دملنګ جان ژوندليک

ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.

آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنګ جان شو. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې دشعر ژبه ويانده شوه او ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله  دوه نيم کلنۍ سرتيري سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل  کلي کې په مزدورۍ او کرګرۍ بوخت شو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحادمشرقي ( ننګرهار )کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .

په کال ١٣٢٤کې  د سرارمحمدداوود لخوا وبلل شو او په ١٣٢٩ کال  کې ورته دسردارشاه محمود صدراعظم له خوادکال شپږسوه مستمري معاش ( تنخواه) وټاکل شو. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. دۀ او څلور تنو زده کوونکو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې. د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار کړی شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. په کال  ١٣٢٨ کې ورته سردار محمد داود صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول. له دې نه مخکې يې له قرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په ياد ورزده کاوه. له بده مرغه مرګ دغه خوږ بې وسلې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې ګاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره د مرګ ګونډې ته وغورځيد. جنازه يې ننګرهار ته وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په ګډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول.

پر هغه ډبرليک باندې چې په ١٣٣٩ کال د پښتو ټولنې له خوا د ارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو، داسې کښل شوي دي :

د ملنګ جان قبرډبرليک

دلته مرحوم ملنګ جان خښ دی چې په خوږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنګونه وهي. اصلي نوم يې امين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی داود جان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.

د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
په آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي

د ملنګ جان قبر
ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۴/۱۰
تنكى شاعر حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. زده كړې يې د نازو انا عالي لېسه كې پيل كړي، چې اوس هم په خپلو زده كړو بوخت دى.
هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره د د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى، بلكې هنر يوازې د انسان د شعر په رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري. كه چېرې ښه شاعر ته د عمر د ډېروالي شرط كښېږدو، بيا به مو ډېر داسې شاعران راياد شي، چې د عمر په پرتله يې شعر ډېر خام او كمزورى دى.
سروش، كه د عمر په لحاظ كشر دى، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده. كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره لرغوني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل، نو باوري يو چې تاند شاعر حكمت الله سروش به د راتلونكي لپاره له غوره او پخو شاعرانو څخه وي.
نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى. ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي، چې هر زړه ته لار پرانيزي. نو د سياست، اقتصاد او شاعرۍ ترمنځ د هنر لويه پوله ولاړه ده، كه چېرې په شعر كې كوم وچ سياسي بحث راشي، يا هم د اقتصاد حساب و كتاب د شعر په ژبه بيان شي، بيا به شعر د هنر له مخې ډېر ټيټ او پرېوتى شي.
سروش هغه تاند شاعر دى، چې د كندهار د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي. د ده ځينې همزولي شاعران په كندهار كې شته چې په همدې كشرتوب كې يې د هنر ماهيت پېژندلى او اوس هم د هنر په ځلا كې برخه اخلي.


اشنا
پټ يمه د سرو سترګو رڼا مې شه
رنځ يمه، علاج مې شه، دوا مې شه
ګرانه! لادرك شوم په دې كلي كې
توره تاريكه كې روڼ سبا مې شه
لږ خو بنده ګانو كې راياد مې كړه
زه به دې رنځور شم، مسيحا مې شه
لږ مې د حباب و ژوند ته وګوره
خير، خير درته وايمه بقا مې شه

2001_7_4م كال- كوټه
شخ برېتونه
ستا خوږه موسكا جانانه! ستا دروغجنه غوسه ياره!
د الهام دوې سرچينې دي، چې غيبي غزل ترې اوري
چې په ياد يې له هيبته "رقيب ولوېږي له كټه"
زموږ د شخو برېتو تاو دى، كنداري غزل ترې اوري
پښتنې كې دوه صفته: تورې سترګې او سرې شونډې
نرګسي غزل ترې اوري، ګلابي غزل ترې اوري

خدايه! داسې يوه ښكلې كړې پيدا چې دا دعا كړي:
بس يو داسې سروش غواړم، چې دى ځي غزل ترې اوري.

 

زموږ د همکار ليکوال  صالح محمد صالح رالیږنه


ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۴/۱۰
 
اعلان.

.:: کلیک ::.