هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۱/۰۷/۲۵ خپرندوی

لکه باران مي په زړه خـوږ خـوږ اوریدلې راغلې 
عـمر دي ډیر دی همـدا اوس مي یادولې راغلې

په هر قدم په هر نظر کي ته وې ته وې ته وې
نن مي کړۍ ورځ سترګو سترګو ته کیدلې راغلې

زه خفګان، اوښکي، شوګیر ټول به شوو راټول په شپه کي
تر روڼ سهاره به مو شمعې بلولې راغلې

قدم دي ونیسه چي دود کړم ګلابونه درته
ګرانه ! په ژوند کي مي همدغه شیبې ښکلې راغلې

جلانه! تا خو د انکار بندونه ډیر وتړل
څنګه ده؟ خدای چي مي په ګوتو راکولې راغلې
سیدجیلاني جلان


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ