مه حيرانيږه !!!
په يو وار كتلو څېره ښكاري خو په حقيقت كي ژوبڼ

په يو وار كتلو څېره ده خو په حقيقت كي...

ريښتيا په حركت كي دي؟

څه ويني؟ زوی اوپلار؟

داڅنګه؟

ګرانه ته خو پدې كي درې څېرې پيداكه


هره خوا يې لټوم
دنيا كې رانه ورك شو په هر خوا يې لټوم
كه دلته پېدا نه شو په هوا يې لټوم
نسكور د نيك بختۍ زموږه ستورى د زهرا شو
د زړه جوهر مې غواړم په بقا يې لټوم
د خيال په تصور مې ټول جهان ورپسې وغوښت
پېدا نه شو اشنا سبا بېګاه يې لټوم
كه خيال د تصور مې آن تر عرشه پورې لوړ دى
بيا قبر ته ورځمه په پكتيا يې لټوم
الهام كه دې ماشوم زړه ته له غيبه څخه راشي
انجام يې رانه ورك دى ابتدا يې لټوم
مزار ته يې ولاړ يم له غيرته كله ژاړم
په ډېره حوصله او په دعا يې لټوم
ګلاورخان څخه ورك شوى چې صديق روهي دى
بدن يې خاورو لاندې كړو اهدا يې لټوم
ګلاورخان
دښوونکي مقام او ارزښت
د ښوونکي د ورځې په ویاړ:
چې د نورو نېکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه پاچاهي لرې په زړه کې
ښوونکی د ټولنې مانیزه پانګه او شتمني ده،ښوونکی د ټولنې سر او سترګې دی، ښوونکی د ټولنې هغه روښانه ډیوه ده چې په رڼا یې یې خپله لاره او لوری سمولی شو. ځکه همدغه ښوونکی دی چې ما او تا د ژوند پّ راز او مانا پوهوي. د ژوند لارې او لوري راښيي، له ځانځاني او ناندریو مو ګډ او سوله یز ژوند ته رابولي. اخلاقي روزنه راکوي . د ښېګڼوپه ګټو او د بدګڼو په پایلو او زیانونو مو پوهوي او بله دا چې همدغه ښوونکی دی چې ټولنې ته لوستي ، پوه، تکړه، په انساني او اخلاقي ګاڼه سنبال او روڼ اندي کدرونه روزي. اوپه بېلابېلو څانګو کې د دغو روزل شویو کدرونود هڅو او زیار له برکته یو هېواد او ټولنه له ټولنیز، مالي، سیاسي ، اخلاقي او هر اړخیز پلوه غوړېږي او وده کوي. ځکه دغه با درده او با احساسه لوستي یواځې د ځان نه بلکې د ټولو په اړه فکر کوي او تل په دې هڅه کې وي چې خپلو وګړو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي ، د سوکاله او ارام ژوند څښتنان یې کړي او لنډه دا چې د سیالانو سیال کوي يې.لکه ستر صوفي عبدالرحمن بابا چې فرمایي:
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دولت پسې زهیر یم
خو که خدای مه کړه ښوونکي نه وای او یا نه وي نو باور وکړئ چې ځانځاني خپله خواري به وي، نور لا څه چې مور به د ځوی او زوی به د پلار په کیسه کې نه وو. لکه چڼچڼې او یا نور الوتونکي چې د خپلو پښو او الوتلو کېدلی نو هر یو به الوتلی او په خپله مخه تللی. د مور او پلار حقوق به نه وای او نه به میندو او پلرونو د خپلو اولادونو د پالنې مسولیت خپله دنده ګڼله. او له دې سربېره به نورې ګڼې ستونزې راپېښې وې.
هو ځکه چې د ژوند موخه او مخه به مو نه پېژندل، د جهل او ناپوهي په تاریکیو کې به سرګردانه وو. خپله لار او لوری به راڅخه ورک وو . د ژوند له راز او د نورو له نیاز څخه به بې خبره وو او لنډه دا چې د دښتو د بوټوپه څېر به زېږېدو، لویېدو او پنا کېدو. نه به د ځان په خیر او ګټه وو، نه د نورو او نه به هم د خیر او ښېګڼې په ګټو او ارزښت پوهېدو.
نو دې ټولو ته په پام سره ویلی شوچې ښوونکی د یوې ټولنې لارښود دی. او د اسلام د ستر لارښود حضرت سرور کاینات د خولې مبارکې ملغلره ده چې :
”ستاسو پلرونه درې دي. یو هغه چې تاسو ترې زېږېدلي یئ او پالنه مو کوي، دوهم هغه چې ستاسو روزنه کوي چې موخه ورڅخه ښوونکی دی او دریم هغه چې تاسو ته یې لور درکړې او په دې درې واړو کې تر ټولو غوره هغه دی چې ستاسو روزنه کوي.“
نو د انحضرت ص د همدغې مبارکې وینا له مخې ښوونکی معنوي پلار دی. او ځنګه چې حقیقي پلار په تاسو د درناوي حق لري همداسې ښوونکی هم دی . البته یواځې په زده کوونکو نه بلکې د ټولنې ټول وګړي ښايي د ښوونکي مقام ته درناوی ولري.ځکه له دغې مانیزې شتمني څخه هغه مهال ښه او اغېزمنه ګټه اخیستلی شئ چې ښه ساتنه او پالنه یې وکړئ. نو د دې لپاره چې له خپلې پوهې او علم څخه سمه، مناسبه او پر ځای ګټه وکړئ نو د خپلو ښوونکو درناوی کله هم مه هېروئ.
په دې چې وايي یوه ورځ امام اعظم صاحب (رح) په يو مجلس کې ناست ؤ، يو کمی هلک هغه مجلس ته ورغی امام اعظم صاحب (رح) د هغه هلک د درناوي لپاره ور پورته شو او دهغه مخې ته ورغی . چاپوښتنه ځینې وکړه چې امام صاحب (رح) ! دا خو تر تا کشری دی نو څنګه ددې هلک مخې ته ور ولاړشوې او ورغلې ؟ امام اعظم صاحب (رح) وويل : دازما د استاد ز وی دی . يو وخت مې د ده دپلارڅخه يوه مسئله زده کړې وه، که زه د اُستاد تعظيم ونه کړم نو څنګه به خپل علم څخه ګټه واخلم.
باور وکړئ چې همداسې ده . ځکه تعلیم او زده کړه یواځې دا نه ده چې لیک او لوست وکولی شې بلکې د زده کړې ا و تعلیم له موخو څخه یوه ارزښتناکه موخه د یو چا په کړو وړو کې د ټولو د پام وړ بدلون راوستل دي او د ښوونکي په ګډون د ټولو درناوی او له هر چا سره سم چلند همدغه ګټور او د نورو د پام وړ بدلون دی چې اغېزمنه ښوونه او زده کړه یې راوړل غواړي.
ښوونکی هغې روښانه ډیوې ته ورته دی چې د نورو د روڼولو سوځېږي، دودیږي او خپل ځان او ژوند ورته نذرانه کوي. نو ښوونکی په دې هم د زیات پام او درناوي وړ دی چې هغه خپل ټول عمر د ټولنې کمکیانو او د تنکیو او ګلالیو ماشومانوروزنې ته ځانګړی کړی.
دا یوه ډېره تکراري او کلیشه یي جمله ده او ښايي ډېر ځله مو اورېدلې هم وي چې وايي: ماشومان ګلونه دي .
نو د همدغې کلیشې له مخې ښوونکی د ګلونو له بڼوال سره هم ورته ګڼلی شو. په دې چې ګلونه که د بڼ، غرونو او رغونو او کور د انګړ ښکلا دي نو ماشومان هم د کور، تولنې او هېواد د نن او سبا ښکلا اود راتلونکي لویان او واکمنان دي. چې ګلونه د بڼوال د سمې پالنې او پاملرنې له برکته رنګ، ښکلا او وږمې خوروي. او دېته ورته د ښوونکي د روزنې او پالنې له برکته د کوچنیانو راتلونکی رنګونه او ښکلا راوړي .
خو که کوم بڼوال د خپلو ګلونو سمه پالنه و نه کړي، واښه او زیاتیګړي بوټي ور څخه لیرې نه کړي . نو ښکاره ده چې نه به د ګلونو رنګ وویني او نه به یې وږمې بوی کړي.ځکه چې ګلونه به په وښو او زیاتیګړوبوټو کې ورک شي او په هغو کې به داسې اغزن بوټي هم وده وکړي چې په خپله د بڼوال د پښو اغزي به شي.
نو که خدای مه کړه ښوونکی هم د زده کوونکو په زده کړه او روزنه کې ناپامي وکړي نو دا ومنه چې دغه ماشومان به د راتلونکي او سبا ورځې د ګلونو پرځای په اغزیو بدل شي . په داسې اغزیو چې د مورو پلار، کورنۍ، ټبر، سیمې ، ټولنې او په لویه کې د ټولې نړۍ لپاره به یو لوی سرخوږی وي.
خوپام وي لکه څنګه چې بڼوال د ګلونو د سمې روزنې او پالنې لپاره ځینو اړینو امکاناتو ته اړتیا لري او له هغو پرته خپله دنده چې د ګلونو ساتنه او پالنه ده په ښه توګه نشي کولی نو همداسې ښوونکی هم خپلې اړتیاوې لري. ځکه ښوونکی هم زما ، ستا او نورو په څېر انسان دی . کور لري، مړی ژوندی لري ، ښه او بد لري. مېرمن او اولادونه لري. او د دې ټولو لپاره نوموړی هغه څه ته اړتیا لري چې زه او ته یې ورته لرو او همغه څه یې خوښېږي چې زه او ته یې خوښوو.
د بېلګې په ډول هر څوک هیله لري چې په خپله، اولادونه او کورنۍ یې ښه، ارام او سوکاله ژوند ولري. مالي اړتیاوې یې پوره شي. اولادونه یې ښې جامې واغوندې او ښه خواړه وخوري. په دې ډول زما او ستا ښوونکی هم د خپلو ، اولادونواو کورنۍ لپاره دغه ډول هیلې لري.
نود دې لپاره چې د اسلام د ستر لارښود پر دغې وینا مو عمل کړی وي چې:
”تر هغې پورې بشپړ مومنان نشئ کېدلی څو هغه څه چې د ځان لپاره خوښوئ نورو ته هم خوښ کړئ .“
نو د لوی څښتن د نازولي او خپل لارښود د همدغې لارښوونې او سپارښتنې په رڼا کې موږ ټولو ته ښايي چې دغه خوی خپل کړو او په ډول دولتي او اړوندو چارواکو، مرستندویه ادارو او ټولنو ته ښايي چې د ښووونکو د دندې او مسولیت د ښه ترسره کولو لپاره هغه ټولې اسانتیاوې برابرې کړې کومې چې د ځان لپاره غواړي او کنه نو له دې پرته به له ښوونکو څخه د ښه او اغېزمن کار د ترسره کولو هیله نه یواځې بې ځایه وي بلکې د حضرت سرورکاینات صلی الله علیه و اله وسلم له پورتنۍ وینا به مو سرغړونه کړې وي. چې دا له اسلامي، انساني او اخلاقي پلوه هم سم کار نه دی.
نو د هېواد د یوه لوستي وګړي په توګه مې ټولو دولتي او اړوندو چارواکو ته همدا وړاندیز دی چې د ښوونکو د ستونزو اواري او د اړتیاو پوره کولو ته پام وکړي .
د هېواد ټولو ښاغلو او اغلو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې د مبارکي په ویلو خپلې خبرې پایته رسوم.
امیرجان وحید احمدزی
خاونده بيادی مازد يګر کړ
په ګودر جوړسو دمنګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
خلکه ګودر ګوري ګډيږی
زه بې ګودره ګډيدمه لا هو سومه
٭٭٭٭٭
داده ګودر غاړه راواخله
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه
٭٭٭٭٭
د اسری منګولي نرۍ غاړه
ګودر ته ولاړه دچا ژوند خرابوينه
٭٭٭٭٭
دا سرې منګولي نرۍ غاړه
ګودر ته ولاړه برګ منګی ترخکي وړينه
٭٭٭٭٭
داسري منګولی نری غاړه
لکه کوتره په مکيز ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
د جلا لا ګودره وران سې
په جنکو دي سا لنډي ولګاونه
٭٭٭٭٭
دګودر خوا کي وني کښېږده
چي شا ليلا منګي په سیوري ډکوينه
٭٭٭٭٭
دګودر ژر اجازت راکړه
ما ته کوڅه کي جنکی ولاړي دينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه به ښا يسته کړی
ورله روان سول د بلبلو کاروانونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه پری ښايسته ده
څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه سينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
ليلا دنجنو ميره ده مخکي دربه سينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسم
زما جانان پردی لار تللی رابه سينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه يې ناغه کړه
زلمو په غاړه کړئ دصبر تاويزونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه دي اغزي کړه
په سترګو ړوند سې بخملی پڼې لرمه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی دارو دئ
چي لګيدلی پری د پيغلو پلونه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی دارو دی
نجونی پری هره ورځ لاسونه لګوينه
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب