نور نه پوهيږم
په يو کليواله سيمه کې د حقوق بشر مو ټر روان و. ګوري چې يوه ښځه مخکې او خاوند يې ورپسې روان دی . دوی مو ټر زر
ودراوه او له سړي څخه يې مننه وکړه چې خپلې ښځې ته يې دو
مره حق ور کړی سړي وويل نور نه پوهيږم په دې سيمه کې
ما ينو نه وو ځکه مې ښځه مخکې کړې .
پښتو لنډۍ

ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي
د پلو لاندې سړی غلی تېروينه

زما پرې هسې نوم بدنام شو
د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه

اشنا په ټوكو نه پوهېږي
ما په خورو زلفو وهه مرور شونه

بارانه ورو ورو پرې ورېږه
وړې وړې جينكۍ غره ته تللي دينه

خوله به د خداى په رضا دركړم
منګى مې ولې ښوروې لنده دې كړمه
باڼه دې مړه دي ښكته ګوري
لكه چې مور دې نوره كور كې بندوينه
پورې لېلا ګوره چې لمونځ كا
قبول يې مه كړئ تور اوربل په خاورو ږدينه

ګناه په سور سالو كې نه شته
ګناه نجلۍ كې ده چې ړنګه بنګه ځينه

په مخ دې څاڅكى د باران دى
ما خو ګومان د ملغلرو پرې كونه
خال يې په غونډه زنه كېده
بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې كومه
خدايه د مور يې ورته پام كړې
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

خداې به دې زلفې په لاس راكړي
ماته د كلي ماشومان دعا كوينه

زلفې مې تاوكړې كږې نه شوې
د مسافر اشنا په سر دې خير وينه

سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله
چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې ميئنه

كه زه خبر واى چې بېلتون دى
ما به د يار سترګو ته ډېر كتلي وونه

ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې
چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه

مسافري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله بيده پرېيښې يمه

يو وارې ټينګه غېږه راكړه
كه بيا بېلتون مو سره وي خوشال به يمه

لرګي را ټول کړۍ اورپرې بل کړۍ
زموږعادت دى په رڼاخوله ورکوونه

جنتي انسان
خدای جل جلاله وملايکو ته وفرمايل چي پر ځمکه انسان خپل خليفه ټاکم٠
ملايکو وويل: ايا داسي يو څوک خپل خليفه ټاکې چي وينه به تويوي او فساد به کوي؟
خدای جل جلاله وفرمايل: په هغه څه چي زه پوهېږم تاسي نه پوهېږئ٠
انسانان و نړی ته راغلل، خدای جل جلاله ورته د اشرف المخلوقات خطاب وکړ، په انساني کرامت يي ونازول او د عقل په نعمت يي له چارپای سره توپير کړل٠
هو! يوه انسان ډېر څه وکړل، ټول ښه عملونه يي ترسره کړل اوډيرې ښيګڼې او نېکمرغۍ يي په برخه سوې٠
د مور او پلار په خدمت کښي کښته پورته سو، مور او پلار يي دوعا وکړه، نه يي د چا زړه ازار کړ، نه يي د چا ازار واخيست اونه ښېرا، خو دئ لا هم نه پوهيږي چي پای به يي کوم ځای وي٠
يوه بل د اشرف المخلوقات په ډله کښي شامل انسان هم ډېر څه وکړل، دی هم کرار کښېنناست، له راتګه سره سم يي و خنجر ته لاس ور اوږد کړ، راوايي خيست، شاوخوا يي ټول وګړي په وينو لتاړ کړل، پرمختګ يي وکړ، ټوپک يي جوړ کړ، د ټوپک له خولې وتلې مرمۍ يي د ورور په سينه کښي سړې کړې او د وينو چينې يي ترې راوخوټولې، بل انسان يي ازار کړ، غاړه يي ورسوری کړه او په تار يي راوزړاوو، په ملامت او سلامت پسي يي سر و نه ګرځاوو، کورونه او ولسونه يي د غم پر کلي مېشته کړل او د ډېرو ښېرا يي په نصيب سوه، خو دی له ها بل انسانه ډېر بختور دی ځکه چي له اوسه لا پوهيږي چي جنتي دی؟؟؟
نسيم پسرلی
متلونه
عقل د عزت ورور دی، که عقل لري عزت يې پور دی٠
ړوند په څراغ څه کوي٠
په توره هر څوک مري، سړی هغه دی چې په خبره ومري٠
پردۍ کار که دې ښه وکړ نو لاس دې تور کړ که دی بد وکړ مخ دې تور کړ٠
بېکارو ته شيطان کارونه ګوري٠
يو ويده بل ويده نسي ويښولای٠
بزه چې پر بام وخيژي ليوه ته هم ښکنځل کوي٠
که رښتيا نه وايم الله می نيسي که يې وايم عبدالله می نيسي٠
ريښتيا يا زورور وايي يا لېونی٠
که د شپې ولاړ نه سې، د ورځی به مزله ته ونه رسيږي٠
د بې غيرته کور مېلمه واکدار وي٠
سپمولي سپو خوړلي٠
سپر هغه ګرځوي چې توری ته اوږه سموي٠
د ميړه لوز ګوره، د ځمکی فصل، دښځی ښايست٠
له خالي لوښي لوی اواز خيژي٠
بزه له لېوه تښتېده پر قصاب واوښته٠
غازي امان الله خان
(زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ - مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږديز کال پورې د افغانستان پاچا وه. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى چې په ١٩١٩ زېږديز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران و. امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی، د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى. د امان الله خان مور سرور سلطان بېګم نومېده. کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله ګوش کې شهيد شو نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وه او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه. پدې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انګرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه. نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و چې هېواد يې پرمختګ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او وړكيو ښوونځي جوړ كړل.
زده کړې
لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړي. په پوځي زده كړه كې يې ځانګړى استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېده. امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل. كله به چې امير چېرته په سفر لاړ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ګرځول او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي كوله، او اّن كله به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و. همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو. امان الله خان ډېر زغم درلود، هوښيار او مدبر سړى و، په ډېره صريحه او څرګنده لهجه يې خبرې كولې او كله به يې چې وينا كوله مقابل لورى به يې ډېر زيات تر خپل اغېز لاندې راووست. كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ جوړ كړ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته. د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي. امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تګ ته پرېنښود. امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غاړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې اّزاد او مستقل وي، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي. دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.” كله چې اعليحضرت امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پرې و نه ګراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لږ وخت كې انګرېزانو ته ماته وركړه. انګرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غازيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنګ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى ګام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ ګڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالـهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د وطن د پرمختيا لورى په ګوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډون لويه جرګه جوړه كړه، چې د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خڼدونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خڼدونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى ګړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږديز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى (حبيب الله كلكاني) په سر كې د پاچاهۍ نشه وه، ارګ يې محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې ايران او له هغه ځايه بيا ايټاليې ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. اروا يې ښاده
د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.