زما سپیڅلې زما غښتلې کندهاره
ستا ترهری لوټی جارسم صدقه سم
ستا ترنوم به زه لوګی ایره ایره سم
په تاڅه وسول چی داسی په ژړا یی
ستا په غیږ کی ټولی ناوی سولې کونډی
ستا په غیږه کی ماشوم یتیم یتیم سو
میندی خویندی مو سرتوری سولې بوری
مردارمخی او ناولی چی نن راغلل
هم مو مشرهم ماشوم په ظلم وژنی
خدایه! ولی مو جومات او قران سوځی
زه به څنګه دکنړماشومان هیرکړم
زه به څنګه ننګرهاراو پکتیا وایم
زه به څنګه کندهار په اوښکو لمانځم
اخیرولی؟
اخیرچاته اوښکی توی کړو
چی د دوو پرهدیره یو
دوی دریم وکورته راوړی
دا پوښتنه خواوس نسته
چی دا څوک وه او چا مړه کړه
بس په دې دعا به کښینو
چی الله دی ژرراجوړ کړی
او الله ته به زارۍ کړو
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم
نه دي هلمند هغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه د ارغند غاړي ګلونه راوړي
نه دي ترنك زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو كي قافلې وينمه
نه دي كېږديو كي ډېوې وينمه
نه د رابيا له ميني مست فتح خان
له كلابُسته قهرېدلى روان
نه ورسره دي د بړېڅو ياران
نه د مغولو په پوځ ګډ دى تالان
نه يې شپېلۍ دي په برېتو اغوستي
نه يې سرونه په نېزو اغوستي
نه چا ته كور نه چا ته بام پاته دى
نه د كيسو د شپو ارام پاته دى
نه د بيبو د خولې پيغام پاته دى
نه ښادي خان نه دلارام پاته دى
نه په زلمۍ مينه كي شور خوځېږي
نه په رګو كي د چا اور بلېږي
نه د احمد د توري شرنګ وينمه
نه يې لښكري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاړي
نه پښتنې په تېرو تورو وياړي
اوس دي پر كليو جنازې را اوري
له پېغلو سترګو اوښكي سرې را اوري
له خپل قسمته درته شپې را اوري
پر سپينو ورځو دي تيارې را اوري
اوس هديره د افسانو يې زموږ
ګور د زلميو ارمانو يې زموږ
اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه تر خپل ښارګ شېرينه خاوره
ورباندي ګرځي د اورنګ آسونه
د پردۍ سولي پردي جنګ آسونه
اوس دي په لار كي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش كي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په كوه قاف كي دي دېوان پراته دي
لاري كوڅې دي د اغزو ډكي دي
ياغي درې دي له لمبو ډكي دي
ما خو به ستا په نوم فالونه كتل
ما له قسمت سره سوكونه وهل
ما دي په غېږه كي ګلونه ليدل
ما دي تندي كي جنتونه ويل
اوس مي په زړه كي ستا يادونه ژاړي
هره غزل كي مي بيتونه ژاړي
لا مي د وران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب د آسمان خونه وينم
لا د ډبرو بارانونه وينم
لا به د دوست په نوم درځي غليمان
لا به دي وژني د لستوڼي ماران
راسه چي ويني ته دي اور دركمه
زاړه جنون ته به دي شور دركمه
څو لېونۍ چيغي په پور دركمه
زخمي لمبو ته به دي زور دركمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته كو
يو ځل به بيا د توري شرنګ پورته كو
راځه چي بيا د افسانو په ژبه
د ملالۍ او د عينو په ژبه
د ميوندونو د كيسو په ژبه
څه د توپك څه د جرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
د تيارو ښار ته څراغونه راوړو
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم
ع.جهاني
ويرجينيا
2001- 5- 15
:: اړونده موضوع:
غزلزار
ناول دلاتیني کلمه ده ، لغوي معنا یې نوی، تازه او عجیبه څېز دی او په ادبي اصطلاح کښي هغه نثري کیسې یا داستان ته وایي، چي له لنډي کیسې څخه اږد او له رومان څخه لنډ وي؛ په ادبي اصطلاح کي بیا هغه کیسه ده، چي سر او کار یې له ژوند سره وي. البته که دانسان ژوند وي او یا غیر انسان ، خو کار یې له ژوند سره دی.
دناول دجوړښت بنسټیز توکي
۱ ـ کیسه : هرناول به خامخا یوه کیسه لري ، بې له کیسې ناول نه سي لیکل کېدلای، دهمدې کیسې په منطقي ترتیب او دهغې په تدریجي رنګ کښي دناول د غوره والي ( معقولیت او مقبولیت ) راز پکښي نغښتی دی.
۲ ـ پلاټ : پلاټ انګریزي کلمه ده ، چي موږ ورته اډانه او طرحه وایو او معنا ئې دیوې ودانۍ لپاره د ځمکي نقشه ، دځمکي یوه ټوټه او دیوه میدان نقشه ده .پلاټ د کیسې هغه برخه ده چي له دې څخه د کیسې خاکه یا اسکلیټ
۳- کرکټرونهدا هغه کسان دي چي ناول پرې را څرخي. په دوی کي دوه تنه یو اتل او بله اتله وي او نور ټول هغه لوبغاړي دي چي ځینو ځایونو کښي اصلي او ځینو ځایونو کښي ئې د ناول فرعي برخي پرمخ رواني کړي وي.
۴- پېښه : پېښي د ناول هغه برخه ده ، چي ناول ته روح ورکوي یعني ناول له ولاړ حالت څخه په تحریک او خوځښت راولي.
۵- صحنه،منظرکښي:لکه څنګه چي ئې له نامه څخه ښکاري صحنه هغه ځای یا شېبې دي چي ناول پکښي پېښېږي .
۶- تلوسه،غوټه:تلوسه یا غوټه د ناول هغه برخه ده، چي لوستونکي ته په لس ګونو پوښتني پیدا کوي
۷- احساس اوطنز:په ټولیزه توګه داستاني ادبیات هغه ادبیات دي ، چي زموږ بیده احساس راویښ کړي .
۸- غوټه پرانيستل :غوټه پرانستل داسي برخه ده ، چي په دې کښي د ناول ستونزي او پوښتني ټولي جوابېږي .
۹- پيغام اومقصد:هره لیکنه خامخا دیوې موخي او غرض لپاره کېږي ، دغسي په هر ناول کښي هم یو اصلي پیغام او غرض نغښتی وي .
د ناول پېژندنه

علمي او تحليلي،
جالبي پيښي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
ناول