د فولکلور (Folklore) لغت له دوو کلمو څخه جوړ سوئ دئ (فولک) د خلکو په معنی دئ او (لور) د پوهي او حکمت په معنی دئ. په دې اساس، فولکلور د خلکو د پوهي په معنی راځي. په انګرېزي ژبه کي د (فولک) د کلیمې (ل) نه تلفظ کیږي. یعني په خپله انګرېزي ویونکي د فولکلور کلمه د (فوکلور) په بڼه تلفظ کوي، خو په نورو ژبو کي چي همدا کلمه یې په عاریت اخیستې ده، معمولاً (ل) هم تلفظ کیږي او (فولکلور) یي لیکي او هم يي وایي.

فولکلور ته په دري ژبه کي (فرهنګ عوام) یا (فرهنګ مردم) او کله- کله (فرهنګ توده) وایي، ترکي ژبه کي (خلقیات) ورته وایي او په پښتو ژبه کي ولسي پوهه یا اولسي ادبیات وایي.

کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روهي په پښتو کي د فولکلور د کلمیې په اړه وایي: ( په پښتو ژبه کي د علمي او فرهنګي مؤسسو له خوا فولکلورته کومه ټاکلي کلمه نه ده وضع سوې، خو ځینو لیکوالو کله- کله د فولکلور کلیمې پر ځای (د ولس پوهي) کلمه استعمال کړې ده.

په اصطلا ح کي فولکلور د خلکو ټولنيز ژوند او د ژوندانه طرز او ډول ته فولکلور وايي.

بریټا نیکا دایرت المعارف لیکي، چي فولکلور دهغو اسطورو افسانو ،کیسو، متلونو ، سندرو، جشنونو او اخترونو دبیلګو او نڅاو روایتونو او حکموتونو جادويي فورمونو او خرافاتو یو عمومي نوم دئ، چي په نالیکلي توګه له پخوانیو وختو نوڅخه راپاتي دي او تردې وخته پوري رارسیدلي دي.فولکلور په اصل کي داولسونو دعنعنو او عقيدوپوهه ده نودابه هم له يا ده نه باسو، چي اولسي ادب دخلکو د مادي اومعنوي اړخ ته په پاملرني د اولس له خوا په شعوري توگه عامووگړو رامنځته کړی دئ .



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، اولسي ادب
:: تړاو: فوکلور
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۱/۲۴

ځوانان او ځواني هيلي

په دي هيله چي زه او دكندهار تلويزيون ټول كاركوونكي په ډيره ښه توګه وكولاي سو، چي دغه نوي پښتو ويبپاڼه په غښتلو مطالبو ، ښو خپرونو ، ورځنيو خبرونو او نورو هغو توكو باندي غني كړو چي دخلكو اړتيا ورته ليدل كيږي .
دكندهار تلويزيون دځوانانو خپرونه زه نورالله نوري او زما همكار حميد شهزاد په ګډه توګه پرمخ بيايو، زياتره وخت مو هڅه داده چي ځوانان زده كړي، كار او هغو چارو ته وهڅوو، چي زموږ دځپل سوي ولس او وطن د درد دوا كيږي . نوموړي خپرونه په اونۍ كي يوځل له كندهار تلويزيون څخه خپريږي او په هره اونۍ كي يو له هغو ځوانانو څخه ميلمه كوو چي په ټولنه كي ځليدلي او ديوه ښه احساس خاوند وي.
دادي په دي خپرونه كي مو دكندهار يوښايسته او تكړه ځوان سيد احمد قانع ميلمه كړي دي

سيد احمد قانع د ارواښاد حاجي عبدالغفار زوي دكندهار ښار دلمړي ناحيي اوسيدونكى دئ، ثانوي زده كړي ئې دمحمد هوتك شپې لېسه كي پاي ته رسولي او دا مهال دكندهار پوهنتون دښووني اوروزني دپوهنځي دپښتو ادبياتو دڅانګي محصيل دئ.
ښاغلي قانع ددي ترڅنګ چي په زده كړو كي ښه مهارت لري، په کندهار کي ډېره ښه مدني فعال، پرهنګپال او د ډيرو ښو اخلاقو او عالي رويې خاوند دئ؛ 
سيداحمد قانع وايي، زما سره دزده كړو او ورځني ژوند کي د پرمختګ او تر پوهنتونه پوري درسيدو په برخه كي دخپلي كورنۍ مرسته او همکاري سته، هر وخت ئې زه تشويق او هڅولى يم، چي د ځان او ټولني په جوړولو کي رغنده رول ولوبوم.

 

ښاغلي قانع وايي زه دخپل ځان په اړه پرېشان نه يم، ما هغه ټولنيزي ستونزي ځوروي چي زموږ دټولني هرغړي په ځانګړي توګه ځوانان ورسره مخ دي او په د ستونزو په حل لارو نه پوهېږي او يا زمينه نه ورته مساعده سوې.

ښاغلى قانع د يو مدني فعال او فرهنګال په صفت په ټولنه کي خصوصا په کندهار کي د ښه شهرت او پاک نوم څښتن دئ؛ په داسي حالاتو کي ئې د ټولني د ځوان قشر لپاره د کتابونو يو کتابتون جوړ کړى چي په هغه وخت کي په ټول هيواد او ځانګړې توګه په کندهار ئې سارى موجود نه وو.

په کي د نارنج خپرندويه ټولني په يوه اداره لري، چي د ځوانانو د فکري ودي په موخه د هيواد د مشهورو ليکوالو او شاعرانو کتابونه پښي چاپوي او د افغان کتاب پلورنځي په نوم د عصري او ادبي کتابونو يوه کتابخانه هم لري.

 دي دټولو ځوانانو دكورنيو مشرانو ته پيغام لري:  وايي دځوانانو په راپورته كولو او دهغويى د پرمختګ په برخه كي دكورنيو دمشرانو مرسته ډير مثبت رول لوبولاي سي، كه چيري مشران دځوانانو سره مرسته وكړي په ځانګړي توګه داقتصاد په برخه كي، هغوي تشويق كړي نو شوني ده چي زموږ هر ځوان يو ځوان وي. په ټولنه د ځوانانو فکر ته پام او تشويق د ټولو دنده ده، چي بايد ورته ويې کړي
راځي وګورو چي دسيد احمد قانع نور دوستان څه وايي .

 

دكندهار پوهنتون دښووني اوروزني دپوهنځي استاد او د کندهار پوهنتون پخوانى رئيس الحاج حيات الله رفيقي:

سيد احمدقانع مخامخ ولاړ دئ، د هغه ترڅنګ دهغه يو شمېر نور ملګري هم موجود دي كه چيري يوازي دهغه صفت وكړم نو دا نور به مايوسه سي.
زه بايد ووايم كه څه هم زموږ ولس ديرش كلني غميزي ځپلي دي بيا هم زموږ ځوانان په ځانګړي توګه كندهار ي ځوانان ډير ځليدلي دي .
دهر ډول ګوښونو سره سره يي دحالاتو مقابله كړيده چي له هغو ځوانانو څخه يو سيداحمد قانع دي.

قانع په ټولنه کي هغه زحمت او زيار کښلى دئ، چي نور ځوانان اصلا فکر نه ورته کوي، يا نه په پوهېږي؛ خو داچي دى په يوه وخت کي هم مدني فعاليت کوي، فرهنګي چاري مخ ته وړي او ضمناً خپل تحصل ته هم توجه کوي، زه ئې راتلونکې ډېره روښانه وينم.

د ښاغلي نور ملګري هم دده پر ښه کار او حسنه اخلاقو قايل دي.

 

د کندهار ملي راډيو ټلويزون له ويبپاڼي څخه په منننه (هسک ويبلاګ)

 http://www.kandahartv.com/fullstory.php?id=132

 

 



:: اړونده موضوع: جالبي پيښي
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۱/۲۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.