ایچ ای وی یا (Human immunodeficiency virus) یو نوع ویروس یا میکروب دی چي ايډز منځ ته راوړي ، لکه څنګه چي يې د نوم څخه مالومه ده دا ويروس د بدن د دفاعي سيستم د منځه وړي نو په دې صورت کي بدن نسي کولای چي د کوم میکروب یا ویروس سره مبارزه وکړي، نو ځکه د مرګ سبب کیږي. ايډز د لومړي ځل لپاره په ١٩٨١ م کال کي وپيژندل سو، بيا د زياتو څيړنو وروسته HIV ويروس په ١٩٨٥ م کال کي د يوې معاينې په واسطه ثابت سو.
HIV د ایدز (AIDS) سبب کیږي.
HIV دلاندي درې مهم عاملونو څخه منځ ته راځي:
1)د مخدره موادو ترزیق او مشترک سورنج استفاده کول
2)جنسي رابطې
3)هغه مور چي ماشوم ولري او په دې ویروس اخته سي نو د هغې څخه د هغې کوچني ته انتقالیږي.
هغه خلک چي په ایډز یا HIV infection باندی اخته وي که بل چا ته وینه ورکړي نو هغه هم په دې میکروب اخته کوي.
HIV یا AIDS باندی اخته سویو کسانو سره تماس:
* په دې مرض اخته سویو کسانو سره خبري کول ، لاس ورکول ، بغل کي نیول ، په یو ګیلاس کي اوبه چښل ، یوځاى ډوډۍ خوړل او د هغوى لباس اغوستل هیڅ کوم باک نلری٠
* په پرنجی یا عطسه کولو HIV یا AIDS نه انتقالیږی٠
* د حشراتو په چیچلو سره هم دا میکروب نه انتقالیږی٠
د HIV یا AIDS څخه مخنیوی:په دې مرض اخته سوي کسان ترډیر وخته صحتمنده وي او پدې نه پوهیږي چي کومه مریضي لري او زیاتره وخت په همدې علت خپل ژوند تر لاسه ورکوي او یا هم دا میکروب یې په بدن کي ډیر پرمختګ کوي.
نو ددې میکروب د مخنیوي ښه لاره د پاسینیو ذکر سویوشیانو څخه په کلکه ځان ساتل دي٠
په نويو څيړنو کي يو نوع واکسين چي ويل کيږي دا مرض د منځه وړي هم جوړ شوي دي اما دا چي کومه ښه نتيجه به ولري او که نه مالومه نه ده.
عبدالودود پښتون
Afghan Afghani Converter