د ښاغلي جهاني صاحب وروستۍ شعري مجموعه (کوثر) چي نارنج خپرندويي ټولني خپره کړې ده

دنارنج خپرندويي ټولني ياذلښت
شعر
دانسانانو داحساساتو په لوبولو کي دستر اهميت لرونکى دي که يو شاعر
وغواړي چي په ريښتينو احساساتو سره يو قوم راويښ کړي نو دا بېله شکه يو
منلى او پر ځاي حقيقت دئ ، کولاي سي چي د يو قوي رهبر په توګه يي د مبارزي
او قربانۍ ډګر ته وا وباسي او که شاعر وغواړي چي يوه ټولنه دفقر بد بختيو
اوجنګ نه وژغوري د يو رنځپوه په توګه يې درد دوا کولاى سي ، نو ځکه وايي
چي شاعر دټولني ترجمان دئ.
افغاني ټولنه هم دهمداسي
شاعرانو لرونکي ده چي يو دهغو څخه ددې کاروان سر لارى ليکوال ، شاعر،
ژورناليست او تاريخپوه ښاغلى عبدالباري جهاني دئ ، چي دپايکوبېو په ميدان
کي رندانه شعرونه د حماسو په ډګر مستي ترانې د غم پر ټغر يې وېرني او د
امن لپاره يې دسولي شپېلۍ ږغولې ده،که يې د خوشالۍ په وخت د خپل ولس سره
(پايکوبي) کول پرون يې دهمدې ولس سره د( ورکي مېني) په لټه (سباون ته په
تمه) تيره کړه که يې پرون په (کوه طور) کي (راز ونياز) کاوه نن بيا د (کوثر
) په چينه کي خپل ولس ته دامن اوبه ور کوي، نارنج خپرندويه وياړي چي
دښاغلي جهاني نوى شعري اثر کوثر تاسو ته وړاندي کوي هيله ده چي کوثر مو
ادبي تنده در ماته کړي او دجهاني صاحب ښې روغتيا په هيله مو نور رابولم
دکوثر لوستو ته ،
په درنښت
نارنج خپرندويه ټولنه -کندهار