قاضي خیرالله نوښاري د(خيرالغات) په سريزه کي لیکلي، د سلطان محمود غزنوي وزیر احمد بن حسن میوندي، قاضي سیف الله وګماره چي د پښتو ژبي لپاره الفبا جوړه کړي؛ نوموړي قاضي د عربي، پنجابي او سندهي ژبو په مرسته د پښتو ژبي د ږغونو لپاره توري وټاکل.
عبدالحلیم اثر ليکي: د پښتو ژبي موجوده رسم الخط چي د عربي په نسخ خط بنا دئ، ددې باني د محمود غزنوي وزیر حسن میوندي ګڼل کېږي.
الله بخش یوسفي وايي: ویل کېږي چي د پښتو دغه اوسنى اصلاح سوی رسم الخط د سلطان محمود غزنوي په زمانه کي شیخ ابوالفتح را ایستلی دئ.
Afghan Afghani Converter