Leonard: تر ټولو کوچنى ږغيز واحد چي مشخصه صوتي بڼه ولري، فونيم بلل کېږي.
مرحوم پوهاند تږي: هغه تر ټولو جزیي توپیر چي کولای سي، د بېلابېلو معناوو معمول الفاظ یو له بله بېل کړي، هغه د یوه واحد فونیم فرق دئ؛ لکه: د کور او د ګور په کلیمو کي.
نوراحمد شاکر: فونیم یو واحد شی نه دئ؛ بلکي زیاتره د اوازونو مجموعه ده، یعني څو ډوله اوازونه سره یو ځای کېږي، بیا یو اواز ځيني جوړېږي، چي دغه اوازونو ته په ژبپوهنه کي فونیم وایي.
پنزل: فونیم (صوتي واحد) د وینا هغه اساسي ږغ دئ، چي د استعمال په بېلابېلو مواردو کي متغیر تلفظونه(تلفظي افراد) لري او د یوې صوتي بڼي جز دئ.
تړاو: فونیم
Afghan Afghani Converter