زېړمازيګردى سيلۍ تونده اوبيا ودريږي
دچنارپاڼوته تړک ورکړي رو رو وبوڼيږي
دګڼو ونو دڅولښتو مينځ کي زيړه وړانګه
دځنګله غولي کي دشمي په څير وځليږي
تونده سيلۍ لښتي پر يو بل راسپرې غوندي کړي
خوځنده وړانګي ځي راځي پريوځاى نه دريږي
ددنګ چنارپه ورستۍ څانګه خوري ټالونه بلبل
ستړى ستومانه اوخوب وړى دى رو رو چغيږي
دپاڼوشور ورته اسانه موسيقي چوړوي
بلبل سندره وايي پاڼې په هرلور کږيږي
چنارپه ټول قامت سر ښکته اوبياپورته يوسي
څانګي پرمخ کړي راخورې اوپريوه پښه ګډيږي
شفق له سرو ګلونو ډګه لمن رو رو راځي
ګلابي وړانګې داسمان په کنارو خوريږي
هرسيلاني ددې تابلو بس څوګړۍ وي دلته
دخوږ ژوندون خوږې شيبې وي ډيري ژر تيريږي
ددې کوتا محفل دپاى شيبه دلمر غروب وي
چې لمر رخصت شي ددې بزم ګډونوال ستنيږي
دمازيګر رنګين ترکيب کې لمردروح په څير دى
چې لمـر ترې لاړشي نورله يوبل سره نه اوسيږي
زموږ دخوږ ژوندون مثال دى دغه زيړ مازيګر
چي روح ر خصت شي نور له هرچا نه هرڅه پاتيږي
ملا عبدالحی مطمئن
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
مطمئن
« په افغانستان کې د سراج الاخبار د دوهم ځل (۱۹۱۱ع کال) په خپریدو سره د پښتو معاصر ادب بنسټ کيښودل شو.
د پښتو معاصر ادب په افغانستان کې د روښانتيا، ويښتیا او اوښتون په نامه پړاوونه ووهل او د (۱۳۶۵ه،ش) کال څه را په دې خوا (د افغانستان په پښتو) معاصر ادب کې د نوي بدلون نښې څرګندېږي»
د روښانتیا پړاو
د شلمي پېړۍ په شروع په افغانستان کي د معاصر ادب له پاره عیني او ذهني شرایط برابر سوي وه، لکه د فابريکو، روغتونونو، ويالو، سړکونو جوړول او نور عصري لوازم، لکه موټر، ټلیفون راتګ د خلګو په ژوند کي د بدلون سره نوي مفکورې هم پيدا کړې.
د فرهنګي ژوند په لوړتیا کي یو بل عمده لامل د هغو فراریانو راتګ دئ هیواد ته، چي د امیر عبدالرحمن خان له خوا د هيواده ایستل سوي وه، همدارنګه دوه نور مهم کارونه یو په کابل کي د لومړي ځل له پاره د حبیبي ښوونځي جوړول او د سراج الاخبار اداره د سیاسي فعالیتونو په مرکز بد لیدل د روښانتیا د پړاو پیلامه ده.
په دې پړاو کي د ژمنتیا، تعهد او پیغام برخه ډېره قوي وه د شعر فورم به ځني وخت د پيغام رسولو له پاره ماتيده، ځکه دوی د پيغام برخي ته ډېر ژمن وه. د ظلم، فساد او ارتجاع غندنه، د مثبتو علومو، ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرېدل، د انګرېزي استعمار په مقابل کي د مسلمانو ملتونو پاڅول اسلامي او بشري ارزښتونو ته ژمنتيا او د اولس آرمانونه پوره کول د دې پړاو د ادب مضامین وه، خو په خاص ډول د دې پړاو ادب هیواد پالني ته وقف سوی وو.
د دې پړاو نامتو شاعران مولوي صالح محمد کندهاری د دې پړاو سرلاري او بنسټګر دئ، همدارنګه غلاحي الدين افغان، مولوي عبدالواسع کندهاری، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي او ملا عبداباقي کندهاری د دې پړاو نامتو شاعران دي. (روهي)
د اوښتون پړاو
« د محمد داؤد په استعفا ٔ سره يو ځل بیا د تحول غوښتونکو ځواکونو د پاره د خپل غږ د پورته کولو فضا مساعده شوه. په ۱۹۶۴م(۱۳۴۳ش) کې نوی اساسي قانون نافذ شو چې د فکر او عقیدې د بیانولو، د اعتصاب او مظاهري د کولو، او د سیاسي ګوندونو جوړولو ته يې اجازه ور لوله. په هیواد کې ځینې سیاسي سازمانونه جوړ شول. د خلق او پرچم جریدو په سیستماتیک ډول د اوښتون د پړاو د ادبیاتو په ترویج پيل وکړ. » (روهي)
د دې پړاو ادبي مېتود د انتقادي ریا لیزم تر څنګ سوسیالیستي ریالیزم وو، په دې پړاو کي کاريګري طبقې ته ډېر ارزښت ور کول کېده. د فیوډالیزم او امیریلیزم پر ضد مبارزه او د ټولنیز عدالت، ترقي او سولي له پاره مبارزه ده،
په دې پړاو کي هم د ادبیاتو فورمي جوړښت ته چنداني پام نه کېده او د پيغام رسوني برخه ئې قوي وه.
د دې پړاو نامتو شاعران صدیق کاوون، اسحاق ننګیال، احمدالله تکل، عارف خزان، ګل پيوند، افضل ټکور، لطیف بهاند او داسي نور دي.(روهي)
د ويښتیا پړاو
«د ظاهرشاه د سلطنت په دوهمه لسیزه کې پښتو ادب له يوې خوا د پښتو ژبې د تعمیم او پیاوړتیا جریان سره، او له بلې خوا په هیواد کې د دموکراسۍ او ريفوم غوښتنې له نهضت سره په ملګرتیا کې، ډير ژر نوي پړاو ته داخل شو، چې موږ يې د (ويشتیا پړاو)بولو» (روهي)
دا پړاو تر زیاتي اندازې د ويښو زلمیانو د غورځنګ سره اړه لري او د پښتو ژبي اکثره نامتو شاعران او لیکوالان د دې غورځنګ په سیاسي سازمان کي شامل وه، نو ځکه ئې لیکني او اشعار اجتماعي او سیاسي رنګ لري.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي،
پښتو ادب تاریخ
:: تړاو:
معاصر ادب
نازنین مي پرتندي باندي شین خال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانوکي لوی ټال جوړوي
نازنین مي توري سترګي سره لاسونه لري
توري زلفي پرسپین مخ باندي ټالونه لري
سیاه مژګان ئې خنجران پرما وارونه لري
پر ممبر د عشق آوازحضرت بلال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانو کي لوی ټال جوړوي
نازنین مي ښایسته دئ ترمصریانو بیخي
رنګینه دئ دحرم ترشاه پیریانو بیخي
علاوه دئ تر ټولو ګلروخانو بیخي
و خماریانو ته نن بیا جام د وصال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانو کي لوی ټال جوړوي
نازنین مي نازولی په خپل زړه کي دئ ډیر
محبت مي پټ ساتلی په سینه کي دئ ډیر
ګرده عمر راسره په انديښنه کي دئ ډیر
ډک جامونه شرابو مالامال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانوکي لوی ټال جوړوي
نازنین مي ګاهي ناست په ګلستان کي وي
نه به دارنګه بل یو په انس و جان کي وي
نه به داسي بشر په ټول جهان کي وي
ښکلي ګلروخ په ښایستو کي ذوالجلال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانو کي لوی ټال جوړوي
نازنین مي ښایسته په ټول دنیا کې منم
سیاره د عشق ئې معلومداره په فضا کې منم
لوړ تېرسوی زما جانان به په خلا کې منم
کمینه به جوابونه دخپل سوال جوړوي
خپل عاشق ته په زلفانو کي لوی ټال جوړوي
عبدالجلیل کمینه- د کندهار اولسي شاعر
:: اړونده موضوع:
کندهاری مکتب،
غزلزار
:: تړاو:
کیمنه