زړه مې يار نه، نه صبرېږي شېخه چپ سه
رانه هېڅ وخت نه هېرېږي شېخه چپ سه
نصيحت چې راته نور ګوره و نکړې
چې مازغه مې خرابېږي شېخه چپ سه
که د سرو شونډو تصوير مې درته و ښود
عقيده دې خرابېږي شېخه چپ سه
چې دمينې قافله درباندې راغله
بيا شېخي نه پکارېږي شېخه چپ سه
سمندر د مينې دومره زورور دی
ستا شېخي پکې ډوبېږي شېخه چپ سه
چې د مينې کډه کوم زړک ته ورشي
د شېخۍ کډه بارېږي شېخه چپ سه
اننګو په تماشه شوي لاس دې کلک کړه
کتابونه دې غورځېږي شېخه چپ سه
موږ د مينې لېوني يو رانه تېر سه
لېوني نه هوښيارېږي شېخه چپ سه
په رښتينې عاشقۍ چې بده بولې
ګناهونه دې زياتېږي شېخه چپ سه
ما دمينې په درياب باندې ځان وړی
پرېږده څه شی ترې جوړېږي شېخه چپ سه
ډېرې بدې لږې خوله دې کړه در بنده
ستا خبرې نه خلاصېږي شېخه چپ سه
ما خالد امان سيف زي ته رامعلوم دي
ډېر شېخان بې لارې کېږي شېخه چپ سه
(خالدامان سيف زی)
غزل
نجيب عامر
شمعې په لاس کې ګرځوم لاليه !
رڼا به تاله درکوم لاليه !
دلونګين مقام ته ورسېدې
پاس په سينه دې زنګوم لاليه !
راوړى مور يې مينه زه درکوم
لکه ماشوم دې نازوم لاليه !
ستا سپين بشر مې مخ ته ودريږي
سترګې چې کله توروم لاليه !
هاغه شېبې او هغه شپې مه غواړه
نوره له برمه پرېوتم لاليه !
د پښتو په سور او تال كي د غربې سندرو شرنګ
دپښتو كتابونو د چاپ لړۍ چي پدې وروستيو كي ماشاالله ښه په درز روانه ده اود پښتو ژبه دهراړخه د بډايني په درشل كي ده دشعر ناول داستان او ګرامر څخه رانيولې بيا تر ټولنپوهني ، ارواه پوهني او فلسفې پوري ګڼ شمير اثار پنځولي دي .
په كندهاركي د نارنج خپرندويه ټولني د څو كتابونو چاپ سره دا لړۍ غزولې ده او د ښاغلي عبدالباري (جهانې) ، ښاغلي كاكا اسدالله (پوپل) او پيرمحمد (باوري) څو اثار ئي خپاره كړي دي .
۱: د پښتو په سور او تال كي د غربې سندرو شرنګ
نوموړي كتاب د غربي سندرو په زړه پوري منظومه ژباړه ده چي ښاغلي عبدالباري (جهانې) په خورا ښه او روانه ژبه ژباړلې اود غرب د بيلابيلو شاعرانو شعرونه پكښي راغلي دي .
په كلك جلد نسبي سپين كاغذ د ۴۰۴ مخونو په درلودلو سره د نارنج خپرندويه ټولني په يادښت د ښاغلي جهاني صاحب په سريزه په دې ټكو سره اهداء سوې دي
زما د ښايستي ميرمني معصومې روح ته!
چي د تېر ژوند ټولي خاطرې مي د هغې له نامه سره تړلې دي او له نيستۍ سره ئي زما د باقي پاته ژوند شېبه شېبه ترخه سوه تقديم دي (جهانې)
۲ : نامرادي هيلي
د ښاغلي كاكا اسدالله پوپل په قلم ليكل سوى ناول دي چي ډير دردوونكي داستان لري ددې ريشتني داستان اتله ميرمن شغله ده.
دا ناول كي لمړى د نارنج خپرندوي ټولني ياداښت د ليكوال مننه ، اهداء د ښاغلي عبدالقديم پتيال ليكنه (ريسټاليك داستان) او د ليكوال څو خبري دي چي د ۲۱۲ مخونو په درلودلو سره په خړ اخباري كاغذ چاپ سوي دى او په دې جملو كي اهداء سوي دى.
د هغو او سپيڅلو او مظلومو ميرمنو په نوم چي د اميدونو ډكه نړۍ ئي د خپل خاوند تر بې پروائي او بي غورۍ جاركړي وي .
د هغو په نوم چي د بي وسۍ او ناتوانۍ شپي او ورځي تيروي .
د هغو په نوم چي د ماښام ګوله د اوښكو سره خوري .
۳ : چي نه خاندې هم وخانده:
د ښاغلي پيرمحمد باوري د ټوكو ، څلورمه ټولګه چي ډيري خندوونكي ټوكي پكښي را ټولي كړي سوي دي د كتاب پر تندي ليكل سوي دي .
دا كتاب دي هغه تنكي هلوكان او نجوني چي واده ئي نه وې كړي نه لولې .
په دې ټولګه كي د نارنج خپرندويه ټولني يادښت او دښاغلي اكاډيميسن سليمان لايق ليكنه (وطنپال اوټوكمار طنز ليكونكي باوري)
د ليكوال خندا څه شئ ده او يادونه راغلي ده .
او په ۱۵۵ مخونو په خړ اخباري كاغذ چاپ سوي ده .
۴ : راځۍ چي و خاندو :
دا هم د ښآغلي پيرمحمد باوري د ټوكو پنځمه ټولګه ده چي د نارنج خپرندويي ټولني يادښت سره د ښاغلي باوري اهداء سريزه او ټوكي د يوه ادبي مضمون (ژ انر په توګه) ليكني .
اودا كتاب په پاكي كي د ښاغلي داكټر داود جنبش ليكنه راغلي ده .
دا كتاب هم په خړ اخباري كاغذ په ۱۷۹ مخو كي چاپ سوي دى .
۵ : كوه طور : د ا د ښاغلي عبدالباري پنځه شعري ټولګه ده چي د دريم ځل لپاره د ۲۰۰۰ ټوكو په شمېر چاپ سوه .
چي لمړۍ چاپ ئي د ۱۳۸۲ په مني كي د ۱۰۰۰ ټوكو په تيراژ دوهم چاپ ئي د ۱۳۸۵ كال په پسرلي د ۳۰۰۰ ټوكو په تيراژ او دريم چاپ ئي همدا پسرلي د ۲۰۰۰ ټوكو په تيراژ چاپ سو .
د ښاغلي جهاني شعري ټولګې هر يوه څو څو ځله چاپ شوي ده خو كوه طور په ډير لنډ وخت كي درې ځله د چاپ جامه واغوستله.
د پورته كتابونو د لاسته راوړلو دپاره پر لاندي پتو تماس نيولاي سئ.
نارنج خپرندويه ټولنه كندهار
۰۰۹۳۷۹۹۱۶۶۶۶۱
۰۰۹۳۷۰۰۳۰۳۲۵۱
afghan_saq@yahoo.com
afghan_saq@hotmail.com
afghan.saq@gmail.com
كندهار:افغان كتاب قرطاسيه پلورنځۍ ارګ بازار
ګرځنده شميري
۰۰۹۳۷۷۷۳۰۳۲۵۱
۰۰۹۳۷۰۰۳۶۹۹۰۰
كابل كتاب پلورنځۍ ارګ بازار
۰۰۹۳۷۰۰۳۱۹۲۳۷
كابل: علامه حبيبي كتاب پلورنځۍ دصدارت څلور لاري
۰۰۹۳۷۰۰۲۸۹۵۷۷
دانش كتابتون ميوند جاده پخته پروشي
۰۰۹۳۷۹۹۳۱۵۸۸۷
ننګرهار: عبدالمجيد مومند كتاب پلورنځۍ دمخابراتوڅلور لاري
۰۰۹۳۷۰۰۶۲۶۱۶۱ ۰۰۹۳۷۷۷۶۲۶۱۶۱
ګودر كتاب پلورنځۍ تلاښۍ چوك ۰۰۹۳۷۹۹۳۴۹۹۶۷
هرات:ابدالي كتابتون ۰۰۹۳۷۰۰۴۵۰۸۲۲
پيښور: دانش كتابتون قصه خواني ډهكي نعلبندي۰۰۹۲۹۱۲۵۶۴۵۱۳
يونيورسټي بوك ايجنسي خيبر بازار
كويټه:
غزنوي كتابتون كندهاري بازار
الهدا كتابتون مني ماركيټ
چمن: حقاني كتابتون
۰۰۹۳۷۰۰۳۳۱۱۹۲
نارنج خپرندويه ټولنه
درنولوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په قوة القلوب کی لیکی چی دانفلونه ډیر صواب لری او دهری ورځی نفل یې په داډول بیان کړی دی او صوابونه یې ډیر زیات لیکلی دی :
دشنبی لمونځ :
دشنبی په ورځ 4رکعته تر الحمدلله وروسته قل یا ایهالکافرون سورة 3 واره ویل کیږی
ترسلام وروسته یووار ایات الکرسی ویل کیږی
دیوکال روژی او دحج او عمری صواب لری
دیکشنبی لمونځ :
دیکشنبی په ورځ څلور رکعته نفل کیږی تر الحمدلله وروسته یو وار
آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ{285} لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ{286}سورة البقره
ددوشنبی لمونځ :
ددوشنبی په ورځ دوه رکعته نفل ایات الکرسی ، قل هوالله ، قل اعو برب الفلق ، او قل اغو برب الناس یوار په دواړو رکعتونو کی ویل کیږی
پسله سلامه 10 واره اشتغفار او 10 واره درود شریف ویل کیږی
دسیشنبی لمونځ :
دسیشنبی په ورځ 10 رکعته نفل تر الحمد لله وروسته ایات الکرسی یو واری او قل هوالله دری واره ویل کیږی
دچار شنبی لمونځ :
دچارشنبی په ورځ 12 رکعته نفل تر الحمدلله وروسته قل هوالله ، قل اعو برب الفلق او قل اغو برب الناس دری واره په دواړو رکعتونو کی ویل کیږی
دپنجنشنبی لمونځ :
دپنجنشنبی په ورځ دماپښین تر لمانځه وروسته دوه رکعته نفل وکړی په اول رکعت کی تر الحمدلله وروسته ایات الکرسی 100 ځله ووایې او په دوهم رکعت کی تر الحمد لله وروسته سورة اخلاص قل هو الله ووایې
وروسته تر سلام 100 ځله درود شریف ووایې
دیوه حج او درو میاشتو روژی صواب لری
دجمعی لمونځ :
دجمعی په ورځ 4 رکعته نفل تر الحمدلله وروسته 50 واره قل هولله ویل کیږی
دا لمونځ چی څوک کوی تر مرګ دمخه به خپل ځای په جنت کی ووینی
قوة القلوب 17 مخ
د ديموکراسي په اړه ارواه ښاد ښاغلى استاد ګل پاچا الفت وايي:
په شفتالو كې زړى دى، په زړي كې د شفتالو ونه ده. د غنمو په وږو كې دانې شته، په دانو كې همدغسې وږي شته
په چرګه كې هګۍ ده، په هګۍ كې چرګه
دغه يوه دانه پندانه چې ګورې تيل او پلته دواړه لري او په حقيقت كى بله ډيوه ده مګر ستا سترګې پټې دي دغه رڼا نه ويني
ته نه يې خبر چې په يوه دانه او په يوه څاڅكي كې عالمونه دي
ته په خپله هم د غنم په دانه كې ويده وې، بيا دې په يوه څاڅكي اوبو كې لامبو وهله، نن ځانته لوي سړى وايې او په لويه بيړۍ كې ناست لويو سيندونو كې حركت كوې
څه شې چې ته وړوكې ګڼې هغه هم لوي دى
يا هغه څه چې تا ته لوي ښكاري هغه هم لوي دى
ته ونه لويه ګڼى هغه په يو زړي كې ده
تا ته زړى وړوكې معلوميږي په هغه كې غټه ونه ځاي شوې ده. دغه غټه هندواڼه چې ګورې كال ته نشي پاته كيداي او عمر يې ډير لږ دى
دغه د هندواڼې كوچنى زړى تا ته هر كال تازه هندواڼې دركوي
د زړي قيمت د هنداوڼې نه لږ نه دى
هندواڼه په زړي كې ساتلې ده، كه زړى ورك شو هندواڼه وركيږي
كه ميندى او پلرونه خپل واړه ماشومان ساتي، واړه او كوچني هم قام او ټبر ساتي
نو راشه، هيڅ شى وړوكې او كوچنې مه ګڼه ځكه چې دلته غټ او كوچنى، لوي او وړوكى نشته، ټول برابر دي، يواځى خداي لوي دى او بــس!
د نن ورځې ديموكراسي له همدغسې كتنې پيدا شوه او د ډير دقت نتيجه ده!
رښتياهم وايم؛خوشحالي دملت هم غواړمه
عجب ساده يمه ؛لاسرسلامت هم غواړمه
د ژوند لړۍ
دا ژوندون دی پکښې ډير دي ارمانونه
هيلې ډېرې په زړګي کې, سره خواکې پړاوونه
کله وخت کوچۍ ليلا شي
ټول دې هير کړي پرهرونه
داسې غيږه درته خلاص کړي
چې رښتيا دي شي خوبونه
رقيب خپله ستا قاصد شي
پر زخمو ږدي مرهمونه
د تقدير او بخت پادشاه شې
هر خوا ستا وي داستانونه
هر څوک ستا د لار ملګری
هر خوا ښکلي انځورونه
خو چې کله دې قسمت موسکان لاس لنډ کړي
بيا به نه وي ښکلې سترګې بيا به نه وي بهارونه
بيا هر خوا تيارې تيارې شي
مات به شي ټول مشعلونه
د زړګي کاروان به لوټ شي
وران به شي ټول اميدونه
بيا به هر يو خپل پردی شي
سيند به يوسي الفتونه
بيا به خپل د غمو وير کړې
ژړا، اوښکې به نور نه کړي اثرونه
هغه ښه دوست به پردی شي
ستا په کلي به ئې نه وي ګذرونه
يو به روح وي يو به تن يو به زړګی وي
چار چاپيره توفانونه شا او خوا ته ګړنګونه
بيا به وار د سلګو راشي
بيا وروستي شي نفسونه
د ژوندون اخر لړۍ شي
هر څه واخلي رخصتونه
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
ستا پېغله لکه حوره په حيا ګاڼه سينګاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
سترګې د انګرېز ستا کوڅو ته ټيټي دي
لال او مرجان ستا کاڼي او لوټي دي
عطرو د پليل ستا ونې او بوټي دي
ښکلی هر وګړی ستا د کلي، دبانډې، او که د ښاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
خواکې لېلا لري هلمند سيند يې څپې څپې دی
سرۀ او ګاڼه يې ده اوروزګان داسې تپې تپې دی
حسن او ښکلا يې ده زابل داسې کوڅې کوڅې دی
ربه د امن پرې باران کړه ورته کړه سيمه ګلزاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
ستا کوڅو ته راغلل نن بيا پرهدي ځواکونه
غورځي پرې بمونه کلي، دي بانډې، او که ښارونه
کله مې پېرزو دي په تا داسې بمبارونه
نن هېڅ کولای نشم بې لڅوبېتو اشعاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
ستا ښکلو کوڅو کې نن پرهدو پښو ګردونه دي
ستا ښکلو درو کې بيا جوړ شوي ميوندونه دي
پلار او وطن غواړي راوتلې ټولې نجونه دي
کوڅه په کوڅه ګرځي نن وران يې وربلونه دي
راپورته ايوب خان کړه يوځل بيا پروردګاره
ځار ستا هرې کوڅې نه شم ګرانه کندهاره
دخيام رباعيات
ژباړونکی عبدالبارې جهانی
از آتش ما دود کجا بود اينجا
وز ما يه ماسود کجا بود اينجا
آن کس که مرا نام خرابا تی کرد
در اصل خرابات کجابوداينجا
سرترپايه سره لمبه سوو څوک اګاه سول په دودونو
دمايې ګټه مو څه سوه څوک خبرپه حسابونو
چي مي نوم د چا پرشونډوشرابي خرا باتي و
دلته چيري خرابات و څوک سيراب سول له خمونو
چون عهد نميشود کسی فردا را
حالی خوش دار اين دل پر سودا را
می نوش بنور ماه ای ماه که ماه
بسيار بتابد ونيامد ما را
څه معلومه ده سبا به څوک باريږي څوک پا تيږي
زړه دي مست لره له ميوچې نوبت درنه تيريږي
دي سپوږمۍ په نور يې نوشه سپوږمۍمخي چي سپوږمۍ
به موږپيدا پر ځمکه نه کړي په پيړيو به ځليږي
عاقل به چه امد در اين کهنه سرا
بر دولت او نهد دل از بهر خدا
هر ګاه که خواهد که نشيند از پاه
ګيرد اجلش دست که بالا بنما
دا به څه رنګه هوښيار وي دي زاړه کور ته راغلی
څه اميد به ور سره وي چې یې زړه وي په تړلی
چي زړه شينی له ستړیا سي چی آرام ته دچا زړه سي
بيااجل ورته ولاړ وي وايې لوړ يې چا بللی
هرچند که رنګ وروی زيباست مرا
چون لاله رخ و سروبالاست مرا
معلوم نشد ه که در طربخا نه خاک
نقاش ا زل بهر چه اراست مرا
که هر څونه ښا يسته يم که هر څونه يمه ښکلی
که مي مخ لکه لا له دی لکه سرو یم ښاغلی
زه پوه نه سوم چی دخاورو کارخانې ته څنګه ولاړم
د ازل نقاش زه څنګه په دې رنګ يمه تراشلی

أَ فَلاَ يَنْظُرُونَ إِلَى اْلإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ وَإِلى الَسَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ
وَ إِلَى اْلجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ وَإِلَى اْلأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ
فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ ) (سورة الغاشية: 1 7-21
ژباړه : ايا دوي اوښ ته نه ګوري چي څنګه تخليق کړل شوي دي
او اسمانو ته چي څنګه پورته کړل شوي دي
او غرونوته چي څنګه درول شوي دي
او ځمکي ته چي څنګه ويړه کړل شوي ده
نو ته دوي ته ياد کړه او ته ياد کوونکي يي
په قرانکريم کي داوښ په اړه پوښتنه په ډير تعجب سره مطرح شوي ده او داځکه چي اوښ
دخداي په عجيبو او ويړو مخلوقاتو کي ډير زيات دتعجب وړ مخلوق دي څرنګه چي الله
پاک انسان ته ايل کړي دي او انسان انس ورسره لري نو له دي کبله يي عادة په تعجب والي
کي يو څه کمښت راغلي دي او که د نوروځنګليي حيواناتو په څير مو کله کله ليدلي نو هر
څوک به غاښ په ګوته ورته پاته و
نوکه سړي دقرانکريم اسلوب ته ځير شي پوهه به شي چي دي لوري ته يوه باريکه نغوته شتون لري
داوښ له ښکاره عجيب خلقت نه پرته هغه ته الله پاک په معني کي هم داسي قواوي ورکړي دي چي
بيخي زياتي دتعجب وړ دي
اوښ ته الله پاک دتندي يو عجيب زغم ورکړي دي او داراز داوږد مزل لنډولواو درنو بارونو دړلو
له پاره يي هم عجيبه ځواک وربښلي دي که يو څوک غواړي دالله پاک دقدرت په نښو کي فکر وکړي
نو د اوښ په وجوذ کي په ګن شمير شتون لري
دتندي او لوږي عجيب زغم
اوښ ته الله پاک د تندي زغملو عجيب ځواک ورکړي دي او ښ کولي شي اته ورځي له خوراک او
ځښاک پرته ګزاره وکړي دا په داسې موسم کي چي دګرمي درجه ٥٠ وي او په دي اته ورځي نهر
تيرولو سره اوښ دخپل بدن ٢٢ کيلو وزن له لاسه ورکوي
انسان چي دخپل بدن ١٢ په سلو کي اوبه له لاسه ورکړي نه شي کولي ژوندۍ پاتي شي او داوښ
په بدن کي که ٤٠ له سلونه اوبه کمي شي بياهم ژوندي پاتي کيدي شي
داوښ دتندي دزغملو اساسي لامل دهغه په وجود کي يو عجيب ځواک دي او هغه دا چي دده دبدن د
حرارت درجه په سخته ګرمي کي هم په ورځ کي له ٤١ ځخه نه پورته کيږي او دشپي په مخ يي د
حرارت درجه ٣٠ ته ورسيږي نوله دي امله په سخته ګرمي کي هم دخپل بدن او به نه کموي
د يوۀ ترهګري ده او د بل ډموکراسي ده
بس ښه سمه دوسي ده
ترهګر
ته ښه ورته نن ځير شه
په لټه کې د مير شه
دخپل سر کړي غوڅ د پرهدو سره يې خېښي ده
بس ښه سمه دوسي ده
ډموکرات
تاسې دا وګورئ په ائينه کې
د رباني په کابينه کې
رباني ته يې هم ورکړې جرګه لا ولسي ده
بس ښه سمه دوسي ده
په کليو ، او بانډو کې
هم ژوند سخت شو په ښارو کې
پګړۍ پکې دښمنه قراقر پکې دوستي ده
بس ښه سمه دوسي ده
تر څو چې دا ماران وي
د افغان کورګی به وران وي
پښتو به ليکو لاندې د پاسه خو پاړسي ده
بس ښه سمه دوسي ده
ما يې پړونی د سر ژړل پرون
پتلون کې مې نن وليده بېرون
اوږده لمن يې لنډه اوس په سر د کوناټي ده
بس ښه سمه دوسي ده
هوښيار قاضي
وايي چې يو غل له يوه دفتر نه ارزښتناک اسناد او کاغذونه پټ کړي وو ، ددفتر خلکو پوليس خبر کړل. پوليسو تر لټون وروسته غل پيداکړ خو هغه ترينه يو کتابتون ته ننووت ړ پوليس هم ورپسې ننوتل او غل يی ونيو. بله ورځ غل د قاضي په مخ کې ولاړ ؤ قاضی ورنه پوښتنه وکړه چي کاغذونه دې څه کړ؟ غل ورته وويل هغه وخت چې زه په کتابتون کې پټ شوم، هلته يو غټ کتاب و چې کلک پوښ يې درلود . د کتاب نو م راته نه دی ياد ، خو دومره راته په ياد دي چې کاغذونه مې دهماغه کتاب د ٤٥ او ٤٦ صفحې تر منځ کيښودل .
قاضی لږ غلي شو او بيا يې وويل ويې نيسئ دی دروغ وايي؟
يادونه: ګرانو لوستونکوراته وليکئ قاضي څنګه وپوهيده چې غل دروغ وايي؟
د سپي او پيشو جنګ ؤ
سپي ور وښودل غاښونه
پيشو هم په غوسه شوه ور ښکاره يي کړل نوکونه
سپۍ:
وې چي ته خواره پيشو يي فکر کړي چي شهزاد ګې يي
دوه غو ږ و نه يوه لکې يي
هيڅ شرم اوحيانلري اخته شی په غضب----عب،عب،عب
پيشو:
ځان د وپيژنه څوک يي ته يو سپۍ يي هم ستر خولۍ هم لوي لکۍ يي
هډوکي د خوراک دي په ارمان کي د پلو-----مياو،مياو،مياو
سپي ويل تښته مکرجني، غلني ، دوروغجني
ماتوې خواران چرګوړي وېره نکړي دپاک رب--------عب،عب،عب
پيشو احساساتي شوه بيحده عصبي شه
وي بس کړه نور بد مکړه سپيه چپ!-----سپي ويل عب،عب،عب
وي چې ورکه شه ډارني بد مرغي او سپږني
په پزه کي مياو مياو کړي پوي د نه شوم په مطلب------عب،عب،عب
پيشو:
نه پړانګ يي نه زمرۍ يي شغال يي او که سپۍ يي
غلام د خپل بادار يي در نه جوړ يي کړ ببو------مياو،مياو،مياو
سپۍ:
ټول خلک ويده دي ته منګېږې له هيچا نه شرميږي
لږ شاني فکر وکړ ه او له سپو زده کړه ادب------عب،عب،عب
پيشو:
نور بس کړه مه عپيږه حيا کي وپو هيږ ه
له سخت دريځ نه تير شه ګوره لږ شه ميانه رو------مياو،مياو،مياو