ویل کیږي چي په پخوا زمانو کي په کوم ځای کي کومه قبیله اوسیده.
د دي قبیلي د شهرت وجه د هغوی د قانون مراعاتول، عدالت او د قانون بي دریغه تنفیذ وو.
په قانون باندي عمل کول پکی دومره زیات عام وو چي حتی د قبیلي مشران هم تري مستثنی نه وو.
وایی چي یوه ورځ د دي قبیلي پښ یو کس قتل کړ. نو جرګه دایره سوه.تفتیشي کمیته جوړه سوه او په پښ باندي د قصاص فیصله صادره سوه او
همداراز د
قصاص نیټه هم وټاکل سوه.
دښمن راغلي او غواړي چي په قبیلي باندي حمله وکړي. او لګیا دي د یرغل تیاري نیسي.
نو یو ځل بیا د قبیلي
مشران، ملایان، قاضیان، عسکر او نور ټول ډیر پریشانه سول چي اوس به څه کوو. یوي
خوا ته د قانون غوښتني وي، بلی خوا ته د قبیلي هغه شرف چي دوي په قانون مندی ډیر
مشهور وه. او بلي خواته د دښمن خطر. بلي خوا ته د پښ اړتیا چي خلکو ته يي د جګړي
لپاره توري، نیزي، چړي، زغري او نور جوړول.
خو
بلي خوا ته لکه ټولو ته چي معلومه ده په قبیله کي د هوښیارانو کمي هم نه وو. بیا
مشران سره راټول سول چي د پښ په برخلیک یو ځل بیا وګڼیږي. ټولو سرونه ټیټ نیولي
وه. د ډیرو خبرو، نظرونو او فکرونو نه وروسته ټول دي نتیجي ته ورسیدل چي چون دغه
پښ د قبیلي یوازیني ژوندی پاته پښ دی نو دی دي نه قصاصیږی او د ده پرځای دي د
قبیلي د څلورو خیاطانو څخه یو په دار وځړول سي.
)د
ټولو هغو لوستونکو څخه په بخښني سره چي خیاطان دي. یوه خبره غواړم چي ووایم هغه دا
چي د مسلک د لحاظه زه هم خیاط یم نو هیله لرم چی دا ټوکه به ټوکه ګڼی په نفس به يي
نه نیسي. ؛ محمد رحیم
Afghan Afghani Converter