هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۱/۱۲/۰۴ خپرندوی

http://ups.night-skin.com/up-91-12/hask.png
 
ساده حل

کله چي د امريکا د فضا د څېړني ادارې (ناسا) خلا ته د هوانوردانو  استول پيل کړل، نو هلته دليکلو له ستونزي سره مخ سول، ځکه  زموږ قلمونه په رنګ کار کوي او د جاذبې له قوې پرته  په قلم کي رنګونو  د قلمونود څوکي پر لور حرکت نه کاوه.

ددې ستونزي دحل لپاره  ناسا  لس کاله او دولس ميلونه ډالر مصرف کړل، تر څو داسي قلم يې جوړ کړ چي له جاذبې پرته، په  اوبو کي، سرچپه، پر سخته مځکه او په درې سوه درجې حرارت کي کار کوي.

خو کله چي روسان له همدې ستونزي سره مخ سول نو هغوى څه وکړل؟........هغوى پنسل وکاروه .

پاملرنه: انسان  ته نه ښايي چي دهري ستونزي د حل لپاره دي په پېچلو او سختو لارو  ولاړ سي کيداي سي يـوه ساده مشوره ورته ټولي  ستونزي  ورحل کړي. دا متل يې پر ځاى ويلى  

چي غوټه په لاس خلاصيږي ، حاجت غاښ ته نسته

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ