انتخاب او لنډيز: وږمه كريمي
د انسان او زمري تر منځ جګړه

ښايي تاسې به داسې كيسې اورېدلې وي چې انسانانو له ستر مار، لېوه، ببر او نهنگ سره جگړې كړې وي. خو دا به مو نه وي اورېدلي، چې انسان له يو وحشي زمري سره، چې د حيواناتو پاچا ورته ويل كېږي، جگړه كړې ده.
اوس تاسې يوه داسې كيسه لولئ، چې د يوه امريكايي ?اندي پيترسن? نومي سړي له خوا له خپلې سابقې سره سمه ليكل شوې ده. اندي پيترسن وايي: ?زما په غره كې گرځېدل ډېر خوښ دي او هره اوونۍ د مريكا د كولوراډو ايالت كاپنټ نومي غره ته خېژم، دا غر 7200 متره لوړوالى لري او د غره له څوكې تر لمنې پورې يوه اوږده او كږلېچه لار ده. ما اورېدلي وو چې په دې غره كې زمرى شته، خو تر اوسه پورې هېچا هم نه و ليدلى.
د 1998م كال د اپريل د مياشتې د دېرشمې نېټې په مازيگر زه د نورو ورځو په شان د كاپنټ غره ته وختلم، هوا ډېره ښه وه. كله چې د غره څوكې ته نژدې د څلورو سوو مترو ځاى ته ورغلم، له څلورو تنو غرگرځېدونكو سره مخامخ شوم، چې د غره لمنې ته خېژي. زه ورسره له سلام اچولو وروسته غره ته وختلم. شل دقيقې وروسته زه د غره څوكې ته ورسېدم، د غره پر سر باندې كښېناستم او د شا و خوا ځايونو له منظرو څخه مې خوند اخيست. كه څه هم زه دې ځاى ته هر وخت راځم، خو د دې ځاى ښكلو منظرو زما زړه نور هم تازه كړ.
د غره پر سر باندې څه له پاسه له يو ساعت ارام كولو وروسته مې پرېكړه وكړه چې بېرته خپل كور ته لاړ شم. زه ورو- ورو د غره د لمنې پر لور روان شوم. تلم، تلم په لاره كې د گلانو يو بوټي زما پام ځانته راواړاوه، زه ورنژدې شوم او غوښتل مې چې يو څو گلان وشكوم، چې په دې وخت كې ناڅاپه يو سخت باد ولگېد، زه له گلانو ليرې شوم او ومې ليدل چې زما پر ځاى يو زمرى ناست او په خوله كې يې هډوكى نيولى دى. زه ډېر حيران او ووېرېدم. پښې مې رېږدېدلې او هڅه مې كوله چې غلى- غلى شا ته لاړ شم، د ځان د دفاع لپاره مې له خپله جېبه د سويز يو چاقو راوايست، دا يو ډېر كوچنى چاقو و چې اوږدوالى يې له شپږو سانتي مترو هم كم و. ما غوښتل چې په دې چاقو له زمري سره جگړه وكړم. دا خورا د تعجب او خندا وړ كار دى، خو له ما سره له دې چاقو پرته بل هېڅ هم نه وو. ما دا كوچنى چاقو په لاس كې ټينګ نيولى او چمتو وم چې له زمري سره جگړه وكړم. زه داسې وخت ته سترگې پر لار وم چې له زمري څخه وتښتم. په دې وخت كې د بې پروايۍ له امله زما له لاسه چاقو ولوېد او د چاقو د لوېدو اواز پورته شو. زه ډېر وارخطا شوم او ژر مې چاقو له ځمكې څخه راپورته او د زمري خوا ته مې وكتل، خو زمرى مې تر سترگو نه شو، هغه چېرته وتښتېد؟ ما فكر وكړ چې همدا مې وخت دى، بايد وتښتم. خو ناڅاپه مې زمرى مخې ته راغى.
د زمري جگوالى زما له ملا څخه هم لوړ و او په سترگو كې يې يو وحشي نظر و. په دې وخت كې مې وليده چې په څنګ كې مې يو اوار ځاى دى. غوښتل مې چې يو ځاى ته منډه كړم، خو زمري يوه وېروونكې چيغه وكړه او پر ما يې راټوپ كړه او په خپلو تېرو پنجو يې زما ټټر ټينګ ونيو. د زمري د يرغل له امله زه پر ځمكه باندې غوځار شوم، ما په خپل ټول ځواك خپل ځان د زمري له پنجو څخه خلاص كړ او له ټپ څخه مې وينې بهېدلې، په ډېرې چټكۍ سره مې د غره د لمنې پر لور منډه كړه، زمري هم راپسې منډه كړه. زه يو ځل بيا ناڅاپه پر ځمكه غوځار شوم، په دې كې زمري بيا پر ما باندې يرغل وكړ او په غاښونو يې زما سر وداړه. وينې مې پر باړخوگانو باندې بهېدلې، ما چاقو د زمري په غاړه كې وټومبه، خو هېڅ ګټه يې ونه كړه، بيا مې د زمري پر سر د چاقو وار وكړ، خو بيا مې هم كومه ګټه ونه ليدله. زمري په يوې پنجې زما مخ وواهه او په بله پنجه يې زما غاړه ټينګه ونيوله. په پنجو يې زما غاړه ټپې كړه. خو په هغه وخت كې ما هېڅ درد احساس نه كړ، په يوه لاس مې چاقو ښوراوه او په بل لاس مې د زمري يوه سترگه ونيوله او په خپل ټول زور مې گوته د زمري په سترگه ننه ايستله او په چاقو مې پر سر وواهه، زمري د درد له امله لويه چيغه وكړه، خوله يې خلاصه او شا ته په ټوپو شو. زه ژر له ځمكې راپاڅېدم او ومې ليدل چې زمرى زما څخه په دريو مترو ليرې ځاى كې ولاړ دى، لكه چې هغه هم په درد كې ډوب شوى و، زه هم شا ته ولاړم. كله چې ما د زمري غبرگون ونه ليد، نو په منډو سر شوم، په دې وخت كې زما ټپ هم ډېر زيات درد كاوه، تر ټپ مې وينې هم بهېدلې او د غره تر لمنې پورې نژدې درې كيلومتره واټن و، له يوې خوا مې منډه وهله او له بلې خوا مې شا ته هم كتل، ومې ليدل چې زمرى پر هماغه ځاى ولاړ دى او ما ته گوري، ما منډه نوره هم تېزه كړه او ډېر كمزورى شوى هم وم. كه زمرى بيا راغلى واى، نو زه به يې خامخا وژلى واى. په منډه كې مې يو ځل بيا شا ته وكتل، خو دا ځل مې زمرى تر سترگو نه شو. زما زړه لږ څه ارام شو او په منډه له غره څخه كښته شوم. كله چې د غره لمنې ته نژدې شوم، نو له يوې غرگرځېدونكې ډلې سره مخامخ شوم. ما سمدلاسه دوى ته نارې كړې چې راشئ له ما سره مرسته او مركز ته ټيليفون وكړئ!.
ما دوى ته وويل چې زه زمري ژوبل كړم. له دوى څخه يوه لاسونه رااوږده كړل او زه يې ټينګ ونيولم. زما پر مخ باندې ډېر ټپونه وو او وينې مې هم پر مخ باندې وچې شوې وې. ما هغه سړي ته وويل چې له زمري سره مې مخامخ جگړه وكړه. له دې خبرې سره د ډېرې ستړيا او وېرې له امله بې هوښه شوم. كله چې پر هوښ راغلم، نو په هيليكوپټر كې پروت وم. تر دې وخته مې باور و چې نور نو هېڅ خطر نشته.
له دې پېښې زيات كلونه واوښتل، خو زما په ذهن كې له زمري سره د مخامخ جگړې ډېرې خاطرې لا ژوندۍ پاته دي.

 

 


ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۳۱

موضوع د کيسي اساسي برخه ده، چي هم کيسه بريالۍ کولاي سي، او هم ئې ناکامولای سي. د ناول ليکوال خپل لوستونکي تر پاي پوري د ځان سره ساتلاي سي. که چيري ناول د شروع څځه خپله کيسه په ګډوډيو او بې خونده الفاظو پيل کړي او موضوع ئې هم دومره په زړه پوري نه وي؛ نو ګومان کوم چي يو څوک په هم ناول و نه ګوري. په موضوع کښي بله تر ټولو مهمه خبره د هنر د خوږو الفاظو پر ځاي کارول دي . که يو موضوع  زړه (سولېدلې ) وي خو که ليکوال هغه په خوږو الفاظو بيان کړي ډېر خوند کوي.

۱- نظرياتي ناول : نظرياتي ناولونه هغه ناولونه دي، چي د يوې نظريې په رڼا کښي ليکل کيږي. چي ، ډ ېر ځله سياسي ، مذهبي کيسې پکښي راځي، هر کله چي څوک يوه موضوع د خپل ځانګړي نظر له پاره ليکي ؛ نو هغه بايد دومره هنرمند وي ، چي لوستونکي د خپل هنر په زور له ځان سره وساتي .

ښاغلي رفيع الدين هاشمي په دې اند دئ ، چي « د نظرياتي ناول له پاره ضروري ده، چي د نظريې او فن تر منځ تناسب او توازن خيال پوره وساتل سي . د نظرياتي ناول ښه مثال د نور محمد ترکي دوه ناولونه د بنګ مسافري او سنګسار او د حمزه شينواري نوي چپې دي »

۲- اصلاحي ناول : کله چي په ټولنه کښي فسا د ، شخړي رامنځ ته سي ؛ نو پر همدې اساس اصلاحي ناول رامنځ ته سو. او کله چي په ټولنه کښي بد مرغۍ او تاوتريخوالي خپل اوج ته ورسيږي ليکوال هڅه کوي ، چي د خپل قلم په مرسته دوی خپلو کړنو ته متوجه کړي. اصلاحي ناولونه د ټولني د سمون او اصلاح له پاره ليکل کيږي ، چي ښه پايله ور کوي. لکه:- د محب الله زغم ، د عارفي او نصيراحمد احمدي نومونه يادولای سو . د ادب  څېړونکو په اند دغه ډول ناول د نظرياتي ناول څانګه ده.

۳- روماني ناول : د رومان حقيقي معنی مينه ، محبت ، اوږده کيسه ، داستان او خيال دئ ؛ نو ځکه په دې ډول ناول کښي د ميني کيسه بيانيږي. د سرتيري او هېواد ترمنځ مينه يا د هلک او انجلۍ تر منځ مينه دغه ډول ناولونه د هلک او انجلۍ د ميني څخه پيل کيږي او تر هغه وخته چي مينه ئې بريالۍ يا ناکامه سي دوام کوي. په دې منځ کښي چي هر ډول پيښي څرګنديږي ؛ ځکه ناول تخيل هم لري. دا ناول ليکوال مجبور کوي ؛ تر څو په دې ډول خپل لوستونکي له ځان سره وساتي په پښتو ژبه کښي د روماني ناول ليکوالان خورا زيات دي. لکه:- مصطفي سالک ، علم ګل سحر ، وږمه سبا او نور د يادولو وړ دي.

۴- جاسوسي ناول : د نامه څخه ئې معلوميږي ، چي د ناول ليکوال داسي کيسه ليکي ، چي په هغه کښي ټول تجسس ، لټه ، په ورکي پسي ګرځېد ل ، په پټه د پټو پلټنه  او د يوې پيښي اصلي لامل معلومول دي. لکه:- د ماشومانو تښتول په ناول کښي لوستونکي حيرانتيا ته راباسي. ډېر ځله ليکوال په جاسوسي ناول کښي تيروځي ؛  په دې معنی چي پوليسي کيسې جاسوسي او جاسوسي کيسې پو ليسي بولي. ځکه يو د بل سره توپير لري. د جاسوسي ناول توپير دادئ ، چي پيښي ئې پر دوو يا ډيرو هيوادونو پوري اړوند وي ؛ خو پوليسي ناول بيا په يو هيواد پوري اړه لري. په پښتو کښي جاسوسي ناولونه لکه:- رحيم الله بشارت ، صابر حجازي او نور .. دي.

۵- تاريخي ناول  : د دغه ډ ول ناولونو کيسې ټولي پر تاريخ راڅرخيږي ، د ساري په ډول يو څوک غواړي د احمد شاه بابا تاريخ وليکي د دې له پاره ، چي لوستونکي ډېر ولري او خپلي ليکني ته ئې هنري خوند ورکړی وي ؛ نو تاريخ د ناول په جامه کښي ليکي او خپلو لوستونکو ته ئې وړاندي کوي . البته په تاريخي ناولونو کښي څو خبري ډيري مهمي دي ، يو داچي په دې ډول کيسو کښي ليکوال حق نه لري ، چي اصلي تاريخ سره خيانت وکړي او په هغه کي زياتوالي او يا کموالي راوړي ؛ ځکه دا ناولونه د دې پرځای ، چي ګټه وکړي تاوان ئې زيات وي. په دې ډول ناولونو کښي ليکوال کوښښ کوي ، چي پېښه حيرانونکې وښيي ، اتل خورا غښتلي او نا اشنا انسان وښيي ، خو دا چي د تاريخ په منځپانګه کښي کوتي ووهي ، هغه د کيسې ناکامي ده نه برياليتوب .

۶-  ډرامايي ناول : لکه څنګه ، چي د نامه څخه ئې معلوميږي، دغه ډول ناول د ډرامې په بڼه وړاندي کيږي، ‌ډېره برخه پکښي د خبرو اترو وي ؛ يعني اتل يا اتله يا د ناول نور لوبغاړي په خپلو کښي سره خبري اتري کوي ؛ خو دغه خبري اتري دومره خوږې وي ، چي لوستونکي ته ډېره ښه بوختيا پيداکوي. سربيره پردې دغه ډول ناول پوليسي ناولونو سره هم ډېر ورته والي لري او لامل ئې دا دئ ، چي پيښي پکښي ډيري کيږي او ژر ژر بدليږي ؛ نو په  يو وخت کي څو پيښي کوي ، چي په ټوليږه توګه يوه د بلي سره توپير لري او عام خلک ژر ور باندي پوهيږي. په پښتو کښي دغه ډول ناول ليکوال ښاغلي ايمل پسرلی او نور دي.

۷- پوليسي ناول : پوليسي ناول هغه ناول دئ ، چي په يو هيواد ، ولايت او يا يوه سيمه کي يوه پيښه رامنځته سي او د هغي د معلومولو له پاره پوليسو د ادارې مشر خپل يو تن مامور ته دنده سپاري ، چي د پيښي اصلي لامل پيداکړي ، چي ولي پېښه سوي ده؟  مثال:- د چا کور غلا سوي دئ ، دغه ډول ناول تر نورو ناولونو ځکه په زړه پوري او خوندور دئ، چي پيښي ډيري لري او لوستونکي کوښښ کوي، چي د هري پيښي تل ته ځان ورسوي ، چي ولي پيښه رامنځ ته سوې ده . په حقيقت کښي پوليسي ناول داسي ناول دئ ، چي په هغه کښي يوه پېښه يا جنايت په عمده ډول د څو مجرمانو د خوا پلان سوې وي او پوليس تر ډېرو څېړنو وروسته هغه پيداکوي.

۸- طبقاتي ناول : په دې ډول ناول کښي د يوې ټولني د وګړو پوړ، سويه ، جنس ، استعداد ، کړني ، عمر، ښه او بد ، پخواني او اوسني وخت او نور راځي ؛ په دې معنی کله کله داسي وي ، چي يو څوک مالدار او غني وي او بل څوک بې وزله او مسکين وي ؛ نو دهغه مالدار پر ځاي د دې ، چي د خپل بې وزله ورور يا خور سره مرسته وکړي ؛ پر هغه ملنډي وهي اوهغه ته د هغه د غريبۍ پېغور ورکوي. د طبقاتې ناول په برخه کښي راځي ، چي د ناول ليکوال ئې په ټولنه کښي ، چي هر څه ويني د هغه د سمون له پاره مټي رانغاړي. لکه د نورمحمد تره کي، ساغر اپريدي او نورو ليکلي دي.

۹- مهماتي ناول : په دې ډول ناولونو کښي ، نوي نوي موضوعات ليکل کيږي او ديو عمل په کولو کښي ليکوال بشپړه خپلواکي لري. په دغه ډول ناول کي اتل او اتله هرڅه، چي وغواړي کولاي ئې سي او په خپلو کړنو کښي د چا څخه اجازه نه اخلي. په دې ناول کښي اتل هڅه کوي ، چي خپله معشوقه اتله هر ځای له ځان سره بوځي او هغه څه ويني ، چې تر دي وخته ئې نه وي ليدلي . په پښتو کي د عارفي عمر لور او محمد حسام ناولونه دي .

۱۰- سياسي ناول : په دې ډول ناول کښي د يو يا څو هيوادونو سياسي حالات رانغاړل کيږي. په دغه ډول ناول کښي له اتل او اتلي څّخه نيولې آن تر لوبغاړو پوري ډېر وخت سياسي اشخاص او د هيواد چارواکي وي. کله نا کله داسي هم کيږي ، چي په يو هيواد کښي د سياسي رهبرانو او د حکومت د چارواکو ترمنځ په ځينو شيانو سره دعوه راځي او دغه دعوه آن تر وسلې او جګړې پوري رسيږي ، چي په پايله کښي ئې په زرګونه بې ګناه خلک د دوی د لوبي ښکار کيږي. لکه: چي يو هيواد پر بل هيواد سياسي تيري کوي اوهغه هيواد د خپل ښکېلاک لاندي راولي په دې کار کي پر اقتصاد او وسلې سربېره سياسي پوهه او شعور هم په کار دي ، چي يو د ناول ليکوال بايد په دې مسايلو پوه وي. په پښتو ژبه کښي د آرش ننګيال ولسمشر ما وژلی ناول دئ.

۱۱- ساينسي ناول : دغه ډول ناولونه که څه هم په پښتو ادب کښي لږ دي ؛ خو سته ، د دې ناولونو موضوع پر تخنيکي او تکتيکي شيانو څرخي . د نوي نړۍ له پرمختګونو څخه پکښي خبري سوي وي او ټول نوي ساينسي پرمختياوي بيانوي ، چي تر دې دمه ترې لا ډ ېر خلک بې خبره دي. دا ډول ناولونه په افغانستان کي دومره مينه وال نه لري . لامل ئې هم دادئ ، چي افغانستان د نړۍ په پرتله يو وروسته پاته هيواد دئ او په نړۍ کښي، چي کوم پرمختګونه سوي دي د هغه ډېر خلک نا خبره دي ، دا چي اوس د هغو تخنيکونو او ټيکنالوژيو په هکله څوک څه ليکي ډيري ئې موږ ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه موږ په خپله په خپلو سترګو نه دي ليدلي او هر هغه شی ، چي په خپلو سترګو نه وي ليدل سوي د هغه منل او په هکله ئې معلومات ورکول ډېره ستونزمنه خبره ده. همدا اوس په افغانستان کښي ډ ېر داسي خلک سته ، چي انټرنيټ نه پېژني‎، په هرحال په پښتو ژبه کښي ئې ښه مثال د عبدالخالق واسعي ژباړل سوي ناول دئ.

۱۲- رواني يا روحي ناول :  دا ډول ناولونه د انسان د روح يا روان سره سروکار لري. په دې ډول ناول کښي د انسان داخلي احساسات ، عواطف ، مفکورې ، دودونه او کلتور بيانيږي . دا ډول ناولونو يوازي د پيښي په ظاهري بڼي بسنه نه کوي او هڅه کوي چي روح ته ئې ننوځي ، چي لامل ئې څه دي، ولي پېښه سوه؟ او د چا له خوا پېښه سوه؟ په دې ډول ناولونو کښي د انسان روح تر مطالعې لاندي نيول کيږي  او ګوري، چي يو څوک د يوې پيښي په هکله څونده رښتيا وايي . په دغه ډول ناول کښي ليکوال سربېره پر دې ، چي يو ښه ارواپوه وي ، بايد د يو ولس په دودونو خبر وي ؛ ځکه کله چي د پلټني او څېړني مسأله رامنځته سي ؛ پوهان وائي دا ډول ناولونو لومړي ليکوال لئون تولستوی دئ. په پښتو کي دا ډول ناولونو ليکوالان لکه:- صفيه حليم ، مياګل شاه او نور دي.

۱۳- جنسي ناول : دا ډول ناول په جنسي مسايلو راڅرخيږي. په دې ناول کښي د انسان د بدن هغه پټ او محرم ځايونه بر بنډيږي ، چي اسلامي ټولني ئې د اوريدلو توان نه لري؛ انسان خداي (ج) د عزت او ابرو له پاره پيداکړی دئ او کله ، چي د انسان ابرو او عزت په بازار کښي اعلاميږي نو انساني پولي او چوکاټ ټول ماتيږي او هغه درناوي چي انساني ټولنه ئې تشکيله کړې ده د پوښتني لاندي راځي. دا ډول ناولونه په غير اسلامي ټولنو کښي ښه ډېر دي او هغوی ته عادي خبره ده ؛ خو اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه افغاني ټولنه لادې ته نه ده اماده ، چي دغه ډول خبري واوري او يا د انسان په هغه پټو ځايونو خبري وکړي ، چي هغه خداي (ج) پټ پيداکړي دي. په دې برخه کښي يو شمېر ليکوالانو تجربه کړې ده او خپل زورئې په کښي ازمايلي دئ، چي ښه مثال ئې ماټو خان دئ ؛ خو د نېکه مرغه ښه پايله ئې نه ده ورکړې او نه له دومره تود هرکلي سره مخ سوي، همدا لامل دئ، چي اوس ئې څوک ليکلو ته زړه نه ښه کوي ؛ خو نيم د ګوتو په شمېر ليکوالان  ليدل کيږي. ادب څېړونکي په پښتو ژبه کښي د دغه ډول ناولونو سر لاري ليکوال ماټو خان بولي ؛ خو اوس يو شمېر ځوان ليکوالان دغه  ډول ناولونه ژباړي. لکه: د نذير احمد سهار ژباړلی ناول نازنين که څه هم نوموړي په دغه ناول کښي ډيري برخي لري کړي دي ؛ خو بيا هم د جنسي ناول نښي پکښي ليدل کيږي.

۱۴- د پلاټ ناول : لکه څنګه ، چي د نامه څخه ئې معلوميږي، په دغه ډول ناول کښي تر ټولو مهم رول پلاټ لري او پلاټ د يو ناول هغه اساسي برخه ده ، چي د هغه په وسيله د ناول خام مواد چمتو کيږي. د يو کيسې اسکليټ ته پلاټ وايي . په پلاټ کښي د يوې کيسې پيل ، منځ او پاي ته ډ ېره پاملرنه کيږي او کوښښ کيږي ، چي يوه کيسه په همدغو برخو کښي بې خونده نسي او په يوه کيسه کښي همدا برخه اساسي ده ؛ هر ناول پلاټ لري او هيڅ ناول بې پلاټه نه ليکل کيږي ؛ خو دا چي ځيني ناولونه پلاټ ته جلا کيږي هغه ته پلاټ ناول وايي . په پلاټ ناول کښي تر ډيرو مسايلو پلاټ ته ډېره پاملرنه کيږي او کوښښ کيږي ، چي نوري برخي هم په متوازنه توګه وساتل سي . يعني داسي نسي ، چي لوستونکي د ډيرو پيلزو او تشريفاتي  خبرو له امله کيسه پر ځاي پريږدي اوپه خپل کار پسي ولاړ سي . د پلاټ ناول ښېګڼه هم دغه ده ، چي ټولي برخي متوازني ساتي او په داسي هنري انداز سره رابطه ورکوي ، چي لوستونکي د کوم جلا والي احساس و نه کړي. په پښتو ژبه کښي دغه ډول ناولونه خورا ډېر دي، چي ښې بېلګي ئې د ډاکټر محب الله زغم ناول ، د سيد نظيم ژباړل سوي ناول« نن شپه اوښکي توييږي» د صديق الله سمسور ژباړل سوی ناول، د علم ګل سحر ناول او نور.

 



:: اړونده موضوع: هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۲۷

ستا خوږه موسكا جانانه! ستا دروغجنه غوسه ياره!
د الهام دوې سرچينې دي، چې غيبي غزل ترې اوري
چې په ياد يې له هيبته "رقيب ولوېږي له كټه"
زموږ د شخو برېتو تاو دى، كنداري غزل ترې اوري
پښتنې كې دوه صفته: تورې سترګې او سرې شونډې
نرګسي غزل ترې اوري، ګلابي غزل ترې اوري
خدايه! داسې يوه ښكلې كړې پيدا چې دا دعا كړي:
بس يو داسې سروش غواړم، چې دى ځي غزل ترې اوري.

تنكى شاعر  سروش



:: اړونده موضوع: غزلزار
ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۲۶

 

غزل
سعيد زابلى
که غوړيدلي ګل ته ورته نه يې
يې خوسپوږمۍ که سوې لمرته نه يې

دادې کمال دى زړه په سترګواخلې
ښکلې منمه جادوګرته نه يې

عجيبه داده چې په خوب کې راشي
له خوښۍ ويښ شمه مګرته نه يې

شهيده دلته دې شودومره مقام
لارسېدلى وکوثرته نه يې

سعيده نور خودرنه شيخ جوړشوى
هسې ختلى ووممبرته نه يې

اى زموږ هيواده

ستا لوړې څوكې اى زمونږ هيواده
 ماته د زوړ تاريخ اثر ښكاري
 
 ستا يوسفزي ما من، مومند او صافي
 ماته دشنې تورې جوهر ښكاري
 
 وزير، مسيد، ستا اڅكزي وطنه
 ماته د ننګ غيرت وزرښكاري
 
 خټك، بلوڅ ستا سلارزي وطنه
 ماته مدام لاس په خنجر ښكاري
 
 دا ستا شينواري، اپريدي، شموزي
 ماته لـه څېرمې نه زړور ښكاري
 
 په دې پوه شوې سرترسره دنيا
 خدايږو دا کوزه ده که بره دنيا
 

پښتنی مېرمنی اود جنګ ميدان

نن كه ده تياره دجهل برق د عرفان رابه شي
 نن كه مروردي پښتانه سره پخلا به شي
 نن كه فريبګر ځان پټوي اخر رسوا به شي
 نن كه يتيمان كوي ژړا ژړا خندا به شي
 
 څو پورې به وي دا د غفلت او جهالت پردې
 څو پورې به وي دا دګوندۍ او نفاقت پردې
 څو به زمونږ صبر او دنورو به ظلمونه وي
 څو به مو په وروڼو عزيزانو بمبارونه وي
 څو به مو په كونډو رنډو داسې ناتارونه وي
 څو به په غازيانو د بمونو بارانونه وي
 
 نشي قبلولى هيڅ مذهب او هيڅ قانون دغه
 نشي قبلولى هيڅ پښتون او هيڅ ژوندون دغه
 مونږ منلى نه شو غلامي او اسارت د چا
 مونږ كولى نشوسلامي او بل خدمت د چا
 نه منو په ځان باندې امرونه حكومت دچا
 نه مو دي په كار پردي مالونه نه دولت د چا
 
 مونږه ازادي د ځان دولت او هم سينګار ګڼو
 ژوند دخپلواكۍ او حريت خپل افتخار ګڼو
 نن كه ټول جهان راځنې ځان بې پرواكړيدى
 د يود استعمار يې په پردي ملك لګيا كړيدى
 يا چې كوم ظالم زما ماشوم په ژړا كړيدى
 يا يې كوم تدبير زما لپاره بنا كړيدى
 
 ګوره نن سباكې دغه واړه پښيمان به شي
 بلكې شرمنده رسوا په لرو بر جهان به شي
 
 ګوره كړي په جيل كې ژوند غازي فخر افغان په څه
 شول سوري سوري په برچوښكلي شازلميان په څه
 ګوره لمبيدلي په سرو وينو شهيدان په څه
 تل مدام كوي په مونږ ظلمونه ظالمان په څه
 
 مونږ مسلمانان د بل چا دين قبلوى نه شو
 مونږ شريعت او د اسلام دين پريښودى نه شو
 پاڅه اى ((سيلابه)) كامواله ځه تيرا لـه ته
 
 ورشه بيا توبى ګرويك چترال او سلالا لـه ته
 داسې ورته وايه راځئ ښكلى ګلستان جوړ كړو
 ځان لره خپلواكي مستقل پښتونستان جوړ كړو


ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۲۶

وخت دنوبهاردی زه جدا له خپله ياره

 

وخت دنوبهاردی زه جدا له خپله ياره
دريغه دريغه چې بې ياره ځې بهاره

اوردخوږو زړونو چې دغره په سرلګيږي
شنې لوخړې خيژي له نښتره له چناره

داڅه عاجزي ده چې زه کښم په کاغذ باندې
راشه وويرېږه د عاشقانو له ازاره
دا څه اوښکې نه دي چې بهيږي له چشمانو
ويني دي بهيږي له زړګوټي له پرهاره
رنځ مې سخت دی هر زمان په ما زياتيږي
راشه اې طبيبه ګوندې مرم درب دپاره


غرونه دي نړيږي چې په حال زما خبريږي
سيند د اوښکودرومي چې راغلی له کهساره
نور څه نه دي واړه نارې د بېلتانه دي
راشه که يې ګورې درباب له هره تاره

قلب 
زه يوخوار وزار يمه رحمان په عاشقۍکې
خپل دی که پردی دی راته نه ګوري له عاره

رحمان بابا



ن :
ت : ۱۳۸۶/۰۱/۲۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.