هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۹/۰۸/۱۸ خپرندوی

د خوشحال زمانه د پښتو ادب له دریمي دورې څخه سمون خوري ددې دورې په سر کښي پښتون اولس او پښتو ادب د مغولي زورګیرۍ له سختو تاړا کونو سره مخامخ شوي دي . په خپله خوشحال خان د جنګ په میدان کښي زیږیدلی لوي شوی او وفات شوی دی ،ده پخپله هم توره وهله هم يې قلم چلاوه یعني په یوه لاس کښي يې توره وه او په بل لاس کښي يې قلم و . موږ د خوشحال په اشعارو او سبک کښي د اډیالیزم ،ریالییزم او رومانیزم د پلوشو ګډه ننداره کولای شو که څه هم د شعري جوړښت له کبله ورکښي کلاسیک مثالونه ډېر دي خو د فکر پراختیا ، ازادخیالي او زړه ورتیا له امله يې کلاسیک چوکاټونه مات کړي دي . د دې لنډۍ کتني نه وروسته به د خوشحال شعري مکتب ښېګڼي ، صفتونه ، او بېلګو نښي نښاني بیان کړو .

(د خوشحال مکتب ښېګڼې او صفتونه )

۱ : د خوشحال په ادبي مکتب او شاعري کښي د قامولۍ پښتونولۍ ملیت ، توري ، مړاني ، ننګ او غیرت څپې د ابا سیند د څپو په شان غوره رنګونه وهي او د عزت او پت ژوند تر هرڅه غوره بولي . مرګ په سل ځله بهتر دي تر ژوندونه د عزت سره چي نه وی زیست .

۲ : د خوشحال شاعري او زورګیرۍ او اقتدار په مقابل کي د پښتني جذبو او پښتني هوډ یوه څرګنده ترجماني ده .

۳ : د ده په اشعارو کښي د انساني میني ، ښوخویونو، سپېڅلو اخلاقو او پند و نصیحت مرغلري هم له ورایه ځیني ښکاري .

۴: د خوشحال په شعرونو کښي د مستۍ ، رندۍ ،آزادۍ ، بې پروايې یو داسي ژوند بښونکی پیغام پروت دپ هر څوک یه خوځیدا او نڅا راولي .

۵ : په دې مکتب کښي د عشق او تصوف رنګیني هم شي خو د رحمان د سوز او اخلاص مقام ته نه رسیږی .

۶ : د خوشحال مکتب ښیګڼې دادي چي د یوې خاصي سیمي او قبیلي په ولکه کښي نه بندیږي بلکي په ټوله پښتونخوا پوري اړه لري او د هري سیمي لغات او کلمات په ځان کښي ښکاره کوي لکه : ژوي ، کرتوت، وښیه ، ژمنه او داسي نور.

۷: تنقيد کره کتني او خوش طبعۍ خیالاتو هم ددې مکتب په کالبوت کښي د ژوند ساه اچولي ده.

۸: د خوشحال په اشعارو کښي د شعر ټول قسمونه لکه : بولـله ، غزل ،څلوریزه ، دویز، څلوریز، پنځه ئيز، شپږ ئيز، لسیز، یو کړیز ، بېل کړیز او نور راغلي او په دې ډګر کښي پوره پراختيا موندلې ده .

۹ : په دې مکتب ګښي د پارسي ادب د ځینو اصلاحاتو اغېز او اثر هم په ښکاره ډول لیدل کیږي لکه : ساقی ، شمع او پتنګ ، ګل او بلبل ، شراب او کباب او داسي نور سمبولونه .

۱۰ : دا مکتب د ادبي ارزښت له پلوه تر ټولو غوره او پراخ اومعنوي او لفظي ښېګڼې يې تو نورو مکتبونو او سبکونو پاتي دي . سربیره پر دې ادبي استعارې او تشبیه ګانې هم له پښتني رنګ څخه نه دي وتلي .

(د خوشحال مکتب نومیالي شاعران دادي)

اشرف خان هجري ، عبدلقادرخان ، او مصري خان ، ګیګیاڼی ، او نور هم ډېر پیروان لري لکه : سکندر خان ، صدر خان او داسي نور .

د دې مکتب د معنوي او لفظي ښکلا او وړتیا یو څو نمونې يې دادي

خوشحال خان وايي :

هسي خوښ د ظالمۍ پـــــه کار ولاړ دئ

ته به وايې مرګ يې نشـــــــــته تل به ژوي

که نیولي زرکه باز پرېږدي له چنــــګه

زه به هم له لاسه پرېږدم شوخ و شنګه

اشرف خان وايي :

د دولت شکری وخوړی زاغـــــــــــــــــــــانو

د بازانو قوت همېـش خون جــــــــــګر وی

هجري څولارغه دې وکړه په د کن کښــي

په کاته جونو ولۍ کــــــــــــړه وربـلوی

ماته ماته په لار ولي ځې دلبـــــــــــــرې

ګوندې زور دې په تن کا سر شــــــــالونه

عدالت داهسي نه دئ چی زاغ خـــاندي

بې موجبه په آزار هجـــــري هـــــــــزار دئ

مسري خان وايي :

پښتانه قدردان نــــــــــــه دي

پوه په قدر د ځــــــوان نه دئ

خو د سود د اسرې مله دي

په لږ سود ویزار له یـــــاره

چي د زړه اخلاص يې نه وي حاصل نشته

که پنځه وخته لمون ځ واړه په مکــــــــه کي

په دې مکتب کښي د ادب معنی چي د ادب د ژوند تفسیر او تصویر وي . په پورته توګه ځان ښکاره کوي او په ښه ډول ورسره اړخ لګوي . د خوشحال په مکتب کښي رومانتیک او ریالیسټیک ادب ډېر غوره او ښکاره مثالونه پیداکيږي .


تړاو: مکتب
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ