حرام خوب د پالنګ دى
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

د
نارنج خپرندويه ټولني يادښت
د
ريښتيني ميني روغ ليونى هغه په زړه پوري دردونکى داستان دى چي د يو افغاني ميني يو
ريښتينئ انځور ښکارندويي کوي .
ددې داستان اتل سدو دئ چي کيداى سي د ابه يو پټ
نوم وي ،د خپلي معشوقې (غوټۍ) سره دميني ريښې غځوي او په مخ کي ورته سختي ربړي او
مشکلات راځي چي بيا دا د ريښتيني ميني ليوني خپل ژوند دلاسه ورکوي او داستان په ډير زړه دردونکي حالت پاى ته
رسېږي ، داستان په يو ځل نه بلکي په څو څو ځله لوستلو ارزي ، دا دعوه د لوستونکو د
غوښتني په اساس ځکه کوم چي څو ځله دا ناول چاپ سوي او دهر ځل لوستو وروسته ئې
هم مينه وال نور هم ډير سوي دي، راسئ چي دا داستان ولولو تر څومو د څو شېبو لپاره د ميني په رنګينه دنيا
ګۍ کي ورک کړي او د نيمه خوا سدو دهغه دنيمه خوا غوټۍ د نيمه خوا ميني له درده ډک
ژوند نه خبر سو.
نارنج
خپرندويه ټولنه وياړي چي دنورو ګټورو اثارو د خپراوي تر څنګ د خپل ولس د ميني د
خړوبولو لپاره دا ناول چاپوي.
په
ټوله انساني مينه
نارنج
خپرندويه ټولنه –
کندهار- افغانستان
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
د ښاغلي جهاني صاحب وروستۍ شعري مجموعه (کوثر) چي نارنج خپرندويي ټولني خپره کړې ده 
دنارنج خپرندويي ټولني ياذلښت شعر
دانسانانو داحساساتو په لوبولو کي دستر اهميت لرونکى دي که يو شاعر
وغواړي چي په ريښتينو احساساتو سره يو قوم راويښ کړي نو دا بېله شکه يو
منلى او پر ځاي حقيقت دئ ، کولاي سي چي د يو قوي رهبر په توګه يي د مبارزي
او قربانۍ ډګر ته وا وباسي او که شاعر وغواړي چي يوه ټولنه دفقر بد بختيو
اوجنګ نه وژغوري د يو رنځپوه په توګه يې درد دوا کولاى سي ، نو ځکه وايي
چي شاعر دټولني ترجمان دئ. افغاني ټولنه هم دهمداسي
شاعرانو لرونکي ده چي يو دهغو څخه ددې کاروان سر لارى ليکوال ، شاعر،
ژورناليست او تاريخپوه ښاغلى عبدالباري جهاني دئ ، چي دپايکوبېو په ميدان
کي رندانه شعرونه د حماسو په ډګر مستي ترانې د غم پر ټغر يې وېرني او د
امن لپاره يې دسولي شپېلۍ ږغولې ده،که يې د خوشالۍ په وخت د خپل ولس سره
(پايکوبي) کول پرون يې دهمدې ولس سره د( ورکي مېني) په لټه (سباون ته په
تمه) تيره کړه که يې پرون په (کوه طور) کي (راز ونياز) کاوه نن بيا د (کوثر
) په چينه کي خپل ولس ته دامن اوبه ور کوي، نارنج خپرندويه وياړي چي
دښاغلي جهاني نوى شعري اثر کوثر تاسو ته وړاندي کوي هيله ده چي کوثر مو
ادبي تنده در ماته کړي او دجهاني صاحب ښې روغتيا په هيله مو نور رابولم
دکوثر لوستو ته ، په درنښت نارنج خپرندويه ټولنه -کندهار
جنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
ناولیه او بد رنګه
ته ورک سې له جهانه
دنیا ده درنه تنګه
------------
نه ځوان ګورې نه زوړ
ناورین دئ ستا پرې جوړ
ماشوم وژنې بې ننګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
لمبې دي مدام بلي
سېزې دا خلک ولي
څوک خلاص ستا له غورځنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
--------------
هیڅ رحم درکي نسته
بد مرغه او بدپښته
نړۍ لتا نه ړنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
پخوا دي وه بس توره
دنیا وه ترې تروره
ټويک دي اوس تر څنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
---------------
د شوبلو دي لښکري
ماشین وکړې وزري
راکټ دي هم په ننګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
منطق دي واړه زور دی
سکروټي او سور اور دی
ستا خوله د پوهي ګونګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
ته غوښت د ظالمانو
وسله د شوکمارانو
په تا یې ده غوا لنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
---------------
حتمي یو ورځ ورکیږي
نړۍ نه محوه کیږي
سې کوز به له پالنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
-------------
جهان به ټول هوسا سي
خوره به سوله بیا سي
خوښي به وي هر رنګه
ای جنګه خوار سې جنګه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
۱ــ
بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه
(مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :
سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
ځای،سرای
لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
نری،ګردی،لالی
راغی،ولاړی
دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .
۲ــ
لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ
پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
سړي،لرګي،سوټي ،منګي
کالي،مالي.ښادي،
ګوري،ښوري،ځي،راځي
نري،ګردي،ګلالي
وروري،خپلوي،دوستي
چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .
۳ــ
لکۍ لرونکې(ښځینه) یې( ۍ). په
ښځینه نوموکي راځي لکه
سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ
۴ـ
اوږده (مجهوله) یې( ې ) په
ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ
۵ـ
همزه لرونکې ( ئ ) په
جمع فعلوکي راځي لکه
خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر
وسي . څېړونکى ، استاد، او تاريخپوه ښاغلى محمدمعصوم هوتک
Larawbar.com څخه په مننه
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر

دا مينه خو هم عجيبه ده
مينه که دي د
مور سره وه، نو عبادت دی
که د
پلار سره وه، نو تقدس دی
که د
ورور سره وه ، نو طاقت دی
که د
خور سره وه، نو فرض دی
خو که دي مينه د
خپلي ښځي سره وه نو بیا خلک وائي
د اخري زمانې دله دی پر ښحه ئې ايمان راوړى
او د ښځي څه بیریږي
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

داوطن مه بېلوئ داوطن مه بیلوئ
داوطن مه ځوروئ
دا د زمریو وطن
دیوال ئې مه ړنګوئ
«»«»«»
دادی دټولو کنډر
پکې اوسې هریو ټبر
دیرغلګرو په ضد
تویې شوي ویني دسر
«»«»«»
دا دنیکونو کوردی
خلک یې قوت اوزوردی
افغان ته ګران له زړه نه
دښمن ته دود اواوردی
«»«»«»
دلته شوي تویې ویني
ترې دریابونه جوړشول
دښمن بارکړي کډي
په خپله ماته پوه شول
«»«»«»
دا دى دمینې وطن
دا دبابا دی مدفن
دامونیکو ګټلى
دښکلا ښکلی ګلشن
«»«»«»
ساتل یې فرض ګڼو
که هرڅه راشی خطر
پې پوه اوس هرافغان دی
خپله یې ساتی بهتر
امرالدین سرحد
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
الازهر
پوهنتون:
د
نړۍ تر ټولو پخوانى مذهبي پوهنتون الازهر دى، چې د 970م كالونو پر شاوخوا په قاهره
كې جوړ شوى دى. دا پوهنتون چې د الازهر جومات (پر هغه مهال جوهر جوړ كړى و) تر څنګ
موقعيت لري، له هغې وروسته چې خپل باور يې نړيوالو ته پوخ كړ، پر 1872م كال يې
ديپلوم، BAs، ماسټري، ډاكټري… أګري وركول هم پيل كړل. پر 1930م كال د دغه
پوهنتون پوهنځي او استادان په دريو برخو ووېشل شول: 1- دنيات، 2- حقوق او 3- عربي.
بيا وروسته پر 1961م كال نوى قانون (حقوق)، ساينس، طب، انجنيري
او زراعت پوهنځي يې جوړ كړل.
الازهر
ځكه د پاملرنې وړ دى چې په نړۍ كې لومړى پوهنتون دى، چې د زده كوونكي لپاره يې د
ليليې سېسټم جوړ كړ.
د
دې پوهنتون تګلار دا ده چې ښايي د الاهزهر زده كوونكى مسلمان وي او د هر مسلمان پر
غوښتنليك له نژادي، ژبني، ملكي او.. تعصب پرته غور وكړي. دغه پوهنتون ته له ټولې
نړۍ څخه زده كوونكي ځي، لكه، افغانستان، عراق، اندونيزيا، چين، جاپان، فرانسه،
امريكا او…. همدا اوس په دغه پوهنتون كې 90000 زده كوونكي پر زده كړو بوخت
دي.
شترنج:
د
شترنج نړيوال اتل ګري كسپاروف د نړيوالې سيالۍ تر ګټلو وروسته له IBM (Deep Blue) كمپيوټر
سره د سيالي په حال كې دى، چې پايله يې د ده په ګټه وه. كسپاروف IMB كمپيوټر
ته په نيويارك كې د 2-1 نومرو سره ماتې وركړه.
تر
اوسه د دې لوبې اوولس اتلان تېر شوي دي، چې ټول د روسيې اوسېدونكي دي او كسپاروف
له دغو اتلانو نه دولسم تل دى.
تر
ټولو ګران بيه سكه
د
سپينو زرو يوه ډالري سكه چې پر 1804زېإدي كال هك شوې. په نړۍ كې دغه ډول سكې شپإ
نمونې دي. دغه سكې پر 1900زېإدي كال پر (28000) ډالرو خرڅه شوې.
تر
لرغونى (پخوانى) چاپ شوى كتاب
لومړى
لرغونى چاپ شوى كتاب طومار دى، چې 4.87 متره اوإدوالى لري. په دغه كتاب كې بود ايي
نښې او لارښوونې كښل شوې دي، تر دې كتاب وروسته د بودا د مراقبې اداب دي چې پر
949زيإدي كال چاپ شوى. د يادونې وړ ده چې دا دواړه كتابونه د انګليستان په
لرغونتون كې خوندي دي.
راډيو:
افغانستان
ته پر 1305 ل كال د اعليحضرت امان الله خان د پاچاهۍ په پېر كې راډيو راوړل شوه او
پر 1306ل كال يې پر خپلو خپرونو پيل وكړل، چې مدير يې محمد حسن نومېده.
ټلوېزيون:
په
افغانستان كې د 1356ل كال په ليندۍ كې د اسمايي غره له پاسه په لوړو څوكه ودرول شو
او د همدې كال د كب پر 25مه نېټه يې عملاً ازمېښتي خپرونې پيل كړې او د كابل ښار
په مهمو پاركونو او د ګڼې ګوڼې په ځايونو كې يې د تلوېزيون پايې كېښودې. دولت
پرېكړه كړې وه چې د تلويزيون رسمي خپرونې به د 1357ل
كال د چنګاښ پر 26مه د جمهوريت د كليزې په ورځ د جمهور رئيس په وينا پرانيستل كېږي ا. ويس وردګ
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

خدايه !
ستا د پاکۍ او ستا د دين دعویدار
ستا په نامه چي څۀ پر مځکه کوي
دا په ورځ سپين او په شپه تور ګنهګار
ستا د ملا نه خلګ کرکه کوي
دا په باطن کي د يزيد ملګری
دا په ظاهره د حسين پيروکار
د د درنو درنو سرو لوګری
دا سر تر پايه روياکار روياکار
دا په ظاهره پريشته پريشته
پټ د فرعون او د شيداد ملګری
دا خپل له خداي سره ريشته په ريشته
خو پټ د ظلم استبداد ملګری
خو دوي چي هر څومره أينې ماتي کړي
دا خپل بد رنګه رنګ به نور نه کړي
منم په زور به ميخانې ماتي کړي
خو د شعور جام به نسکور نه کړي
يو باد به راشي ستا د لويه کوره
د خپل ملا نه به جامې وباسي
بيا به خپل ډول وهو په زوره زوره
زموږ له خلې به څوک نغمې وباسي کمال خان انديش 
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

غاښ ماتوونکى ځواب ! دتورې
اوقلم خاوند لوى خوشحال خان بابا دخپل ژوند په هر ډګرلکه : سياسي ،پوځي ،کلتوري،علمي،هنري
،ادبي اوداسې نورو برخوکي برﻻسى سياستوال ،پوځي، شاعر ، ليکوال او اديب ؤ اود
مغولي واکمنود ښکېلاک او زبېښاک په وړاندي ئې په نوموړوڅانګوکي مبارزه کوله .اتل
او تورزن خوشحال خان خټک دافغان ، افغانيت ،پښتون اوپښتونوالۍ ترپاک نوم
اوشعارﻻندي دمغولي واکمنواودهغوى له ګوډاګيانوسره ډغري وهلې ،ځکه خوپه ډېر
وياړ،برم او پرتم سره وايي :
دافغان
په ننګ مې وتړله توره×ننګيالى د زمانې خوشحال
خټک يم
دهندپرنيمه
وچه د مغولي واکمنۍ او امپراتورۍ پرمهال ددربار رسمي ژبه فارسي وه، اوخوشحال بابا
دفارسي شاعرۍ په ډګر کي هم د يوۀ پوخ شاعراواستاد په توګه پاتي سوى، چې په دې
ميدان کي ئې هم خورا پياوړې شاعري کړې ده .يوه ورځ مغولي واکمن اورنګزېب د دربار
غوړمالواو تالۍ څټو شاعرانو ته وويل ، چي خوشحال خان پرافغان اوافغانيت ډېر وياړي .تاسوهغه
ته په شعرکي داسي څه ورته وواياست او په هغه څه ئې خوابدى کړئ ،کوم ،چي بابا ډېر
پرې نازيږي .
همداسې يوه ورځ ،يوتن درباري شاعر دمغولي واکمن
اورنګزېب په لمسون خوشحال بابا ته په شعر کي وويل :
زسگ(اف
اف
)ز زاغان) غان )گرفتند×يقناًنام اوافغان گرفتند
ددې
شعر په اورېدو سره ټولو درباريانو او ناستومغولي واکمنواو چارواکو پر خوشحال بابا
وخندل ،خو باتور او زړور خوشحال بابا، بې له دې ، چي خپل مورال وبايلي ، په قهر
اوغصه سي اوياله ميدان څخه وتښتي ، ډېر ژر په زغرده ځواب ورکړ او وئې ويل :
زمرتد
(ميم
)ز چغول( غول )گرفتند×يقناً نام او مغل گرفتند
له
دې ځواب سره ټول هک پک او حيران سول ، او دخوشحال خان خټک په شاعرۍ ، ژبغړاندۍ اوحاضرځوابۍ
ئې اعتراف وکړ ، او دهغه ستر ټولنيز او ادبي شخصيت ته ئې سلام اودرناوى وړاندي کړ .
لیکنه:فضل وزير هيله من
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
خیام یوسفزے
متلونه په لنډو لفظونـو
کي د فصاحت او بلا غت هغۀ وړې وړې فصيحه جملې دي چي د لفظ او معنوي طور موزونې او
مکملې وي او د انسان د ژوند د بيل بيل اړخ سره تعلق لــري او د عقل او د تجربو نه
ډکې نکتې پکښي پرتې وي او داسي جملې اکثر د ملت د ټولو افرادو که هغه عام وی او که
خاص ، د هغوئ د عقل ، فکر ، احساساتو او د دنيا د تودو سړو نه حاصلو کړو تجربو او
حقيقي علم او واقعاتي تأثراتو يوه خاکه وي
متلـــــونه د يويې ژبي
د اولسي ادب يوه ارزښتناکه اثاثـه وي ، د اولـــس د پوهې رواياتو ، نفسياتو او د
حسن ظرافت د معيار يو عکس هم په متل کښي ښکاري په پښتــو ژبه کښي بې شميره
متلــونه دي ، په پښتني اولس کښي پوه او هوښيار هغه بللې کيږي څوک چي څومره زيات
په متلونـــــــو پوهيږی يا څــومره زيات متلونه ورته ياد وي
متل په فوکلور کښي د
ټپې په شـــان يو داسې اولسی صنف دى چي ويونکي او جوړونکي ئې معلوم نۀ وي ، يوه
واقعه ، ټوقه ، پيښه ، ماحــــول په يو مخصوص حالت کښي په غير اراديی توګه متل
وزيږوي
د نمونې په توګه يو څو
متلونه
ځــان زهير کړه ځــان
امير کړه
د سر د پاسه سر وي
روغ صورت تل اختر دى
ظلم لږ هم ډيـــــــــر
وي
يو ها وه هغه هم سخا وه
خبرې ډيرې سر ئې يو
پټ غل باچا دى
پياز دي وي خو په نياز
دي وي
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
يوځوان یو نیک
سړي ته ورغلی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، په ښار کي پیغلو
ته له کتو څخه ځان نه سم ساتلی، زه څه وکړم ؟.
ځوان ته، سړي
له شیدو داسې ډکه پیاله ورکړه چي له تو ییدو یې ووریدو او ورته یې وویل چي د ښار
په منځ کي ولاړ سي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درته نه توی نه
شي!.
نیک سړي په
خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره ولاړ شي او ورته یې وویل چي که
شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو به وړاندې دې ځوان ووهي.
ځوان
ولاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نه شوې او بېرته نیک
سړي ته راغی.
نیک سړي ترې
پوښتنه وکړه: څومره پیغلې دې په لاره ولیدې ؟
ځوان ځواب
ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي لیدلي، وریدم چي هسې نه شیدې رانه توی شي او
ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.
لارښود سړي
ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له
خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه ووریږي.
خدایه موږ پر
نېغه لاره روان کړې!.
امین.
د الیاس وحدت
ژباړه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
دين او عقيده
وطنه ګران وطنه !
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !
زيبا وطن يې زمونږ
ته روح او تن يې زمونږ
ګور او کفن يې زمونږ
دين او ايمان وطنه !
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !
خاورې به ستا په خد مت
کړوپه خپل تن او صورت
ستا په ناموس شرافت
تير يو تر ځان وطنه!
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !
ته يې زيارت دنيکو
دوروستي نسل زانګو
يو په غيرت او پښتو
تانه قربان وطنه!
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !
وطنه ستا حفاظت
په مونږ دى فرض او سنت
تا به ساتو امانت
اى دافغان وطنه!
جنت نشان وطنه !
ته زمونږشمعه مونږه ستا يو پتنگان وطنه !
وطنه ګران وطنه !
مخلص فرزند يمه ستا
غيږ کي خورسند يمه ستا
په عشق کي بند يمه ستا
زه ملنگ جان وطنه
وطنه ګران وطنه !
جنت نشان وطنه !
ته يې زمونږ شمعه مونږ ه ستا يو پتنگان وطنه !

:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
په کوم وخت کی د یو ملک پاچا ډنډوره ووهله چی که څوک د
پاچا حضور ته داسی کوم شی راوړی چی د حیرانتیا وړ وی نو پاچا به یی به غوره
انعامونو سره و پالی.ډیرو خلکو د خپل مهارت تر مخه ښکلی اوعجیبه شیان د پاچا حضور
ته وړاندی کړل؛ حو یو شی هم دپاچا د حیرانتیا سبب ونه ګرځید؛څو ورځی وروسته یو سړی
ددریو بتانو سره د پاچا خدمت ته حاضر شو او ویی ویل پاچا سلامت دا بتان به تا هک
پک کړی پاچا دری واړه بتان وکتل او ویی ویل دا دری واړه بتان یو شان دی او کوم
توپیر نلري. پاچا دغه سړی ته وویل چی دا اوس ته ثابته کړه؛چی دا بتان یو تر بله
فرق لری ؛دغه سړی یو سیخ راواخیست او د بت په یو غوږ یی ننه ایست دغه سیخ د یت له
بل غوږ راووت سړی وویل ؛چی داد هغه شخص استازیتوب کوی چی په یو غوږ اوری او له بل
غوږ یی وباسی؛ بیایی دبل بت په غوږ کی سیخ وردننه کړ ؛سیخ د بت له خولی راووت هغه
سړی پاچا ته وویل ؛چی دا دهغه شخص استازی توب کوی چی راز او خبره نشی ساتلی چی څه
واوری نو سمدستی یی بل ته رسوی خوله یی سوری وی بیا یی همدغه سیخ ددریم بت په غوږ
وردننه کړ سیخ دننه ایسار شو او را بهر نه شو سړی پاچاته وویل دا دهغه شخض
استازیتوب کوی چی د نورو خلکو رازونه خوندی ساتی دهر چا اوری خو بل ته یی نه وایی
او دا تر ټولو غوره دی ؛
((څوک چی د چاپه عیبونو پرده اچوی الله پاک د هغوی په
عیبونو پرده اچوي))

:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
دين او عقيده
دیوه
هوښیار سړې یو شوخ او تریخ ژبی زوی و ، هر وخت به یې شحړې او جګړې کولي یوه ورځ یې
پلار ورته وویل : دا کڅوړه له میخونو ډکه ده داواخله او کله چې دي له چاسره شخړه
او جنجال راځې د باغ پردیوال باندي یو میخ ټک وهه !
هلک
دمیخونو کڅوړه واخیستله ، په لومړۍ ورځ یې په شمار اووه دیرش میخونو دباغ پردیوال
ټک وهل یعني دومره ځله یې جنجالونه وکړل ، هلک له ځانه سره وویل : داکار ستونزمن
دی
... دځان کنترولول یې پیل کړل ، په دویمه
اونۍ کې دمیخ ټکولو شمیر کم شو هلک فکر وکړ چې د کڅوړې ترښورولو او میخونو ټکوهلو
دځان کنترول یوڅه اسانه ده ، دمیخ کمیدلو لړۍ دي حد ته راورسیدله چې داسې ورځ هم
راغله چې په ټوله ورځ کې یې یومیخ هم پردیوال ونه ټکواهه ،
پلار
ته ورغی او ورته ویې ویل : زه اوس دي ته اړتیا نلرم چې پردیوال میخونه ټکوهم ،
پلار یې ورته وویل : او س ولاړشه او کوم میخونه دي چې پردیوال وهلي دي هغه یو یو
را وکاږه ! هلک ولاړ او ټول میخونه یې را وایستل څو ورځی وروسته یې پلار ته وویل
چې دا کار هم پای ته ورسید ،
پلار
یې ترلاس ونیو او دباغ دیوال ته یې بوتلو ، د دیوال خواته یې پلار درا ایستل شویو
میخونو نښوته نغوته وکړه او ورته ویې وویل : زویه ! دي نښو ته ګوره دا دیوال هیڅکله دپخوا
په شان نشې کیدلی او دا نشې به یې خامخا پر ټټر پاته وې ، کله چې دې له چا سره
شجړه رامنځته شې او ستا له خولي نه سپکي او ترخي خبرې ووځې ، په دي خبرو سره تا
دهغه انسان زړه داسې ټپې کړ لکه په دیوال کې دمیخونو سوړي چې ته ویني ، ستاپه سپکه
خبر ، ښکنځل او بدو ویلو سره دهغه پر زړه ټپونه جوړ شې اوس که څه هم ته د معذرت او
بښني په غوښتلو سره کولی شې دهغه له زړه نه دښکنځلو اوسپکو خبرو میخونه وباسې خو
نښې او اثاربه یې په خپل حال داسې پاته وې لکه ستا مخته پردیوال ستا دټکوهل شویو
میخونو نښې
دحميد افغان نه په مننه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
|